یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.
مقدمه
دا راپور د ۲۰۲۲م کال په مارچ میاشت کې په سیاسي، اقتصادي او امنیتي ډګرونو کې د هېواد وضعیت ته ځغلنده کتنه کوي. په سیاسي اړخ کې دا میاشت هم له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې د زیاتېدونکي تعامل په برخه کې د پرمختګونو شاهدان وو، چې تر ټولو مهم هغه یې څو نړیوالې غونډې او همدا راز د څو هېوادونو له لوري د طالبانو د یپلوماتانو منل کېدل وو. خو په دې میاشت کې له شپږم ټولګې پورته د نجونو پر تعلیم د طالبانو له لوري د بندیز غځولو په ملي او نړیواله کچه غبرګونونه او نهیلي رامنځته کړه، چې ګومان کېږي په اوږده مهال کې پر سیاسی وضعیت پام وړ اغېزې وښندي. په اقتصادي برخه کې بیا دا میاشت د تېرو میاشتو په پرتله ښه ارزول کېدای شي؛ ځکه له یوې خوا پکې د افغانۍ ارزښت د ډالر په مقابل کې ثابت پاتې شو او له بلې خوا له تېرې میاشتې راهیسې د اقتصادي بندیزونو کمېدو هم اغېزې ښندلې وې. له امنیتي اړخه بیا دا میاشت تر ډېره ارامه وه او هېڅ کومه ستره امنیتي پېښه پکې ترسترګو نه شوه، چې ګومان کېږي یو لامل یې د طالبانو له لوري په وړمه میاشت کې په کابل او څو ولایتونو کې د چاڼیزو عملیاتو ترسره کول هم وو. وړاندې په راپور کې پر دغو موضوعاتو سربېره د دې میاشتې د مهمو پېښو او موضوعاتو تفصیل او تحلیل لولئ.
سیاسي وضعیت
په مارچ میاشت کې د طالبانو له سرپرست حکومت سره د نړیوالو د تعامل او راشې درشې، ملي پخلاینې، د بشري حقونو د وضعیت او ځینو نورو برخو کې مهمې پېښې ولیدل شوې. په سیاسي برخه کې له ځینو مثبتو پرمختګونو سره سره، د هېواد د راتلونکي سیاسي وضعیت په تړاو نهیلۍ او ابهامات لا هم په ټول قوت سره موجود وو، چې تر ټولو مهمه قضیه پکې د نجونو پر تعلیم د بندیز غځېدا وه او له کبله یې داسې انګېرنې تقویه شوې، چې دا چاره به په ملي او نړیواله کچه د افغانستان پر سیاسي وضعیت ناوړه اغېزې وښندي.
له اسلامي امارت سره د نړیوالو د تعامل په برخه کې دا میاشت په ځینو هېوادونو کې د طالبانو د دیپلوماتانو منل کېدل، ترکیې ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ طالب پلاوي سفر او هلته لیدنې کتنې، په چین کې د افغانستان په اړه غونډه او په اسلام آباد کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غونډه د یادولو وړ پېښې وې. همدا راز له طالبانو سره د تعامل په برخه کې د ملګرو ملتونو په چلند کې هم پرمختګونه ولیدل شول، چې په افغانستان کې د یوناما د ماموریت غځول پکې د یادولو وړ دي.
د مارچ په ۱۷مه د فضل محمد صابر په نوم د طالبانو دیپلومات د ترکمنستان په پلازمېنه عشق آباد کې د افغان سفارت د سرپرست په توګه په دغه هېواد کې د اسلامي امارت د رسمي دیپلومات په توګه وټاکل شو، چې د پېژندنې په مراسمو کې یې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ګډون کړی و. همدا راز په ترکیه کې افغان دیپلوماتانو د مارچ په ۱۵مه رسنیو ته وویل، چې طالبانو په ترکیه کې هم د افغان سفارت د چارو کنټرول ترلاسه کړی. دا خبر داسې مهال خپور شو، چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ترکیې ته پر یوه رسمي سفر بوخت و او هلته یې په افغان سفارت کې دیپلوماتانو ته وینا هم وکړه. د دې ترڅنګ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم د مارچ په ۳۱مه وویل، چې د طالبانو له لوري ګومارل شوي دیپلومات ته یې باورلیک ورکړی او په دې توګه په روسیه کې د افغانستان سفارت هم رسما طالبانو ته وسپارل شو.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په ترکیه کې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام وېسټ سره هم وکتل. ټام وېسټ خپله دغه لیدنه ګټوره بللې وه او په وینا یې چې له طالب پلاوي سره یې د افغانستان د اقتصادي ودې او ثبات، پوهنې او هوايي سوداګریزو سفرونو په اړه خبري کړې دي. د دغه سفر پر مهال امیرخان متقي د انتالیا دیپلوماسۍ فورم غونډې ته وویل، چې د طالبانو اوسنی حکومت ټولشموله دی او ادعا یې وکړه چې په ټول هېواد کې هېڅ سیاسي بندي نشته. په چین کې هم د مارچ په ۳۰مه د افغانستان په هکله د دغه هېواد د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړه شوه، چې پکې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم ګډون کړی و. ښاغلي متقي هلته د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان او د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره هم وکتل.
له بله پلوه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ديبورا لاينز د مارچ په ۳مه نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د راپور وړاندې کولو پر مهال وویل، چې په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره له کار پرته له افغانانو سره مرسته ناشونې ده. د مارچ پر ۱۸مه بیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت هم د یوه کال لپاره نور هم وغځول شو. دغه پرمختګونه ټول د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل د پراختیا ښکارندويي کوي.
بله قضیه چې له سیاسي اړخه په تېرو څو میاشتو کې یوه له مهمو قضایاوو څخه وه، افغانستان ته د پخوانیو سیاسیونو د بیاراګرځېدو قضیه وه. د مارچ په ۱۶مه د طالبانو سرپرست حکومت وویل، چې “له افغان شخصیتونو سره د ارتباط او هېواد ته (د هغوی) د راستنولو” لپاره یې یو کمېسیون جوړ کړی. د دغه نوي کمېسیون مشري د د کانونو او پطرولیم وزارت سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور کوي او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخوا، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي، لوی درستیز قاري فصیح الدین، د استخباراتو رییس ملا عبدالحق وثیق او انس حقاني یې غړي دي. خو د دغه کمیسیون د اهدافو او دندو په اړه هېڅ ډول وضاحت نه دی ورکړل شوی او نه یې هم د جوړېدو له اعلان وروسته کوم فعالیت لیدل شوی دی.
د ملي مصالحې د هڅو یو مهم اړخ د احمد مسعود او ځینو نورو پخوانیو چارواکو له لوري رهبري کېدونکې مقاومت جبهه ده، چې اوسمهال عملا ځپل شوې او ډېر ښکاره فعالیت نه لري، خو وړمه میاشت په ایران کې د اسلامي امارت او د دغې جبهې د استازو ترمنځ یوه غونډه هم وشوه. خو په دې میاشت کې د مارچ په ۲۵مه د دغې جبهې مشر احمد مسعود د نوي کال په اړه په خپل پیغام کې وویل، چې طالبانو تراوسه یوازې د تسلیمېدو او بعیت کولو غوښتنه ترې کړې او له همدې کبله یې تراوسه له طالبانو سره خبرې ناکامې دي.
په بل اړخ کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت هغه قضیه ده چې تر ډېره د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل هم ورسره تړلي دي. په دې برخه کې دا میاشت خورا منفي پرمختګونه ولیدل شول. له یوې خوا پر رسنیو د فشارونو او د ځینو رسنیو د ژورنالیستانو نیولو دوام درلود، چې بېلګه یې د مارچ په ۱۸مه د طلوع نیوز تلویزیون دریو خبریالانو نیول او د مارچ په ۲۷مه د بي بي سي او اشنا تلویزیونونو پر خپرونو بندیز یادولی شو او له بلې خوا د دې میاشتې په وروستیو کې ځینو دولتي ادارو ته د ږیرې او خولۍ نه لرلو له کبله د کارمندانو نه پرېښودل کېدل هغه قضیه وه چې پراخ غبرګونونه یې وپارول.
د بشري حقونو د وضعیت په تړاو تر ټولو مهمه قضیه بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم د طالبانو د بندیز غځېدا وه، چې په ملي او نړیواله کچه یې پراخ غبرګونونه له ځان سره لرل. د مارچ په ۲۳مه چې په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره برابره وه، د طالبانو د حکومت له تېرو ژمنو سره سره له شپږم ټولګې پورته نجونې ښوونځیو ته پرې نښودل شوې. طالبانو د دغه بندیز غځېدا د مناسب چاپېریال رامنځته کولو لپاره د دوی د طرحې نه بشپړېدا وبلله، خو وروسته بیا تر ډېره روښانه شوه چې د طالب چارواکو ترمنځ له شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم په اړه اختلاف شته دی او د چاپېریال قضیه مطرح نه ده. د بېلابېلو افغان شخصیتونو او ګوندونو په ګډون په ملي کچه او د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو ادارو او هېوادونو پر دې پرېکړه توند غبرګونونه وښودل او دا یې خورا نهیلي کوونکې پرېکړه وبلله. د امریکا او بریتانیا په ګډون ځینو نورو مهمو هېوادونو خبرداری ورکړ چې دا چاره به په کور دننه او بهر د سیاسي ملاتړ او مشروعیت موندلو لپاره د طالبانو پر هڅو حتمي اغېزه ولري. خو دغو غبرګونونو د طالبانو پر پرېکړه کوم اغېز ونه کړ. داسې انګېرنې شته دي، چې که د نجونو پر تعلیم بندیز لا نور غځېږي دا به د طالبانو د حکومت پر مشروعیت او د دوی له حکومت سره د نړیوالو پر تعامل او هم د داخلي نارضایتۍ پر کچه ژورې اغېزې وښندي.
اقتصادي وضعیت
دا چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره پر افغانستان پراخ اقتصادي بندیزونه ولګېدل، په تېرو څو میاشتو کې تر ډېره د هېواد د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه په پرله پسې توګه د افغانانو او نړیوالو د اندېښنو او بحثونو شاهدان وو؛ خو په وړمه میاشت کې د دغو بندیزونو له کمېدو سره اقتصادي وضعیت تر یوه بریده د ښه کېدو په لوري ولاړ، چې جوته بېلګه یې په تېره میاشت کې د ډالر په مقابل کې د افغانۍ د ارزښت ثبات دی. د مارچ میاشتې په اوږدو کې یو ډالر د شاوخوا ۸۸ افغانیو په مقابل کې تبادله کېده. که څه هم شته اقتصادي ستونزو بیا هم د لومړنیو توکو پر لوړ پاتې کېدو خپلې اغېزې ښندلې وې. د لومړنیو توکو په برخه کې بیا د تېلو او ګاز بیې تر یوه بریده د اوکراین د قضیې له کبله په افغانستان کې راښکته شوې.
په دې میاشت کې که څه هم د اقتصادي وضعیت په پرتله سیاسي قضیو د افغانستان اړوند بحثونه ګرم کړي وو، خو په اقتصادي ډګر کې هم ځینې د یادولو وړ پېښې او پرمختګونه ولیدل شول. د مارچ په ۲مه نېټه د نړیوال بانک اجراییوي بورډ له افغانستان سره د مرستې په پار د نژدې یو میلیارد ډالرو مرسته رسماً تصویب کړه؛ خو د دغې میاشتې په ۳۰مه نېټه بیا د نجونو پر ښوونځیو د بندیز غځېدا د دې لامل شوه چې نړیوال بانک په افغانستان کې د ۶۰۰ ملیونه ډالرو په ارزښت خپلې څلور پروژې وځنډوي.
له بلې خوا په دې میاشت کې د طالبانو حکومت د ځینو بنسټیزو اقتصادي پروژو په برخه کې هم ګام اوچت کړ. په دې تړاو د افغانستان په شمال کې د قوش تېپې په نوم ستر کانال د جوړولو چارې پیل شوې. دغه کانال د بلخ له کلدار ولسوالۍ پیلېږي او د جوزجان له لارې د فاریاب اندخوۍ ولسوالۍ ته رسېږي. د دې کانال اوږدوالی ۲۸۵ کیلومتره ښودل شوی او ویل کېږي چې لسګونه زره جریبه ځمکه به خړوبوي. پر دې کانال نژدې ۶۰ میليارد افغانۍ لګښت راځي، چې د چارواکو په وینا له ملي عوایدو څخه به ورکړل شي. همدا راز د کانونو د استخراج په برخه کې هم ځینې ګامونه واخیستل شول. د مارچ په ۳مه د کانونو او پطرولیم وزرات چارواکو وویل، چې چین د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او دا چې د دواړو لوریو غوښتنې یوه بل ته د منلو دي.
له افغانستان سره بشري مرستې هم د تېرو میاشتو په څېر روانې وې او په بېلابېلو ولایتونو کې یې د وېشلو لړۍ دا میاشت هم روانه وه. د مارچ په شلمه نېټه د نړیوالو بشرپالو مرستو نولسمه ۳۲ ملیون ډالري بسته کابل ته راورسېده او د افغانستان بین المللي بانک (AIB) ته تسلیم شوه.
له دې ټولو سره سره، بیا هم د افغانستان د اقتصادي بحران په اړه اندېښنې لا هم موجودې وې. د بېلګې په توګه د مارچ په ۳۱مه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وویل، چې افغانان له لوږې “خپل ماشومان پلوري او ان د خپل بدن غړي خرڅوي.” ښاغلي ګوتېرېش دا څرګندونې د افغانستان لپاره د مرستو ټولولو کنفرانس ته په خبرو کې کولې، چې د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو د راټولولو په موخه په جينېوا کې جوړ شوی و.
امنیتي وضعیت
مارچ میاشت د تېرو میاشتو په پرتله له امنیتي پلوه تر یوه بریده ارامه وه او کومه ستره امنیتي پېښه پکې ونه لیدل شوه. داسې انګېرنې موجودې وې، چې په فبروي میاشت کې د اسلامي امارت له لوري په څو ولایتونو کې د چاڼیزو عملیاتو پیل پر امنیتي وضعیت مثبتې اغېزې ښندلې وې.
په ورته وخت کې بیا داسې راپورونه هم وو، چې د هېواد په ځینو سیمو کې امنیتي پېښې شته دي، خو په پراخه کچه سانسور کېږي او خبرونه یې نه خپرېږي. له دې سره سره، د ځینو امنیتي پېښو خبرونه هم خپاره شول. د بېلګې په توګه د مارچ په ۴مه د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د یوه جومات مخ ته چاودنه وشوه، چې د راپورونو له مخې ۳ تنه پکې ووژل شول او شاوخوا ۲۰ نور پکې ټپیان شول.
د طالبانو له واکمنېدو سره د افغانستان د امنیتي وضعیت په تړاو تر ټولو ستره اندېښنه د داعش ډلې د فعالیت او بریدونو په اړه وه، چې په لومړیو میاشتو کې یې څو خونړي بریدونه هم وکړل او په ځانګړې توګه په ځینو ولایتونو کې د شیعه مذهبو پر جوماتونو خونړیو ډله ییزو بریدونو په ملي او نړیواله کچه توجه جلب کړه او داسې انګېرنې زیاتې شوې، چې طالبان به ونه توانېږي د داعش ډلې د ګوریلایي جګړې مخنیوی وکړي. له کابو اتو میاشتو وروسته اوس بیا داسې ښکاري چې طالبان د داعش ډلې په ځپلو کې بریالي وو. همدا لامل دی چې د مارچ په ۱۰مه د داعش ډلې د خراسان څانګې یوه پخواني مشر عبدالرحیم مسلم دوست، چې تازه له طالبانو سره یوځای شوی، ادعا وکړه چې په افغانستان کې د داعش جنګیالیو شمېر کم او دا ډله کمزورې شوې ده. عملا هم له تېرې نومبر میاشتې راهیسې د داعش ډلې کوم ډله ییز یا خونړی برید نه دی لیدل شوی.
په بل اړخ کې تازه د مارچ په ۳۱مه سیګار په خپل راپور کې ویلي، چې د طالبانو له راتګ سره د زندانونو د دروازو پرانیستل کېدو له کبله سلګونه داعش جنګیالي له زندانونو وتلي او دا ډله یې پیاوړې کړې ده. د مارچ په ۸مه نېټه د ملګرو ملتونو سازمان هم په یوه تازه راپور کې وویل، چې د طالبانو له واکمنېدو راهيسې ۴۰۰ ولسي افغانان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي. د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې ویل شوي، چې د نژدې ۴۰۰ ولسي خلکو د وژنې اتیا سلنه یې د اسلامي دولت یا داعش نومې ډلې له لوري شوې، هغه څه چې د واکمنو طالبانو لپاره یوه لویه ننګونه یادېدلی شي. په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په غونډه کې هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر د داعش ډلې تهدید د اندېښنې وړ وباله او له دې ډلې سره د مبارزې د یوه نوي میکانیزم رامنځته کولو غوښتنه یې وکړه.
د امنیتي وضعیت بل اړخ هغه مرموزې وژنې دي، چې ګومان کېږي د طالبانو له لوري د غچ اخیستونکو بریدونو په توګه ترسره کېږي. د دا ډول وژنو پېښې په تېرو څو میاشتو کې زیاتې ثبت شوې دي، چې عمدتا پکې د پخواني حکومت منسوبین له منځه وړل کېږي، خو د اسلامي امارت چارواکو له یوې خوا غچ اخیستونکي بریدونه تل رد کړي خو له بلې خوا یې خپلو جنګیالیو ته داسې توصیې هم کړې چې له غچ اخیستونکو بریدونو دې لاس واخلي.
په ټوله کې داسې انګېرنې شته دي، چې که طالبان په اوسني ډول د خپل واک چلولو ته دوام ورکړي او د سیاسي مخالفتونو په له منځه وړلو کې بریالي نه شي، ممکن په نژدې راتلونکي کې وسله وال خوځښتونه ورو ورو زیات شي، ځکه اوس هم نژدې هره میاشت یوه نه یوه وسله واله مخالفه جبهه په نمایشي ډول د موجودیت اعلان کوي.
پای