خانه / افغانستان‏ / اعلامیه: د سولې د مشورتي لویې جرګې ارزونه او د اوسنۍ مرحلې اړتیاوې

اعلامیه: د سولې د مشورتي لویې جرګې ارزونه او د اوسنۍ مرحلې اړتیاوې

د سولې د مشورتي لویې جرګې ارزونه او د اوسنۍ مرحلې اړتیاوې

(د سولې د فعالینو او نظر خاوندانو علمي بحث)

اعلامیه

د سولې د بهير فعالینو او د نظر خاوندانو، سیاسي شخصتونو، د پوهنتونونو استادانو او پوهانو په یوه علمي بحث کې د سولې مشورتي لویه جرګه او د هغې پایلې وارزولې. په دغه علمي بحث کې همدا راز پر هغو نوښتونو او ګامونو بحث وشو، چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره په اوسني وخت کې په‌کار دي.

د دغه څېړنیز بحث ګډونوالو د مشورتي لویې جرګې د پایلو او اغېزو او همدا راز د سولې بهیر د بریالي کېدو او شته خنډونو د له منځه وړلو په تړاو، پر لاندې ټکو ټینګار وکړ:

  1. اوسمهال په افغانستان کې د سولې لپاره د بل هر وخت په پرتله زرین فرصت برابر شوی؛ ځکه نو په اوسني وخت کې د سولې د خبرو اترو پر وړاندې خنډونه جوړول او د دغه فرصت ضایع کول، که د هر لوري له‌خوا وي، په هېواد کې له سولې سره مخالفت دی او راتلونکي نسلونه به یې له هېواد او ملي او اسلامي ګټو سره خیانت وګڼي.
  2. د سولې د مشورتي لویې جرګې له لوري د اوربند غږ د خلکو غږ دی او د جګړې دواړه لوري باید دغه غږ ته مثبت ځواب ووایي، ترڅو د افغانانو د وینې تویېدنه بنده شي او د دواړو لورو ترمنځ باور جوړونې ته لاره هواره شي.
  3. د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو له پیل وروسته د ګډو ځواکونو شپني عملیات او چاپې هم زیاتې شوې دي، چې ملکي وګړو ته پکې په پراخه کچه مرګ‌ژوبله اوړي. له همدې امله پر افغان حکومت غږ کوو، چې د عامو خلکو پر کورونو او کلیو بمبارۍ او شپني عملیات بند کړي. د بحث ګډونوالو خواشیني څرګنده کړه، چې که څه هم د لویې جرګې ګډونوالو د دغو عملیاتو او بمباریو د بندولو غوښتنه کړې وه؛ خو د جرګې په پرېکړه‌لیک کې ځای ورنه کړل شو.
  4. د سولې د مشورتي لویې جرګې له لوري له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش غږ د ستایلو وړ دی؛ ځکه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مناسب او ټولو لورو ته د منلو وړ مهالوېش ټاکل کېدل د اوسنۍ مرحلې یو اړین ګام دی. پر افغان حکومت غږ کوو، چې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو لپاره د هڅو پر ځای، د دغو ځواکونو د عملي وتلو لپاره د زمینې برابرولو هڅې وکړي. همدا راز ټینګار کوو، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرمهال هغوی خپلې وسلې او تجهیزات ویجاړ نه کړي او نه یې له افغانستانه وباسي، بلکې افغانانو ته یې وسپاري.
  5. د دین بېلابېل قرائتونه د جګړې اساسي عامل بلل، په هېواد کې روانه جګړه لا ډېره پېچلې کولی شي، ځکه اوسمهال د جګړې اساسي عامل په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو حضور دی او په مسلمانانو او اسلام پورې د دغې جګړې تړل او بهرنیو لورو ته برائت ورکول دا وضعیت لا ډېر پېچلی کوي. که څه هم، دا ټکی د لویې جرګې د عمومي بحث او ټولو کمېټو د تمرکز ټکی نه و؛ خو له بدغه مرغه په وروستي پرېکړه‌لیک کې ځای ورکړل شو.
