خانه / د مرکز خبرونه / ویاړلې څېره؛ شهید دکتور عبدالباقي امین

ویاړلې څېره؛ شهید دکتور عبدالباقي امین

دوه کاله وړاندې د ۲۰۲۰م کال د اګست په ۱۹مه نېټه دکتور عبدالباقي امین د افغانستان په پلازمینه کابل کې د یوې خونړۍ دسیسې ښکار شو. نوموړی د ده په ځانګړي دولتي موټر کې، چې دی یې خپلې دندې ته بېوه، د مخکې نه ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو د انفجار په پایله کې شهید شو. دکتور امین د شهادت مقام ته ورسېد اما هغه مزل یې چې پیل کړی و په نیمه کې پاتې شو.

دکتور امین د افغانستان د پوهنې په وزارت کې د علمي شورا رئیس وو او په همدې وخت یې د قاصد د ستراتژیکو څېړنو مرکز مشري هم کوله. هغه د سولې لپاره پراخې هڅې پیل کړې وې او غوښتل یې د افغانستان اوږدمهاله شخړه د زور له کارولو پرته د خبرو اترو او مفاهمې له لارې حل شي او یوه داسې حکومتي اداره رامنځته شي چې ټول افغانان پکې خپل ځان وګوري. دکتور عبدالباقي امین د هېواد پر سوکالۍ، پرمختګ او یوه متمدن افغانستان باور لاره.

د دکتور امین هڅو تر ډېره بریده ښه پایله لرله او د تفکر خونه، چې ۴۵ تنه مخکښ تجربه لرونکي سیاستوال پکې شامل وو، د افغانستان د قضیې د سوله‌ییز حل په درشل کې روښانه قدم وو چې د شهید دکتور امین په ملتیا او ګډون رامنځته شوه. له بده مرغه پر دغه وخت د جګړې ټېکه داران ووېرېدل چې ګواکې د افغانستان په قضیه کې نور جنګ د پای ټکی مومي او افغانستان د سوکالۍ خواته درومي، نو ځکه یې د سولې د پراخو هڅو د درولو په موخه دکتور امین په نښه کړ او په افغانستان کې یې د سولې د ګړندي بهیر مخه ونیوله.

دکتور عبدالباقي امین د اسلامي علومو متخصص، استاد او یو مخکښ علمي شخصیت و. هغه د افغانستان په سلام پوهنتون، د سودان په جامعه افریقیا، د لیبیا په الاسمریة اسلامي پوهنتون او د پاکستان د اسلام آباد په اسلامي پوهنتون کې د استاد او علمي کادر په حیث دنده ترسره کړېده. نوموړی د لسکونو کتابونو او علمي آثارو لیکوال وو او په خورا ډیرو علمي کانفرانسونو کې یې ګډون کړی و. دکتور امین په خپل کاري ژوند کې د افغانستان د پوهنې د وزارت د علمي شورا رئیس، د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو د مرکز رئیس او په پای کې د قاصد د ستراتیژیکو څېړنو د مرکز د رئیس په توګه دنده تر سره کړېده.

موږ په داسې حال کې چې په هېواد کې د جګړې ټولو شهیدانو او متضررینو ته دعا کوو، د دکتور عبدالباقي امین په شهادت خورا غمګین یو او د دې ترڅنګ چې عاملانو ته یې د لوی الله ج له دربار څخه مجازات غواړو، هیله لرو چې قاتلان به یې وپېژندل شي او په علني توګه به د خپل دغه کرغېړن عمل سزا وګوري.

 

 

 

همچنین ببینید

هیأت مرکز مطالعات استراتیژیک قاصد با معین وزارت تحصیلات عالی دیدار کرد

یک هیأت مرکز مطالعات استراتیژیک قاصد با دکتور احمد سیر مهجور معین وزارت تحصیلات عالی …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *