خانه / در بارۀ مرکز / د مرکز په اړه

د مرکز په اړه

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز یو خپلواک، غیر انتفاعي او غیر حکومتي څېړنیز بنسټ دی، چې د افغان څېړونکو او پوهانو د یوې ډلې له لوري جوړ شوی دی. قاصد د پوهنتونونو د استادانو او د هېواد د علمي او سیاسي شخصیتونو د یوه علمي بورډ له لوري اداره کېږي.

 

لرلید

قاصد د افغانستان، سیمې او نړۍ د مهمو پېښو او سیاستونو د دقیقو، تخصصي او بې‌طرفانه څېړلو او له دې لارې د پالیسیو د سمون په موخه فعالیت کوي.

 

ماموریت

  • د څېړنو له لارې په بېلابېلو برخو کې د واقعیتونو هغسې انعکاس، چې د جوړتیا لپاره یې سیاستونه او د عمل ډګر سره یو او بشپړ اغېزناک شي.
  • په افغانستان او سیمه کې د هراړخیز ثبات د ټینګښت په موخه، له افغانستان سره د سیمې او نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د متقابلو اغېزو روښانه کول.
  • د څېړنیزو موندنو د لا ډېر مؤثریت او د مهمو او برخلیک ټاکونکو قضایاوو په اړه د ملي او سیمه‌ییزو دریځونو د پیاوړتیا په موخه د افغانستان او سیمې له څېړنیزو مرکزونو سره ګډ کار.

 

د څېړنو پالیسي

قاصد د واقعیتونو د رښتیني انځور وړاندې کولو په لاره کې د هېڅ لوري اغېزې نه مني او په بشپړ ډول بې‌پرې او پر واقعیتونو ولاړې څېړنې وړاندې کوي. قاصد باور لري چې په خپلې دغې تګلارې سره، د سیاستونو او تګلارو د جوړتیا او سمون لپاره د پالیسي جوړوونکو او حاکمو لورو رسالت او مسؤولیت ته د هغوی په پام رااړولو کې، رغنده او اغېزناک رول لوبوي.

 

د څېړنو د تمرکز ډګرونه

  • د جګړې اغېزې: په افغانستان کې روانه جګړه د هېواد بنسټیزه ستونزه ده، چې نورې ټولې برخې یې تر خپل درانه سیوري لاندې راوستلې دي. قاصد د خپل رسالت په درک کولو سره، په خپلو څېړنو او څېړنیزو فعالیتونو کې پر افغانستان او سیمه د روانې جګړې پر درنو زیانونو تمرکز لري، ترڅو له دې لارې عامه ذهنیت د جګړې پرضد جوړ او په هېواد کې یې د جګړې د پای ته رسولو د هڅو لپاره فعال کړي.
  • ملکي مرګ‌ژوبله: مرکز د ملکي وګړو پر مرګ‌ژوبله ځانګړی تمرکز لري او په خپلو څېړنیزو فعالیتونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله په دقیق ډول څاري او خپروي، ترڅو له یوې خوا د جګړې ښکېل لوري خپل بشري مسؤولیت ته متوجه کړي او له بلې خوا په هېواد کې دننه او بهر د بشري حقونو د فعالو ارګانونو پام دغه وضعیت ته راواړوي.
  • د سولې هڅې: مرکز په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې په هڅو کې له شته بن‌بستونو څخه د وتلو لپاره، په خپلو څېړنیزو فعالیتونو کې د حل‌لارو پر وړاندې کولو او د سولې د هڅو پر بریالي کېدو تمرکز لري. مرکز د سولې په تړاو ټولې کېدونکې هڅې او د سولې اړوند خبرې اترې په دقیق ډول څاري او د ښه‌والي او لوري‌ورکولو په موخه یې تحلیلوي. د نظر خاوندانو د نظرونو د انعکاس او تحلیل په پایله کې، په بېلابېلو پړاوونو کې له بن‌بستونو څخه د وتلو لارې چارې وړاندې کوي او له دې لارې د سولې په برخه کې فعالو ارګانونو سره له نژدې کار کوي.
  • ښه حکومتولي: په هېواد کې کمزورې حکومتولي په بېلابېلو برخو کې د ستونزو لامل شوې. دا چې د هېواد روښانه راتلونکی له ښې حکومتولۍ او د هېواد د امکاناتو له سم مدیریت سره تړلی، قاصد د ښې حکومتولۍ اهمیت او په افغانستان او سیمه کې یې پر امنیت، ثبات او هراړخیز پرمختګ مثبتو اغېزو ته په کتلو، د دولتي پالیسیو د ستونزو په اړه څېړنې کوي او مناسبې حل‌لارې وړاندې کوي، ترڅو له دې لارې په هېواد کې له ښې حکومتولۍ سره مرسته وکړي.
  • د علمي څېړنو څارنه او ژباړه: مرکز د څېړنو اهمیت او په افغانستان کې دغې برخې ته د کمې پاملرنې په نظر کې نیولو سره، د علمي څېړنو متابعت په خپلو کاري برخو کې شامل کړی، ترڅو په افغانستان کې د دغې مهمې برخې له تقویت او معلوماتو او څېړنو ته د لاسرسي آسانه کولو سره مرسته وکړي.

اوسمهال په پوهنتونونو او علمي مرکزونو کې علمي څېړنې کېږي، چې استادان یې د علمي ترفیعاتو او یا یې محصلین د فراغت سندونو ترلاسه کولو لپاره په تېره بیا د ماسټرۍ او دکتورا په دورو کې ترسره کوي او یا هم د علمي او څېړنیزو پروګرامونو په توګه د مطالعاتي مرکزونو له لوري خپرېږي. قاصد په دې تړاو د علمي څېړنو د معلوماتي بانک له لارې غواړي، له یوې خوا په هېواد کې د علمي څېړنو د تکرار مخنیوی او له بله پلوه ترسره شوو څېړنو ته لاسرسی آسانه کړي.

قاصد دغه راز په علمي او څېړنیزه برخه کې د نورو هېوادونو له مثبتو تجربو او نوښتونو د ګټې اخیستنې په موخه، مهمې او د هېواد د وضعیت د اړتیا وړ څېړنې ملي ژبو ته اړوي او خپروي.

 

وسائل او فعالیتونه

قاصد خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره د لاندې فعالیتونو له لارې هڅې کوي:

  • څېړنیز ژورنال: قاصد په بېلابېلو برخو کې د څېړنو لپاره، د څېړونکو او متخصصینو څېړنیزې مقالې په خپل شپږمیاشتني علمي ژورنال کې په ملي او نړیوالو ژبو خپروي.
  • څېړنیزې او تحلیلي مقالې: قاصد پر سیاستونو د اغېز او د هغو د پراختیا لپاره په لاندې برخو کې څېړنیزې او تحلیلي مقالې چمتو کوي او خپروي:

د پالیسیو بیاکتنه: قاصد په بېلابېلو برخو کې د پالیسیو د څېړنې له لارې، په مهمو سکتورونو کې شته ستونزې، نيمګړتياوې، فرصتونه او خنډونه څېړي او د ښه‌والي لپاره یې په خپلو څېړنیزو مقالو کې کره، دقيق او پر څېړنو ولاړ وړانديزونه او حل‌لارې وړاندې کوي.

د مهمو پېښو تحلیل: قاصد مهمې سیاسي، ټولنیزې او اقتصادي پېښې د ارزونې او تحلیل په موخه څاري او اړوند خنډونه، فرصتونه او نور اړخونه یې په خپلو تحلیلي مقالو کې روښانه کوي.

  • تحقیقي راپورونه: قاصد په بېلابېلو برخو کې د شته وضعیت د واقعي انعکاس په موخه منظم او مهالني څېړنیز راپورونه خپروي:

مهالني څېړنیز راپورونه: قاصد د هغو مهمو پېښو او برخلیک ټاکونکو قضایاوو په اړه مهالني څېړنیز راپورونه خپروي، ترڅو په بېلابېلو برخو کې د پالیسیو له سمون او ښه‌والي سره مرسته وکړي.

د جګړې د مرګ‌ژوبلې راپورونه: قاصد په افغانستان کې د روانې جګړې د ناوړه او درنو اغېزو د انعکاس لپاره، د مهمو امنیتي پېښو ځانګړي تفصیلي او دقیق راپورونه او همدا راز په هېواد کې د جګړې ښکېلو لورو او ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې اوونیز، میاشتني او کلني راپورونه خپروي.

  • نظرپوښتنې او سروې‌ګانې: قاصد د حکومتي پالیسیو په تړاو د خلکو د نظرونو معلومولو لپاره، د مهمو او برخلیک ټاکونکو قضایاوو په اړه دقیقې او بې‌طرفانه نظرپوښتنې او سروې‌ګانې کوي، چې په خپلو څېړنو او نشراتو کې د ګټې اخیستنې ترڅنګ یې پایلې او موندنې په مستقل ډول هم خپروي.
  • کنفرانسونه او ګردي مېزونه: قاصد د هېواد او سیمې په کچه د مهمو قضایاوو د هراړخیزې او اغېزناکې څېړنې لپاره د متخصصینو او اړوندو مسؤولینو څېړنیز بحثونه جوړوي او موندنې یې د پالیسي جوړوونکو لورو د ګټې اخیستنې لپاره د خپلو څېړنیزو نشراتو، رسنیو او نورو بېلابېلو لارو خپروي.