خانه / اوونيز راپور / په افغانستان کې د جګړې له کبله اوښتې مرګ‌ژوبله (۸-۱۵ حمل ۱۳۹۸)

په افغانستان کې د جګړې له کبله اوښتې مرګ‌ژوبله (۸-۱۵ حمل ۱۳۹۸)

پېژندنه

قاصد د ستراتېژيکو څېړنو مرکز هره اوونۍ په افغانستان کې د جګړو او امنيتي پېښو له کبله ښکېلو لورو او ملکي خلکو ته اوښتې مرګ ژوبله په دقيق ډول څاري او دغه اوونيز راپور ترې چمتو کوي.

په تېره اوونۍ کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرې د افغان حکومت د وياندويانو، د طالبانو د سرچينو، په سيمه کې عيني شاهدانو او نورو بېلابېلو ادارو د باوري راپورونو او معلوماتو له مخې راټولې شوې دي.

د تېرې اوونۍ راپور ښيي، چې د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د وري له ۸مې تر ۱۵مې نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۳۵۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

لاندې د اوښتې مرګ‌ژوبلې او امنيتي پېښو جزئيات په څلورو عنوانونو کې وړاندې شوي دي:

 

د افغان ځواکونو تلفات

افغان ځواکونو ته په تېره اوونۍ کې لوړه مرګ‌ژوبله په بادغېس، بلخ او ارزګان ولایتونو کې په مخامخ جګړو کې اوښتې ده.

د قاصد ستراتېژيکو څېړنو مرکز د څېړونکي له لوري راټول شوي معلومات ښيي، چې يوازې په بادغېس ولايت کې ۹۳ افغان سرتېري، په زابل کې ۱۲، په غزني کې ۱۶، په سرپل کې ۱۳، په اروزګان کې ۴، په کندهار کې ۳، په بلخ کې ۱۳، په ننګرهار کې ۴، په پکتیا کې ۳، په فاریاب کې ۲ او په جوزجان کې ۳ تنو افغان سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د دغې مرګ‌ژوبلې د وژل شوو او ټپيانو د شمېر جزئيات په جدول-۱ کې کتلی شئ. د یادولو وړ ده، چې دا مرګ‌ژوبله د قاصد د سيمه‌ييزو سرچينو له لوري تاييد شوې؛ خو حکومتي سرچينو بیا افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه.

جدول-۱: د افغان ځواکونو تلفات

مجموعه

ټپیان

وژل شوي

نوم

۱۳۳

۲۲

۱۱۱

ملي اردو

 

۳۳

۹

۲۴

پولیس

 

۱۶۶

۳۱

۱۳۵

مجموعه

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو تلفات

طالبانو ته په تېره اوونۍ کې په هوايي بریدونو، چاپو او مخامخ جګړو کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده. دا مرګ‌ژوبله په فراه، ننګرهار، نیمروز، بلخ او زابل ولایتونو کې اوښتې ده.

د راټولو شویو معلوماتو له مخې، په غزني ولایت کې ۱۶ طالب جنګياليو، په هلمند کې ۱۲، په نیمروز کې ۲۰، په فراه کې ۵۱، په ننګرهار کې ۴، په اروزګان او زابل ولایتونو کې ۱۱، په بلخ کې ۸ او په بادغېس ولایت کې هم ۹ تنو طالب جنګياليو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

پر طالبانو سربېره د اسلامي دولت ( داعش) ډلې ۱۵ جنګیالیو ته هم د افغانستان په ختیځ کې په هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو کې مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغې مرګ‌ژوبلې د وژل شوو او ټپيانو د شمېر جزئيات په جدول-۲ کې کتلی شئ. په دې مرګ‌ژوبله کې طالبانو قاصد ته منلې، چې په تېره اوونۍ کې په بېلابیلو ولایتونو کې د دوی ۱۹ جنګیالي وژل شوي او ۲۶ نور ټپيان شوي دي؛ پاتې مرګ‌ژوبله د قاصد د سيمه‌ييزو سرچينو له لوري تاييد شوې ده.

جدول-۲: د دولت د وسله‌والو مخالفينو تلفات

مجموعه

ټپیان

وژل شوي

نوم

131

35

96

طالبان

۱۵

۰

۱۵

داعش

۱۴۶

35

۱۱۱

مجموعه

 

د ملکي وګړو تلفات

د جګړې د ښکېلو اړخونو ترڅنګ، په تېره اوونۍ کې لسګونه ملکي وګړو ته هم مرګ او ژوبله اوښتې ده. په غزني ولایت کې ۵ ملکيان، په اروزګان کې ۱۳، په کندوز کې ۲، په ننګرهار کې ۴، په وردګو کې ۱، په کابل ۲ او له ایران سره پر پوله د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو له‌خوا ۲۰ افغانان په مرمیو وژل شوي دي.

د قاصد څېړنیز مرکز د موندنو له مخې، په تېره اوونۍ کې ملکي وګړو ته لوړه مرګ‌ژوبله د افغان حکومت په هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو کې اوښتې ده؛ کوم څه چې حکومتي سرچينې نه تاييدوي. د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې جزئيات په جدول-۳ کې وګورئ.

جدول-۳: د ملکي وګړو تلفات

مجموعه

ټپیان

وژل شوي

نوم

۷۴

۲۱

۶۲

ملکي وګړي

۷۴

۲۱

۶۲

مجموعه

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې هم د ملکیانو پر لوړه مرګ‌ژوبله خواشیني ښودلې او د دوی د معلوماتو له مخې، په تېره اوونۍ کې په پکتیکا، ننګرهار، کندهار او پکتیکا کې ۱۹ مکلیان وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.

 

د تېرې اوونۍ د مهمو امنيتي پېښو تحليل

د نوي لمريز کال له پيل سره سم طالبانو پر بادغېس ولایت خپل جګړه‌ييز فشار زیات کړ، چې د شدیدو جګړو له امله دواړو غاړو ته درنه مرګ‌ژوبله هم واوښته. افغان حکومت او طالبانو د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې هم‌مهاله جګړه پيل کړه، چې تر اوسه پورې دوام لري او دواړه لوري یو بل ته د لوړې مرګ‌ژوبلې د اړولو او ان د ولسوالیو د لاس په لاس کېدو ادعاوې هم لري.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی امنیتي مرستیال منیر منګل له قاصد څېړنیز مرکز سره په خبرو کې روانه جګړه تر ډېره د سولې له روانو خبرو سره تړي. هغه وايي، طالبان په دې لټه کې دي، چې د بادغیس له جګړې دواړې سیاسي او پوځي ګټې ترلاسه کړي.

له پوځي اړخه طالبانو بيا ځکه دغه ولایت غوره کړی، چې له مرکزه یې واټن لرې دی او هلته مېشتو افغان ځواکونو پر وخت د اکمالاتو رسول تر ډېره بريده ستونزمن دي.

که څه هم طالبانو تراوسه د ۱۳۹۸ کال لپاره خپل پوځي عملیات نه دي اعلان کړي؛ خو ناتایید شوي راپورونه دا دي، چې طالبانو بادغېس، زابل، اروزګان او هلمند ولایتونه د سقوط او یا زیاتو سیمو د نیولو لپاره هدف ګرځولي دي.

پای

درباره ی qased_admin

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *