لیکنه: عبدالباري کبیري
په افغانستان کې روان کړکیچ ته له ژورې کتنې وروسته په ډاګه کېږي چې دا جګړه د بېلابېلو دلائلو له مخې پیل شوې او د بېلابېلو دلائلو له کبله دوام لري، مګر په ټولیز ډول په هر پړاو کې اصلي مسئله دا وه چې یوه ګوند یا د ګوندونو یوه اېتلاف تل د واک د انحصار هڅه کړې او په هېواد کې د ټول سیاسي ځواک تر منځ پر یوه داسې مېکانېزم سلا نه ده شوې، چې حکومت څرنګه واک ترلاسه کړي، د چا او تر څرنګه نظارت لاندې د هېواد چارې پر مخ بوزي، د خپلې دورې په پای کې څرنګه واک بیرته انتقال کړي او په استثنائې حالاتو کې له خپلو مسئولیتونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په صورت کې څرنګه تبدیل کړل شي.
شالید
څه د پاسه څلوېښت کاله مخکې، تر هغه وړاندې چې د پخواني شوروي اتحاد لښکرو پر هیواد یرغل وکړ، د افغانستان کورنۍ جګړه د ۱۳۵۷ کال د ثور له ۷ نیټې څخه لږ وروسته پیل شوه. هغه مهال دوو ګوندونو، خلق او پرچم د واک د انحصار هڅه وکړه او نور ګوندونه او سیاسي سیالان یې له سیاسي ډګر څخه حذف کړل. په حکومت کې د شریکو ډلو په ملاتړ د شوروي اتحاد یرغل جګړه نوره هم توده کړه چې په پایله کې یې د متحده ایالاتو او ورسره د ناټو د اتحادیې او سیمه ایزو هیوادونو مرستې له افغان حکومت ضد مسلح ځواکونو سره زیاتې شوې چې موخه یې په سیمه کې د شوروي اتحاد د نفوذ مخنیوی و. له څه د پاسه لس کاله جګړې وروسته، د شوروي اتحاد ځواکونه له هېواده ووتل، خو جګړې بیا هم د افغانانو تر منځ دوام درلود چې په پایله کې د افغانستان هغه حکومت چې کلونه کلونه د زور او ځواک له لارې پر خلکو تحمیل شوی و د بیلابیلو ډلو د یرغل په نتیجه کې سقوط شو.
په جګړه کې بریالیتوب د جهادي ګوندونو لپاره د تجلیل او خوشالۍ لامل نه شو بلکې نوموړي ګوندونه د حکومت د نیولو او ساتلو په موخه له یو بل سره په کورنۍ جګړه کې ښکیل شول تر هغه چې په پای کې د طالبانو اسلامي تحریک نور ټول ګوندونه له هیواد څخه په ایستلو مجبور کړل. که څه هم د مجاهد ګوندونو ایتلافي حکومت په جلاوطنه توګه باقي پاتې شو، خو په افغانستان کې د ننه طالبانو د زور په کارولو سره د یوه واحد ګوند او یوه واحد نظریاتي بنسټ په چوکاټ کې خپل حاکمیت بشپړ کړ. همدا لامل و، چې د طالبانو د حکومت پر خلاف داخلي وسلوال قیام او ورسره په نړیوال ډګر کې د هغوی خلاف پراخو هڅو دوام درلود. دا او دې ته ورته دلائل لامل شول چې د سپتمبر د ۱۱ نیټې د بریدونو څخه وروسته د امریکا د متحده ایالاتو په مشری نړیوال ائتلاف د طالبانو د اسلامي امارت له داخلي مخالفینو سره یو ځای پر افغانستان برید وکړي او ورسره د طالبانو اسلامي امارت راوپرځیږي.
د ۱۳۸۰ په پیل کې د نوي مؤقت ائتلافي حکومت له تأسیس څخه وروسته کله چې د بې پرې انتخاباتو وعده وشوه داسې هیلي راڅرګندې شوې چې ګواکي په افغانستان کې به نور د حکومت د تشکیل په بڼه، مودې او فعالیتي سیستم د ټولو افغانانو تر منځ سلا وشي او په عملي توګه به پلي شي. خو له بده مرغه جګړې بیا هم ادامه پیدا کړه تر هغه ورځې چې د افغانستان حکومتي چارواکو د ۲۰۲۱ د اګست د میاشتې په ۱۴ نیټه د افغانستان پلازمینه د تیښتې پر حال پریښوده، د افغانستان ملي اردو له منځه لاړه او د طالبانو اسلامي تحریک د کابل پر شمول د افغانستان په قاطع اکثریت خاوره ولکه وکړه. که څه هم د طالبانو اسلامي تحریک اوس یوازینی برلاسه ځواک دی چې پر افغانستان کنترول لري، خو دغه ډلې لا تر اوسه رسماً نوی حکومت نه دی اعلان کړی او له مختلفو جهتونو سره د راتلونکي حکومت پر سر خبرې اترې او مشورې روانې دي چې پایله یې لا تر اوسته روښانه نه ده.
د جګړې د دوام دوه مهم لاملونه
۱- د قدرت انحصار: د قدرت انحصار د افغانستان د کړکیچ مهم لامل دی. د افغانستان په تیرو څه د پاسه څلویښتو کلونو کې له یوې ډلې سره د قدرت انحصار د نورو ډلو د متقابل عمل سره مخامخ کیده او د جګړې دوافع یې برابرول. د قدرت انحصار له نظریاتي پلوه د هماغې ډلې نظریه پر هیوادوالو تحکیموي او د ګنو ورته یا مختلفو نظریاتو وګړو د ګډون او مشارکت مخنیوی کوي. د بیلګې په ډول د ثور د ۷مې کودتا، اسلام پلوه او آزاد نظره ګوندونه انزوا ته واستول او ورسره تړلو پرګنو د وخت د حکومت پر ضد مبارزه پیل کړه.
۲- له سیاسي قدرت څخه ناوړه ګټه: د یوه لږ پر مخ تللي هیواد په ډول د افغانستان خلک په عمومي ډول له فقر او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي. هغه ډله یا د ډلو مجموعه چې سیاسي قدرت په لاس کې اخلي له دولتي منابعو څخه د عامو وګړو په پرتله زیاته ګټه پورته کوي. په افغانستان کې سیاسي واک لرونکو همیشه د یوې بډایه طبقې په حیث ژوند کړی، او هغو ګوندونو چې واک یې د زور له لارې کارولی له دولتي منابعو څخه یې له حده زیاته ګټه پورته کړې او د خپل ګوند، ډلې او منسوبینو ونډه یې له عامه شتمنۍ څخه په داسې حال کې خورا زیاته ترلاسه کړې چې نور وګړي د محرومیت ژوند تېروي. همدا لامل وو چې له حکومت څخه بیروني ډلو د هر یوه حکومت پر ضد مبارزه پیل کړې او د ټولنیز او سیاسي عدالت غږ یې اوچت کړی چې په پایله کې بیرته د حکومت را پرځیدل او د بحران بیا پیل دي. د بیلګې په ډول په ۹۰مه لسیزه کې د جهادي کوندونو حکومت ټول حکومتي بنسټونه پر ګوندونو وویشل
د راتلکونکې لپاره مسئولانه کړنلاره
دا چې د راتلونکې لپاره په هیواد کې د جګړې لاملونه منتفې شي، د افغانستان سیاستوال باید یوه مسلکي، ټول شموله او حساب ورکوونکې حکومتي اداره را منځته کړي. مسلکي حکومت هغه دی چې د افغانستان له مختلفو اقشارو څخه د حکومت په ترکیب کې تر ټولو غوره کسان د وړتیا پر اساس پر کارونو وګومارل شي او سیاسي مشرتابه یوازې د هغوی نظارت او د هغوی محاسبه وکړي او د وزارتونو پر اداري چارو کې له محدود شمیر سیاسي پوستونو پرته باید ټولې دولتي چارې مسلکي کارکوونکو ته وسپارل شي. د مسلکي حکومت نظریاتي اصل د انساني زده کړو پر بنسټ ولاړ حکومت دی او د نړۍ بریالي حکومتونه پر همدې ډول حکومتي ادارو تکیه کوي. په مسلکي ادارو کې د هر ټولنیز توکم او په جنسیتي لحاظ له نارینه وو او ښځینه وو څخه تشکیلېږي چې په پای کې بیا نوموړې حکومتي اداره ولسي وګړو ته خدمتونه وړاندې کوي. مسلکي حکومتونه په عمومي ډول له هغو وګړو تشکیلېږي چې د لوائحو پر اساس لوړه کاري وړتیا او مناسبه کاري تجربه لري او د هغوی د کړنو د پایلو او په دندو کې د موفقیت پر اساس ارزول کیږي. مسلکي ادارې په عمومي توګه له قدرت څخه ناوړه ګټه نشي پورته کولی، ځکه له یوې خوا د مسلکي ادارې کارکونکي د خاصو دندو لپاره توظیف کیږي او د سیاسي مشرتابه له لوري یې نظارت کیږي. د مسلکي ادارې کارکونکي له قدرت څخه د ناوړه ګټې پورته کولو پر وخت په آسانه توګه له قانوني چلند سره مخ کیدلی شي. عموماً مسلکي حکومتونه خپلو وړ کارکوونکو او چارواکو ته د هیواد اقتصادي او ټولنییز حالت ته په کتو سره د دندې د دوام، مالي ژمنتیا او راتلونکې د مصئونیت تضمین ورکوي.
د مسلکي حکومتي ادارې تشکیل باید د اداري معاصر علم پر اساس ولاړ وي چې د واک مرکزیت، د مسئولیتونو ویش او د مکافات او مجازات عادلانه ویش یې مهمې او اساسي ځانګړتیاوې دي. مسلکي اداره په ټولیز ډول له سیاسي مشرتابه څخه خپل اوامر اخلي او په هیواد کې د چارو د مدیریت لپاره کارونه د مدرنو کاري کړنلارو په پلي کولو سره پر مخ بیایي. مسلکي حکومتونه له نظریاتي پلوه د بې طرفه حکومتونو په بڼه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې واک لري. په دې معنا چې په ورځني فعالیت کې له ټولو وګړو سره مساوي چلند کوي، د ټولو لپاره خدمات چمتو کوي، د ټولنې له ټولو برخو او توکمونو څخه ګمارنې کوي او په خپل اخلاقي دریځ کې بې پرې دي. په غربي هیوادونو کې حکومتونه د ملکي کارکوونکو لپاره د سیاسي بې طرفۍ په هکله دقیقه کړنلاره لري؛ ملکي مامورینو ته لازمه ده چې له عامو خلکو سره، چې خدمت یې کوي، باید بې طرفه چلند وکړي، لکه څرنګه چې ورته لازمه ده چې د خپلو لوړ پوړو چارواکو سره کوم چې په انتخاباتو کې بریالي شوي، هم بې طرفه چلند وکړي. په غربي نړۍ، چین، روسیه، سعودي عربستان او د خلیج پر نورو اکثریت هیوادونو کې مسلکي دولتي ادارې د هیواد عمومي چارې سمبالوي. د افغانستان په تاریخ کې د مشروطه شاهي دورې پر وخت هم د وخت صدارت لخوا تر ډیره بریده له مسلکي ارزښتونو سره سم د هیواد چارې پر مخ بیول کیدې.
په یوه مسلکي اداره کې اجرایې (بېطرفه) او سیاست بنسټه (طرفي) ارګانونه سره جلا کیږي. په دې معنا چې سیاست بنسټه ارګانونه په هیواد کې تقنینې او نظارتي مسئولیت اخلي. خو اجرایې ارګانونه په هیواد کې د هیواد د قوانینو پر اساس مقرارت وضع کوي او بیا د هغه پر اساس عمل کوي. د اسلام د مقدس دین په رڼا کې هم د عدالت د تضمین لپاره اجرایي تګلاره د عدالت د تأمین په موخه له خلکو سره یوشانته او بیطرفه چلند دی او له خلکو سره د مال او نسب په اساس نه بلکه د هغوی د وړتیا او تقوی پر اساس تعامل شوی دی.
د افغانستان په اوسنۍ مرحله کې د یوه داسې مسلکي، ټول شموله او حساب ورکوونکي حکومت اړتیا تر هر څه خورا زیاته لیدل کیږي.
پای