  6. په هېواد کې د حاکم نظام پر ډول او نوم ټینګار او کشمکش ته باید لاره هواره نه شي. دا چې تراوسه ټول لوري پر دې متفاهم دي، چې په هېواد کې به اسلامي او ولسواک نظام حاکم وي، په دې مرحله کې دا ډول موارد د پېش‌شرطونو په توګه مطرح کول، د سولې پر وړاندې خنډونه جوړولی شي.
  7. د طالبانو او نورو مطرح افغاني لورو ترمنځ مخامخ خبرو اترو ته له هرې ممکنه لارې چې کېږي، زمینه برابره شي او د دواړو لورو ترمنځ د باور جوړونې په موخه باید منفي تبلیغات او ناسمې څرګندونې بندې شي.
  8. د بین‌الافغاني تفاهم د بریالي کېدو لپاره په قطر کې د پلان شوې ځنډېدلې غونډې په څېر غونډو شدیده اړتیا ده، ترڅو هلته په اختلافي ټکو بحث وشي او د دواړو لورو په حضور کې د اختلافي مواردو یو ابتدایي نوملړ د زیاتو او تخنیکي بحثونو لپاره جوړ شي.
  9. بهتره ده، چې په بین‌الافغاني غونډو کې د افغانستان د حکومت ۲۰ سلنه استازي، د طالبانو ۲۰ سلنه استازي او د افغان سیاسیونو او نورو افغاني لورو ۶۰ سلنه استازي او نور پوهان او د سولې فعالین ګډون ولري. خو د غونډو د ګډونوالو په تړاو اختلافات او نه همغږي دا بهیر له ناکامۍ سره مخ کولی شي؛ نو ځکه دا د سولې پر وړاندې خنډ جوړول بولو، چې باید مخه یې ونیول شي.
  10. د حکومت پر محوریت د سولې پر خبرو اترو ټینګار که په هېواد کې د سولې د راتګ پر وړاندې خنډ کېږي؛ نو باید حکومت له خپل دغه دریځ څخه تنازل وکړي او پر ځای یې ټول‌منلو بین الافغاني خبرو اترو ته لاره پرانیزي.
  11. د سرپرستې یا لنډمهالې ادارې جوړېدل که په هېواد کې د روانې خونړۍ جګړې له درېدو سره مرسته کولی شي، نو د اړتیا په صورت کې له دغسې یوې ادارې سره مخالفت باید په هېواد کې د جګړې د دوام لامل نه شي.
  12. همدارنګه د افغانستان له خاورې نورو ته د ګواښ نه متوجه کېدو غوښتنه باید افغانان هغه لوري ته یونه‌سي، چې د نورو هېوادونو د استعماري غوښتنو په خدمت کې شي.
  13. د داخلي جګړو اندېښنه د ټولو افغانانو اساسي اندېښنه ده او باید د خبرو اترو په ټولو غونډو کې د دغې اندېښنې په تړاو مناسب تدابیر ونیول شي، ترڅو افغانان ډاډه شي چې بیا به د داخلي جګړو ترخې تجربې نه تکرارېږي.
  14. په افغانستان کې یوه اساسي ستونزه دلته د یوه قوي حکومت نشتون دی. نړیواله ټولنه باید د افغانستان پر اوږدمهالي ملاتړ سره دلته د یوه قوي او متمرکز نظام ملاتړ وکړي، ترڅو له سولې وروسته پړاو کې هم د داخلي جګړو په مخنیوي کې خپل رول ولوبوي.

پای

همچنین ببینید

معاصر تاریخ ته په پام د افغانستان اوسني وضعیت ته یوه لنډه کتنه

لیکنه: عبدالباري کبیري دا چې افغانستان په تېرو څه د پاسه څلورو لسیزو کې د …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *