خانه / افغانستان‏ / دکتور عبدالباقي امین، د سولې د هڅو وروستی قرباني

دکتور عبدالباقي امین، د سولې د هڅو وروستی قرباني

د افغانستان د سولې بهیر اوسمهال یوه حساس پړاو ته رسېدلی دی. نه یوازې دا چې کورني لوبغاړي د رضایت اړتیا لري، بلکې لسګونه هېوادونه هم د یوه “له جګړې پرته افغانستان” تصور لري، یا دا چې جګړه به دوام کوي. له بده مرغه تریخ حقیقت دا دی چې افغانان د دغې اوږدې جګړې اصلي قربانیان دي.

په خواشینۍ سره، د سولې د هڅو مشهور فعال او علمي شخصیت دکتور عبدالباقي امین د قطر په دوحه کې بین الافغاني خبرو اترو له پیل څو ورځې وړاندې په کابل کې شهید کړای شو. شهید دکتور امین د قاصد ستراتېژیکو څېړنو مرکز مشر او “د افغانستان لپاره د راتلونکي تفکر خونې” غړی و، چې په دوحه کې د شخړې او بشري څېړنو مرکز (CHS) او یو شمېر افغان شخصیتونو، پوهانو او څېړنیزو مرکزونو په همکارۍ پیل شوی نوښت دی. د دغه فورم موخه د یوه داسې بستر جوړولو ته زمینه برابرول دي، چې په هېواد کې د دوامدارې سولې او د افغانستان د راتلونکي په اړه بې پرې، هر اړخیز او ژور تحلیل وړاندې کړي او غړي یې ټولو سیاسي لورو ته نژدې کسان او د سولې د روانې پروسې او دوامدارې سولې د لارو چارو ملاتړ وکړای شي.

دغه کرغېړن جنایت په پراخه کچه غندنې له ځان سره لرلې؛ خو هېڅ کوم لوري یې مسؤولیت په غاړه وانه خیست. له بده مرغه، د نوموړي ځای به د تل لپاره خالي وي.

په افغانستان کې د سولې هڅې اوږده مخینه لري، چې ان تر څلورو لسیزو پورې رسېږي؛ خو ډېری وختونه د سولې هڅې له نظامي فشارونو او د پوځي ځواک له کارونې سره هم‌مهاله وې. ډېری وختونه د حاکمو لورو د پټو اجنډاوو د بدیلې وسیلې په توګه هم کارول شوې دي. په وروستیو کلونو کې کله چې ولسمشر اشرف غني د ۲۰۱۴ کال له ټاکنو وروسته د دولت له وسله‌والو مخالفینو سره پر سوله ټینګار وکړ، د سولې هڅې تر څه بریده ګړندۍ شوې. د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې هوکړه هم د دغو هڅو یوه لاسته راوړنه وه؛ خو له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو هڅې لا هم پېچلې وې چې بالاخره د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون ته منتج شوې؛ مګر بیا هم د افغانانو ترمنځ جګړې دوام وکړ.

اوسمهال چې مخامخ بین الافغاني خبرې اترې پیلېږي، ټول لوري د یوه دوامدار او ټول‌شموله اوربند غوښتونکي دي. اوس په پراخه کچه دا باور منل شوی، چې روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې او ګټونکی نه لري. له دې کبله په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره د ټول شموله بین الافغاني خبرو اترو د پیل شدیده اړتیا ده. که څه هم د سولې او آرامۍ دښمنان لا هم هڅې کوي، چې روانه پروسه سبوتاژ کړي او د جګړې دوام ته زمینه برابره کړي. موږ پر ټولو لورو غږ کوو، چې د روانې خونړۍ جګړې د درولو لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

په پای کې د شهید دکتور عبدالباقي امین روح ته دعا کوم او د یوه سوکاله او آرام افغانستان په هیله یم.

عبدالباري کبیري

د قاصد ستراتېژیکو څېړنو مرکز سرپرست مشر

همچنین ببینید

معاصر تاریخ ته په پام د افغانستان اوسني وضعیت ته یوه لنډه کتنه

لیکنه: عبدالباري کبیري دا چې افغانستان په تېرو څه د پاسه څلورو لسیزو کې د …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *