خانه / افغانستان‏ / د ملي پخلاینې لپاره د اسلامي امارت کمیسیون؛ خنډونه او فرصتونه

د ملي پخلاینې لپاره د اسلامي امارت کمیسیون؛ خنډونه او فرصتونه

لیکنه: قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز

څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت کابینې په یوه تازه پرېکړه کې له افغان شخصیتونو سره د ارتباط او هېواد ته یې د بېرته راستنولو کمیسیون جوړ کړ. دغه کمیسیون د طالبانو د کانونو او پطرولیم وزارت د سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور تر مشرۍ لاندې جګ‌پوړو طالب چارواکو له غړو څخه تشکیل شوی. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د استخباراتو لوی ریاست سرپرست ملا عبدالحق وثیق، د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي، لوی درستیز قاري فصیح الدین، او د کورنیو چارو وزارت سلاکار انس حقاني نومونه د دغه کمیسیون د غړو په نوملړ کې لیدل کېږي.

دا کمیسیون واک ته د طالبانو له رسېدو کابو اووه میاشتې وروسته جوړېږي. په تېرو څو میاشتو کې په ملي او نړیواله کچه په پرله پسې توګه د ټولشموله حکومت غوښتنې موجودې وې او په ورته وخت کې د هېواد د اوږدمهالي سياسي او امنیتي ثبات لپاره د سیاسي مخالفینو او مرورو افغان شخصیتونو د پخلا کولو غوښتنې هم مطرح دي. له دې کبله دا په ټوله کې یو غوره ګام وګڼل شو او بېلابېلو لورو یې ستاینه وکړه؛ خو د دغه کمیسیون له جوړېدو سره د ملي پخلاینې په اړه د اسلامي امارت د تګلارې په اړه ځینې مهمې پوښتنې او ابهامات هم مطرح دي. دلته د ملي پخلاینې پر اړتیا او استعجالیت، خنډونو او فرصتونو او په دې برخه کې پر اړینو ګامونو بحث کوو.

 

د طالبانو د ملي پخلاینې تګلاره

تېرو کابو اوو میاشتو ثابته کړه، چې د ملي پخلاینې لپاره د طالبانو تګلاره یوازې د عمومي عفوې پر قضیه راڅرخي، چې له یوې خوا یې معنا دا ده چې اسلامي امارت د خپلو مخالفینو لپاره یوازې د ژوند پر حق قایل دی او له بلې خوا هېڅ داسې روښانه تصویر نه دی وړاندې شوی، چې له پخوانیو سیاسي لوبغاړو سره د اسلامي امارت راتلونکی چلند څه دی.

د ملي پخلاینې په اړه د طالبانو ترټولو مهم ګامونه تراوسه دا دي، چې د مقاومت له جبهې سره په ایران کې یوه ناسته شوې، چې هغه مهم د روښانه تګلارې د نشتون له کبله بې پایلې وه او تازه د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم د نوي کال په مناسبت په خپل یوه پیغام کې هم ویلي چې له دوی څخه د طالبانو غوښتنه یوازې تسلیمېدل او له طالبانو سره بیعت کول وو او له همدې کبله یې تراوسه له طالبانو سره مذاکرات ناکام دي. دویم مهم ګام بیا اوس له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته یې د راستنولو د کمیسیون جوړول دي.

د دغه کمیسیون جوړېدل هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم د بندیز د غځولو له کبله په پراخه کچه تر سیوري لاندې راغلل او د نجونو د تعلیم قضیې پراخه نهیلي او نارضایتي رامنځته کړه، چې له کبله یې د اسلامي امارت دغه مثبت ګام ته هومره توجه ونه شوه. سره له دې چې د دغه کمیسیون جوړښت ته په کتلو ټول جګ پوړي طالب چارواکي د کمیسیون غړي دي، کوم څه چې دغې چارې ته د طالبانو د اهمیت ورکولو ښکارندويي کوي؛ خو حقیقت دا دی بهتره به وه ځینې نور مخلص افغانان هم د کمیسیون په غړو کې شامل شوي وای. په ځانګړې توګه داسې شخصیتونه چې له مخالفینو سره د اړیکو او د هغوی د اقناع توانایي لري. په مطلق ډول دوه متخاصم جهتونه پایلې ته رسېدل خورا ستونزمن دي. یا هم دا چې د دغه کمیسیون ترڅنګ د افغان شخصیتونو یوه داسې شورا هم باید رامنځته شي چې وکړای شي له مقابل لوري سره اړیکې ټینګې کړي او له هغوی سره مذاکراتو او باور جوړونې ته لاره هواره کړي. دویم دا چې د دغه کمیسیون د اهدافو او مسؤولیتونو په اړه هېڅ ډول وضاحت نه دی ورکړل شوی. اړتیا دا وه چې دا کمیسیون د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د یوه فرمان له لارې رامنځته شوی وای او د دې موضوع اهمیت او استعجالیت په پام کې نیول شوی وای. همدا راز په ټوله کې اړتیا وه چې د همداسې یوه فرمان له لارې د ملي پخلاینې په اړه د اسلامي امارت تګلاره روښانه شوې وای او د دې تګلارې پر منځ مهال او اوږده مهال رڼا اچول شوې وای.

که د ملي پخلاینې د هڅو هدف یوازې دا وي چې مخالفین باید له هر ډول چون او چرا پرته له نظام سره یو ځای شي، دا هڅه به اساسا ناکامه وي او دا به هم د حامد کرزي په دوره کې د سولې لپاره رامنځته شوو شوراګانو سره ورته یوه هڅه وي چې هېڅکله یې سوله رامنځته نه کړای شوه، ځکه په هغو هڅو کې هم پر اساسي موضوعاتو هېڅ ډول تمرکز نه و، بلکې یوازې له نظام سره د مخالفینو د یوځای کولو ناکامې هڅې وې.

 

د ملي پخلاینې اړتیا او شته فرصتونه

د طالبانو له لوري د دغه کمیسیون اعلانول له شک پرته د هېواد د راتلونکي امنیتي او سیاسي ثبات لپاره یو مثبت ګام دی، ځکه اوسني وضعیت ته په کتلو د ملي پخلاینې د هڅو شدیده اړتیا ده او د ملي پخلاینې د هڅو له کامیابۍ پرته به نسبي سیاسي او امنیتي ثبات ته رسېدل خورا ستونزمن وي. یو شمېر هغه فرصتونه او عوامل چې له کبله یې د ملي پخلاینې هڅې په اوسني وخت کې یو مهم لومړیتوب بلل کېږی، په لاندې ډول دي:

لومړی: د پخواني رژیم له ړنګېدو سره په هېواد کې د جګړې درېدل تر ټولو لومړی او مهم فرصت دی. د کابو څلور لسیزې خونړۍ جګړې له درېدو او پر ټول افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره اوس دا فرصت رامنځته شوی چې په راتلونکي کې د جګړې ټول ممکنه عوامل هم له منځه یوړل شي او په ورته وخت کې ډېری سیاسي مخالفین په اسانه توګه له مخالفت څخه راوګرځول شي.

دویم: د اسلامي امارت له لوري له واک ته رسېدو سره سم د عمومي عفوې اعلان یو غوره پیل و او په پراخه کچه یې د ټول شموله پخلاینې هڅو ته لاره برابره کړې؛ خو دا پیل په بریالۍ توګه پای ته رسول هم غواړي او یوازې پر دې اکتفا به اوږدمهالی ثبات تضمین نه شي کړای چې سیاسي مخالفینو ته یوازې په هېواد کې د ژوند کولو حق ورکړل شي.

دریم: د پخواني رژیم له ړنګېدو وروسته یو شمېر جګ پوړي سیاسیون په افغانستان کې پاتې شول او هغوی په خپل وار سره په ملي او نړیواله کچه خپل وزن او ځای لري. د هغوی شتون یو فرصت دی او باید له پامه ونه غورځول شي.

څلورم: اوسمهال د سیمې او نړۍ په کچه د ډېری هېوادونو پالیسي دا ده، چې د اسلامي امارت پر وړاندې د وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوي او دا په اوسني وخت کې د اوږدمهالي ثبات د تضمین لپاره تر ټولو ستر فرصت دی، ځکه افغانستان تل د سیمې او نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د لاسوهنو له کبله له اوږدو بې ثباتیو سره مخ و.

پنځم: د اسلامي امارت سیاسي مخالفین لا هم پر یوه واحده جبهه کې راټول شوي نه دي، خو په شدت سره هڅې کوي چې یوه واحده جبهه تشکیل کړي. مخکې له دې چې د اسلامي امارت پر وړاندې مخالفت منظم او تقویه شي، باید جدي هڅې وشي چې له ډېری هغو سیاسیونو سره چې د پخلا کېدو شونتیا یې شته ده، مذاکرات وشي ترڅو هغوی له مخالفت څخه لاس واخلي او افغانستان ته په راګرځېدو سره دلته خپل عزت او راتلونکی خوندي وګوري.

 

شته خنډونه او ابهامات

تراوسه د ملي پخلاینې او پر یوه ټغر د ټولو افغانانو د راټولېدو پر وړاندې تر ټولو مهم خنډ دا دی، چې د اسلامي امارت له کابو ټولو چارواکو سره داسې تفکر شته دی، چې دوی امریکا او ناټو ته ماتې ورکړې او په راتلونکې کې به هم بل هېڅ داسې ځواک پیدا نه شي چې د دوی پر وړاندې ودرېږي. حال دا چې دا تفکر اساسا ناسم دی او د اسلامي امارت مخالفین که رژیم هم نسکور نه شي کړای، خو لږ تر لږه اوږدمهالې ناامني رامنځته کولی شي. د ټولشمولیت قضیه هم په اوسني وخت کې د ملي پخلاینې په برخه کې یو مهم خنډ بلل کېږي. د اسلامي امارت له واکمنېدو وړاندې طالبانو په تکراري توګه ویل چې دوی به ټولشموله نظام حاکم کړي، خو اوسمهال یې د ریاست او مدیریت تر کچې ټولې دولتي څوکۍ پر خپلو افرادو وېشلې دي او استدلال یې هم د ټولشموله نظام د تعریف په اړه اختلاف دی. دوی استدلال کوي چې په نظام کې د ټولو قومونو او سیمو خلک شته دي؛ خو اساسا اوسمهال په ټول نظام کې د طالبانو له غړو پرته نور وګړي په نشت حساب دي او په دې ډول دا یو تک حزبي نظام بلل کېږي.

د دغو خنډونو ترڅنګ یو شمېر ابهامات هم شته دي، چې تر ډېره د سیاسي ثبات او په ځانګړې توګه ملي پخلاینې پر وړاندې خنډونه بلل کېدای شي. تر ټولو وړاندې د نظام د راتلونکي په اړه شته ابهام د دې لامل شوی، چې نور اړخونه د طالبانو د ملي پخلاینې پر هڅو شکمن شي، ځکه د اوو میاشتو له تېرېدو سره لا هم د اساسي قانون، د راتلونکي نظام د ډول او نورو اساسي قضایاوو په اړه هېڅ ډول وضاحت نه دی ورکړل شوی. عمومي تصور دا دی، چې یا به ټول وګړي په نظام کې خپل ځان ګوري او یا به تک حزبي نظام حاکم وي. تجربو ثابته کړې چې تک حزبي نظام دوام نه شي کولی او نور سیاسي اړخونه هم باید په نظام کې خپل راتلونکی وګوري، حال دا چې اوسمهال د طالبانو خواخوږي هم لا د مشورې په کچه کې په نظام کې رول نه لري.

 

څه باید وشي؟

له شک پرته چې یو شمېر افغان سیاسیون له یوې خوا په تېرو شلو کلونو کې خورا فاسد ثابت شوي، چې افغان ملت هم نه غواړي هغوی یو ځل بیا د افغانستان سیاست ته داخل شي او له بلې خوا داسې ښکاري چې یو شمېر دغه سیاسیون د اوسني نظام له ړنګېدو پرته پر بل څه راضي کېږي نه، خو ترڅنګ یې یو زیات شمېر داسې سیاسیون هم شته چې د اوسنیو ناخوالو له کبله له هېواده وتلي دي، د هغوی د پخلاینې لپاره باید واقعبینانه تګلاره غوره شي ترڅو د مخالفینو صف د تقویه کېدو پر ځای کمزوری کړای شي او راتلونکی امنیتي او سیاسي ثبات تضمین شي.

له یوې مخې د تېرو څو لسیزو د ټولو سیاسي لوبغاړو له صحنې ایستل نه ممکن دي او نه هم د هېواد د راتلونکي ثبات په ګټه دي. طالبان اوسمهال یو ګوند یا یوه ډله نه، بلکې د یوه مسؤول حکومت په توګه پر افغانستان واکمن دي او باید د راتلونکي سیاسي او امنیتي ثبات لپاره واقعبینانه تګلاره غوره کړي. تېرو لسیزو ثابته کړې چې هر کله حکومتونو له خپلو مخالفینو سره له واقعبینانه سولې او روغې جوړې استغنا کړې، بالاخره له پرځېدو سره مخ شوي دي. د تېرو لسیزو سیاسي لوبغاړو ته یوازې په هېواد کې د ژوند حق ورکول او د دغې تګلارې د جزئیاتو په اړه د هر ډول وضاحت نشتون واقعبینانه تګلاره نه ده او نه هم بریا ته رسېدای شي.

که اسلامي امارت ملي پخلاینې ته واقعا لومړیتوب او اهمیت ورکړي، نو دا هڅې او د مرورو او مخالفو افغانانو پخلاینه به له شک پرته له یوې خوا د بهرنیو لاسوهنو مخنیوی وکړي، کوم چې اوسمهال د استخباراتي کړیو یوازېنۍ وسیله ده؛ او له بلې خوا به د اوسني نظام ټولشمولیت او په ځانګړې توګه ملي او نړیوال مشروعیت تضمین کړي. خو که طالبان واقعبینانه تګلاره غوره نه کړي او په یو ډول د ځانغوښتنې چلند غوره کړي، شک نشته چې اوسنی نسبي امن به هم له ننګونو سره مخ شي او د هېواد په داخل او خارج کې به ورځ تر بلې نارضایتي هم زیاته شي، کوم څه چې د اسلامي امارت او په ټوله کې د هېواد برخلیک یو ځل بیا له ناخوالو او کړاوونو سره مخ کولی شي. له دې کبله جدي اړتیا ده چې اسلامي امارت تر هر څه وړاندې ملي پخلاینې ته پوره لومړیتوب ورکړي او د یوې روښانه او واقعبینانه تګلارې له مخې له خپلو مخالفینو سره د ملي پخلاینې لپاره اقدام وکړي، نه دا چې یوازې اذهان مصروف کړای شي او د نورو جهتونو له لوري د دا ډول هڅو د مخنیوي یوه وسیله ترې جوړه شي.

پای

همچنین ببینید

عوامل تهدید روز افزون برای افغانستان: انحصار قدرت، فرار مغزها و تحریم های جامعه بین المللی

نویسنده: عبدالباری کبیری چندی قبل امیدواری های مردم افغانستان برای یک آینده روشن بیشتر شد. …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *