خانه / افغانستان‏ / معاصر تاریخ ته په پام د افغانستان اوسني وضعیت ته یوه لنډه کتنه

معاصر تاریخ ته په پام د افغانستان اوسني وضعیت ته یوه لنډه کتنه

لیکنه: عبدالباري کبیري

دا چې افغانستان په تېرو څه د پاسه څلورو لسیزو کې د جګړو او جنایتونو ډګر پاتې شوی، په هېواد کې د هرې مرحلې سیاسي واکمنانو او د وخت نظامي او سیاسي مخالفینو نه بښل کېدونکې تېروتنې کړې دي. دواړو خواوو تل د خپلو وینو پر قیمت له پردۍ وسلې او حتی پردي پلان سره جګړه پر مخ بېولې ده. په تېرو څو لسیزو کې که څه هم دوه ځلې بهرنيو قوتونو پر افغانستان حمله کړې، خو د جګړې اصلي ټوپکیان او د بهرنیانو ملګري پکې افغان ګوندونه وو. د یادونې په توګه، د ۱۹۷۸ کال د خلق او پرچم د پلویانو له کودتا څخه وروسته د دغه ګوندونو مشرانو د افغانستان په استازیتوب له مسکو څخه د وسلو او ځواکونو غوښتنه وکړه او د هماغې غوښتنې په پلمه د وارسا تړون پوځونه افغانستان ته ننوتل، د وخت حکومتي چارواکي یې له منځه یووړل او د افغانانو یوه بله ډله یې په حکومت وګومارله، کوم چې له هغوی سره یو ځای له روسي قواوو سره افغانستان ته راغلل. همدا شان په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ د ناټو د برید پر وخت هم د وخت جلا وطنه حکومت او د شمالي ټلوالې مشرانو له دغه برید څخه هرکلی وکړ او د بهرنیانو په مرسته یې د طالبانو د رژیم پر ضد جګړه پر مخ بوتله. په دې لوبه کې د افغانستان ټول ګوندونه او نظریاتي جریانونه تر خپلې وسې پړه دي او د افغانستان خلک یې له کړاو او بدبختۍ څخه نه دي ژغورلي[1]. وروستیو تحولاتو ته دغه لاندې کتنه هم له تاریخې پېښو څخه د زده کړې او خواخوږۍ پر بنسټ شوې ده او زموږ په اند د هېواد سیاسي لوبغاړي باید دغو ټکو ته پاملرنه وکړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه نېټه د ارګ ماڼۍ د طالبانو د اسلامي تحریک لاسته ولوېده او له څو ورځو وروسته یې د دوهم ځل لپاره د اسلامي امارت سرپرست حکومت اعلان کړ او افغانستان په بشپړه توګه د نوي نظام تر واک لاندې شو. که څه هم د طالبانو د اسلامي تحریک او پخواني اسلامي جمهوریت د مشرتابه تر منځ د سولې خبرې بریا ته ونه رسېدې، خو طالبانو لا تر مخه د اعلان شوې عمومي عفوې درناوی وکړاو له خپلو مخالفینو څخه یې له انتقام اخیستنې ډډه وکړه او په دې سره د افغانستان څه د پاسه څلویښت کلنه جګړه د اوس لپاره پای ته ورسېده.

اوسمهال چې د اسلامي امارت د بیا اقتدار تقریباً ۹ میاشتې تېرېږي، په دې لیکنه کې د دغې مودې ځینو مثبتو او منفي بدلونونو ته له لنډې کتنې سره هغه ګواښونه څېړل شوي چې هېواد اوس ورسره مخ دی. د بحث په پای کې د داسې فرصتونو یادونه شوې چې د افغانستان خلک او په خاص ډول د اسلامي امارت مسئولین له هغو څخه په استفادې سره د تلپاتې سولې، پرمختګ او سوکالۍ لپاره ګامونه اخیستلی شي. ارزونې ښیې چې تاریخې پېښې یوځل بیا په ورته شکل تکرارېږي او که د افغانستان مشرتابه له شته فرصتونو څخه سمه ګټه پورته نه کړي، خورا ډېر احتمال موجود دی چې افغانستان به یو ځل بیا له بې ساري جدي ګواښونو سره مخ شي.

لومړی: مثبت بدلونونه چې لاندې یې مهم ټکي دي:

د طالبانو بریا د هغې جګړې پای شو کومه چې بهرنیو ځواکونو، پخواني حکومت، طالبانو او یو شمېر کړیو پر مخ بېوله او له دې سره هغه د لوړې کچې مرګ ژوبله هم پای ته ورسېده چې د افغانستان ولس ورسره لاس او ګرېوان و.

له څه د پاسه څلویښت کلونو وروسته یو ځل بیا د افغانستان ټوله خاوره د مرکزي حکومت تر پوره واک لاندې شوه. د قدرت جلا جزیرې پای ته ورسېدې او په ډېرو سرحدي ولایتونو کې د ګاونډیو هېوادونو اغېز هم مخ په کمېدو شو. د بېلګې په توګه، په نږدې وخت کې اسلامي امارت په نیمروز ولایت کې د تجارتي راکړې ورکړې لپاره پر ایراني تومان بندیز اعلان کړی دی او دا هغه څه وو چې په تېره لسیزه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت هم دغه غوښتنه لرله، خو له بده مرغه عملي نه شوه. ورته اقدامات د ننګرهار او کونړ په سرحدي ولایتون کې هم تر سره شوي دي تر څو په تجارتي مبادلاتو کې د پاکستاني روپۍ د کارولو مخنیوی وشي.

اسلامي امارت د جرمونو په کمښت کې بریالي ګامونه واخیستل چې کلي او ښارونه پکې تر ډېره بریده خوندي شول. حکومت ډېرې هغه وسلې هم بېرته راټولې او تر حکومتي واک لاندې راوستې، چې د سیاسي ګوندونو او مافیایي کړیو په ولکه کې وې او مرکزي حکومت ته یې ګواښ جوړاوه. د نشه‌یي توکو پر استعمال، کرهڼه او تجارت بندیز او داسې نور د اوسني منځمهاله حکومت مهم ګامونه دي. اسلامي امارت زیار وایست چې له امنیتي اړخه نړۍ ته ډاډ ورکړي چې له افغانستان څخه د ګواښ لاملونه له منځه وړي. دوی له نړیوالو سره د سولي او آرامۍ پر ژوند ټینګار کوي او د نورو هېوادونو له اتباعو سره د هغوی په وسله‌والو جګړو کې له ملاتړ څخه ډډه کوي. له دې سره ورته ځینې نور مثبت تغیرات هم را منځته شوي چې په دې لیکنه کې یې یادول ګران دي.

دوهم: منفي بدلونونه چې لاندې یې مهم ټکي دي:

د طالبانو او پخواني حکومت تر منځ د سولې خبرې اترې ناکامې شوې. د طالبانو حکومت د زور له لارې واک ته ورسېد، چې د یوه ګوند له غړو څخه تشکیل شوی او د یوې نظریاتي ډلې تمثیل کوي. په دغه ګوند کې د ښځو، مذهبي اقلیتونو او د ټولنې د مختلفو طبقاتو استازیتوب نه محسوسیږې. دولتي لوړ پوړې دندې د ګوند د سوابقو او د طالبانو په ملګرتیا په تېره جګړه کې د ګډون پر اساس وېشل شوې او وظیفوي کفایت په پام کې نه نیول کیږي[2]. د طالبانو په استازولۍ داسې خبرې کیږي چې ګواکې افغانستان یې له بهرنیو قوتونو څخه بېرته ترلاسه کړی او له دوی پرته نور څوک باید د حکومت په تشکیل او سیاسي لوبه کې ښکېل نه وي.[3]

د طالبانو اړیکې له نورو هېوادونو او نړیوالو مؤسساتو سره ترینګلې او په پوره بې باورۍ ولاړې دي. نړیوال طالبانو ته د یوې افراطي ډلې په سترګه ګوري ان تر دې دې چې ځینې مشران یې په نړیوال تور لیست کې شامل دي، او له همدې کبله د افغانستان د قانوني استازو په توګه په رسمیت نه دي پیژندل شوي. پر هېواد اقتصادي بندیزونه لګېدلي دي، د مرکزي بانک دارایۍ کنګل شوې دي، بانکي سیستم نیمه فلج دی او بهرني تجارت ته ډېر زیان رسېدلی دی.

له افغانستان څخه د مهاجرت لړۍ يو ځل بیا پیاوړې شوه. د پخواني نظام ډېری چارواکي، د بهرنیو ځواکونو همکاران، د خارجې مؤسساتو کار کوونکي او ځینې نور افغانان له هېواد څخه کډه شول. که څه هم سرپرست حکومت د عمومي عفوې درناوی کوي خو پر دولتي اداره د خلکو بي باوري خورا زیاته ده او ان تر دې چې  داسې شواهد رابرسیره شوي چې ځینې وګړي د هغه وسله‌والو لخوا چې په طالبانو پورې اړه لري، په نښه کېږي او له ربړوولو وروسته وژل کېږي.

د طالبانو د غړو او منسوبینو پوهاوی له اسلامي اساساتو څخه یو ځانګړی او په ځینو مواردو کي ناسم تصور دی چې د اسلامي نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله له منل شوي اسلامي پوهاوي سره مغایرت لري. د اسلامي امارت مشرتابه یو لړ داسې فرمانونه او توصیې صادرې کړې چې  په فردي حریم کې د حکومت مداخله ګڼل کیږي. همدا شان له ښځو سره توپیري چلند[4] چې د هغوی پر تعلیم او کار بې ساري محدودیتونه یې یوه بېلګه ده، او په نږدې وخت کې د اجباري مخ پټولو اوامر په دغو محدودیتونو کې بې سارې افراط بلل کېږي، او د ډېری پوهانو په نظر د اسلامي مدنیت او افغاني کلتور په نوم دا ډول عملونه د اسلام د مقدس دین او افغاني کلتور سپکاوی بلل کېږي؛ او هغه څه دي چې اکثریت افغانان او نړیوال یې مخالفت کوي ځکه دا ډول کړنې د ټولنې د وروسته پاته کېدو لاملونه برابروي او په ټولنه کې د نقرت او کرکې لامل ګرځي. له دې سره ورته نور منفي تغیرات هم را منځته شوي چې په دغه لیکنه کې یې یادول ګران دي.

دریم: د افغانستان لپاره ځینې مهم ګواښونه:

د هېواد لپاره تر ټولو لوی ګواښونه داخلي ژور اختلافات او د نورو هېوادونو هغه بې باوري ده چې دمګړۍ هېواد ورسره مخ دی. دغه دواړه عوامل د افغانستان په راتلونکې کې د هر ناورین زیږنده کیدای شي، ځکه دغه دواړه لاملونه یو له بل سره یو ځای د بلې جګړې د پیل او دوام بستر جوړوي. د اختلافاتو جرړه د یوه ګوند او یوه نظریاتي ځواک حکومت دی چې هېواد یې د وسلې په زور قبضه کړی دی. د کابو ۹ میاشتو واک پر وخت مؤقت حکومت د هېواد د راتلونکې سیاسي جوړښت لپاره کوم خاص تصور نه دی وړاندې کړی او د خلکو د مشارکت کوم میکانیزم یې هم نه دی وړاندې کړی. د افغانستان ډېری کارپوهان په دې باور دي چې د طالبانو اسلامي تحریک هغه ډول اسلامي امارت غواړي چې په ۱۹۹۶ کال کې تشکیل شو. هلته چې د خلکو سیاسي مشارکت ته لاره نه وه هواره شوې، د ښځو پر ژوندانه محدودیتونه وو او افغانستان په نړیوال ډګر کې منزوي و؛ تر هغه چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف د حملې په نتیجه کې افغانانو ته جدي مالي او ځاني تلفات واوښتل او د وخت اسلامي امارت له منځه ولاړ.

پر دې سربیره، د مدرنې ملي اردو په نه شتون کې د هېواد ځمکنی او فضایي حریم خوندي نه دی. د ۲۰۲۲ کال د اپریل پر ۱۶مه د پاکستان د حکومت له لوري په خوست او کنړ ولایتونو کې هوایي بریدونه وشول چې خورا درنه ملکي مرګ‌ژوبله یې لرله[5]. له دې پیښې وړاندې د سیمې خلکو د ډرون الوتکو د ګرځیدو خبر ورکړی و، خو له بده مرغه د افغانستان مؤقت حکومت نه یوازې د دغو پیښو مخنیوی ونه کړای شو، بلکې د دغو هوایې فعالیتونو په هکله د کره معلوماتو په ترلاسه کولو کې هم عاجز دي. دغه پېښې دا په ګوته کوي چې د افغانستان حریم د مدرنو وسلو د کارولو لپاره هیڅ دفاعي میکانیزم نه لري او په راتلونکي کې هم د دا ډول حملاتو وېره شته ده. همدا شان د تېرې میاشتې بمي چاودنو چې خورا زیاته مرګ ژوبله یې لرله داسې اندېښنې پیدا کړې چې په افغانستان کې جګړه پای ته نه ده رسېدلې. زموږ په اند، تر هغه چې د هېواد داخلي اختلافات او خارجي بې باوري له منځه ولاړه نه شي، پر افغانستان د هر ډول داخلي او بهرنۍ حملې احتمالات خورا زیات لیدل کېږي.

لوږه او بېکاري[6] هم د افغانستان ولس ګواښي. دولتي سکتور چې خورا پړسېدلی او اقتصادي مؤثریت یې لږ دی، نه شي کولی هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي. همدا شان د هېواد د بې ثباته وضعیت او سیاسي مخاطرې د لوړوالي له کبله خصوصي سکتور خورا کمزوری دی او خلک له بېکارۍ سره لاس او ګرېوان دي. که دغو ستونزو ته ژر تر ژره د حل لاره ونه موندل شي، د افغانستان د راتلونکې لپاره لوی ګواښ تشکیلوي.

څلورم: شته مهم فرصتونه چې باید د هېواد خلک ګټه ترې واخلي

په هېواد کې جګړه پای ته رسیدلې ده او هېواد ټول د مرکزي حکومت تر ولکې لاندې دی، کوم څه چې د پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره بستر جوړوي. که څه هم د هېواد په دننه کې اختلافات شته دي، خو دا اوسمهال د اسلامي امارت پر ضد ښکاره وسله‌واله جګړه نشته ده او په داسې وخت کې د نظام له مخالفینو سره د روغې جوړې امکانات هم خورا زیات دي او له دې لارې د واکمنۍ پر یوه منل شوي میکانیزم موافقه آسانه ترلاسه کیدلی شي. د افغانستان د اکثریت خلکو غوښتنه داده چې د افغانستان د راتلونکې لپاره باید په یوه منصفانه دولتي میکانیزم توافق وشي تر څو په هېواد کې د زور له لارې د قدرت اخیستلو او قدرت ساتلو لپاره د پای ټکی کیښودل شي – د بېلګې په توګه انتخابات یو منل شوی اصل دی او اسلامي مخینه هم لري چې کېدای شي د راتلونکو حکومتونو د ټاکلو او له حکومت څخه د نظارت او د خلکو د استازیتوب لپاره وکارول شي.

لا تراوسه چې د دوحې تړون پر خپل ځای پاته دی او نړیوالو له افغانستان سره خپلې بشري مرستې تر ډېره حده جاري ساتلې دي دا څرګندوي چې نړیوال د اسلامي امارت چلند ته منتظر دي. اوس مناسب او ښه وخت دی چې له دغه فرصت څخه په ګټې اخیستنې په افغانستان کې داسې بدلون راشي چې سیاسي فضا هم له افغانانو او هم له نړیوالو سره له نفرت او دښمنۍ څخه راووځي او له هیوادوالو، ګاونډیو هیوادونو او نورې نړۍ سره د دوستۍ په فضا بدله شي، د طالبانو د اسلامي تحریک څخه بهر نور افغانان هم په ملي چارو کې شریک شي او له دې لارې د یوه سوکاله او پرمخ تللي هېواد اساسات پیاوړي شي.

پایله او سپارښتنې:

۱- لازمه ده چې اوسني واکمنان حکومت ته رسېدل د هدف په توګه نه، بلکې د افغانستان د ښېرازۍ لپاره د وسیلې په توګه وکاروي. همدا شان د افغانستان سیاسي- نظامي ګوندونه، مدني ټولنه او نور فعالان باید په هېواد کې د بلې جګړې د پیلېدو پر ځای بین الافغاني ډیالوګ ته مخه کړي ترڅو د افغانستان ناورین د تل لپاره پای ته ورسېږي. د افغانستان معاصر تاریخ را په ګوته کوي چې په تیرو پنځو لسیزو کې د شخړې په هره مرحله کې سیاسي چارواکو په قدرت کې په یوازې پاته کېدو ټینګار کړی او له سیاسي مشارکت څخه یې ډډه کړې چې هر ځل یې په هېواد کې د ننه او بهر وسلوال مقاومت ته لاره پرانیستې ده. اسلامي امارت باید له دې ټکي څخه درس واخلي.

۲- دولت باید ټول‌ګډونه شي، په دې معنا چې د دولتي ادارو په پرېکړو کې د ښځو په شمول د مختلفو توکمونو، مذاهبو، ټولنیزو مؤسساتو او علمي بهیر ګدون موجود وي او د پایلو پر بنسټ د منابعو منصفانه وېش او د ټولو وګړو ونډه منصفانه تضمین شي. د حکومتي ادارې ځرنګوالي، د انتخاب بڼه او کاري مودې تعین او په خاصه توګه خلکو ته په سیاسي بهیر کې د ګډون حق او انتخاب هغه مهم محورونه دي چې د افغانستان راتلونکی ټاکي او د جګړې مبارزه پر سیاسي مبارزه بدلوي او د ثبات او ښېرازۍ لامل ګرځي. له بده مرغه د افغانستان په معاصر تاریخ کې ګوند محوره حکومتونه د افغانستان د شخړې لامل شوي، ځکه سیاسي واک د شخصي او ګوندي ګټو او بېلابېلو امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کارېدلی دی. ځکه خو سیاسي واک او قدرت ته د رسېدو او په قدرت کې د پاته کېدو لپاره اشخاص او ګوندونه په هر قیمت مبارزه کوي[7].

۳ـ دولتي اداره باید جمعي ګټې تنظیم کړي، د عامو وګړو اراده تمثیل کړي او شخصي حریم ته درناوی وکړي. دولتي اداره باید له عصري اداري او حکومتي اصولو سره سم چلند وکړي او د هیوادوالو د امن، هوساینې، اقتصادي ودې او پر عامه ګټو تمرکز وکړي. دولتي چارواکې باید تر قانوني او تعریف شوي چوکاټ لاندې عمل وکړي او د دین تر نامه لاندې اختلافي نظریات د خپل ذوق او غوښتنې پر اساس پر نورو تحمیل نه کړي[8]. خلک د لباس او شخصي مظهر د انتخاب حق لري. وګړي باید د انفرادي مذهبي مراسمو په ترسره کولو یا نه ترسره کولو مجبور نه کړل شي، ځکه افغانستان د ټولو افغانانو او د هر هغه چا کور دی چې هلته قانوني ژوند کوي او باید له وېرې او نفرت پرته هوسا استوګنه وکړای شي[9]. د خلکو شخصي دیني مسائل یوازې د هغوی په نیت او په دیني عقیده پورې اړه لري او ځکه هم دغه کارونه هر څوک له خپلې عقیدې او باور سره د اجر او ثواب لپاره ترسره کوي.

لیدل کیږي چې د افغانستان د معاصر تاریخ ډېری ګوندونو سپیڅلي، ارزښتناک او ملي اهداف لرل، خو د واک پر وخت یې د قدرت انحصار رامنځته کړی، دندې یې بې تجربه کسانو ته سپارلې او له سیاسي او نظامي مخالفت سره یې د جورجاړي او ګډون پر ځای له زور څخه کار اخیستی چې په پایله کې هېواد بېرته په نوي بحران کې ښکېل شوی دی. له بده مرغه دا هغه څه دي چې د افغانستان په روان بهیر کې په صراحت سره کتل کېدای شي.

پای

[1] – که څه هم دا ادعا نشته چې ګوندونو او نظریاتي جریانونو د افغانستان لپاره تخریبي اهداف لرل خو په واقعیت کې هغه څه چې ترسره شوي، پایلې یې د افغانستان د خلکو لپاره مضرې او هیواد یې ویجار کړی دی. د ډلو او نظامی ګوندونو جنګیالیو په ډیرو برخو کې جنګي جنایتونه کړي او د افغانستان د ولس د کړاو لامل شوي دي. له بده مرغه تر اوسه هیڅ بې پرې محکمې دغه جنایتونه نه دي څیړلي.

[2] – د ډیرو کارپوهانو په اند، په افغانستان او د دریمې نړۍ په زیاتره هېوادونو کې جګړه د ځینو نور عواملو تر څنګ د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه شمیرل کیږي. دا ځکه چې دولتي چارواکي په نسبي توګه رفاهي ژوند لري او افغانستان چې د دریمې نړۍ د نورو هیوادونو غوندې خورا بې وزله هیواد دی، د وګړو لپاره د رفاهي ژوند برابرول خورا ستونزمن کار دی؛ خو د سیاسي مبارزې له لارې مرفه ژوند په آسانه تضمینېدای شي. پر دې سربیره، په دولتي سکتور باندې واکمنتیا د ګوندونو او په ګوندونو کې د مسئولو چارواکو لپاره له قدرت څخه د ناوړه استفادې لپاره زمینه برابروي. د دریمې نړۍ د اکثریت هیوادونو په شان د افغانستان حاکمه طبقه هم تل د خورا مرفه ژوند په لرلو سره له استثنائي امتیازاتو څخه برخمنه وه او آن تر دې چې له واک څخه تر ګوښه کیدو وروسته هم دوی د خورا زیات ملکیت او دارایۍ لرونکي دي.

[3] – له طالب چارواکو او ګڼ شمیر ویناوالو څخه اوریدل کیږي چې په افغانستان کې اسلامي امارت د قانوني جګړې په پایله کې واک ترلاسه کړی او کولی شي د یوه سیاسي ګوند په توګه  حکومت پر مخ  بوځي. که څه هم په مدرنه حکومتولۍ کې کېدای شي د یوه ګوند اصل تر یوې کچې عملي وي، خو د افغانستان په قضیه کې له دغه موضوع څخه یو ناسم پوهاوی موجود دی او هغه دا چې په مدرنه نړۍ کې د یوه ګوند اقتدار هیڅکله هم د قدرت د انحصار په معنی نه دی، حتا دا چې کمونستي ګوندونه که څه هم ګوندي انحصار لري خو خپلمنځی انتخاباتي میکانیزم یې بنسټ جوړوي. په مختصره توګه داچې د مدرنې حکومتولی پر اساس، لومړی: حکومت د یوه منل شوی میکانیزم پر اساس منځته ته راځي چې ټول هیوادوال او سیاستوال پرې سلا وي او چیرې چې د حکومت صلاحیتونه، موده او کاري دایره څرګنده وي؛ دوهم: د یوه ګوند د اقتدار ته له رسیدو څخه وروسته د حکومت له محدودو چارواکو پرته نور ټول کارکونکي او پالیسي جوړونکي پر خپل ځای پاته وي او بدلون نه مومي؛ دریم: په هیواد کې د سیاسي ګوند غړو ته هیڅ ځانګړي امتیازات نه شته او د عامو وګړو په څیر د دولتي امتیازاتو څخه برخمن کیږي. حال دا چې دا اوس مهال  په افغانستان کې حکومت او ټولې ادارې د طالبانو د غړو تر کاملې ولکې لاندې دي او دولتي وظایف، مسئولیتونه او د عامه شتمنۍ کاریدل د امتیازاتو په توګه د همدوی غړو ته ورکول کیږي. دا هغه ستونزه ده چې په افغانستان کې نورو کیڼ اړخو ګوندونو، اسلامی او جهادی احزابو او د تیر ځل اسلامي امارت چارواکو تجربه کړې ده او یوه ناکامه تجربه ده چې پایلې یې د بلې مبارزي تقویت او یوه بله نا معلومه جګړه ده.

[4] – داسې شواهد شته چې د طالبانو ډیر مشران د نارینه وو او ښځو په کامل جلا والي ټینګار کوي او دا یوه دیني وجیبه ګڼي. په واقعیت کې دغه تصور د اسلامي نظریاتو استازیتوب نه کوي، بلکې له دیني اساساتو او نړیوالو قوانینو سره تضاد لري. دا ډول تصور په ټولنه کې د ښځو پر حضور منفي اغیزه کوي او په ملي کچه د هغوی د کار او فعالیت مخه نیسي. اسلامي هدایاتو ته په کتلو سره باید د حج د فریضې بېلګه په نظر کې ونیول شي، چیرې چې د نارینه وو او ښځو یو ځای ګډون، د مراسمو  یو ځای اداکول، د ښځو ښکاره مخونه او د نارینه وو لوڅ سرونه، نه داچې یوازې جواز لري بلکې همدغه ډول واجب دي. د حجاب په اړه د طالبانو د مشرتابه وروستی فرمان د ډیرو اسلامي علماوو په نظر د اسلام له بنسټیزو آزادیو څخه سرغړونه ده او د سرغړونکو مېرمنو محارمو ته د مجازات اصل خو د اسلام له حقوقي بنسټ څخه ښکاره سرغړاوی دی.

[5] – الجزیره وبپانه «www.Aljazeera.com/news»

[6] – که څه هم د نړیوالو مرستې د لوږې په کمښت کې جاري دي، خو د لوړې کچې بېکاري او د هېواد د اقتصادي بازار رکود د عامو خلکو لپاره جدي ننګونه ده. له افغانستان څخه د مهاجرت لړۍ په سرعت روانه ده او هیوادوال په نورو هیوادونو کې د کار او ژوندانه لپاره له هېواد څخه وځي. دا ټول د افغانستان د اوسني وضعیت لپاره ستونزمن مسائل دي چې باید مناسبې حل لارې ورته وموندل شي.

[7] – له بده مرغه د افغانستان په تېرو پنځو لسیزو کې د ګوندونو مشرانو او اجرائي چارواکو له سیاسي- نظامي مبارزې څخه خورا ناوړه ګټې پورته کړې دي. هغوی خپل هوسا او تجملي ژوند د افغانستان د خلکو له عامه شتمنۍ څخه ځانته خپل کړیدی. ډېری سیاسي مشران دغه ګوندونه د عایداتي منابعو د لاسته راوړو لپاره کاروي چې په اکثریت مواردو کې شتمنۍ له بهرنیو هیوادونو څخه ترلاسه شوې دي چې د خیریه اهدافو په شمول په ځینې مواردو کې د پټو اهدافو لپاره ګوندونو ته ورکول کېدې او ورکول کېږي. دغه چلند د هېواد وحدت او بشپړتیا له جدي ستونزو سره مخ کړې ده.

[8] – په نږدې وخت کې د ښځو د حجاب په هکله د طالبانو د مشرتابه فرمان د دغو محدودیتونو یوه بېلګه ده. په دغه فرمان کې د ښځو د مخ په شمول په خاصه طریقه د ټول بدن د پټوالي سپارښتنه شوې ده. په دغه فرمان کې د سرغړوونکې مېرمنې د ولي تنبیه او په تکراري سرغړونو کې د هغوی مجازات په ښکاره ډول له شرعي حقوقي اصولو سره مخالفت دی، ځکه یو انسان د بل انسان په جرم نه شي مجازات کیدلی. همدا شان دا ډول قانون د کورني تاوتریخوالي لامل هم کیږي او په ټولنه کې د ښځو پر ژوندانه ناوړه اغیزې کوي. دا ډول فرمانونه دا په ګوته کوي چې د طالبانو مشرتابه د قوانیو د نفاذ په هکله سلیقوي چلند کوي.

[9] – د اسلامي قوانینو پربنسټ حقوق الله او حقوق العباد دوه مختلفې برخې دي او د حکومت مداخله د حقوق الله په برخه کې خورا محدوده ده، صرف هغه برخې یې چې د ټولنې له چارو سره ارتباط لري کېدای شي د چارواکو له خوا تنظیم شي، مګر شخصي عبادتونه د خلکو انفرادي مسئولیت دی او یوازې باید افراد د هغه اجر له خدای تعالی څخه وغواړي. د بېلګې په ډول لمونځ، روژه او د حج ادا کول د خلکو انفرادي مسئولیت دی نه دا چې د حکومت دنده ده چې خلک یې باید تر سره کړي. له تاریخې منظر څخه د اسلامي خلافت په هیڅ دور کې په دغه مواردو کې څوک نه دي مجبور شوي او که په کومه خاصه مرحله کې په دې هکله د افرادو په ژوندانه کې مداخله شوې هغه یوازې د انکار پر وخت ګواښل دي.

همچنین ببینید

عوامل تهدید روز افزون برای افغانستان: انحصار قدرت، فرار مغزها و تحریم های جامعه بین المللی

نویسنده: عبدالباری کبیری چندی قبل امیدواری های مردم افغانستان برای یک آینده روشن بیشتر شد. …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *