خانه / میاشتنی تحلیل / د افغانستان د وضعیت میاشتنی تحلیلي راپور (اپرېل ۲۰۲۲م)

د افغانستان د وضعیت میاشتنی تحلیلي راپور (اپرېل ۲۰۲۲م)

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.

مقدمه

دا راپور د ۲۰۲۲م کال په اپرېل میاشت کې په سیاسي، اقتصادي او امنیتي ډګرونو کې د هېواد وضعیت ته ځغلنده کتنه کوي. په سیاسي اړخ کې دا میاشت د افغانستان او په ځانګړې توګه د اسلامي امارت د سیاسي انزوا اندېښنې لا پیاوړې شوې او د اسلامي امارت هغه هیلې ورو ورو مړاوې کېږي، چې تمه یې لرله د ځینو هېوادونو له لوري به په رسمیت وپېژندل شي. د دغې نهیلۍ لامل تر ډېره د طالبانو ځینې وروستي اقدامات دي. په اقتصادي برخه کې بیا دا میاشت کوم پام وړ بدلون ونه لیدل شو او بیا هم د تېرو میاشتو په څېر د افغانستان د اقتصادي وضعیت او بشري ناورین په اړه په نړیواله کچه اندېښنې او د مرستو راټولو هڅې روانې وې. له امنیتي اړخه بیا اپرېل میاشت د ملکي وګړو لپاره په تېرو څو میاشتو کې ترټولو خونړۍ میاشت وبلل شوه. په دې میاشت کې له یوې خوا په مذهبي ځایونو کې څو سترې او خونړۍ چاودنې وشوې او له بلې خوا نورې کوچنۍ امنیتي پېښې هم د تېرو میاشتو په پرتله زیاتې شوې. وړاندې په راپور کې پر دغو موضوعاتو سربېره د دې میاشتې د مهمو پېښو او موضوعاتو تفصیل او تحلیل لولئ.

سیاسي وضعیت

په اپرېل میاشت کې له سیاسي پلوه ډېرې پام وړ پېښې او پرمختګونه ونه لیدل شول او تر ډېره دا میاشت هم په نړیوال ډګر کې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان سیاسي انزوا د بحثونو ګرمه موضوع وه؛ خو دا چې په دې میاشت کې د تېرو میاشتو خلاف ګڼې خونړۍ چاودنې وشوې، تر ډېره یې پر سیاسي وضعیت هم اغېزې ښندلې وې.

په تېرو څو میاشتو کې له طالبانو سره د نړیوالو د تعامل تدریجي زیاتېدو داسې هيلې راټوکولې وې چې ممکن ځینې هېوادونه به اسلامي امارت په رسمیت ومني؛ خو د دغه تعامل له زیاتېدو سره سره د رسمیت پېژندنې په اړه اوس په دې اړه شته هیلې مړاوې شوې دي. اوس داسې برېښي چې ځینې هېوادونه خپلو سیاسي او اقتصادي اړتیاوو ته په کتلو له طالبانو سره د غیررسمي تعامل له لارې مخته ځي او یا هم په خپلو هېوادونو کې د طالبانو سفیران مني. د دغه وضعیت یو لامل د طالبانو ځینې وروستي سخت دریځي اقدامات دي، او دا شونتیا یې په پراخه کچه راکمه کړې چې ګومان کېده ځینې هېوادونه به د نړیوالې ټولنې د همغږي اقدام خلاف طالبان په رسمیت ومني. طالبانو د خپلو دغو وروستیو اقداماتو ترڅنګ، لاهم د سیاسي مشارکت او د راتلونکي نظام د ډول په اړه چوپتیا غوره کړې، کوم څه چې د نظام د ټولشمولیت او د سیاسي مخالفینو د پخلاینې اړوند هم نهیلي زیاته کړې ده.

که څه هم طالبانو د خپل نظام د رسمیت پېژندنې هڅو ته دوام ورکړی، خو په دې برخه کې یې د نړیوالو غوښتنو پر وړاندې تراوسه ډېره نرمي نه ده ښودلې. د طالبانو رهبر مولوي هبت الله اخندزاده د کوچني اختر په مناسبت په خپل اختریز پیغام کې یو ځل بیا پر نړیواله ټولنه غږ کړی و، چې د دوی حکومت دې په رسمیت وپېژني. د نوموړي په پیغام کې راغلي وو، چې دوی له ګاونډیو هېوادونو،‌ سیمې او نړۍ سره ښې او مثبتې اړیکې غواړي او د افغانستان له خاورې به کوم هېواد ته ګواښ هم پېښ نه شي.

د همدغو هڅو په دوام طالبانو تازه په افغانستان کې د کوکنارو پر کرکیله هم بندیز ولګاوه، چې په یو ډول د ځینو هېوادونو د ملاتړ راجلوبولو هڅه هم بلل کېږي. د طالبانو مشر د اپرېل په ۳مه د یوه فرمان له لارې وویل، چې له دې وروسته هېڅوک اجازه نه لري، چې په افغانستان کې کوکنار وکري. د طالبانو دا ګام د نړیوالو له مثبت غبرګون سره مخ شو. د بېلګې په توګه د امریکا د سفارت شارژدافیر په یوه پیغام کې وویل، چې په افغانستان کې د مخدره توکو غیر قانوني کول مثبت ګام دی، خو په وینا یې د دې چارې عملي کول مهم دي.

له دغو هڅو سره سره نړیواله ټولنه لاهم د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل د نړیوالو د غوښتنو له منل کېدو سره تړي. د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په همدې تړاو د اپرېل په ۵مه وویل، چې که طالبان د نړۍ غوښتنې ونه مني، په رسمیت نه پېژندل کېږي. د هغې په وینا، دا ډېره مایوسونکې او خورا حیرانونکې ده چې طالبانو له خپلو ژمنو سره سره بیا هم د نجونو د ښوونځيو د بندولو پرېکړه کړې.

د بشري حقونو د وضعیت په برخه کې هم د نجونو د ښوونځیو قضیه د بحثونو سرټکی و، طالبان ونه توانېدل په خپل منځ کې په دې اړه شته اختلاف له منځته یوسي. داسې برېښي چې د طالبانو یو شمېر مشران له لویه سره تر شپږم ټولګي پورته د نجونو له تعلیم سره مخالف دي. همدا لامل دی، چې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د اپرېل پر ۲۵مه نهیلي څرګنده کړه او یې ویل، چې له شپږم ټولکي پورته د افغان نجونو د ښوونځيو د پرانیستل کېدو نښې نښانې نه لیدل کېږي او دا اندېښنه شته چې ښايي دا د طالبانو دایمي پرېکړه وي.

د بیان د آزادۍ محدودېدل بله هغه قضیه ده چې په اړه یې په تېرو میاشتو کې په نړیواله کچه اندېښنې موجودې وې. د اپرېل په ۲۷مه په افغانستان کې د خبریالانو ملاتړو بنسټونو وویل، چې له هغه راهيسې چې طالبان واکمن شوي شاوخوا اتيا خبريالان او د رسنيو کارکوونکي نيول شوي او د دوى په وينا ربړول شوي دي. د دوی په وینا، په همدې موده کې تر شپږ زرو ډېرو افغان خبريالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او په سلگونو رسنۍ تړل شوې دي. له دې سره سره، طالبانو بیا تل له خبريالانو سره د بد چلند ادعاوې رد کړې دي.

اقتصادي وضعیت

په اقتصادي ډګر کې دا میاشت هم کوم لوی بدلون ونه لیدل شو، خو د کانونو له درکه د عوایدو د زیاتېدو خبرونه خپاره شول. په عام بازار کې او په ځانګړې توګه د لومړنیو توکو بیې لا هم د تېرو میاشتو په څېر د لوړېدو په لور روانې وې او ترڅنګ یې په نړیواله کچه لا هم د افغانستان د خراب اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنې او د مرستو راجلبولو هڅې روانې وې.

په دې میاشت کې بیا هم د تېرې میاشتې په څېر افغانۍ د ډالر په مقابل کې خپل ارزښت وساتلی شو او د اپرېل میاشتې په اوږدو کې یو ډالر په اوسط ډول د ۸۸ افغانیو په بدل کې تبادله کېده، کوم څه چې تر یوه بریده یې د لومړنیو توکو د نرخونو پر ثبات هم مثبته اغېزه لرله او د بیو اندک صعودي مسیر د نورو لاملونو له کبله و.

په بل اړخ کې نړیوال بانک، چې د تېرې مارچ میاشتې په ۳۰مه د نجونو پر تعلیم د بندیز د غځېدا له کبله د ۶۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت خپلې ځینې پروژې ځنډولې وې، د اپرېل په ۲۰مه یې خپله دا پرېکړه بېرته بدله کړه او ویې ویل، چې په افغانستان کې د ۴۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پروژې بېرته پيلوي. د طالبانو حکومت او نړېوال بانک داسې مهال دې هوکړې ته سره رسېږي چې په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو لس ورځې وروسته دغه بانک د ځينو نورو نړېوالو بنسټونو غوندې پر افغانستان خپلې مرستې ودرولې. نړېوال بانک ویلي وو، چې د افغانستان د پرمختیا او په ځانګړي ډول د ښځو حقونو په برخه کې د طالبانو اغېزو ته اندېښمن دي.

له دې سره سره، د اقتصادي وضعیت خرابوالی بیا هم د نړیوالو د بحثونو یوه اساسي موضوع وه، ځکه لا هم د اقتصادي وضعیت د خرابوالي له کبله د تېر په څېر ګڼ افغانان بهر ته د تللو په هڅه کې دي. همدا لامل دی، چې په نړیواله کچه پرله پسې د افغانستان لپاره د مرستو راټولو هڅې روانې دي. دا میاشت هم د اپرېل پر لومړۍ نېټه په جېنېوا کې د افغانستان لپاره د مرستو راغونډولو یو نړیوال کنفرانس جوړ شو، چې پکې د ۲.۴ ميليارده ډالرو مرستې ژمنه وشوه. دا کنفرانس چې د ملګرو ملتونو، بريتانيا، جرمني او قطر په کوربتوب جوړ شوی و، ملګرو ملګرو ملتونو په کې په بيړني ډول د نژدې دوه برابره ۴،۴ ميليارډ ډالرو غونډولو غوښتنه کړې وه. دې غونډه کې د ۴۱ هېوادونو او نړيوالو ټولنو استازو ګډون درلود، چې د مرستو په اړه يې د ژمنو سوړوالی د طالبانو چلند او په تېره بيا د نجونو د ښوونځو تړلو په اړه د دوی پرېکړه بلل شوې ده. په همدې تړاو د فرانسې د پارلمان تر پنځوسو ډېرو وکیلانو د اپرېل پر ۱۲مه د دغه هېواد ولسمشر ایمانوېل مکرون ته پرانېستی لیک لیکلی او ترې غوښتي یې دي چې پر طالبانو دې له بشري حقونو او د ښځو له حقونو د سرغړونې له کبله بندیزونه ولګول شي.

په داسې حال کې چې افغانستان کې د سختې لوږې او پراخ بشري کړکېچ په اړه پرله پسې خبرداری ورکول کېږي، د طالبانو د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د افغانستان له کانونو د دوی د ترلاسه کوونکو عوایدو د ډېرېدو خبره کړې او هیله یې ښودلې، چې په راتلونکو میاشتو کې به د نویو قراردادونو له ورکولو وروسته دا عواید نور هم لوړ شي. د کوچنیو او منځنیو کانونو د کیندنو د دوام ترڅنګ، اوسمهال د طالبانو حکومت د سترو کانونو، ګازو او نفتو د کیندنو په اړه هم له نړیوالو په ځانګړي ډول له چینايي شرکتونو سره لیده‌-کاته پیل کړي دي. د چین د نفتو ملي شرکت، چې د تېر حکومت پر مهال د افغانستان په شمال کې د سرپل د نفتي سرچینو د استخراج قرارداد یې ګټلی و او “ایم سي سي” شرکت چې د میس عینک کان قرارداد ور سره دی، له طالبانو سره په لیدنو کې د خپلو کارونو بیا پیلولو چمتووالی ښودلی دی. نورو سترو چینایي شرکتونو هم د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې وړاندیز کړی دی.

د کانونو وزارت وایي، چې په تېرو اتو میاشتو کې یې اته میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي او وایي، چې له دې درکه د دوی تر لاسه کېدونکي عواید د تېر حکومت له عوایدو سره د پرتلې وړ نه دي. د دوی په وینا، د تېر کال په پینځو – شپږو میاشتو کې ۱۱۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي وو، خو اوسنی حکومت توانېدلی چې دومره عواید په یوه ورځ کې راټول کړي، بلکې داسې ورځ هم راغلې چې تر ۱۸۰ میلیونو افغانیو عواید هم راټول شوي دي. ښکاري چې په دې برخه کې د فساد له منځه تګ د عوایدو د زیاتېدو لامل شوی دی. خو ترڅنګ یې د کانونو د چارو ماهرین بیا د تعرفو لوړوالی، له شرکتونو د تېر حکومت د پورونو راټولول او د کاني سیمو د کنټروال پراخوالی چې پخوا د حکومت پر ځای د طالبانو د نفوذ سیمې وې، له کانونو د طالبانو د عوایدو د ډېرو لاملونه ګڼي.

امنیتي وضعیت

اپرېل میاشت د تېرو میاشتو خلاف، واک ته د طالبانو له رسېدو او د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له جوړېدو راوروسته په تېرو کابو ۹ میاشتو کې خورا زیاته خونړۍ میاشت وه او په دې میاشت کې پر ګڼو ملکي اهدافو داسې بریدونه وشول چې خورا زیاته مرګ ژوبله یې له ځان سره لرله. له بلې خوا د دې میاشتې بریدونو د تېر په پرتله یو څه متفاوت کیفیت درلود، کوم څه چې د وضعیت د پېچلتیا ښودنه کوله او له همدې کبله یې د عامو افغانانو اندېښنې هم زیاتې کړې.

د اپرېل په ۱۹مه نېټه د کابل ښار د ۱۸مې حوزې په دشت برچي سیمه کې د دوو غبرګو چاودنو په پایله کې لږ تر لږه ۹ کسان ووژل شول او نژدې ۵۰ نور ټپیان شول. دا چاودنې د ”عبدالرحیم شهید” په نامه یوه ښوونځي کې وشوې. دغه ښوونځي ته نژدې پر یوه ښونیز مرکز هم د لاسي بم برید وشو. په دې سیمه کې تر ډېره شیعه مذهبه وګړي ژوند کوي او تر دې مخکې هم پکې خونړۍ چاودنې شوې وې، چې مسؤولیت یې داعش ډلې منلی و.

له دې پېښې دوې ورځې وروسته د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې هم په یوه جومات کې د چاودنې په پایله کې نژدې ۴۰ لمونځ کوونکي ووژل شول او شاوخوا ۹۰ نور ټپیان شول. په همدې ورځ په کندز ښار کې هم چاودنه وشوه چې لږ تر لږه ۴ کسه پکې ووژل شول او ۱۸ نور پکې ټپیان شول.  د مزار شریف د جومات او دغه راز د کندوز ښار د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخیست.

له دې سره هممهاله د کابل ښار پر دارالامان سړک د سوداګرۍ وزارت ته څېرمه هم یوه چاودنه وشوه. د چارواکو په وینا، چاودېدونکي توکي په یوه ګلدان کې ځای پر ځای شوي وو او یو ملکي کس پکې ووژل شو او بل یې ټپي کړ.

له دې پېښې یوه ورځ وروسته د اپرېل پر ۲۲مه په کندوز کې بل خونړی برید وشو، چې پراخه مرګ ژوبله یې لرله. دا چاودنه په امام صاحب ولسوالۍ کې د اهل تصوفو په یوه جومات کې وشوه او قربانیان یې تر ډېره هغه عبادت کوونکي وو چې تر لمانځه وروسته د ذکر لپاره راټول شوي وو. د اسلامي امارت د مرستیال ویاند بلال کریمي په وینا، په دې چاودنه کې د ماشومانو په ګډون ۳۳ کسان ووژل شول او ۴۳ نور ټپیان شول. ځینو سرچينو د دې پېښې د قربانیانو شمېر له ۶۰ تنو لوړ ښودلی و.

که څه هم طالبانو وویل چې د مزارشریف د برید طراح یې نیولی، خو له دغو پرله پسې خونړیو بریدونو وروسته په کابل کې لسګونه کسان لارو کوڅو ته راووتل او په یوه لاریون کې یې د هزاره توکمو د وژنې پر ضد شعارونه ورکول. دغو کسانو له حکومت څخه غوښتنه کوله، چې د هزاره توکمو د امنیت او خوندیتوب لپاره اقدمات وکړي.

له دغو چاودنو وروسته د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د اپرېل پر ۲۵مه وویل، چې په تېره یوه اونۍ کې په افغانستان کې له ۵۰ ډېرو ماشومانو خپل ژوند بایللی دی.

د دې میاشتې په ۲۹مه نېټه بیا کابل یو ځل بیا د خونړۍ چاودنې شاهد و. دا چاودنه هم په دارالامان سیمه کې د صوفیانو په یوه جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته وشوه، چې د ځینو سرچینو له قوله لږ تر لږه ۵۰ تنه عبادت کوونکي پکې ووژل شول. که څه هم طالب چارواکو بیا دا شمېر خورا کم اعلان کړ او په وینا یې دې چاودنې ۱۰ کسان وژلي او شاوخوا ۳۰ نورې یې ټپیان کړي دي. خو رویټرز خبري اژانس د روغتیايي چارواکو له قوله روغتونونو ته د ۶۶ مړو او ۷۸ ټپیانو د لېږدول کېدو خبر ورکړی و. ویل کېږي دا برید د یوه ځانمرګي بریدګر له لوري شوی دی.

په اپرېل میاشت د دغو سترو بریدونو او چاودنو ترڅنګ نورې کوچنۍ چاودنې او امنیتي پېښې لکه هدفي او غچ اخیستونکي بریدونه او نورې مرموزې وژنې هم ولیدل شوې. د اپرېل په لومړۍ نېټه د هرات ښار په ۱۲ ناحیه کې کې یوې چاودنې ۵ کسان ووژل او ۲۲ نور یې ټپیان کړل. هغه سیمه چې دا پېښه پکې شوې وه، اوسېدونکي یې ډېری شعیه ګان دي.

دوې ورځې وروسته  د اپرېل په ۳مه نېټه د کابل ښار د صرافانو لوی مارکېټ شهزاده سرای کې هم د لاسي بم چاودنه وشوه چې په پایله کې یې یو تن ووژل شو او لسګونه نور ټپیان شول. د کابل ایمرجنسي روغتون مسؤولینو رسنیو ته وویل، چې له دغې چاودنې تر ۵۰ ډېر تپیان دوی ته ور وړل شوي. درې ورځې وروسته د اپرېل په ۶مه د کابل ښار په پل خشتي جومات کې هم د ماسپښین د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه او تر ۱۰ زیات کسان پکې ټپیان شول. د دې میاشتې په ۲۷مه نېټه بیا د افغانستان په شمالي ولايت سمنګان کې ناپېژاندو وسله والو د ډبرو سکرو پنځه کارګر له موټره ښکته کړل او په ډزو يې ووژل.

د دې ترڅنګ د غچ اخیستونکو او نورو مرموزو وژنو پېښې هم تر سترګو شوې. نیو یارک ټایمز ورځپاڼې د اپرېل په ۱۳مه په یوه راپور کې وویل، چې طالبانو سلګونه پخواني نظامیان او مامورین وژلي؛ خو طالبانو دا راپور رد کړ او ویې ویل، چې دا راپور له واقعیت لرې او مغرضانه دی. یوې امریکایۍ ورځپاڼې هم مخکې راپور ورکړی و، چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې د مخکیني دولت نږدې ۵۰۰ کارکوونکي او د امنیتي ارګانونو افسران د طالبانو په لاس یا وژل شوي او یا هم لادرکه دي؛ خو طالبانو دا ډول راپورونه تل رد کړي دي.

د دغه ډول بریدونو یوه پېښه د اپرېل په ۱۸مه وشوه. په دې پېښه کې د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر مسعود اندرابي د ادعا له مخې، طالبانو د قاسم قایم په نوم د دغه وزارت یو پخوانی پولیس افسر شکنجه کړی او وژلی یې دی. اندرابي ویلي وو، چې د طالبانو له عمومي بښنې اعلانولو سره سره ډګروال قاسم قایم لومړی نیولی او بیا یې د تاوتریخوالي په پایله کې وژلی دی. د دغه کس د وژنې راپورونو په خواله رسنیو کې هم پراخ غبرګونونه وپارول او طالبانو یې په اړه غبرګون وویل، چې د پېښې پلټنه کوي.

بل اړخ هم له ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ایران سره هم سرحدي شخړو زور واخیست، خو پاکستان بیا د دغو شخړو له کبله د افغانستان په خاوره کې بمبارۍ وکړې او له کبله یې لسګونه ملکیان ووژل شول. د اپرېل په ۸مه نېټه داسې راپورونه خپاره شول، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان د پوځ يوه چورلکه له افغان خاورې په ډزو ویشتل شوې. ویل کېږي دا چورلکه هغه مهال وویشتل شوه پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار غځولو څارنه یې کوله، کوم چې د طالبانو له مخالفت سره مخ شوی دی.

له دې پېښې یوه اوونۍ وروسته د اپرېل په ۱۶مه د پاکستاني پوځ جېټ الوتکو د خوست او کونړ پر یو شمېر سیمو بمبار وکړ، چې په پایله کې یې نژدې ۵۰ ملکي وکړي ووژل شول. له پېښې درې ورځې وروسته یونیسف هم پر خوست او کونړ د پاکستان په بمباریو کې د ۲۰ ماشومانو وژنه تایید کړه، چې په وینا یې ۱۵ یې نجونې او ۵ یې هلکان وو. د دې پېښې په غبرګون کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ. د اسلامي امارت دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد بیا د اپرېل په ۲۴مه په یوه غونده کې وویل، چې د پاکستان هوایي بریدونه یې د “ملي مصلحت” لپاره وزغمل، خو بل ځل ښايي داسې بریدونه ونه زغمي.

پاکستان له دغو بریدونو وروسته وویل، چې ترهګر د افغانستان خاوره زموږ پر ضد کاروي او طالبان یې دې مخه ونیسي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د سفیر تر احضارېدو وروسته یوه اعلامیه خپره کړه، چې پکې د طالبانو له حکومت څخه غوښتل شوي وو، چې د پاکستان-افغانستان سرحدي سیمه امن کړي، او د “هغو اشخاصو خلاف کوټلي ګامونه واخلي چې پاکستان کې په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکیل دي.‌”

د دغو پېښو ترڅنګ د یوې بلې جرمي قضیې پای ته رسېدو هم په دې میاشت کې پراخه توجه جلب کړه. د اپرېل په ۲۳مه په بلخ کې نږدې دوه کاله مخکې تښتول شوی ۱۱ کلن ماشوم عبدالرووف ازاد شو او د طالبانو د رئیس الوزراء د دویم مرستیال عبدالسلام حنفي په ګډون د یوې سترې غونډې پر مهال خپلې کورنۍ ته وسپارل شو. د دغه ماشوم د تښتونې پېښه خورا پېچلې وه او اوس یې هم طالبانو د آزادېدو زیات جزئیات څرګند نه کړل. داسې ګنګوسې وې، چې په دې قضیه کې جګ‌پوړي پخواني دولتي چارواکي او حتی طالب چارواکي ښکېل وو.

د دغو ټولو پېښو ترڅنګ  د مقاومت په نوم جبهې هم د بریدونو ادعاوې کولې؛ خو په ټوله کې لا هم ستر ګواښ د داعش ډلې د بریدونو مطرح دی. په تېرو څو میاشتو کې د داعش ډلې د فعالیت او ځواکمنتیا په اړه اندېښنې تر ډېره بریده پیکه شوې وې، خو د دې میاشتې امنیتي پېښو دا اندېښنې یو ځل بیا تازه کړې.

پای

همچنین ببینید

د افغانستان د وضعیت میاشتنی تحلیلي راپور (فبروري ۲۰۲۲م)

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.   مقدمه دا …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *