خانه / افغانستان‏ / څېړنیز بحث: د مشورتي لویې جرګې ارزونه او د اوسنۍ مرحلې اړتیاوې

څېړنیز بحث: د مشورتي لویې جرګې ارزونه او د اوسنۍ مرحلې اړتیاوې

 

د سولې د بهير فعالینو او د نظر خاوندانو په یوه علمي بحث کې د سولې مشورتي لویه جرګه او د هغې پایلې وارزولې او همدا راز یې پر هغو نوښتونو او ګامونو هم بحث وکړ، چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره په اوسني وخت کې په‌کار دي.

دغه علمي بحث، چې د څېړنیز ګردي مېز په بڼه د قاصد ستراتېژیکو څېړنو مرکز له‌خوا سه‌شنبه (د ثور ۱۷مه ۱۳۹۸) د دغه مرکز په دفتر کې جوړ شوی و، د سولې په هڅو کې فعالو ګڼ شمېر سیاسي څېرو، د پوهنتونونو استادانو او پوهانو ګډون کړی و.

د قاصد ستراتېژیکو څېړنو مرکز مشر او د بحث چلوونکي دکتور عبدالباقي امین د دغه بحث موخه د سولې د مشورتي لویې جرګې پر مثبتو او منفي پایلو او اغېزو او په هېواد کې د سولې په تړاو شته خنډونو او حل‌لارو بحث وبلله، ترڅو په وینا یې له دې لارې د جګړې ښکېلو لورو ته په سالمې مشورې ورکولو سره د سولې لپاره اوسنی برابر شوی فرصت ضایع نه شي.

د دغې غونډې ګډونوال، لیکوال او شنونکي وحید مژده د سولې بهیر او په ځانګړې توګه د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو اترو پر بهیر رڼا واچوله. د ده په خبره، د سیمې او نړۍ په کچه یو هېواد هم چمتو نه دی، چې د طالبانو مطلق بیا حاکمېدل ومني؛ نو ځکه دا خبرې پېچلې روانې دي. نوموړي د لویې جرګې له لوري خپاره شوي پرېکړه‌لیک پر درېیمه ماده، چې په هېواد کې د روانې جګړې عامل پکې د دین بېلابېل قرائتونه ښودل شوي، نیوکه وکړه؛ خو د روانې جګړې د درېدو لپاره د اوربند غوښتنه یې پرځای او اړینه غوښتنه وبلله.

د بحث بل ګډونوال او د افغان څېړنیز مرکز مشر غلام جیلاني ځواک بیا په خپلو خبرو کې د سولې خبرې پېچلې او له خنډونو سره مخ وبللې او زیاته یې کړه، چې د سولې په مخ کې شته خنډونو پر وړاندې چوپوالی پکار نه دی. د ده په خبره، اوسمهال د طالبانو او افغان سیاسیونو او ګوندونو د خبرو اترو اړتیا ده، ځکه که بهرنیان له دې معادلې وځي، نو د همدغو ګوندونو او زور لرونکو لورو ترمنځ د جګړو وېره لیدل کېږي، نه د عامو خلکو او طالبانو ترمنځ. خو په وینا یې، له بده مرغه اوسمهال د ملي یووالي حکومت د دغسې بین‌الافغاني خبرو اترو پر وړاندې اساسي خنډ دی او په دې توګه یې په هېواد کې د سولې ټینګښت ننګولی دی.

د سولې او نجات شورا مشر او په مسکو کې د بین‌الافغاني تفاهم د غونډې ګډونوال پوهاند ګل رحمن قاضي بیا وویل، چې قضیه دومره پېچلې هم نه ده؛ خو تخنیکي بحثونو او خبرو اترو ته اړتیا ده. نوموړي په دې تړاو د مسکو غونډه یوه بریالۍ تجربه وبلله. د ده په خبره، هلته یې عملا ولیدل چې د افغانانو ترمنځ اختلافات ختمېدلی شي او لکه څرنګه چې په بهرني اړخ کې مشکلات کم شوي او په داخلي اړخ کې هم واحد نظر ته رسېدلای شو. د ښاغلي قاضي په وینا، اوسمهال د سولې چانس برابر شوی، باید ټول لوري قرباني ورکړي، په ځانګړې توګه هغه خوځښتونه چې د سولې لپاره کار کوي، هغوی باید ډېره قرباني ورکړي او دغو هڅو ته دوام ورکړي. نوموړي هم، د اسلام بېلابېلو قرائتونو او په اسلام او مسلمان پورې د افغانستان د جګړې تړل رد کړل. هغه وویل: دا په دې معنا ده، چې دلته ټولو بهرنیو لاسوهنو او ظلمونو ته برئت ورکول کېږي؛ خو حقیقت دا دی، چې دا جګړه پر افغانانو تپل شوې ده.

د افغانستان د خلاصون لار شورا مشر سید اکبر آغا بیا مشورتي لويه جرګه یو طرفه وبلله او ویې ویل، چې په دویمه ماده کې د جګړې درولو لپاره یوازې طالبان مخاطب شوي دي. نوموړي د مشورتي لویې جرګې جوړول د بین الافغاني خبرو اترو د سبوتاژ هڅه او دا یې په اندونیزیا او ځینو نورو ځایونو کې جوړو شوو غونډو ته ورته یوه غونډه وبلله.

شیعه عالم او د افغانستان د ولس اسلامي حرکت ګوند مشر شیخ هادي هادي د دغو خبرو اترو د بریالي کېدو لپاره د یوې داسې بې‌طرفه ډلې د تشکیل پر اړتیا ټینګار وکړ، چې طالبانو او حکومت دواړو ته د باور وړ وي او نظرونه سره لنډ کړي. نوموړي له سولې پرته ټاکنې بې ګټې وبللې او ویې ویل، چې دا ډول ټاکنې د افغانستان ستونزه نه شي هوارولی.

د افغانستان د ملي پيوستون د غورځنګ مشر سید اسحاق ګیلاني بیا په خپلو خبرو کې وویل، چې د بهرنیانو غیر مسؤولانه وتل هېواد له لا ډېرو ستونزو سره مخ کولی شي. د ده په خبره، د سولې د خبرو اترو د بریا لپاره د لنډمهالي حکومت له جوړېدو پرته بله لاره نشته ده او باید ټول لوري دا حقیقت درک کړي.

د وردګو د قومي شورا مشر انجنیر سید رحیم ستار بیا وویل، چې په اوسني وخت کې نه طالبان او نه حکومت سم دریځ لري. په داسې حال کې چې اوسمهال تفاهم او تنازل ته خورا زیاته اړتیا ده. نوموړي هم له سولې مخکې ټاکنې بې ګټې وبللې. نوموړي د سوله غوښتونکي حرکت پراخېدو غوښتنه وکړه، ترڅو د جګړې دواړه لوري خپل مسؤولیت ته متوجه کړي.

د سولې او نجات شورا غړي قاضي محمد نذیر همت د سولې اوسنی فرصت زرین فرصت وباله؛ ځکه د ده په وینا چې بهرني ځواکونه په هېواد کې د جګړې اساسي عامل دی. د ده په خبره، په کمو اختلافاتو باید دغه ستر او تاریخي فرصت ضایع نه شي.

د سولې د هڅو فعال او د سیاسي چارو شنونکي ښاغلي محمد حسن حقیار هم د مشورتي لویې جرګې په تړاو خپل نظر څرګند کړ او د سولې د خبرو اترو د بریالي کېدو لپاره د دغسې بحثونو د دوام او پراخېدو غوښتنه وکړه.

د ویسا ورځپاڼې مدیر مسؤول ښاغلي محمد زبیر شفيقي بیا وویل، که امریکایان په صداقت وځي خو ډېره ښه ده؛ خو که دا وتل لنډمهالي وي او تر شا یې توطئه وي، نو بیا یو ستر فرصت دی چې موږ په خپله ګټه کار ترې واخلو؛ له دې کبله تر ټولو ډېر مسؤولیت هم طالبانو ته متوجه دی.

د قاصد ستراتېژیکو څېړنو مرکز مشر دکتور عبدالباقي امین د بحث په پای کې د سولې د مشورتي لویې جرګې له لوري د اوربند غږ د خلکو غږ وباله او دا یې د باور جوړونې او د افغانانو د وینې تویېدنې لپاره د اوسنۍ مرحلې یوه جدي اړتیا وبلله. ښاغلي امین ټینګار وکړ، چې بین الافغاني خبرې اترې باید سبوتاژ نه شي او په تېره بیا د اختلافي مسائلو د حل لپاره باید یوه تخنیکي ډله راجوړه شي او په دې تواړ بحثونه سره وکړي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې د دغه علمي بحث له لارې د سولې د فعالینو نظرونه به د قاصد ستراتېژیکو څېړنو مرکز له لوري ترتیب شي، ترڅو دا د دواړو لورو لپاره د یوې سالمې مشورې او له بن بست څخه د سولې بهیر په ژغورلو کې خپل رول ولوبوي.

د بحث په پای کې ټولو ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د افغان سولې په تړاو شته شتونزو د له منځه وړلو او بن‌ستونو د مخنيوي په موخه په یوه طرحه جوړه او وړاندې کړي، ترڅو د بین الافغاني تفاهم د بریا لپاره د تخنیکي مشورې رول ولوبوي. د دوی په وینا، په دې طرحه کې به پر ټولو اړینو او ستونزه جوړوونکو ټکو او د هغو پر حل‌لارو بحثونه وکړي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *