خانه / میاشتنی تحلیل / د افغانستان د وضعیت میاشتنی تحلیلي راپور (جون ۲۰۲۲م)

د افغانستان د وضعیت میاشتنی تحلیلي راپور (جون ۲۰۲۲م)

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.

مقدمه

دا راپور د ۲۰۲۲م کال په جون میاشت کې په سیاسي، اقتصادي او امنیتي ډګرونو کې د هېواد وضعیت ته ځغلنده کتنه کوي. په سیاسي اړخ کې دا میاشت په کابل کې د اسلامي امارت له لوري د دیني عالمانو سترې غونډې په ملي او نړیواله کچه توجه جلب کړې وه، خو د دغې غونډې پایلې تر ډېره د شته توقعاتو خلاف وې. دغه راز په دې میاشت کې هم له اسلامي امارت سره د نړیوالو د زیاتېدونکي تعامل په برخه کې ځینې پرمختګونه ولیدل شول، چې د روسیې له لوري د طالبانو د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو احتمال او په کابل کې د هند د سفارت بیا پرانیستل پکې د یادولو وړ دي. له اقتصادي اړخه دا میاشت بیا هم له ستونزو خالي نه وه. په دې میاشت کې پر پخوانیو عواملو سربېره، ځینو نورو عواملو د افغانانو د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې وې. د هېواد په بازارونو کې د لومړنیو توکو بیې مخ په لوړېدو وې او د هېواد د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنې هم ورسره مخ په ډېرېدو وې. له امنیتي اړخه، په جون میاشت کې که څه هم کومه ستره او خونړۍ امنیتي پېښه ونه شوه خو د بلخاب پېښې او په کابل کې د هندوانو پر یوه معبد د داعش ډلې برید اندېښنې راټوکولې وې. وړاندې په راپور کې پر دغو موضوعاتو سربېره د دې میاشتې د مهمو پېښو او موضوعاتو تفصیل او تحلیل لولئ.

سیاسي وضعیت

په جون میاشت کې تر ټولو ستره پېښه په پکتیکا او خوست ولایتونو کې خونړۍ زلزله وه، چې په ملي او نړیواله کچه یې توجه راجلب کړې وه. دا که څه هم طبیعي پېښه وه، خو د افغانستان اړوند سیاسي چارې یې هم په ملي او نړیواله کچه تر سیورې لاندې راوستې او تر ډېره د اسلامي امارت چارواکي هم زلزله ځپلې سیمې ته په سفرونو بوخت شول. ترڅنګ یې د دې میاشتې په وروستۍ نېټه په کابل کې د اسلامي امارت له لوري د دیني علماوو د سترې غونډې جوړېدل، له اسلامي امارت سره د نړیوالو د تعامل اړوند ځینې پرمختګونه، او د تېر په څېر په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د نجونو د تعلیم په اړه شته اندېښنې د دې میاشتې نور مهم موضوعات وو.

د جون په ۲۲مه شپه د هېواد په سوېل ختیځو ولایتونو خوست او پکتیکا کې خونړۍ زلزلې پراخ ویجاړی رامنځته کړ. دا پېښه په ملي او نړیواله کچه د خبرونو سرټکی شو او د شمېرو له مخې، لږ تر لږه ۱۱۵۰ تنه پکې ووژل شول، شاوخوا ۳۰۰۰ نور پکې ټپیان شول، او زرګونه کورونه یې هم ویجاړ کړل. له دغې پېښې وروسته په هېواد کې دننه او له بهر څخه د مرستو رسونې بهیر پیل او تر ډېره هیله بښونکی و. بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو ارګانونو خپله خواخوږي شریکه کړه او له زلزله ځپلو سره یې مرستې وکړې. د حکومتي ادارو او نړیوالو مرستندویانو ترڅنګ عامو افغانانو هم په دغه بهیر کې پراخه ونډه واخیسته او د ملي یووالي یو مظهر یې وړاندې کړ. د اسلامي امارت بېلابېلو چارواکو هم له دې سیمې څخه لیدنه وکړه او په دې منځ کې د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سیمې ته د سفر پر مهال ژمنه وکړه چې زلزله ځپلو ته به لږ تر لږه ۱۰۰۰ کورونه جوړ کړي.

د دې میاشتې په ۳۰مه نېټه بیا په کابل کې لویې جرګې ته ورته د دیني علماوو یوه پراخه غونډه جوړه شوه، چې درې ورځې یې دوام وکړ. د غونډې د تنظیموونکو په وینا، په دې غونډه کې شاوخوا ۳۵۰۰ تنه دیني عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړی و. دې غونډې ته د طالبانو مشر شیخ هبت الله اخندزاده هم وینا وکړه او په پای کې یې یو پرېکړه لیک هم صادر کړ. د دې غونډې په اړه مخکې ګومان دا و چې ممکن پر ځینو مهمو ملي قضایاوو لکه د نظام د ډول او راتلونکي برخلیک، اساسي قانون، د نجونو د ښوونځیو قضیه او نورو دا ډول ګڼو قضایوو په اړه پکې بحثونه او پرېکړې وشي، خو پایله یې تر ډېره د تمې خلاف وه. د غونډې ګډونوالو له شیخ هبت الله اخندزاده سره د امیرالمؤمنین په توګه خپل بیعت تازه کړ او تر ډېره یې د نظام مخالفت وغانده او هر ډول مخالفت ته یې د بغاوت نوم ورکړ. ان ځینو ګډونوالو یې وویل چې غونډه باید د نظام د مخالفینو د له منځه وړلو فتوا صادره کړي. که څه هم دا غونډه د خپل مشروعیت لپاره د طالبانو یوه هڅه بلل کېږي، خو دا چې ټول ګډونوال یې د طالبانو غړي او یا پلویان وو او د دې ترڅنګ د مهمو ملي قضایاوو په اړه هم بحثونه پکې ونه شول، نو ځکه یې د نظام د ملي او نړیوال مشروعیت په قضيه کې رول هم کمرنګه ښکاري.

د دې ترڅنګ په جون میاشت کې بیا هم د تېرو میاشتو په څېر له طالبانو سره د نړیوالو غیر رسمي تعامل مخ په زیاتېدو و، ان تر دې چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د جون په ۱۵مه وویل، چې روسیه ښایي د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني. په یوه بل پرمختګ کې هند بیا د طالبانو د سرپرست حکومت له جوړېدو راوروسته د لومړي ځل لپاره د جون په ۲۳مه په کابل کې خپل سفارت بیا فعال کړ. د دې میاشتې په پیل کې د اسلامي امارت د دفاع سرپرست وزیر په یوه مرکه کې ویلي وو، چې له هند سره دفاعي اړیکې هم غواړي خو لومړی باید دیپلوماتیکي اړیکې ټینګې شي. له هند سره د اسلامي امارت د اړیکو پیل له یوې خوا د پاکستان او هند ترمنځ په اړیکو کې د تعادل قضیه برجسته کړې او له بلې خوا د سیمې د هېوادونو د مخ پر زیاتېدونکي تعامل ښودنه کوي. له دې سره سره لا هم دا تحلیلونه برجسته دي چې د سیمې او نړۍ هېوادونه به ښایي د خپلو اړتیاوو مطابق په غیررسمي بڼه له اسلامي امارت سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي او ممکن په اسانۍ سره دا نظام په رسمیت ونه پېژني، او په ځانګړې توګه د بشري حقونو او د نجونو د تعلیم د قضیې په څېر مسائل یې خنډ بلل کېږي، ځکه ورځ تر بلې دا باور پیاوړی کېږي چې ځینې طالب مشران د نجونو له تعلیم سره له لویه سره مخالف دي او ممکن دا موضوع لا ډېره جنجالي او اوږدمهالې شي. تراوسه داسې ښکاري چې د نجونو د تعلیم قضیې په ملي او نړیواله کچه د طالبانو پر وړاندې تر ټولو ډېره نارضایتي زیږولې ده او حتی ګڼ شمېر طالب مشران هم پرې ناراضه دي.

اقتصادي وضعیت

د افغانستان اقتصادي وضعیت په تېر کابو یوه کال کې له خورا زیاتو ننګونو سره مخ او په نړیواله کچه د اندېښنو یو محور پاتې شوی؛ خو له تېرې میاشتې راهیسې د اوکراین د جګړې او ځینو جیوپولیټیکو بدلونو راوروسته د نورو هېوادونو په څېر د افغانستان اقتصادي وضعیت هم لا ډېر له تنګسیا سره مخ شوی دی.

که څه هم له نېکه مرغه په تېرو څو میاشتو کې د ډالر پر وړاندې افغانۍ خپل ارزښت ساتلی او د جون میاشتې په اوږدو کې هم یو ډالر د ۸۸ او ۹۰ افغانۍ ترمنځ تبادله کېده؛ خو بیا هم په بازارونو کې د لومړنیو توکو بیې خورا لوړې وې. د توکو د بیو لوړوالي د پخوانیو عواملو (په ځانګړې توګه پر اسلامي امارت بندیزونو) ترڅنګ نوي او نړیوال عوامل درلودل. د بېلګې په توګه د اوړو بیې د څو میاشتې وړاندې نرخونو په پرتله ۴۷ سلنه لوړې شوې دي، چې لامل یې هم تر ډېره د اوکراین جګړه ده. د دې ترڅنګ د تېلو بیې هم د دې میاشتې په اوږدو کې مخ پر لوړېدو وې. د دې میاشتې په وروستیو کې یو لېتر پطرول شاوخوا ۹۰ افغانیو ته پورته شول، حال دا چې کابو دوې میاشتې وړاندې د یو لېتر پطرولو بیه ۶۶ افغانۍ وه.

له دې سره په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د لا خرابوالي په اړه اندېښنې هم راټوکېدلې دي. د ملګرو ملتونو سازمان د جون پر ۷مه خبرداری ورکړ، چې په راتلونکو دریو میاشتو کې به د افغانانو اقتصادي وضعیت لا ډېر خراب شي، چې په وینا یې لا له وړاندې بېلابېلو عواملو په دغه هېواد کې د منځني عايد لرونکو کورنيو اقتصاد ډېر زيانمن کړی دى. یونیسف هم د جون په ۳مه د افغان ماشومانو د ډېرېدونکې لوږې او خوارځواکۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړه. د سره صلیب کمېټې بیا د جون په ۱۶مه په یوه راپور کې وویل، چې په افغانستان کې اوس هم ډېر شمېر خلک د خوړو لپاره د خپلو کورونو وسایل پلوري.

په بل اړخ کې بیا له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت وایي چې د کانونو له درکه یې ملي عواید په بې مخینې توګه لوړ شوي دي او دې چارې د ځینو اندېښنو ترڅنګ هیلې هم راټوکولې دي. خو دا میاشت بیا پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو په اړه پراخ بحثونه راپورته شول. دا بحثونه له هغه وروسته راوټوکېدل چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د جون په ۲۸مه له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د وارداتو د چټکېدو لارښوونه وکړه. د پاکستان لومړي وزیر ویلي وو، چې هېواد به یې له افغانستان څخه د اړتیا وړ سکرو په واردولو سره هر کال له وارداتي لګښته ۲.۲ میلیارد ډالره وسپموي. دې قضیې په خواله رسنیو کې د افغانانو پراخ غبرګونونه وپارول او هم یې پاکستان ته پر پاکستانیو روپیو د صادراتو د بندېدو غوښتنې وکړې. همدا لامل و چې د افغانستان د ماليې وزارت له افغانستانه د صادرېدونکو ډبرو سکرو تعرفه په هر ټن ډبرو سکرو له ۹۰ ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه کړه.

 

امنیتي وضعیت

جون میاشت بیا د تېرې مې میاشتې په پرتله له امنیتي پلوه ډېره خونړۍ نه وه، خو بیا هم ځینې ناآرامۍ او امنیتي پېښې پکې ثبت شوې دي. په دې میاشت کې له یوه ځایي قوماندان سره د طالبانو اختلاف او وسله والو نښتو او د داعش ډلې ځینو بریدونو بیا هم توجه ځان ته جلب کړې وه.

د دې میاشتې یوه تر ټولو مهمه امنیتي پېښه د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې له هزاره توکمه قوماندان مولوي مهدي مجاهد سره وسله والې نښتې وې. مولوي مهدي مجاهد د طالبانو په لیکو کې یوازېنی هزاره توکمه قومندان و، چې څه موده وړاندې له طالبانو ناراضه او خپله لاره یې ترې جلا کړې وه. طالبانو په لومړیو کې هڅه وکړه چې دا قوماندان د خبرو اترو له لارې قانع او له مخالفت څخه راوګرځوي، خو پر دې کار بریالي نه شول. د جون میاشتې په منځ کې داسې راپورونه خپاره شول، چې په بلخاب کې د مهدي مجاهد او طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي، خو هغه مهال طالبانو دا راپورونه رد کړل. شاوخوا ۱۰ ورځې وروسته د جون پر ۲۵مه بیا د لومړي ځل لپاره رسما دفاع وزارت اعلامیه خپره کړه چې په بلخاب کې د “بغاوتګرو” پر وړاندې چاڼیز عملیات روان دي. په دغو وسله والو نښتو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو راپورونه هم خپاره شول، خو په رسمي توګه تایید شوي نه دي. یوناما د جون پر ۲۹مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره په بلخاب کې له بشري حقونو د سرغړوونو پر راپورونو اندېښنه څرګنده کړه. دغه راز د ملګرو ملتونو د مرستو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) په یوه اعلامیه کې وویل چې په بلخاب کې شاوخوا ۲۷۰۰۰ تنه له خپلو مېنو بې ځایه شوي او دوی دغو بې ځایه شوو وګړو ته د مرستو رسولو پر چاره بوخت دي.

د دې ترڅنګ بله امنیتي پېښه چې په پراخه کچه یې توجه ځان ته راجلب کړه، د جون پر ۱۸مه په کابل ښار کې د سیکانو پر یوه معبد د داعش ډلې ډله ییز برید و. د امنیتي ادارو د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې یو امنیتي سرتېری او یو سیک وګړی ووژل شول او څو کسان نور ټپیان شول؛ خو له سیاسي او رواني اړخه د دغه برید اغېزې زیاتې وې. له دغه برید یوه ورځ وروسته د هند حکومت ومنله چې افغان سیکانو او هندوانو ته به آنلاین وېزې ورکړي څو له افغانستانه ووځي.

له دې سره ښکاري چې په افغانستان کې د داعش ډلې ګواښ په دوامدار ډول شته دی او د اسلامي امارت چارواکي هم وخت ناوخت د داعش وسله والو پر ضد د عملیاتو راپورونه خپروي. د جون پر ۱۱مه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، چې د تخار په مرکز تالقانو ښار کې یې د داعش وسله والو یو مرکز په نښه کړی چې په پایله کې یې ۷ تنه داعش وسله وال وژل شوي او ۳ نور یې ژوندي نیول شوي دي. طالبانو دغه خبر داسې مهال خپور کړ، چې تېره میاشت د مې په ۹مه تاجکستاني چارواکو له تخار څخه د دغه هېواد پر خاوره له توغندیزو بریدونو وروسته خپلو سرحدي ځواکونو ته د تیارسۍ امر کړی و. د منځنۍ آسیا هېوادونه په دوامدار ډول په افغانستان کې د داعش ډلې له فعالیتونو اندېښنه څرګندوي.

د دې ترڅنګ یو شمېر نورې امنیتي پېښې هم ثبت شوې دي. د بېلګې په توګه د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په یوه جومات کې د جون پر ۱۷مه چاودنه وشوه چې د لومړنیو آمارو له مخې پکې لږ تر لږه یو تن ووژل شو او ګڼ نور ټپیان شول. د جون پر ۱۲مه بیا په بلخ کې د هوايي ډګر پر کارمندانو د یوه برید راپور ورکړل شو، چې په پایله کې یوه د دوو تنو د وژل کېدو خبرونه خپاره شول. د هېواد په ختیځ کې هم، د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې په یوه بازار کې د چاودنې له امله لږ تر لږه دوه تنه ووژل شول او تر ۲۵ ډېر نور ټپیان شول. دا ډول امنیتي پېښې نورې هم شوې دي، خو تر ډېره یې د امنیتي ارګانونو له لوري پخلی نه کېږي.

له بلې خوا، په دې میاشت کې هم د تېرو میاشتو په څېر د مقاومت په نوم جبهې له لوري هم د ځینو وسله والو نښتو او وژنو خبرونه ورکړل شوي دي؛ خو په دې میاشت کې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د یوې چورلکې د غورځېدو پېښې توجه جلب کړې وه. د مقاومت جبهې د جون پر ۱۶مه ادعا وکړه چې په پنجشېر کې یې د طالبانو یوه چورلکه نسکوره کړې او د پیلوټ په ګډون یې څلور تنه ژوندي نیولي دي، مګر طالبانو ویلي وو چې دې چورلکې د تخنیکي ستونزو له امله په پنجشېر کې بېړنۍ ناسته کړې ده. خو د مقاومت جبهې له لوري د دغې چورکې د ویشتلو له وېډیو خپرولو وروسته څرګنده شوه چې د تخنیکي ستونزو له کبله د چورلکې د بېړنۍ ناستې ادعا ناسمه ده.

پای

همچنین ببینید

د افغانستان د وضعیت میاشتنی تحلیلي راپور (فبروري ۲۰۲۲م)

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.   مقدمه دا …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *