خانه / افغانستان‏ / د نجونو د تعلیم قضیه د اسلامي امارت لپاره ستره ننګونه

د نجونو د تعلیم قضیه د اسلامي امارت لپاره ستره ننګونه

سریزه

له تېر یوه کال راهیسې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي. دا د تېر اګست (۲۰۲۱) په ۱۵مه د پخواني حکومت د راپرځېدو او د اسلامي امارت له واک ته رسېدو راهیسې په ملي او نړیواله کچه د شته بحثونو یوه تر ټولو ګرمه او مهمه موضوع وه او ګومان کېږي چې د اوږده مهال لپاره په دې تړاو د طالبانو هر ډول تصمیم به د اوسني نظام لپاره ژورې منفي یا مثبتې پایلې او اغېزې هم ولري. دا چې دغه قضیه په ملي او نړیواله کچه له طالبانو څخه د نارضایتۍ یوه مهمه سرچینه ده، او په ورته وخت کې ښکاري چې په دې تړاو دوی ته تصمیم نیول هم سخت شوي دي، اوسمهال اسلامي امارت ته یوه مهمه ننګونه بلل کېدای شي.

د اسلامي امارت چارواکو په پرله پسې توګه ویلي چې د نجونو د تعلیم مخالف نه دي او په دې برخه کې د شته تخنیکي ستونزو د هواري لپاره پر حل لارو او مېکانیزمونو کار کوي. همدا لامل و، چې د تېر تعلیمي کال په پای کې پوهنې وزارت اعلان وکړ، چې ښځینه زده کوونکو ته به له زده کړو او ازموینو ورکولو پرته یو کال ارتقاء ورکوي. مګر د ۱۴۰۱ تعلیمي کال له پیلېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم د بندیز غځېدا دا قضیه یوه نوي پړاو ته داخله کړه او داسې انګېرنې او اندېښنې زیاتې شوې، چې ممکن اسلامي امارت له دې وروسته له لویه سره د نجونو تعلیم ته اجازه ورنه کړي. په کابل کې د علماوو د غونډې جوړېدو او د دې غونډې د پای په پرېکړه لیک کې د نجونو د تعلیم په اړه بیا هم خاموشي دا اندېښنه لا پسې پیاوړې کړه.

تازه د پوهنې وزارت سرپرست مولوي نورالله منیر د سنبلې په ۲۰مه (۱۴۰۱ لمریز) په اروزګان ولایت کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې په لرې پرتو سیمو کې خلک خپله نه غواړي خپلې ځوانې لوڼې ښوونځیو ته ولېږي. د هغه په ټکو، «که تاسو له بازار څخه لږ ووځئ او د غرونو په لمنو کې له سپین ږیرو پوښتنه وکړئ، پوه به شئ چې څو فیصده خلک دې ته چمتو دي چې خپله ۱۶ کلنه ۱۷ کلنه لور مکتب ته ولېږي. موږ او تاسو ته د دې ټولنې کلتور معلوم دی او کومو حکومتونو چې د دغه کلتور خیال نه دی ساتلی، پر خلاف یې پاڅونونه راپیدا شوي دي.» د ده په وینا، له دې سره سره دوی هڅه کوي څو داسې شرایط رامنځته کړي چې د خلکو اعتراض هم رانشي او تعلیم هم پر خپلو اصولو برابر شروع شي.

د پوهنې سرپرست وزیر دا څرګندونې وروسته له هغه کړې دي، چې څو ورځې وړاندې په پکتیا کې څو ښوونځي د خلکو او د ښوونځیو د مدیرانو له لوري د نجونو پر مخ پرانیستل شول خو د دغه خبر له خپرېدو وروسته بېرته وتړل شول، چې له کبله یې پر خواله رسنیو د خلکو پراخ غبرګونونه ولیدل شول او د سیاسي شخصیتونو او دیني علماوو په ګډون زرګونه افغانانو د وزیر دا څرګندونې رد کړې او په پکتیا کې هم د نجونو د ښوونځیو شاګردانو لاریونونه وکړل او ولسونو یې اعتراضیه غوندې جوړې کړې. په پکتیا کې دا ښوونځي داسې مهال بېرته تړل کېږي، چې په یو شمېر ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیستي دي او د حکومت له لوري یې د تړلو اقدام نه دی شوی.

د ۱۴۰۱ لمریز تعلیمي کال پای ته په نږدې کېدو سره داسې ښکاري چې لږ تر لږه د سږ کال لپاره د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو تابیا نشته ده او د راتلونکي کال لپاره هم روښانه تصویر نه لیدل کېږي. اوس پوښتنه دا ده چې د نجونو د ښوونځیو پر بندیز غځېدا به د اسلامي امارت لپاره په ملي او نړیواله کچه څه پایلې او اغېزې ولري؟ په دې تړاو د اسلامي امارت پالیسي څه ده او اصلي ستونزه چېرته ده؟ دا او دې ته ورته پوښتنې په افغانستان کې د نجونو تعلیم ته له یوې تاریخي کتنې سره ځواب شوې دي او په پای کې یې اړوند وړاندیزونه شوي دي.

په افغانستان کې د نجونو د تعلیم مخینه

په ټوله کې که لږ تر لږه د تېر یوه قرن تحولاتو ته وګورو، نه یوازې د تعلیم په برخه کې بلکې د ژوند په نورو برخو کې هم د افغان ښځو ژوند له لوړو ژورو تېر شوی دی. په ځینو پړاوونو کې یې په خورا زیاتو قیوداتو کې ژوند کړی او په ځینو پړاوونو کې بیا له ډېرې افراطي آزادۍ په ځانګړې توګه ښارونو کې برخمنې شوې دي چې په ډېرو برخو کې یې ان اسلامي او کلتوري پولې هم ماتې کړې دي. له همدې کبله، په افغانستان کې د نجونو تعلیم هم د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو تحولاتو له کبله له ستونزو سره مخ شوی، چې تر ډېره یې لامل په هېواد کې سیاسي او امنیتي بې ثباتي او د وخت د حاکمانو فکري توپیرونه او سیاستونه وو. بله ستونزه په تېرو ټولو دورو کې دا هم وه چې له ښځو څخه په ټولو دورو کې تر ډېره تبلیغاتي استفاده هم شوې ده.

په لومړي ځل د امیر امان الله د سلطنت پر مهال نجونو ته د تعلیم زمینه برابره شوه او د نجونو لومړنی ابتدائیه ښوونځی په ۱۲۹۹ کال کې په کابل کې پرانیستل شو، چې هغه مهال یې د زده کوونکو شمېر ۴۰ تنو ته رسېده. امان الله خان د خپلې واکمنۍ په دوره کې نه یوازې په داخل کې د نجونو تعلیم ته زیاته زمینه برابره کړه، بلکې له هېواده بهر یې هم یو شمېر نجونې د تحصیل لپاره ولېږلې. په ۱۳۰۷ لمریز کال کې بیا حبیب الله کلکاني د خپل ۹ میاشتني حکومت په دوره کې د نجونو ښوونځي وتړل او ترڅنګ یې له کوره دباندې له محرم پرته د ښځو او نجونو وتل هم ممنوع اعلان کړل او فرمان یې صادر کړ چې هغه نجونې، چې بهر ته د امیر امان الله  خان په دوره کې د تحصیل لپاره تللې وې، باید بېرته هېواد ته راوګرځي. تاریخ پوهان په دې باور دي چې وروسته بیا نادرخان هم د امان الله خان د دورې تجربې ته په کتلو سره د ښځو تعلیم او تحصیل ممنوع اعلان کړ، ترڅو یې دا مسئله واکمنۍ ته ستونزې جوړې نه کړي.

د محمد ظاهرشاه په ۴۰ کلنه واکمنۍ کې یو ځل بیا د ښځو د تحصیل او پرمختګ فرصتونه رامنځته شول او په سیاسي لحاظ هم ښځې د لومړي ځل لپاره د وزارت او وکالت تر څوکیو ورسېدې؛ خو بیا هم دا پرمختګونه تر ډېره د هېواد تر سترو ښارونو پورې محدود وو. که غواړو د هغه مهال د ښځینه وو د تعلیم یو تصویر وړاندې کړو، د هغه مهال شمېرې ښيي چې په ۱۳۳۶ کال کې په اطرافي سیمو کې د ښځینه زده کوونکو شمېر ۱۵۳ تنو ته رسېده؛ خو د محمد ظاهرشاه د دورې په وروستیو کې (په ۱۳۶۸ لمریز کال کې) د ټول هېواد په کچه د ښځینه زده کوونکو شمېر ۱۰۴۵۰ تنه و چې په ۱۷۳ ښوونځیو کې یې زده کړې کولې. دغه وضعیت په ۱۳۵۲ کال کې د لومړي جمهوري نظام او ورپسې په ۱۳۵۷ کال کې د پخواني شوروي تر ملاتړ لاندې نظامونو پر مهال هم له ځینو لوړو ژورو سره سره دوام وکړ.

د مجاهدینو په څلور کلنه دوره کې چې د کورنیو جګړو اوج و، هم د نجونو زده کړې ونه درېدې؛ خو داسې فتوا صادره شوه چې د نجونو او هلکانو مختلط تعلیم او کار ممنوع شو. په دې دوره کې بیا امنیتي وضعیت د دې جوګه نه و چې ښځې پکې وکړای شي په ډاډ سره زده کړې او یا کار وکړي. په ۱۳۷۵ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره بیا دا هر څه په بنسټیز ډول بدل شول او د ښځو د کار او تعلیم په برخه کې زیات بندیزونه ولګېدل.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له پېښو وروسته د طالبانو د نظام ړنګېدو او نوي نظام رامنځته کېدو یو ځل بیا بنسټیز بدلونونه رامنځته کړل او د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې د ښځو کار او تعلیم ته په پراخه کچه زمینه برابره شوه؛ خو په دې دوره کې بیا تر ډېره افراط او تفریط موجود و او تر ډېره په لویو ښارونو کې د ښځو له ازادیو منفي او ناسمه استفاده کېده، حال دا چې په اطرافو او لرې پرتو سیمو کې بیا هم ښځو سخت ژوند درلود او تر ډېره د امنیتي ستونزو له کبله له زده کړو هم بې برخې وې.

که په تېره شل کلنه دوره کې د نجونو د تعلیم وضعیت ته کتنه وکړو، ښکاري چې په هر صورت د کمیت له پلوه په دې برخه کې پرمختګ موجود و. د بېلګې په توګه د بې سواده مېرمنو شمېر کال په کال په کمېدو و. د شمېرو له مخې، په ۱۳۸۸ کال کې ۳۱۲۰۰  د سواد زده کړې مرکزونه په ټول هېواد کې فعال وو، چې پکې تر ۳۹۵ زره زیاتو  ښځینه زده کوونکو له ۸۸۶ ښځینه ښوونکو څخه زده کړه کوله؛ خو دا شمېر شپږ کاله وروسته په ۱۳۹۴ کال کې نژدې نیمایي ته راټیټ شو او د ټول هېواد په کچه په ۱۷۴۰۰ سواد زده کړې مرکزونو کې ۲۱۶ زره ښځینه زده کوونکو له ۴۲۰۰ ښځینه ښوونکو څخه زده کړې کولې. په همدې توګه د تعلیم او تحصیل په برخه کې هم کال په کال پرمختګ ولیدل شو. د ځینو آمارو له مخې په ۱۳۸۸ کال کې په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو شمېر ۱۲۹۵۰ تنه او د ښځینه استادانو شمېر ۴۵۴ تنه و؛ خو دا شمېره په ۱۳۹۴ کال کې څو برابره زیاتوالی ښيي او په ترتیب سره ۶۳۹۷۴ او ۱۶۱۴ تنه وه.

د نجونو د تعلیم په اړه د اسلامي امارت پالیسي او شته اختلافات

که د طالبانو د واکمنۍ دواړو دورو ته وګورو، شک نشته چې په دغو دواړو دورو کې د نجونو تعلیم او تحصیل د سختو سیاستونو له کبله له ستونزو سره مخ شوی دی؛ خو بیا هم په یو نه یو ډول د نجونو د تعلیم او تحصیل بهیر روان و او په بشپړه توګه درېدلی نه دی. که څه هم د طالبانو د اوسني نظام په پرتله په تېره دوره کې د ښځینه وو د تعلیم او تحصیل په اړه د دوی سیاستونه لا ډېر سخت وو، خو هغه مهال هم دا بهیر په بشپړ ډول درېدلی نه و. اوسمهال هم تر شپږم ټولګي پورې د ټول هېواد په کچه او تر شپږم ټولګي پورته د هېواد په ځینو سیمو کې په غیررسمي توګه دا بهیر روان دی. په دغو دواړو دورو کې طالبانو د نجونو د تعلیم بشپړ مخالفت نه دی کړی، بلکې په یو ډول یې محدود کړی او ټینګار یې کړی چې د شریعت له اصولو سره سم د نجونو د تعلیم مخالف نه دي. په دې تړاو د طالبانو اوسنیو سیاستونو ته وروسته لنډه کتنه کوو، خو دلته په لاندې کرښو کې د تېرې دورې یو ځغلند جاج اخلو.

که د طالبانو په تېره دوره کې د معارف د برخې آمارو ته کتنه وکړو، ښکاري چې په دې دوره کې که څه هم کال په کال د ښځینه وو د تعلیم کچه راټیټه شوې خو بیا هم په یو نه یو ډول دا بهیر روان و او تر ډېره ځینو خیریه مؤسساتو د هغوی په فعال ساتلو کې رول درلود، چې له جملې څخه یې د سویډن کمېټه یادولی شو. د شمېرو له مخې، د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې په ۱۳۶۹ کال کې د ښځینه متعلمینو کچه ۳۴ سلنه وه، خو په ۱۳۷۸ کال (د طالبانو د حاکمیت په دوره کې) دا کچه ۷ سلنه ته راټیټه شوې وه. په ۱۳۷۸ لمریز کال کې د یونسکو سازمان له راپور سره سم، د ټول هېواد په کچه ۸۷۵ زره تنو په ۳۱۰۰ ښوونځیو او د اساسي تعلیماتو په غیررسمي مراکزو کې زده کړې کولې، چې ۶۴ زره تنه پکې ښځینه متعلمینې وې. د دغه راپور له مخې، د ۲۳۸۲۰ ښوونکو له جملې څخه هم ۲۵۶۵ یې ښځینه ښوونکې وې. خو بیا هم د طالبانو د واکمنۍ دغه پنځه کلنه دوره د نجونو د تعلیم او تحصیل په برخه کې د تورې دورې په توګه پېژندل کېږي.

د تېر ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته چې کله د امریکا او ناټو تر ملاتړ لاندې جمهوري نظام ړنګ شو او طالبان بیا واک ته ورسېدل، ورسره یو ځل بیا د نجونو ښوونځي هم بند شول؛ خو د اسلامي امارت چارواکو له هماغې لومړۍ ورځې راهیسې هېڅکله هم رسما د نجونو د تعلیم او تحصیل مخالفت نه دی کړی او تل یې ویلي چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره پر طرحو کار روان دی. یو دلیل دا هم ویل کېږي، چې که اسلامي امارت د نجونو د تعلیم او تحصیل مخالف وی، د عالي تحصیلاتو په دوره کې به یې هم نجونو ته د زده کړو اجازه نه وای ورکړې، حال دا چې اوسمهال د پوهنتونونو دروازې د نجونو او هلکانو ټولو پر مخ پرانیستې دي.

دا چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم پیل ډېر ځنډنی شو او نژدې یو کال پوره کېږي چې د نجونو ښوونځي تړلي دي، او همدا راز د ځینو چارواکو له څرګندونو یې داسې ښکاري چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم او تحصیل په اړه اختلاف شته دی او ځینې مشران یې په بشپړ ډول تر شپږم ټولګي پورته د نجونو له تعلیم سره مخالف دي. دوی پر دې باور دي چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې د ځوانۍ مرحلې ته داخلېږي او باید په کور کې پاتې شي. دا دریځ تر ډېره د اسلامي امارت د نظام په اړه د طالبانو د قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني له کتاب څخه هم څرګند دی. نوموړي په خپل کتاب کې دې ته ترجیح ورکړې چې ښځې باید په خپل کور کې له خپلو محارمو څخه زده کړې وکړي او که د ډېر اشد ضرورت پر مهال له کوره دباندې تعلیم او تحصیل کوي، یا خو یې ښوونکې باید ښځینه وي او یا هم د نارینه ښوونکو او ښځینه زده کوونکو ترمنځ کامله پرده موجوده وي. د طالبانو د ځینو مشرانو له څرګندونو بیا داسې ښکاري چې د طالبانو د اوسنیو مشرانو غوڅ اکثریت په ټولو دورو کې د نجونو د تعلیم او تحصیل ملاتړ کوي؛ خو لا بریالي شوي نه دي چې د نجونو د تعلیم مخالفینو ته قناعت ورکړي.

د شیخ فقیرالله فایق په نوم د طالبانو یوه چارواکي، چې رسنیو په کابل کې د طالبانو د علماوو د شورا رئیس معرفي کړی، ویلي چې د طالبانو رهبر د نجونو د تعلیم مخالف نه دی او ډېر ژر به له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل شي. کوم څه چې نوموړي د نجونو د ښوونځیو د بندیز د غځېدا لامل ګڼلی هغه مختلط تعلیم دی؛ خو د پوښتنې وړ خبره دا ده چې د نجونو ښوونځي په تېره شل کلنه دوره کې په بشپړ ډول جلا وو او هېڅ ځای داسې ښوونځی نشته چې د نجونو او هلکانو ټولګي پکې یو ځای وي، نو له همدې کبله ګومان نه کېږي چې دا قضیه دې د نجونو د تعلیم مانع وي. حتی که د نجونو او هلکانو ښوونځي مختلط هم وای، دا ډېره اسانه چاره ده چې سره جلا کړل شي.

په کابل کې د سرطان میاشتې (۱۴۰۱ل) په لومړیو کې د اسلامي امارت له لوري لویې جرګې ته ورته د دیني علماوو یوه ستره غونډه هم راوبلل شوه، چې د طالبانو رهبر شیخ هبت الله اخندزاده هم پکې ګډون او وینا وکړه، خو د خپلې وینا پر مهال یې د نجونو تعلیم ته هېڅ ډول اشاره هم ونه کړه. ویل کېږي چې د غونډې د ګډونوالو یوه غوښتنه هم د غونډې په پرېکړه لیک کې د نجونو د تعلیم خبره شاملول وو، خو دا غوښتنه په پام کې ونه نیول شوه او وویل شول چې په دې تړاو لا د مشرانو ترمنځ بحثونه روان دي. په دې غونډه کې د نجونو د تعلیم د قضیې په اړه خاموشي اختیارول هم د دې لامل شول، چې د نجونو د تعلیم په اړه د اسلامي امارت پر پالیسۍ شکونه او اندېښنې زیاتې کړي.

د نجونو د تعلیم د بندیدا پایلې او اغېزې

په تېر څه کم یوه کال کې د اسلامي امارت په اړه په ملي او نړیواله کچه د نارضایتۍ او ستونزو یو لامل تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز بلل کېږي. راروانه میاشت د طالبانو د سرپرست حکومت یو کال پوره کېږي او که تر دې زیات تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز دوام کوي په ملي او نړیواله سطحه به ستونزې او ننګونې ورو ورو زیاتې کړي. دلته ځینو دغو پایلو او اغېزو ته اشاره کوو:

لومړي: د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته د طالبانو په اړه د ځینو نارضایتیو ترڅنګ په ملي او نړیواله کچه خوشبیني هم موجوده وه، ځکه له یوې خوا یې په هېواد کې جګړې ته د پای ټکی کېښود او له بلې خوا یې د تېر نظام له چارواکو او منسوبینو سره خورا نرم چلند وکړ؛ خو د نجونو پر تعلیم د بندیز غځېدا په ښکاره توګه دغه خوشبیني اغېزمنه کړه او ان د طالبانو په صفونو کې دننه یې زیات خلک ناراضه کړل. که د نجونو پر تعلیم بندیز نور هم غځېږي، ممکن په نظام کې دننه اختلافاتو ته هم لاره هواره کړي.

دویم: اوسنۍ نړۍ د یوه کلي حیثیت لري او له نورې نړۍ سره له تعامل پرته شونې نه ده چې د اسلامي امارت نظام دې ډېر دوام وکړای شي. د نجونو تعلیم یوه هغه قضیه ده چې د نړیوالو له لوري یې د اسلامي امارت د حکومت په رسمیت پېژندل ستونزمن کړي دي. د نورې نړۍ هېوادونه خپلو وګړو ته دا قناعت نه شي ورکولی چې طالبان بشري حقونه رعایتوي.

دریم: که د نجونو پر تعلیم بندیز دوام کوي، ډېر افغانان به ورو ورو له هېواده د وتلو په فکر کې شي، ځکه اوسنی نسل نه غواړي چې لوڼې او خویندې یې له زده کړو بې برخې پاتې شي. په تېرو څو میاشتو کې هم داسې موارد عملا لیدل شوي، چې ځینو خلکو د خپلو لوڼو پر تعلیم د بندیز له کبله هېواد پرې اېښی دی. دا به له هېواده د کدرونو او لوستو افغانانو د لا زیات وتلو بهیر ګړندی کړي.

څلورم: اوسمهال د اسلامي امارت مخالفین د وسله وال مخالفت لپاره ډېر موجه دلیلونه نه لري، خو د نجونو پر تعلیم بندیز بیا یو له هغو دلایلو څخه دی چې د نظام مخالفین ترې ګټه اخیستلی شي او په مرسته یې خپلې لیکې پیاوړې کولی شي. عملا داسې باور هم موجود دی، چې طالبان د عصري زده کړو مخالف دي او یا هم لږ تر لږه عصري زده کړو ته لږ اهمیت ورکوي.

پنځم: دا چې تر اوسه د اسلامي امارت چارواکو وخت نا وخت د ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو لامل د خوندي چاپېریال نشتون یاد کړی او پرله پسې یې خلکو ته ژمنې ورکړې چې د نجونو پر مخ به ښوونځي پرانیستل کېږي، نو له همدې کبله خلک په یو ډول د انتظار په حال کې دي؛ خو له شک پرته که د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو کومه قاطع پرېکړه ولیدل شي، داسې برېښي چې میلیونونه افغانان به لاریونونو ته راووځي او د داسې پرېکړې پر وړاندې به په کلکه ودرېږي.

شپږم: ترټولو مهمه دا چې د ښځو عصري تعلیم په بېلابېلو برخو کې د هېواد د پرمختګ او پر ځان بسیا کېدو لپاره خورا مهم بلکې یو شرط بلل کېږي. همدا اوس د طب، ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو او نورو لسګونه برخو کې لوستو ښځو ته شدیده اړتیا شته ده او که د نجونو پر تعلیم بندیز غځېږي، دا اړتیا به کال په کال لا پسې زیاتېږي او د ټولنې وګړي به ورځ تر بلې له ستونزو سره مخ کېږي.

وړاندیزونه

د پورتني بحث په رڼا کې د دغې قضیې ژور اهمیت په کتلو سره لاندې ګامونه اوچتول پکار دي:

  • د هېواد پر سیاسي او امنیتي ثبات او اوږدمهالي پرمختګ د نجونو د تعلیم د قضیې جدي اغېزو ته په کتلو سره اړتیا ده چې اسلامي امارت د نجونو د تعلیم قضیې ته د هېوادنیو لومړیتوبونو له جملې څخه د یوه لومړیتوب په سترګه وګوري.
  • اسلامي امارت باید د نجونو د تعلیم په قضیه کې د شته داخلي اختلافاتو له منځه وړلو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي او په دې تړاو جدي بحثونه پیل او ملت ترې خبر کړي.
  • د نجونو د تعلیم په اړه د داخلي اختلافاتو او نورو ستونزو له منځه وړلو سره باید هر څومره ژر چې کېدای شي د اسلامي امارت مشرتابه خپله پالیسي د یوه فرمان له لارې روښانه کړي او د نجونو د ښوونځیو د پیل نېټه او څرنګوالی باید واضح کړي.
  • که د نجونو د ښوونځیو پرانیستل په روان کال کې عملي نه وي، د روان کال د درسونو د شاتګ جبرانېدو لپاره باید یوه واضحه او اغېزناکه تګلاره وړاندې شي.
  • دا چې تراوسه تر ډېره د نجونو د ښوونځیو د نه پیلېدو لامل تخنیکي ستونزې بلل کېږي، که د نورو عواملو ترڅنګ دا هم د نجونو د ښوونځیو د نه پیلېدو لامل وي، باید ملت یې له جزئیاتو خبر کړل شي او هم یې ژر تر ژره د هوارولو لپاره اقدام وشي.
  • د نجونو او هلکانو د جلا زده کړو په تړاو هېڅ ډول مخالفت او ستونزه نشته، بلکې عملا په تېرو دوو لسیزو کې د نجونو ښوونځي جلا وو، خو که دا مسئله یوه له هغو تخنیکي ستونزو څخه وي چې د نجونو د ښوونځیو پر بندیز د غځېدا لامل کېږي، نو لږ تر لږه د هغو ښوونځیو شمېر او جزئیات روښانه شي چې دا ستونزه پکې موجوده ده. په دې صورت کې که اړوند ښوونځي تړلي هم پاتې کېږي، ممکن اغېزې یې هومره زیاتې نه وي.
  • د تخنیکي ستونزو په برخه کې ځینې وختونه د اقتصادي ستونزو خبره هم کېږي، د اقتصادي تشې د ډکولو لپاره ښایي له نړیوالو ارګانونو سره خبرې وشي او ښکاري چې نړیواله ټولنه به په دې برخه کې زیاتې مرستې وکړي.
  • دا چې په تېر کابو یوه کال کې د نورو افغانانو ترڅنګ یو زیات شمېر لوستې ښځې هم له هېواده وتلې دي او تر دې وړاندې هم د ښځینه ښوونکو د کموالي ستونزه موجوده وه، خو بیا هم د هېواد په ټولو سیمو کې زیات شمېر لوستې مېرمنې شته چې دا تشه ډکولی شي، ځکه نو اړتیا ده چې د دې تشې ډکولو ته مخکې له مخکې اقدام وشي او لوستو مېرمنو ته د تدریس لپاره مناسبې اسانتیاوې رامنځته شي.

پای

همچنین ببینید

راتلونکی نظام؛ د مسلکي، ټول شموله او حساب ورکوونکې ادارې اړتیا

لیکنه: عبدالباري کبیري په افغانستان کې روان کړکیچ ته له ژورې کتنې وروسته په ډاګه …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *