خانه / میاشتنی تحلیل /  د افغانستان د وضعیت میاشتنی تحلیلي راپور (جولای-اګست ۲۰۲۱م)

 د افغانستان د وضعیت میاشتنی تحلیلي راپور (جولای-اګست ۲۰۲۱م)

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.

مقدمه

دا راپور د ۲۰۲۱م کال د جولای او اګست میاشتو په اوږدو کې د هېواد وضعیت ته کتنه کوي. دا دوې میاشتې د افغانستان د ټولو سیاسي، امنیتي، اقتصادي او اجتماعي وضعیتونو له پلوه د هېواد لپاره د سترو او تاریخي تحولاتو شاهدې وې. په دې میاشت کې د سولې بهیر هم له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پروسې له بشپړېدو، د حکومت له ړنګېدو او د طالبانو له نظامي بریا سره پای ته ورسېد. طالبانو د جولای میاشتې په اوږدو کې د هېواد ډېری ولسوالۍ ونیولې او د اګست میاشتې له ۶مې تر ۱۵مې نېټې یې د لسو ورځو په اوږدو کې له پنجشیر ولایت پرته نور ټول ولایتونه هم ونیول. د اګست پر ۱۵مه د ولسمشر غني په ګډون د پخواني حکومت ګڼ شمېر چارواکي له هېواده وتښتېدل او په دې توګه افغان حکومت د بهرنیو ځواکونو تر بشپړ وتلو وړاندې له شاوخوا ۳۰۰ زره امنیتي ځواکونو سره سره وپاشل شو. کابل ته د طالبانو له راتګ سره بیا د اګست میاشتې تر پایه کابل هوایي ډګر د بهرنیانو تر کنټرول لاندې و او له دغه هوایي ډګره د بهرنیو وګړو او افغانانو د ایستلو عملیات روان وو. په دغه راپور کې د هېواد عمومي وضعیت ته کتنه شوې او په جولای او اګست میاشتو کې ښکېلو لورو او ملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې شمېرې هم راټولې شوې، او پر دغو موضوعاتو سربېره په دې موده کې د مهمو پېښو او موضوعاتو بشپړ تفصیل او تحلیل لولئ.

سیاسي وضعیت

جولای او اګست میاشتې د افغانستان لپاره په سیاسي برخه کې برخلیک ټاکونکې میاشتې وې. د جولای میاشتې له پیل سره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو بهیر تر ډېره حده بشپړ شو او په ځانګړې توګه د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې دلته د دوی تر ټولو ستره پوځي اډه (بګرام) یې تخلیه کړه. له دې سره سم طالبانو هم د حکومت پر ضد خپل بریدونه پراخ کړل خو د دې میاشتې په اوږدو کې یې یوازې د ولسوالیو پر نیولو تمرکز درلود. د اګست میاشتې له پیل سره یې بیا د لویو ښارونو د نیولو هڅې پیل کړې او نیمروز لومړنی ولایت و چې طالبانو د اګست په ۶مه په بشپړ ډول تر خپل کنټرول لاندې راوست. له دې سره هره ورځ د څو ولایتونو د سقوط خبرونه خپرېدل او بالاخره د اګست پر ۱۵مه کابل ته هم له جګړې پرته ننوتل او افغان حکومت د افغان چارواکو په تېښتې سره په بشپړ ډول وپاشل شو.

د جولای میاشتې تحولات

په جولای میاشت کې د هېواد سیاسي وضعیت بیا هم له هېواده د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو له قضیې اغېزمن و او ډېری سیاسي تحولات پر همدې ټکي راڅرخېدل. د دې میاشتې په لومړیو ورځو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل تر ډېره بشپړ شول؛ ځکه د جولای پر دوهمه نېټه امریکايي ځواکونه د بګرام له سترې پوځي اډې څخه په بشپړ ډول ووتل او دا اډه یې افغان حکومت ته پرېښوده. د افغانستان د دفاع وزارت د جولای پر ۲مه ومنله چې امریکایي ځواکونه په بشپړ ډول له دې اډې وتلي دي. بګرام هوایي اډه په تېرو شلو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د جګړې د مدیریت د مرکزي اډې په توګه کارول شوې وه او له دې اډې څخه وتل په دې معنا وو چې په افغانستان کې د امریکا له سفارت پرته په نورو سیمو کې د امریکایي ځواکونو حضور پای ته ورسېد. د نورو هېوادونو د پوځیانو د وتلو پروسه هم د دې میاشتې په لومړیو کې بشپړه شوه. د بېلګې په توګه د جولای په لومړۍ نېټه له هرات څخه ټول اېټالوي پوځیان ووتل. له دې سره سره بیا هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو د پروسې پای رسما د دې میاشتې تر پایه اعلان نه شو او د امریکا له پخواني اعلان سره سم ټاکل شوې وه د سپټمبر ۱۱مه د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو پروسه رسما پای ته ورسېږي.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پروسې د بشپړېدو د نېټې له رانژدې کېدو سره، دا میاشت د افغان حکومت لپاره خورا سخته وه. د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم، طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړ او د دې میاشتې تر وروستیو پورې یې نژدې ۲۰۰ ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستلې او ورسره سم یې د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه پیل کړل. د دې میاشتې تر پایه په بېلابېلو ولایتونو او په ځانګړې توګه په هرات، هلمند او کندهار کې د دواړو لورو ترمنځ د ښارونو نیولو په هدف خونړۍ جګړه روانه وه. د افغانستان د امنیتي وضعیت له خرابېدو سره په نړیواله کچه د امریکایانو پر وتلو هم غبرګونونونه راپورته شول؛ خو د امریکا ولسمشر جو بایډن د جولای پر ۹مه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بشپړ ایستلو ننګه وکړه او ویې ویل، چې چمتو نه دی، د جګړې لپاره هلته د امریکایانو یو بل نسل هم واستوي. نوموړي وویل: «موږ افغانستان ته د ملت جوړونې لپاره نه وو تللي. دا یوازې د افغانانو حق او مسولیت دی چې د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.»

د هېواد د عمومي وضعیت له چټک بدلون سره سره افغان حکومت د طالبانو پرضد د جګړې د دوام پر دریځ ولاړ و او ټینګار یې کاوه، چې په هېڅ ډول طالبانو ته د تسلیمېدو پلان نه لري. ولسمشر غني د جولای پر ۲۹مه په کابل کې یوې غونډې ته وویل، داسې طرحو ته نه تسلیمېږي چې بهر کې جوړې وي او افغانستان د جګړې پر ډګر بدلوي. ولسمشر غني د دې طرحې د جزیاتو په هکله څه ونه ویل، خو طالبانو مخکې ویلي وو چې د افغان سولې په اړه یې یوه طرحه څو میاشتې وړاندې له افغان چارواکو سره شریکه کړې ده.

په دې میاشت کې د تېر پر خلاف د طالبانو د پراخو بریدونو له کبله د افغان سیاسیونو ترمنځ تر یوه بریده ملي اجماع هم ولیدل شوه او د څو داسې غونډو شاهدان وو، چې د ولسمشر او د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر ترڅنګ ځینو مطرح سیاسي څېرو هم پکې ګډون کړی و. امریکا او نړیوالې ټولنې هم د افغان حکومت د روحیې پورته کولو هڅه وکړه. همدا لامل و، چې د جولای په وروستیو کې امریکایي ځواکونو په کندهار او هلمند کې پر طالبانو څو هوایي بریدونه هم وکړل او د طالبانو ویاند په دغو بریدونو کې خپلو جنګیالیو ته د مرګ ژوبلې اوښتل هم ومنل. د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ یا سېنټکام قومندان جنرال کنت مېکنزي تر دغو بریدونو وروسته د جولای پر ۲۶مه وویل، چې د افغان ځواکونو په ملاتړ به هوايي بریدونه جاري وساتي. د دې ترڅنګ، نړیوالې ټولنې د طالبانو د بریدونو له زیاتېدو سره څو ځله داسې بیانونه ورکړل، چې په افغانستان کې به د زور له لارې واک ته رسېدلی حکومت په رسمیت ونه پېژني.

د اګست میاشتې تحولات

اګست میاشت بیا په ډېر ناڅاپي او غیر متوقع توګه په هېواد کې د یوه ستر تحول شاهده وه. دا تحول دومره چټک و، چې د طالبانو او افغان حکومت په ګډون د افغانانو او نړیوالې ټولنې له توقع پورته و. په دې میاشت کې د ولسمشر غني تر مشرۍ لاندې حکومت له ټول شان او شوکت سره په څو محدودو ورځو کې وپاشل شو او طالبان پر ټول افغانستان حاکم شول.

افغان حکومت د اګست په لومړیو کې خورا زیاتې هڅې وکړې، څو ولس د طالبانو پرضد راوپاروي او طالبان د ولسي پاڅونونو له لارې مات کړي. د اګست په ۲مه ولسمشر غني د پارلمان د دواړو جګړو یوې ګډې غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا پر جګړه ټینګار وکړ او له وکیلانو یې وغوښتل چې د طالبانو پرضد د خلکو په بسیج کولو کې ونډه واخلي. هغه وویل: “نه پرېږدو چې د اکوړه خټک مدرسه د افغانستان راتلونکی وټاکي”. هغه زیاته کړه، چې د هېواد امنیتي وضعیت به په شپږو میاشتو کې بدل کړي. همدا راز د اګست په ۴مه د هېواد په څو ښارونو کې د (الله اکبر) شعار ورکوونکو لاریونونه هم راووتل، چې تر ډېره د حکومت له لوري تنظیم شوي وو.

د جګړې په ډګر کې د افغان حکومت هڅو او په ځانګړې توګه د ولسي پاڅونونو طرحې هم بالآخره ماتې وخوړه او طالبانو د اګست په ۶مه د نیمروز ولایت مرکز له افغان ځواکونه ونیوه او افغان ځواکونه ونه توانېدل چې دا ښار له طالبانو بېرته ونیسي. په دې توګه نیمروز لومړنی ولایت شو چې په بشپړ ډول د طالبانو تر کنټرول لاندې راغی. په همدې ورځ د هېواد په شمال کې د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار هم د طالبان لاس ته ولوېد او هلته د جنرال دوستم قصر ته هم ننوتل. په ټولنیزو رسنیو کې داسې تصویرونه خپاره شول، چې یوه طالب جنګیالي د جنرال دوستم د مارشالۍ جامې په تن کړې وې. دا د طالبانو پرضد د ولسي پاڅونونو د طرحې تر ټولو ستره ماته وه، ځکه په شمال کې د ولسي پاڅونونو ډېره تکیه پر جنرال دوستم او د هغه پر پلویانو وه، خو د دوستم ملیشو حتی د هغه خپل کور هم له طالبانو ونه شو ژغورلی.

د اګست په ۸مه په شمال کې د ستراتېژیک ولایت کندز مرکز او همدا راز د سرپل ولایت مرکز هم د طالبانو د ځواکونو لاس ته ولوېدل. یوازې څو ساعته وروسته د تخار ولایت مرکز هم د طالبانو لاسته ولوېد او حکومتي ځواکونه وتښتېدل. د دغو ولایتونو له سقوط سره طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ټولو ولایتونو کې له حکومتي چارواکو او افغان ځواکونو وغوښتل چې نور له جګړې لاس واخلي؛ خو بیا هم په نورو ولایتونو کې د طالبانو پرضد مقاومت روان و.

د اګست له ۹مې تر ۱۲مې نېټې پورې هم هره ورځ یو یا دوه ولایتونه د طالبانو له لوري سقوط شول. د اگست په ۹مه د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار طالبانو ونیوه. د اګست په ۱۰مه د فراه ولایت مرکز او د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار د طالبان لاس ته ولوېدل. د اګست په ۱۱مه بدخشان ولایت له مرګ ژوبلې پرته سقوط شو او حکومتي ځواکونه د دغه ولایت له مرکز څخه وتښتېدل. د اګست پر ۱۲مه بیا غزني ولایت هم له سپکې جګړې وروسته د طالبانو لاس ته ولوېد. د دغه ولایت والي بیا کابل ته پر لاره په میدان ښار کې د ملي امنیت ځواکونو له لوري له طالبانو سره د معاملې په تور ونیول شو او هم وروسته افغان هوایي ځواکونو په غزني کې بمبارۍ وکړې او پراخه مرګ ژوبله یې واړوله. په همدې ورځ ناوخته د هېواد په لوېدیځه حوزه کې تر ټولو مهم او ستراتېژیک ولایت (هرات) هم د طالبانو له لوري ونیول شو او هلته جنګېدونکی جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان طالبانو ته تسلیم شو. همدا راز د بادغېس ولایت مرکز قلعه نو هم په همدې شپه سقوط شو.

د اګست پر ۱۳مه د ولایتونو د سقوط لړۍ لا ډېره ګړندۍ شوه او یوازې په یوه ورځ کې شپږ نور ولایتونه هم د حکومت له ولکې ووتل. کندهار او هلمند ولایتونه چې د نورو ولایتونو په پرتله پکې جګړې خونړۍ وې د اګست په ۱۳مه طالبانو ونیول. همدا راز د لوګر ولایت مرکز پل علم او د غور ولایت مرکز فیروزکوه، د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ، د زابل ولایت مرکز کلات ښار هم د ورځې په جریان کې طالبانو ونیول او په دې سره یوازې په یوه اوونۍ کې ۱۸ ولایتونه د طالبانو ولکې ته ورغلل.

د اګست په ۱۴مه هم شپږ نور ولایتونه د طالبانو ولکې ته ورغلل. د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه، د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار، د کونړ ولایت مرکز اسعدآباد ښار، د لغمان ولایت مرکز مهترلام، د فاریاب ولایت مرکز میمنه ښار او د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار هغه ولایتونه وو، چې په دې ورځ د حکومت له ولکې ووتل.

د اګست پر ۱۵مه چې د افغان حکومت د بشپړ سقوط ورځ شوه، ۸ ولایتونه طالبانو ونیول. د دایکنډي ولایت مرکز نیلي ښار، د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار، د کاپیسا ولایت مرکز محمود راقي ښار، د پروان ولایت مرکز چاریکار، د خوست ولایت مرکز خوست ښار، د بامیان ولایت مرکز بامیان ښار، او په ختیځ کې د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار او د نورستان ولایت مرکز پارون ښار طالبانو ونیول. همدا راز بګرام ستره پوځي اډه هم د طالبانو لاسته ولوېده.

په دې سره جګړه د کابل پر دروازو ودرېده او طالبانو د اګست پر ۱۵مه ماسپښین مهال یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې خپلو ځواکونو ته یې امر کړی، چې کابل ته له ننوتلو ډډه وکړي، ځکه کابل ګڼ مېشتی ښار دی او دوی اراده نه لري، چې کابل ته د جګړې له لارې داخل شي. خو مازدیګر مهال طالبانو د یوې بلې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې حکومتي ځواکونو د کابل ښار ټولې حوزې تخلیه کړې دي او په ښار کې د چور چپاول د مخنیوي لپاره یې خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې کابل ښار ته داخل شي. په دې توګه له پنجشیر ولایت پرته ټول هېواد د طالبانو تر کنټرول لاندې راغی او د ولایتونو د مرکزونو له سقوط سره د اکثریت ولایتونو پاتې ولسوالۍ هم یو پر بل پسې د طالبانو لاس ته ولوېدې.

د اګست په ۱۵مه مازدیګر مهال له هېواده د ولسمشر اشرف غني د وتلو خبر هم نشر شو. د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله په یوه پیغام کې هغه ته د پخواني ولسمشر خطاب وکړ. اشرف غني د اګست پر ۱۵مه ماسخوتن ناوخته له نامعلوم ځایه په یوه پیغام کې وویل، چې د کابل ښار د ورانېدو د مخنیوي په هدف له هېواده وتلی. هغه د طالبانو پر وړاندې خپله ماته ومنله خو طالبان یې د مشروعیت ترلاسه کولو په چاره کې وننګول. د اشرف غني له وتلو سره پر هغه د ۱۶۹ ملیون ډالره نغدو پیسو د تښتولو تورونه هم ولګول شول؛ خو هغه د اګست پر ۱۸مه له عربي متحده اماراتو څخه په یوه ویډیویي پیغام کې دا تورونه رد کړل او ویې ویل چې هېواد ته د بېرته ستنېدو په اړه په مشورو بوخت دی.

د اګست پر ۱۷مه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د حکومت د رسنیو په مرکز کې په خپل لومړني خبري کنفرانس کې راڅرګند شو او په هېواد کې یې جګړه پای ته رسېدلې اعلان کړه. طالبانو د شته اندېښنو خلاف د حکومت نظامي او ملکي کارکوونکو او چارواکو څخه د غچ اخیستنې له چلند څخه ډډه وکړه او له دوی سره جنګېدلو ټولو افغانانو ته یې عمومي عفوه اعلان کړه. د طالبانو دغه چلند تر ډېره د خلکو اندېښنې له منځه یوړې خو بیا هم چون لوېدیځو هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا، بریتانیا او کاناډا له رسمي اسنادو پرته د افغانانو د ایستلو اعلان کړی و، زرګونه افغانانو لویدیځو هېوادونو ته د ځان رسولو لپاره د هوایي ډګر په لور مخه کړه. کابل هوایي ډګر د اګست میاشتې تر پایه له امریکایي ځواکونو سره پاتې شو او له هېواده د بهرنیانو او افغانانو د ایستلو د غیرمنظم بهیر له کبله د هوایي ډګر وضعیت له کنټروله ووت او زرګونه افغانان د هوایي ډګر پر دروازو ورټول شول. په هوایي ډګر کې د ګډوډۍ له کبله د اګست په ۲۶مه د داعش ډلې دوو خونړیو چاودنو ته هم زمینه برابره شوه، چې په پایله کې یې ۱۳ امریکایي سرتېري او تر ۱۷۰ زیات ملکي وګړي ووژل شول؛ خو وروسته ځینو رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړل، چې ډېری ملکي وګړي له چاودنې وروسته د بهرنیو ځواکونو له لوري په مرمیو ویشتل شوي وو.

د اګست په ۳۱مه وروستی امریکایي پوځي کریس دوناهو په وروستي پرواز کې د افغانستان له خاورې ووت او په دې توګه په افغانستان کې د امریکا شل کلنه جګړه پای ته ورسېده او تر دې نېټې د هوایي ډګر د تخلیې په عملیاتو کې کابو ۱۲۳ زره افغانان او بهرنیان لوېدیځو هېوادونو ته ولېږدول شول. طالبانو نیمه شپه په هوایي ډګر کې د خوښۍ ډزې وکړې او د اګست ۳۱مه مازدیګر مهال یې کابل کې د یوې غونډې پر مهال له امریکایانو څخه د هېواد بشپړه خپلواکي ونمانځله.

په بل اړخ کې پنجشیر ولایت د دې میاشتې تر پایه د طالبانو تر کنټرول لاندې رانغی. طالبانو وویل، چې نه غواړي پنجشیر د جګړې له لارې ونیسي، خو که مسئله له سوله ییزې لارې هواره نه شي، د زور له لارې به دغه ولایت هم ونیسي. له دې کبله د اګست میاشتې تر پایه د پنجشیر د مسئلې د سوله ییز حل هڅې کېدې او د دواړو لورو ترمنځ خبرې روانې وې. خو د دواړو لورو غوښتنو ته په کتلو سره غالب تحلیلونه دا دي، چې پنجشیر ولایت به خامخا د خونړیو جګړو شاهد وي او په درنو تلفاتو سره به د طالبانو لاسته لوېږي. اساسا د دغې جګړې د پېښېدو لامل د ولسمشرۍ پخوانۍ مرستیال امرالله صالح بلل کېږي، چې  ښایي په هېڅ عنوان او هېڅ معاملې سره له طالبانو سره یو ځای کېدو یا تسلیمېدو ته آماده نه شي.

 

د سولې بهیر

د افغانستان د شل کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې هڅې هم له هېواده د امریکایي ځواکونو له بشپړ وتلو او د طالبانو له نظامي بریا سره پای ته ورسېدې. دا بهیر چې له کابو تېرې یوې لسیزې راهیسې راروان و، په تېرو دوو کلونو کې جدي پړاو ته داخل شو. طالبانو لومړی له امریکایانو سره خبرې اترې وکړې او له یو نیم کال مذاکراتو وروسته یې د دوحې تړون لاسلیک کړ چې پایله یې له هېواد د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل شول. وروسته بیا بین الافغاني مذاکرات پیل شول، خو د بین الافغاني مذاکراتو په جریان کې د جوړجاړي ټول فرصتونه تر ډېره د حکومت له لوري ضایع شول او بالآخره د حکومت له پاشل کېدو او کابل ته د طالبانو له ننوتلو سره د افغان سولې بهیر هم پای ته ورسېد.

جولای میاشت

په جولای میاشت کې لومړی ځل د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په لوړه کچه مخامخ ناسته جوړه شوه؛ خو بیا هم د بین الافغاني مذاکراتو بهیر کوم پام وړ پرمختګ ونه کړ، بلکې تر ډېره دواړو لورو د جګړې پر ډګر تمرکز درلود.

د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان حکومت جګپوړی پلاوی د جولای په ۱۶مه دوحې ته ولاړ او هلته یې د طالبانو د رهبر د سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په ګډون د طالبانو له استازو سره وکتل. تمه وه، چې په دې ناسته کې به دواړه لوري په خبرو اترو کې پرمختګ وکړي او لږ تر لږه به د لوی اختر په ورځو کې پر اوربند توافق وکړي؛ خو د تمې خلاف داسې ونه شول. په دې ناسته کې دواړو خواوو پر نرمښت او سیاسي هوکړې ته پر رسېدو ټینګار وکړ؛ خو د غونډې له پای ته رسېدو وروسته دواړو لورو بېرته خپلو جګړه ییزو ادبیاتو ته مخه کړه او په ځانګړې توګه ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د کابینې غونډې ته وویل، چې د ده له پلان سره سم به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د جګړې وضعیت بدل شي. هغه وویل: «موږ سوله غواړو، خو طالبان تسلیمي غواړي.»

همدا لامل و، چې په جولای میاشت کې نه یوازې دا چې د سولې په خبرو اترو کې کوم څرګند پرمختګ ونه شو، بلکې د دواړو لورو له خوا تبلیغاتي جګړې لا زور واخیست. حکومتي ارګانونو د طالبانو په ګټه د خبرونو د نشر د مخنیوي هڅې پیل کړې او په یوه مورد کې یې په کندهار کې څلور خبریالان هم ونیول. وروسته ملي امنیت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې دغو خبریالانو د طالبانو په ګټه تبلیغات کول او له دې وروسته به دا ډول ژورنالیستیکو فعالیتونو ته اجازه ورنه کړي. دغه خبریالان په کندهار کې د طالبانو له لوري د سپین بولدک تر نیولو وروسته هلته تللي وو او د طالبانو له مشرانو سره یې مرکې کړې وې.

په بل اړخ کې بیا د طالبانو د قطر دفتر غړو د سیمې دریو هېوادونو ته سفرونه وکړل، چې په یوه دغه سفر کې یې د افغان حکومت له استازو سره هم وکتل. د جولای په لومړۍ اوونۍ کې د دغې ډلې یوه پلاوي تهران ته سفر وکړ او هلته یې د ایراني چارواکو په حضور کې د افغان حکومت له یوه پلاوي سره وکتل. په دې غونډه کې د افغان حکومت د پلاوي مشري د ولسمشرۍ پخواني مرستیال یونس قانوني او د طالبانو د پلاوي مشري عباس ستانکزي کوله. د غونډې د پای اعلامیه کې راغلي وو: جګړه د حل لاره نه ده او باید پر سیاسي جوړجاړي تمرکز وشي. په دې غونډه کې دواړو لورو د راتلونکي نظام په اړه خپل نظریات وړاندې کړل، چې جزئیات یې له رسنیو سره شریک نه شول، خو ډاکتر عبدالله دوحې ته له تګ وړاندې له بي بي سي سره په یوه مرکه کې وویل، چې د تهران په غونډه کې د انتخاباتو او د مشرتابه په اړه د طالبانو د فکر او د اوس او راتلونکي ترمنځ د لار نقشې په اړه د دوی د دریځ اړوند ډېر څه روښانه شول.

په تهران کې له دغې بین الافغاني غونډې سره هم مهاله د طالبانو یو بل جګپوړی پلاوی مسکو ته ولاړ او هلته یې د سولې د پروسې او د هېواد د وضعیت په اړه له روسي چارواکو سره تر بحثونو وروسته د جولای په ۱۰مه په یوه مطبوعاتي کفنرانس کې هم څرګندونې وکړې. د دغو څرګندونو په یوه برخه کې د طالبانو د قطر دفتر غړي مولوي شهاب الدین دلاور وویل: که طالبان وغواړي په دوو اوونیو کې ټول افغانستان تر خپل کنټرول لاندې راوستلی شي.

همدا راز د جولای په ۲۸مه د طالبانو د قطر سیاسي دفتر یو نهه کسیز پلاوی په یوه دوه ورځني سفر چین ته ولاړ او هلته یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره وکتل. د چین بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې وویل چې ښاغلي وانګ په دې لیدنه کې طالبانو ته وویل چې دوی د دې ډلې لخوا افغانستان کې د “روانې جګړې پای ته رسېدو” او “بیارغونه” کې د “مهم رول” لوبولو هیله لري.

په جولای میاشت کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته رامنځته شوي وضعیت او د جګړې په ډګر کې د طالبانو پرمختګونو سره داسې تمه کېده، چې حکومتي لوری پر جګړې د ټینګار پر ځای له طالبانو سره د جوړجاړي لاره خپله کړي، خو د تمې خلاف داسې ونه شول او په دې توګه د سولې لپاره وروستي فرصتونه هم ضایع شول.

د اګست میاشتې تحولات

د اګست میاشتې تحولاتو وښوده، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ټول ښکېل لوري ناکام شول او بالاخره له نظامي لارې د حکومت ړنګېدو ته لاره هواره شوه. اشرف غني هم له هېواده تر تښتېدو وروسته په خپل ویډیويي پیغام کې ومنله چې د سولې پروسې ناکامي د حکومت، طالبانو او نړیوالو د سیاسي رهبرۍ ماته وه. د امریکا ولسمشر جو بایډن د کابل له سقوط وروسته وویل، چې ولسمشر غني ته یې ویلي وو چې له طالبانو سره سوله وکړي، خو هغه ورته ویلي وو چې طالبان به د جګړې له لارې مات کړي. د هغه په وینا، ولسمشر غني دروغ ورته ویلي وو.

د حکومت له ړنګېدو وړاندې او وروسته بېلابېلو شواهدو وښوده چې د سولې بهیر د بریالي کېدو لپاره سیاسي اراده موجوده نه وه، بلکې دا بهیر یوازې د وخت ضایع کولو یوه لاره جوړه شوې وه. له دې کبله اوس تحلیلونه دا دي، چې که طالبانو د زور له لارې پر ټول هېواد ولکه نه وی ټینګه کړې، د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بهیر ښايي پایلې ته نه وای رسېدلی او جګړې به دوام درلود.

د طالبانو له نظامي بریا سره د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ډېری غړي چې هلته یې له افغان حکومت سره مذاکرات کول، د دغه دفتر د مشر او د طالبانو د رهبر د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون د اګست په ۱۷مه له دوحې څخه کندهار ته ورسېدل او د حکومت او طالبانو د سولې بهیر هم ورسره پای ته ورسېد.

 

امنیتي وضعیت

جولای او اګست میاشتې هم د تېرو شلو کلونو په څېر د افغانانو لپاره خونړۍ میاشتې وې. په جولای میاشت کې طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړ او لسګونه ولسوالۍ یې سقوط کړې، خو د دې میاشتې تر پایه یې د ولایتونو د مراکزو د نیولو هڅه ونه کړه. اګست میاشت بیا د حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې وروستۍ میاشت شوه او د دې میاشتې په نیمایي کې افغان حکومت د طالبانو پر وړاندې خورا هیښوونکې ماته وخوړه. له همدې کبله په اګست میاشت کې د طالبانو او افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه هم د تېرې جولای میاشت په پرتله لږه وه، ځکه افغان حکومت د دې میاشتې په نیمایي کې سقوط شو او له بلې خوا طالبانو ډېری ښارونه له جګړې پرته یا د حکومتي ځواکونو له لږ مقاومت وروسته ونیول. خو د ملکي وګړو مرګ ژوبله بیا په اګست میاشت کې هم لوړه وه، چې د لوړوالي یو لامل یې هم د اګست په ۲۶مه په کابل هوایي ډګر کې د داعش ډلې خونړۍ چاودنې وې. همدا راز اګست میاشت په تېرو کابو دوو کلونو کې لومړنۍ میاشت شوه، چې امریکایي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله پکې واوښته؛ خو بالآخره د دې میاشتې په وروستۍ نېټه د افغان جګړې اساسي عامل (د بهرنیو ځواکونو حضور) له منځه ولاړ.

د ولسوالیو او ولایتونو سقوط

په جولای او اګست میاشتو کې هره لحظه د جګړې ډګر د بدلون شاهد و. په جولای میاشت کې تر ډېره د طالبانو له لوري د ولسوالیو یو پر بل پسې نیولو خبرونه خپاره شول او د میاشتې په وروستیو کې د څو ولایتونو پر مرکزونو هم د طالبانو له خوا بریدونه وشول. دا ولایتونه بادغېس، هلمند، هرات او کندهار وو، خو هغه مهال طالبان ونه توانېدل چې دغو ښارونو ته ننوځي. خو په اګست میاشت کې بیا په ناڅاپي توګه د ولایتونو د سقوط لړۍ پیل شوه او هره ورځ پکې څو ولایتونه سقوط شول. دا وضعیت افغانانو او نړیوالو ته خورا هیښوونکی و، چې په پایله کې یې د ۱۰ ورځو په موده کې ټول افغانستان د طالبانو لاس ته ولوېد او افغان حکومت له سلګونه زره ځواکونونو سره سره وپاشل شو.

د جګړو توند بهیر

د جولای میاشتې له پیله په ټول هېواد کې د جګړې بهیر ګړندی شو او حتی د لوی اختر په ورځ (د جولای ۲۲مه) په ارګ کې د اختر د لمانځه پر مهال توغندي ولګېدل. د جولای میاشتې په اوږدو کې حکومتي ځواکونو د ځینو ولسوالیو بېرته نیولو ادعاوې کولې، خو دغو ادعاوو تر ډېره حقیقت نه درلود او حکومت د ولایتونو د مرکزونو پر ساتلو تمرکز کړی و. د جولای په ۲۲مه د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي هم وویل، چې طالبان د شاوخوا ۲۰۰ ولسوالیو مرکزونه په واک کې لري او اوس هڅه کوي ګڼ میشته سیمې یو له بله جلا کړي.

په اګست میاشت کې د ولایتونو د سقوط د لړۍ له پیل سره د هېواد له بېلابېلو ولایتونو لسګونه زره تنه د کابل په لور کډوال شول او عامه ذهنیت دا و، چې ښایي نور ولایتونه د طالبانو له لوري سقوط شي، خو کابل ښایي په آسانۍ د طالبانو ولکې ته ورنه شي.

.د سره صلیب نړیوالې ادارې د جولای په ۲۱مه وویل، چې په افغانستان کې په تېرو څو میاشتو کې د تاوتريخوالي زیاتوالي پر ملکي وګړو ناورين زیږوونکې پایلې لرلې. دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې د روان میلادي کال په لومړيو شپږو میاشتو کې يې د نږدې پنځوس زره ټپیانو مرسته کړې. بېلګې په توګه يې د کندهار د میرویس روغتون یادونه کړې وه چې د روان میلادي کال په لومړۍ نیمايي کې ۲۳۶۶ ټپیان وروړل شوي.

 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما دفتر هم د جولای په ۲۶مه وویل، چې د ۲۰۲۱ کال لومړیو شپږو میاشتو کې ولسي مرګ ژوبله په بې مخینې ډول لوړه شوې، په تېره د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیلېدو او د طالبانو بریدونو ډېرېدو وروسته پکې ځانګړی او چټک زیاتوالی راغلی دی. یوناما خپل رپوټ کې ویلي وو، چې په ۲۰۲۱ کال کې د جګړو له کبله تر اوسه ۵۱۸۳ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۱۶۵۹ پکې وژل شوي او ۳۲۵۴ ټپيان شوي دي او دا د ۲۰۲۰ کال د ورته مودې په پرتله ۴۷ سلنه زیاتوالی ښيي. خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون بیا د اګست په لومړۍ نېټه په یوه راپور کې وویل، چې ملکي مرګ ژوبله ۸۰ سلنه لوړه شوې.

د اګست په ۴مه طالبانو په کابل کې د دفاع وزارت د سرپرست پر مېلمستون هم خونړی برید وکړ، چې په پایله کې شاوخوا ۱۰ تنه ووژل شول او تر ۲۰ ډېر پکې ټپیان شول، خو دفاع وزیر او کورنۍ ته یې پکې زیان ونه رسېد. د اګست په ۶مه بیا طالبانو د ولسمشر پخوانی ویاند او د حکومت د رسنیو مرکز مشر دواخانه مینه پال په کابل ښار کې په یوه برید کې ترور کړ.

تلفات

د قاصد ستراتېژیکو څېړنو مرکز له لوري د جګړې د مرګ ژوبلې په اړه د راټولو شوو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ میلادي کال په جولای میاشت کې د ښکېلو لورو او ملکیانو ۱۹۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې ۱۰۱۸ پکې وژل شوي او ۸۹۴ نور هم ټپیان شوي وو. د راپور شمېرو ته په کتلو، بیا هم ډېره مرګ ژوبله طالبانو او ورپسې په ترتیب سره حکومتي ځواکونو او ملکي وګړو ته اوښتې وه. (جدول-۱).

په اګست میاشت کې بیا له دې کبله چې جګړه د دې میاشتې تر نیمایي پورې روانه وه او د اګست پر ۱۵مه افغان حکومت سقوط شو، د مرګ ژوبلې کچه د لږ ټیټوالي ښودنه کوي. په دې میاشت کې ټول ۱۶۵۴ تنه وژل شوي او ټپیان شوي وو، چې له جملې څخه یې ۹۳۱ تنه وژل شوي او ۷۲۳ نور هم ټپیان شوي وو. په دې میاشت کې په لومړي ځل د طالبانو مرګ ژوبله کمه وه، خو د افغان ځواکونو او ملکیانو د مرګ ژوبلې کچه بیا لوړه وه، چې لامل یې د ښارونو د نیولو لپاره جګړې او په کابل هوایي ډګر کې خونړۍ چاودنې وې. یوازې د اګست په ۳مه د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د خونړیو جګړو او افغان ځواکونو د بمبارۍ له کبله ۲۰ تنه ملکي وګړي ووژل شول او ۱۸۹ نور ټپیان شول. (جدول-۲).

جدول-۱: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله (جولای ۲۰۲۱م)

نوم وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۳۵۵ افغان ځواکونه ۲۲۵
د دولت وسله‌وال مخالفین ۴۵۳ د دولت وسله‌وال مخالفین ۱۹۳
ملکي وګړي ۲۱۰ ملکي وګړي ۴۷۶
بهرني ځواکونه ـ بهرني ځواکونه ـ
مجموعه ۱۰۱۸ مجموعه ۸۹۴
ټول وژل شوي او ټپیان         ۱۹۱۲

جدول-۲: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله (اګست ۲۰۲۱م)

نوم وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۳۲۰ افغان ځواکونه ۱۱۵
د دولت وسله‌وال مخالفین ۲۸۸ د دولت وسله‌وال مخالفین ۹۸
ملکي وګړي ۳۱۰ ملکي وګړي ۴۹۰
بهرني ځواکونه ۱۳ بهرني ځواکونه ۲۰
مجموعه ۹۳۱ مجموعه ۷۲۳
ټول وژل شوي او ټپیان         ۱۶۵۴

پای

همچنین ببینید

د افغانستان د وضعیت میاشتنی تحلیلي راپور (مارچ ۲۰۲۲م)

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.  مقدمه دا راپور …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *