خانه / د مرکز خبرونه / د قاصد ستراتېژیکو څېړنو مرکز مشر د طالبانو د قطر دفتر له مشر سره وکتل

د قاصد ستراتېژیکو څېړنو مرکز مشر د طالبانو د قطر دفتر له مشر سره وکتل

د قاصد ستراتېژیکو څېړنو مرکز مشر دکتور عبدالباقي امین، قطر ته د یوه رسمي سفر پر مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر او د دغه دفتر د بین الافغاني تفاهم د کمېټې له غړو سره وکتل او په افغانستان کې یې د سولې د ټینګښت په اړه بحث وکړ.

ښاغلي امین په دغه لیدنه کې د طالبانو سیاسي مرستیال او د قطر دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د سولې په تړاو شته فرصتونو او خنډونو په اړه خبرې وکړې.

دکتور امین وویل: «ټول اړخونه له جګړې ستړي او د سولې په تمه دي؛ خو په ورته وخت کې له خلکو سره د ځینو قضایاوو په اړه اندېښنې هم شته دي او ډېرې دغه اندېښنې له امریکایانو سره له هوکړې وروسته پړاو په اړه دي. ځکه نو اړتیا ده چې طالبان افغانانو ته یو واضح ډاډ ورکړي.».

په دې لیدنه کې د طالبانو د قطر دفتر مشر هم ټینګار وکړ، چې په هېڅ ډول شرایطو کې به اجازه ورنه کړي چې په روانه پروسه کې د افغانانو او افغانستان ګټې تر پښو لاندې شي. د نوموړي په وینا، طالبان په افغانستان کې د واک د انحصار په هڅه کې نه دي او په واک کې د ټولو سیاسي لورو له اشتراک سره توافق لري. دغه راز، په وینا یې چې طالبان د ټولو اړوندو قضایاوو په اړه بین الافغاني خبرو اترو ته چمتو دي. همدارنګه دوی ټینګار وکړ، چې طالبان به د ملي یووالي لپاره جدي کار وکړي او راتلونکی (د امریکایانو له وتلو وروسته) پړاو به د سوکالۍ او په ټولو برخو کې د پرمختګ پړاو وي.

پای

همچنین ببینید

هیأت مرکز مطالعات استراتیژیک قاصد با معین وزارت تحصیلات عالی دیدار کرد

یک هیأت مرکز مطالعات استراتیژیک قاصد با دکتور احمد سیر مهجور معین وزارت تحصیلات عالی …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *