خانه / افغانستان‏ / د اسلامي امارت وروستۍ پریکړې: پایلې او اغیزې

د اسلامي امارت وروستۍ پریکړې: پایلې او اغیزې

لیکنه: عبدالباري کبیري

د نجونو پر ثانوي تعلیم له بندیز وروسته، چې د طالبانو د اسلامي تحریک له بیاځلې واک ته رسېدو راهیسې په افغانستان کې عملي شو او پراخ ملی او نړیوال مخالفت یې له ځان سره درلود، موجوده حکومت تازه په داخلي او خارجي غیردولتي مؤسساتو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه چې د ډسمبر په ۲۳مه پلی شو. له بده مرغه دغه پریکړې د اسلام او افغاني کلتور تر نوم لاندې شوې دي، چې د ډېرو اسلامي پوهانو او افغاني شخصیتونو په نظر دا ډول استدلال د اسلام دین او افغاني کلتور ته سپکاوی بلل کیږي – د یادولو وړ ده چې د طالبانو د اسلامي تحریک ځینې غړي او مسئولین هم د اسلامي امارت د دغو پرېکړو او بندیزونو مخالفت کوي.

په داسې حال کې چې د کاري فرصتونو رامنځته کول او د ښځو او نارینه‌وو لپاره د کار او تعلیم پراختیا د اسلامي نړۍ په شمول په ټولو هیوادونو کې حکومتي اولویت دی او د حکومتونو دنده ده چې د وګړو د هوساینې لپاره په اجتماعي او اقتصادي ډګرونو کې کار وکړي، په افغانستان کې د ښځو پر تعلیم او کار بندیزونه د رښتونې اندیښنې وړ دي. نه یوازې دا چې زده کړه او کار د ټولو نارینه او ښځینه‌وو له انساني حقونو څخه شمیرل کیږي او اسلام دغه حق ته خورا زیات ارزښت ورکړی دی، بلکې په اقتصادي او اجتماعي ژوندانه کې هم د نارینه او ښځینه شریکه ونډه د هیواد د پرختیا او ودې له اساسي محورونو څخه شمیرل کیږي. پر ښځو د تعلیم او کار ممنوعیت د هیواد پر اقتصادي وده او سوکالۍ خورا ناوړه اغیزه ښندي او د هیواد راتلونکې له خطر سره مخ کوي. په لاندې کرښو کې په لنډ ډول د ښځو د تعلیم او کار د بندیز پر ناوړه اغیزو او پایلو بحث کوو:

لومړی: په افرادو او کورنیو باندې اغیزې: هغه نجونې او ښځې چې د دغو پریکړو پر اساس اوس له زده‌کړو او کار څخه منع شوې دي، دا ډول پریکړې پر هغوی مستقیمې اغیزې لري. له کار څخه د ممانعت په وجه د ښځو اقتصادي سرچینې له منځه تللې او دوی له لوږې او پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي. هغه میرمنې به، چې له دې لارې د خپل شخصي یا کورني ژوندانه لګښت پوره کوي، هرو مرو د فقر او لوږې خواته ولیږدول شي او هغوی به ونه کړای شي د خپل او کورني ژوندانه لګښت پوره کړي – که څخه هم په دې برخه کې موږ خاصو معلوماتو ته لاسرسی نه لرو، خو په ښارونو کې کیدای شي دا شمیره لسګونو زره ته ورسیږي. همداشان له زده کړې څخه د دوی منع کول دوی ته په راتلونکې کې فرصتونه محدودوي. له مستقیمو اغیزو سره سره کیدای شي نجونې او ښځې له ډول ډول روحي او ذهني ستونزو او ناروغیو سره هم مخ شي چې د بیکارۍ پر وخت افرادو او کورنیو ته اوړي. اسلامي امارت له خپلو دغو پرېکړو سره د نوموړو افرادو د خسارې بشپړ مسئولیت پر غاړه لري او دا مسئولیتونه کیدای شي د قضایي معاوضې وړ وي چې په راتلونکې کې د طالب چارواکو پر خلاف راپورته کېدای شي او همدا راز ښایي اخروي عذاب وي هغه چې الله تعالی د خلکو د حقوقو پر غصب وعده کړی دی.

دوهم، پر اقتصاد او ټولنه منفي اغیزې: لکه څرنګه چې روښانه ده د هر هیواد اقتصاد له کوچنیو واحدونو څخه تشکیلیږي او په مجموع کې جزئي او کلي اقتصاد دی چې ملي اقتصاد تشکیلوي. د ښځو او نارینه وو ګډون د اقتصادي دوران په رامنځته کولو او پرمختیا کې مهم رول لري او د ښځو ګډون په اقتصادي وده کې یو پیژندل شوی واقعیت دی. همدا شان افغانستان دا اوسمهال له لوږې سره مخ دی او د خواړو کمښت او سوء تغذیه په کوچنیو ماشومانو کې یوه ثبت شوې ستونزه ده، چې د ښځو پر فعالیتونو محدودیتونه دغه ستونزه لا ډېره ګړندۍ کوي او لا ډیرې کورنۍ او ماشومان به له اقتصادي ستونزو سره مخ شي. له ټولینزه پلوه د ښځو شتون په ټولنه کې خورا زیاتې ستونزې حل کوي او ډیری داسې برخې شته چې د ښځو له کاري شتون پرته یې پر مخ بیول ناشوني دي، چې د بیلګې په ډول په طبي او امنیتي برخو کې د هغوی د شتون اړتیا یادولی شو.

دریم، د هیواد پر ثبات او آرامتیا باندې منفي اغیزې: افغانستان د تیرو پنځو لسیزو په جریان کې د ګوندونو او نظریاتي جریانونو د بې پروا تجربو ښکار شوی دی چې د دوی د کړنو په پایله کې د ولس یوه قشر وسلې ته لاس کړ او د حکومتونو پر ضد یې جګړه پیل کړه. لومړۍ مرحله د خلق او پرچم ګوندونو له زورواکۍ را پیل شوه چې د یوې خونړۍ کودتا په ترڅ کې یې قدرت ترلاسه کړ او وروسته یې د یو لړ بې پروا حکمونو په لړۍ کې د هیواد پرګنې خپلې دښمنۍ ته را وپارولې. د بیلګې په توګه د “سود او سلم” د له منځه وړلو د شرعي اصل په دلیل یې د خلکو د ځمکو د ویش او د هغوی پر خصوصي ملکیت ورودانګل او فکر یې وکړ چې په دغه دلیل به د هیواد بیوزله او کارګره طبقه له دوی سره ودریږي. مګر هغسې ونه شول بلکه هماغه کارګر ټوپک ته لاس کړ او کمونست پلوه واک یې له منځه یووړ. له هغه وروسته د افغانستان د واکمنو ګوندونو مشرانو د اسلام له نامه ناوړه ګټه پورته کړه او د خلکو شتمني یې د خپلو کورنیو او ګوندي غړو په ګټه وکاروله او اوسمهال هغه ټول ګوندونه په افغانستان کې د اداري فساد او ټولیزې غلا منل شوې بیلګې دي او نه یوازې په خلکو کې یې خپل محبوبیت له لاسه ورکړی بلکه اوس د خلکو له ویرې په کلي او ښار کې بې له ساتونکو ژوند نشي کولی. له هغه وروسته د طالبانو د تیر دور اسلامي امارت نامعقولو او افراطي کړنو په وجه افغانستان د نړیوالو او ځینو افغاني ډلو له داسې یوه ائتلاف سره مخ کړ چې په پایله کې د افغانستان په سل هاوو زره وګړي شهیدان او معیوب شول او دوی خپل اسلامي امارت له لاسه ورکړ.

په دې مقاله کې زما موخه دا نه ده چې د نړیوال ائتلاف د جکړې په هکله قضاوت وکړم او غواړم څرګنده کړم چې کله پر افغانستان یرغل کیده ما تر خپلې وسې د جګړي مخالفت کاوه او په راتلونکې کې هم د دغه ډول جګړې مخالف یم، خو د هغه وخت پر اسلامي امارت دا نیوکه لازمه ده چې دوی خپلو شخصي او ګوندي ګټو ته اولویت ورکړ او افغانستان یې له بحران څخه ونه ژغوره، بلکه د طالبانو د اسلامي حرکت د کړنو په نتیجه کې یو لړ ګوندونو او اسلامي حرکتونو له طالبانو سره دومره زیاته دښمني اخیستي وه چې د طالبانو د محوې لپاره یې د هر ډول خارجې مداخلې هرکلی کاوه او په ۲۰۰۱ کال کې همدا ډلې له نړیوال ائتلاف سره په خپل ټول توان مل شوې ترڅو د طالبانو اسلامي امارت رانسکور کړي.

د تیر کال د اګست په ۱۵مه کله چې د طالبانو اسلامي امارت واک ته ورسید، د طالبانو د مشرتابه یو لړ معقولو کړنو د افغانستان وګړو ته د ثبات او سوکالی امیدونه ورکړل – کله چې جګړه پای ته ورسیده، عمومي عفوه پلې شوه، او هیواد ته د پخوانیو چارواکو د بیرته ستنیدو هڅې پیل شوې او د داسې اټکل څرک راڅرګند شو چې ګواکې د اسلامي امارت سرپرست حکومت به یو افغاني ټول شموله او کارپوه حکومت ته خپل ځای پریږدي. خو دغه امیدونه هغه مهال ورو ورو په یأس او ناامیدۍ بدل شول چې کله د طالبانو مشرتابه بین الافغاني خبرې رد کړې او په کاري او تعلیمي چاپیریال کې یې د ښځو په حضور بندیز ولګاوه – که څه هم د ښځو د حضور بندیز د اسلامي دلائلو پر بنیاد ترسره شوی خو دغه ډول توپیري چلند د اسلام له مقدس دین سره په ټکر کې دی او له اسلام څخه دمخه د جهالت دورې ته ورته بریښي چې ځینې ناپوه خلک به په خپلو لورانو شرمیدل او حتا دا چې خپلې لوڼې به یې د شرم پر بنیاد په ماشومتوب کې وژلې؛ د قران کریم آیاتونه دا واقعیت څرګندوي.

د تیر یوه کال له حوادثو څخه اوسمهال داسې څرګندیږي چې د طالبانو چارواکي غواړي یو تلپاتې ګوندیز حکومت ولري چې د طالبانو غړي او منسوبین ټول حکومتي امتیازات واخلي، مالي زیرمې په لاس کې ولري او له نظریاتي لحاظه د افغانستان د اوچتې کچې طبقې په توګه ومنل شي. حقیقت دا دی چې دا د دوی تیروتنه ده او د افغانستان د تیر تیاره تاریخ تکرار دی، ځکه افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او باید د میرمنو په شمول ټول وګړي د دې هیواد په مدیریت او سمبالولو کې ګډون ولري– له بده مرغه په افغانستان کې د زور حکومتونه د جګړې لامل شوي او کله چې چارواکو د خلکو سره له تفاهم څخه ډډه کړې منزوي او مات شوي دي. زموږ تر سترګو لاندې تاریخ ثبت کړې ده چې په افغانستان کې چارواکو ډیر ځلې د زور، کبر او غرور پیغام خپور کړی، چې په پایله کې همغه پیغامونو هیواد جګړې ته ټیل وهلی خو بیا یې د جګړې پر وخت د ځان د هوساینې لاره او تیښته غوره کړې. په دغو تښتیدلو کې د خلق او پرچم ډیری مشران، په پاکستان او ایران کې د جهاد تر نوم لاندې رامنځته شوو ګوندونو مشران، د طالبانو د پخواني نظام ډیری چارواکي او د تېر اسلامي جمهوریت چارواکي شامل دي چې په هیواد کې یې په خپلسرۍ او جګړه ټینګار کړی او چې کله هیواد له ستونزو سره مخ شوی، دوی په پردیو هیوادونو کې خپل آرام ژوند ته اولویت ورکړی دی.

سپارښتنې

اسلامي امارت ته دا لازمه ده چې د ټولو وګړو د کار او تعلیم حق ته درناوی وکړي. اسلامي امارت باید له ځنډ پرته د نجونو ښوونځي پرانیزي او د ښځو پر کار او لوړو زده کړو بندیز لغوه کړي – افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او باید ټول مساوي حقونه ولري او په هیواد کې د جنسیت، مذهب او سیاسي افکارو پر بنسټ باید توپیري چلند ترسره نه شي. د زده کړې او کار په څیر د اساسي حقونو نقض خلکو ته د مبارزې او مسلح قیام انګیزه ورکوي او موږ نه غواړو چې افغانستان یو ځل بیا د جکړې ډګر شي.

اسلامي امارت ته لازمه ده چې په افغانستان کې د دایمي ثبات لپاره کوټلي ګامونه واخلي – د دغو ګامونو په ترڅ کې باید قدرت او حاکمیت د افغانستان ولس ته انتقال شي او باید په سیاسي نظام کې د ولس د ګډون لپاره کړنلاره وټاکل شي ترڅو هر افغان داسې وانګیري چې افغانستان د دوی هیواد او د دوی په لاس کې دی. په سیاسي نظام کې د خلکو ونډه او حکومت ته د رسیدو سوله‌ییز میکانیزم د هیواد د ثبات لپاره مهم ګامونه دي ځکه د داسې کړنلارې له پلي کیدو وروسته په ولس کې د مسلح قیام انګیزه له منځه درومي او هیواد د دایمي سولې او ثبات خواته حرکت کوي.

پای

همچنین ببینید

عوامل تهدید روز افزون برای افغانستان: انحصار قدرت، فرار مغزها و تحریم های جامعه بین المللی

نویسنده: عبدالباری کبیری چندی قبل امیدواری های مردم افغانستان برای یک آینده روشن بیشتر شد. …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *