خانه / اوونيز راپور / د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۳ – ۹ مې، ۲۰۱۹م)

د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۳ – ۹ مې، ۲۰۱۹م)

د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۳ – ۹ مې، ۲۰۱۹م)

ګڼه: ۲

 

پېژندنه

قاصد د ستراتېژيکو څېړنو مرکز هره اوونۍ په افغانستان کې د جګړو او امنيتي پېښو له کبله ښکېلو لورو او ملکي خلکو ته اوښتې مرګ ژوبله په دقيق ډول څاري او دغه اوونيز راپور ترې چمتو کوي.

په تېره اوونۍ کې د جګړې له کبله اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرې د افغان حکومت د وياندويانو، د طالبانو د سرچينو، په سيمه کې عيني شاهدانو او نورو بېلابېلو ادارو د باوري راپورونو او معلوماتو له مخې راټولې شوې دي. د تېرې اوونۍ راپور ښيي، چې د دولت وسله‌ والو مخالفينو ته ډېره مرګ‌ژوبله په مخامخ جګړو کې اوښتې ده او افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته بيا په چاودنو کې ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راپور د ۲۰۱۹ کال د مې له ۳مې تر ۹مې پورې (د ۱۳۹۸ کال د ثور له ۱۳مې تر ۱۹مې پورې) د اوښتې مرګ ژوبلې شمېرې رانغاړي. دلته د افغان ځواکونو، د دولت وسله‌والو مخالفینو او ملکي خلکو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې کره شمېرې او جزئیات په جلا جلا عنوانونو کې لولئ.

 

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ ژوبله

په تېره اوونۍ کې افغان ځواکونو ته تر یوې اندازې لوړه مرګ‌ژوبله په فراه، بغلان، کابل، تخار او سرپل ولایتونو کې د مخامخ جګړو له کبله اوښتې ده. د قاصد له لوري راټول شوي معلومات ښيي، چې د بغلان ولایت مرکز پلخمري کې د مې په ۵مه نېټه پر امنیه قومندانۍ د برید له امله ۱۳ تنه افغان امنیتي سرتېري  وژل شوي او ۳۵ ټپیان دي. د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ په توت او چکاب سیمه کې د مې میاشتې په ۶مه د طالبانو د برید په پایله کې ۲۵ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۱۰ نور ټپیان دي. په کابل ولایت کې د کاونټر پارټ نړیوالې موسسې پر ودانۍ د مې په ۹مه نېټه د طالبانو په برید کې ۶ تنه امنیتي سرتېري (۴ تنه پولیس، یو د ځانګړو ځواکونو سرتیری او یو د دغې مؤسسې ساتونکی) په وژل شویو کسانو کې شامل دي. دغه راز د مې په ۷مه د تخار ولایت د درقد او خواجه بهاوالدین ولسوالیو پر لاره پرتو پوستو د طالبانو په برید کې ۸ پولیس (۴ ملي پولیس او ۴ سیمه‌ییز پولیس) وژل شوي دي. همدا راز د سرپل ولایت په سوزمه ولسوالۍ کې د مې په ۴مه دوه تنه پولیس چارواکي (ددغې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ مرستیال او د سیمه‌ییزو پولیسو قوماندان) وژل شوي دي. همدا راز د مې په ۶مه دوه تنه د ملي اردو سرتېري په غزني ولایت کې وژل شوي دي. یو د ملي اردو سرتېری هم د جوزجان په قوش تپه ولسوالۍ کې وژل شوی دی. د مې په ۷مه د بغلان په برکه ولسوالۍ کې هم ۱۰ تنه پولیس د طالبانو په برید کې وژل شوي دي.

جدول ۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۲۸ ۱۰ ۳۸
پولیس ۳۹ ۳۵ ۷۴
مجموعه ۶۷ ۴۵ ۱۱۲

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌ژوبله

په تېره اوونۍ کې همدا شان د دولت وسلوالو مخالفینو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د مې په ۵مه په غزني او زابل ولایتونو کې د مخامخ نښتو او هوایي بریدونو په پایله کې ۳۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي. د مې په ۷مه د بغلان ولایت په برکه ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو له کبله ۳۰ تنه طالب جنګیالي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. د مې په ۶مه په فاریات ولایت کې ۱۸ تنه طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي. په اروزګان کې هم د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي. د جوزجان په قوش تپه ولسوالۍ کې د مې په ۵مه د مخامخ نښتې له کبله ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي دی. د مې په ۹مه نېټه د وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې ۱۳ تنه طالب وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي. د مې په ۶مه د سمنګان ولایت په دوآب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د بغلان ولایت مرکز پلخمري کې پر امنیه قومندانۍ ۸ تنه بریدګر هم وژل شوي دي. د مې په ۷مه د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۴ تنه او په کندهار ولایت کې د څو عملیاتو په پایله کې ۲۹ طالبان وژل شوي او ۳۶ تنه نور یې ټپیان شوي دي. دغه راز، د کونړ ولایت په چپه دره کې د دوو هوايي بریدونو په پایله کې ۴۳ داعش جنګیالي وژل شوي دي.

جدول ۲: د دولت د وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۱۷۲ ۸۸ ۲۶۰
داعش ۴۳ ــ ۴۳
مجموعه ۲۱۵ ۸۸ ۳۰۳

 

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله

ولسي وګړو ته هم تېره اوونۍ ډېره مرګ ژوبله په هوایي بمباریو کې اوښتې ده، چې ترټولو خونړۍ پېښه یې په فراه ولایت کې وه. د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ په اشنین سیمه کې د مې په ۵مه د بهرنیو ځواکونو د بمباریو په پایله کې ۵۱ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي، چې په وژل شویو کسانو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي شامل دي. په کابل ولایت کې د کاونټر پارټ نړیوالې مؤسسې پر ودانۍ د مې پر ۸مه د طالبانو د برید په پایله کې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. د بغلان ولایت مرکز پلخمري کې د مې په ۵مه د ډله‌ییز برید له کبله ۲۰ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار اړوند چینو سیمه کې د مې پر ۸مه د بهرنیو ځواکونو د هوایي برید له کبله د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي او یو ماشوم پکې سخت ټپي دی. وژل شوي درې ښځې دوه نارینه او دوه ماشومان دي. د ملي امنیت ځانکړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په شیخان سیمه کې د چاپې پرمهال ۴ ملکي وګړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی. د ځینو سرچینو له قوله، دا کسان ښوونکي او زده کوونکي وو. دغه راز د مې په ۳مه د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په نیاز سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو د وسله‌والې نښتې پر مهال پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې په پایله کې یې ۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. همدا راز په دې ولسوالۍ کې د بمبارۍ له کبله هم ۸ تنه ملکیان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

جدول ۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۷۸ ۷۲ ۱۵۰
مجموعه ۷۸ ۷۲ ۱۵۰

 

بهرنیو ځواکونو ته اوښتې مرګ ژوبله

په روان کال کې د بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه خورا ټیټه ده. په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندانۍ د مې په ۷مه منلې چې د افغانستان په ختیځ کې یو امریکایی پوځي وژل شوی دی؛ خو د پېښې د ډول او مشخص ځای په اړه یې معلومات نه دي ورکړي. مګر د امریکا دفاع وزارت بیا منلې چې دا سرتېری ۲۲ کلن و او په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی.

 

پایله

د تېرې اوونۍ راپور ښيي، چې د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د ثور له ۱۳مې تر ۱۹مې (د مې میاشتې له ۳مې تر ۹مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۵۶۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې تر ټولو ډېره پکې د دولت وسله والو مخالفینو ته اوښتې ده. که څه هم طالبان د دوی جنګیالیو ته د دومره مرګ ژوبلې اوښتل نه تاییدوي؛ خو قاصد هڅه کړې، تر ډېره دا مرګ ژوبله له خپلواکو سرچینو څخه تایید کړي. همدا راز د ملکي وګړو مرګ ژوبله د سیمې د خلکو له خولې تایید شوې او ډېره مرګ ژوبله د افغان ځواکونو له لوري وراړول شوې ده. که څه هم افغان حکومت په ځینو مواردو کې ملکي وژل شوي خلک وسله وال جنګیالي بللي دي.

جدول ۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ ژوبله

نوم

 

وژل شوي نوم

 

ټپـــــــیان
افغان ځواکونه ۶۷ افغان ځواکونه ۴۵
د دولت وسله‌وال مخالفین ۲۱۵ د دولت وسله‌وال مخالفین ۸۸
ملکي وګړي ۷۸ ملکي وګړي ۷۲
مجموعه ۳۶۰ مجموعه ۲۰۵
ټول وژل شوي او ټپیان               ۵۶۵

 

پای

درباره ی qased_admin

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *