خانه / افغانستان‏ / «د سولې روان بهير؛ شته خنډونه او حل‌لارې»

«د سولې روان بهير؛ شته خنډونه او حل‌لارې»

د افغان سولې په تړاو د سولې فعالينو، سياسي څېرو، د پوهنتونونو استادانو او پوهانو په يوه عملي او تخنيکي بحث کې د سولې د روان بهير پر بېلابېلو اړخونو ژور بحثونه وکړل.

دا غونډه د قاصد ستراتېژيکو څېړنو مرکز په دفتر کې، د دغه څېړنيز مرکز او ویسا ورځپاڼې له لوري په ګډه، د روانې حمل مياشتې په ۱۷مه نېټه (۱۳۹۸ لمريز) رابلل شوې وه.

په دغه بحث کې د سولې د روان بهیر پر دوام او پياوړتیا ټینګار وشو او د ټولو ګډونوالو ګډ دریځ دا و، چې سوله يوه ملي اړتیا او په دې تړاو له رامنځته شوي فرصت سره بايد د ټولو لورو له‌خوا مسؤولانه چلند وشي.

د بحث لومړي ويناوال محمد ناطقي، چې د مسکو په تېره بين‌الافغاني غونډه کې يې هم ګډون کړی و، وويل، د سولې بهير دوې برخې لري، چې يوه اساسي او مهمه برخه يې د امريکا-طالبانو خبرې اترې دي او دويمه يې بيا بين‌الافغاني خبرې اترې دي. د ده په وينا، تراوسه د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې ښې پر مخ تللې دي؛ خو دويم پړاو چې د افغانانو خپلمنځي خبرې اترې دي تر اوسه پورې وروسته پاتې دی. د ښاغلي ناطقي په وينا، د امریکا دریځ روښانه دی او خلیلزاد په زغرده وویل چې نور امریکا له وژلو او افغانان له وژل کېدلو ستومانه شوي دي او بايد دا بهير بريالی شي. نوموړي وویل: موږ تر اوسه پر دې هم نه يو توانېدلي، چې د غونډې د ګډونوالو يو متفق نوملړ جوړ کړو او کوم لېستونه چې تراوسه جوړ شوي دي، د يوه لوري لپاره هم د منلو وړ نه دي.  د ده په خبره، د سولې قضيه يوه تخنيکي او تخصصي مسئله ده او اوس چې دوه سوه تنه دغې غونډې ته روان دي، په دې وضعيت کې تخنيکي بحثونه نه شي کېدای. د ده په خبره، دلته د طالبانو د افرادو د جذب، اساسي قانون او د راتلونکي نظام د ډول، افغان پوځ او داسې نور تخنيکي مسائل شته دي، چې د يوې تخنيکي ډلې له‌خوا بحثونه پرې کېدای شي. نوموړي پر حکومت نیوکه وکړه چې پر ټولو لوریو شک لري او غواړي هر څه د دوی په انحصار کې وي. ناطقي وویل، دغه خبرې باید جدي شي او نور چې په هر ډول وي باید د جګړې ټغر ور ټول شي. نوموړي وویل، که د خبرو په پایله کې پر یوه لنډمهاله حکومت توافق وشي ښه خبره ده؛ خو اوربند چې هر څومره زر وشي د افغان ولس تر ټولو شديده اړتيا ده.

د بحث بل ویناوال سیاسي څېرې او د افغانستان د ملي پيوستون غورځنګ ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني هم د سولې بهير د بريالي کېدو پر شديده اړتيا ټينګار وکړ او ويې ويل: د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې ښه خبره ده، خو نور زیاتره لوري د حکومت او په ځانګړې توګه ولسمشر په شمول سوله د وسیلې په توګه د خپل امتیاز پر محور راڅرخوي. د ده په وينا، له بده مرغه له څو کالونو راهيسې د سولې نارې وهل کېږي، خو د سولې اصلي ځای ورک دی، هر څوک غواړي د سولې بهير يې تر قيادت لاندې وي او اوسنی قدرت يې پکې خوندي وي. په داسې حال کې چې سوله قرباني غواړي، له بده مرغه دولت، جهادي رهبران او نور د سولې په قضيه کې صادقانه چلند نه لري. نوموړي د حکومت مشورتي لویه جرګه هم د سولې د سبوتاژ هڅه وبلله، خو ویې ویل چې د دې امکان شته، چې له لويې جرګې نه د حکومت خلاف غږ را اوچت شي چې بیا به یوه خلا رامنځته کړي. دغه راز نوموړي ټينګار وکړ: ډېر پام په کار دی چې موږ بیا د توطیو ښکار نه شو او زما وړاندیز دا دی، چې ترڅو یو باثباته حکومت جوړ نه شي نړیوال پوځونه دې نه وزي.

بل ویناوال جهادي شخصیت او لیکوال محمد زمان مزمل بيا وويل: که امریکا وزي او توطیه نه وي بیا خو ښه خبره ده؛ خو موږ افغانان باید جوړ وو. د ده په وينا، د سولې له بهیره هند او سعودي راضي نه دي، نو ځکه د یوه عام تفاهم اړتیا ده. د ده په خبره، په اوسني وخت کې واضح خبره ده، چې د بين الافغاني تفاهم اصلي خنډ اشرف غني دی؛ په داسې حال کې چې د مسکو غونډې یو نیم کال د سولې پروسه رالنډه کړه او طالبان یې بدل کړل. نوموړي د بین الافغاني ناستې د ګډونوالو په ترکیب کې د بې‌پرې او ولسي څېرو د زیاتوالي وړاندیز وکړ او ویې ویل چې که په دې ترکیب کې ملي بې‌طرفه لوری ځواکمن نه وي حکومت او طالبان سولې ته نه شي رسېدای.

د سولې او نجات شورا مشر پوهاند ګل رحمان قاضي وویل: هرڅه روښانه دي، سوله د ولس اړتیا ده خو سوله جرئت او قرباني غواړي. نوموړي وویل، چې د مسکو په غونډه کې دغه دواړه وو او دا یوه بریالۍ غونډه وه، چې باید ورته غونډې دوام وکړي. د ده په وينا، داسې ښکاري چې امریکایان وځي او دا ډېره ښه خبره ده؛ نو له اوسني فرصت څخه باید استفاده وشي او ترڅنګ يې د خلیلزاد د هڅو ملاتړ په کار دی. پوهاند قاضي زياته کړه، چې بين‌الافغاني تفاهم خورا زيات اړين دی، یوه هېواد شموله مرکچي ډله باید جوړه شي او د سولې بهیر تعقیب کړي. دغه راز د ده په وينا، د سولې په تړاو ملي اجماع او سيمه‌ييزه اجماع خورا اړين دي.

د پوهنتون استاد او د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ښاغلي حکمتیار د نوماندۍ ټکټ لومړي مرستیال فضل الهادي وزین وویل، د سولې په پروسه کې د خليلزاد شتون ډېر مهم دی؛ ځکه نوموړي له طالبانو سره يوه ډېره ښه او نرمه رابطه جوړه کړې ده، ځکه نو يو مناسب فرصت ترلاسه شوی چې باید ضایع نه شي، یو مهالوېش باید جوړ شي، د بین الافغاني غونډو لپاره کارونه چوکاټ بندي شي. د ده په خبره، لومړی ګام د امريکايانو وتل دي، چې لازم ترتيبات ورته جوړ شي، دويم ګام موقته اداره ده چې بايد رامنځته شي او په دريم ګام کې هم دايمي اوربند دی چې بايد وشي او دا هر څه بايد د امريکايانو له وتلو مخکې وشي او د موقت حکومت بودجه ورکړل شي. په وينا يې، چې د امریکايي پوځونو غیر مسوولانه او عاجلانه وتل خطرناک دي. ښاغلي وزین د بين الافغاني خبرو اترو په اړه وویل، حکومت د سولې په قضيه کې صادق نه دی، په ملت کې بايد د سولې پلوی ځواک راټول شي حکومت او طالبانو دواړو ته په زغرده ووايي، چې سوله برمته کولای نه شي، او د داخلي جګړې مخه باید ونیول شي.

د سولې بهير څارونکي او د نظر خاوند نظرمحمد مطمئن وویل، دا چې امريکايان وځي، د وتلو د مودې په تړاو يې ښايي يو کال کافي وخت وي. د امريکايانو وتل د قضيې يو اړخ دی؛ خو د قضيې بل اړخ بيا بين‌الافغاني تفاهم دی، چې په دې تړاو لا هم ډېر خنډونه شته دي. د ده په خبره، په دولت کې ډېرې داسې څېرې او کړۍ شته دي، چې سوله نه غواړي او مخالفت يې کوي. د ده په وينا، په دې تړاو غونډې باید بین الافغاني شي او د نورو هېوادونو پر ځای دې په هېواد کې دننه دوام وکړي، د راتلونکي نظام او ټولو د اندېښنې وړ ټکیو پر سر باید خبرې او توافق وشي.

د غونډې بل ګډونوال مولوي عبدالسلام عابد بيا وویل، چې د امريکايانو وتل د ټولو افغانانو عامه غوښتنه ده؛ خو که یو عام توافق نه وي د امریکا وتل به د تېرو کلونو ستونزې تکرار کړي. په ځانګړې توګه نوموړي ټينګار وکړ، چې طالبان بايد يوه افغان‌شموله حکومت جوړېدو ته غاړه کېږدي. نوموړي د ایتلافي حکومت پرځای د بې طرفه حکومت وړاندیز وکړ، هغه د کورنۍ جګړې په مخنیوي کې د علماوو عامه غونډه او شریکه فتوا اړینه وبلله. د نوموړي په اند، مرکچي ډله بايد نه د طالبانو له لوري وي نه د حکومت له لوري، بلکې يوه بې‌طرفه ډله وي.

د سیاسي چارو شنونکي غلام جیلاني ځواک وویل، چې تر اوسه خبره د امریکا او طالبانو ترمنځ ده، اوس معلومه نه ده چې امریکا ماته خوړلې او وځي که د توطئې پر بنسټ وځي. نوموړي اندېښنه وښوده، چې خبره به یوازې تر طالبانو پورې محدوده وي؛ خو د راتلونکې جګړې لپاره به د داعش نوم او بیرغ وکارول شي. نوموړي د سولې د اوسني بهیر په ځانګړې توګه بين الافغاني تفاهم په مخ کې ستر خنډ حکومت وباله ویې ویل، که سوله راځي دغه حکومت نشته ځکه یې مخالفت کوي. ځواک د حکومت د لویې جرګې هدف هم د سولې تخریب وباله ویې ویل، چې د حکومت چاره ونشي سوله ګرانه ده.

د غونډې بل ويناوال او د ويسا ورځپاڼې مسؤول مدير محمد زبير شفيقي بيا وويل، تراوسه د امريکايانو پر وتلو هم توافق نه دی شوی؛ خو د دغو ځواکونو مسؤولانه وتل ډېر مهم دي. د ده په خبره اوسنی راجوړ شوی بين الافغاني تفاهم بايد سبوتاژ نه شي، بلکې بين الافغاني غونډې بايد تر هغه وخته دوام وکړي، چې تر څو پورې طالب او حکومت د يو بل پر شتون قانع شي.

دغه راز ټولو ګډونوالو د افغانانو د لا ډېرې وينې تويېدو د درېدلو لپاره د یوه نا اعلان شوي اوربند غوښتنه وکړه، ترڅو د سولې له بهیر سره د ولس په ژوند کې د یوه بدلون احساس وشي.

پای

درباره ی qased_admin

همچنین ببینید

معاصر تاریخ ته په پام د افغانستان اوسني وضعیت ته یوه لنډه کتنه

لیکنه: عبدالباري کبیري دا چې افغانستان په تېرو څه د پاسه څلورو لسیزو کې د …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *