خانه / اوونيز راپور / د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۳ – ۲۹ مې، ۲۰۱۹م)

د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۳ – ۲۹ مې، ۲۰۱۹م)

د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۳ – ۲۹ مې، ۲۰۱۹م)

ګڼه: ۳

 

پېژندنه

قاصد د ستراتېژيکو څېړنو مرکز هره اوونۍ په افغانستان کې د جګړو او امنيتي پېښو له کبله ښکېلو لورو او ملکي خلکو ته اوښتې مرګ‌ژوبله په دقيق ډول څاري او دغه اوونيز راپور ترې چمتو کوي.

په دې اوونۍ کې د جګړې له کبله اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرې د افغان حکومت د وياندويانو، د طالبانو د سرچينو، په سيمه کې عيني شاهدانو او نورو بېلابېلو ادارو د باوري راپورونو او معلوماتو له مخې راټولې شوې دي.

دغه راپور د ۲۰۱۹ کال د مې له ۲۳مې تر ۲۹مې پورې (د ۱۳۹۸ کال د جوزا له ۲مې تر ۸مې پورې) په هېواد کې د امنیتي پېښو له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. دلته د افغان ځواکونو، د دولت وسله‌والو مخالفینو او ملکي خلکو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې کره شمېرې او جزئیات په جلا جلا عنوانونو کې لولئ.

 

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ ژوبله

په تېره اوونۍ کې لسګونه افغان پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د افغان ځواکونو ډېره مرګ‌ژوبله په شمالي ولایتونو کې وه. د مې په ۲۷مه د غور ولایت په مرکز کې د یوې وسله‌والې نښتې پر مهال لږ تر لږه ۲۰ تنه پولیس وژل شوي او شاوخوا ۵ نور ټپیان شوي دي. په همدې ورځ د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې هم پر یوې پوستې د طالبانو د برید په پایله کې ۱۲ تنه افغان پوځیان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي. همدا راز د مې په ۲۶مه د پکتیا ولایت په پټان سیمه کې په یوه ورته پېښه کې لږ تر لږه ۶ پولیس وژل شوي دي. په همدې ورځ په سرپل او کندز ولایتونو کې هم ۹ تنه پولیس ووژل شول او ۷ نور ټپيان شول. د مې په ۲۴مه د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې هم د پولیسو پر یوه پوسته د طالبانو په برید کې ۲ پولیس وژل شوي دي. د مې په ۲۷مه د سرپل په بېلابېلو سیمو کې هم ۸ تنه پولیس وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان دي. د مې په ۲۶مه په د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له کبله ۱۰ پولیس ځای پر ځای وژل شوي دي. د مې په ۲۶ مه د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې ۱ تن پولیس وژل شوی او ۷ تنه نور ټپیان دي. د مې په ۲۹مه د بغلان ولایت په چشمه شیر سیمه کې د طالب وسله‌والو په یوه برید کې د ملي اردو ۶ سرتېري ووژل شول. (جدول-۱).

جدول ۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۶ ۰ ۶
پولیس ۶۸ ۵۸ ۱۲۶
مجموعه ۷۴ ۵۸ ۱۳۲

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌ژوبله

په تېره اوونۍ کې د دولت وسله‌والو مخالفینو ته هم درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د مې په ۲۷مه د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ په د دواب سیمه کې د امریکایي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۲۱ وسلوال طالبان وژل شوي. همدا راز د دغه ولایت د نهر سراج ولسوالۍ د عبدالرشید کاریز  په سیمه کې د هوايي برید په پایله کې ۴ تنه وسله‌وال وژل شوي دي. د مې په ۲۸مه د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ کې هم د هوايي برید له کبله ۴ ته وسله‌وال جنګیالي وژل شوي دي. همدا راز د سنګین ولسوالۍ په خاکش کاریز سیمه کې ۲ تنه وسله وال د یوه ځای پر ځای شوي ماین له کبله وژل شوي دي. د مې په ۲۸مه د افغان ځواکونو د هوايي او ځمکنيو عملیاتو په پایله کې د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې ۲۶ وسله‌وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي. همدغه راز د پکتیا ولایت د ګیان ولسوالۍ په زاړه ګیان خواجه خېلو او مکړ کلیو کې ۱۶ وسلوال طالبان وژل شوي دي. د مې په ۲۶مه د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هم ۱۵ تنه وسله وال ووژل شول. د مې په ۲۶مه د ننګرهار ولایت د شیرزادو  ولسوالۍ په توتو سیمه کې د افغان ځانکړو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي. د مې په ۲۶ په غزني ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو پرمهال د یوه سرګروپ په ګډون ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د مې په ۲۶ مه د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ۳۰ طالب وسله وال وژل شوي دي. د مې په ۲۳ مه د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په کلانکچې سیمه کې پر وسله‌والو طالبانو د برید له کبله ۲ وسله وال وژل شوي دي. د مې په ۲۵مه د لوګر ولایت د محمداغي ولسوالۍ په آب بازک او فقیر کلا سیمو کې ۴ طالب وسله وال وژل شوي دي او ۲ نور ټپیان دی. د مې په ۲۸مه په کندهار ولایت کې افغان ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې ۷ تنه طالب وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي. په سرپل ولایت کې هم د وسله والو  نښتو پر مهال ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپيان دي. د مې په ۲۹مه د بغلان په مرکز کې د وسله والې نښتې پر مهال ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د مې په ۲۶مه د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د نښتې پر مهال ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲ تنه یې ټپیان دي. د مې په ۲۶مه د فاریاب په دولت آباد ولسوالۍ کې د وسله والې نښتې پر مهال ۷ تنه طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.

د دې ترڅنګ، د مې په ۲۸مه په ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ډلې د یوه مشر په ګډون ۹ وسله‌وال جنګیالي وژل شوي دي. (جدول-۲).

جدول ۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۱۸۸ ۴۴ ۲۳۲
داعش ۹ ۹
مجموعه ۱۹۷ ۴۴ ۲۴۱

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله

ملکي وګړو ته په تېره اوونۍ کې بیا هم د هوایي بمباریو او شپنیو عملیاتو له کبله ډېره مرګ‌ژوبله اوښتې ده په دې اوونۍ کې یوناما هم د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده. د مې په ۲۴مه د کابل ښار نهمې حوزې اړوند په التقوا جامع جومات کې د یوې چاودنې له کبله د مفتي سمیع الله ریحان په نوم دیني عالم وژل شوی او ۱۶ نور ملکي وګړي ټپبان شوي دي. د مې په ۲۷مه د کابل ښار دوهمې حوزې اړوند د حج اقافو وزارت په کاسټر ‌ډوله موټر باندې د مقناطیسي ماین چاودنې له کبله ۱۰ تنه ټپیان شوي دي. د مې په ۲۵مه په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۶ ملکي وګړي وژل شوي دي. پر دغې پېښې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون جدي غبرګون ښودلی دی. د مې په ۲۴مه د کندهار ولایت په عینو مېنه سیمه کې د یوې چاودنې له کبله ۱۲ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي، چې  شپږ تنه یې ماشومان او څلور یې ښځې دي. د مې په ۲۷مه په سرپل ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو د وسله والې نښتې پر مهال د یوه ماشوم په ګډون ۳ ملکیان وژل شوي دي. د مې په ۲۷مه د غور په مرکز فېروزکوه ښار کې د وسله والې نښتې پر مهال ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي. همدا راز د مې په ۲۳مه په هلمند او کنړ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بمباريو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. د مې په ۲۶مه د فاریاب په دولت آباد ولسوالۍ کې د وسله والې نښتې پر مهال ۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي شوي دي. د مې په ۲۷مه د کابل ښار کارته سخي  جمال مېنه سیمه کې د شپې دوه بجې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي او ۲ ټپیان دي په وژل شويو کسانو کې دوه سړي دوې ښځې او درې ماشومان شامل دي. که څه هم ویل کېږي، د دغې پېښې انګېزه شخصي دښمني ده. (جدول-۳).

جدول ۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۵۱ ۵۶ ۱۰۷
مجموعه ۵۱ ۵۶ ۱۰۷

 

بهرنیو ځواکونو ته اوښتې مرګ ژوبله

په دې اوونۍ کې د طالبانو له ادعاوو سره سره، د بهرنیو ځواکونو مرګ ژوبله رسما نه ده منل شوې؛ خو بهرنیو ځواکونو منلې، چې یوه چورلکه یې په هلمند ولایت کې د بېړنۍ ناستې پر مهال په بشپړ ډول له منځه تللې او پکې سپاره افغان او بهرني سرتېري ټپیان شوي دي. دا هم په ډاګه شوې نه ده، چې په دې چورلکه کې څو کسان سپاره وو.

 

پایله

د تېرې اوونۍ راپور ښيي، چې د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د جوزا له ۲مې تر ۸مې (د مې میاشتې له ۲۳مې تر ۲۹مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۴۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې تر ټولو ډېره پکې د دولت وسله والو مخالفینو ته اوښتې ده. (جدول-۴). که څه هم طالبان د دوی جنګیالیو ته د دومره مرګ ژوبلې اوښتل نه تاییدوي؛ خو قاصد د تېر په څېر هڅه کړې، چې تر ډېره دا مرګ ژوبله له خپلواکو سرچینو څخه تایید کړي. په تېره اوونۍ کې بیا هم په چاپو او هوایي بریدونو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې کچه لوړه وه او په دې تړاو یوناما او په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم د اعلامیو په خپرولو سره جدي اندېښنې ښودلې دي.

 

جدول ۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ ژوبله

نوم

 

وژل شوي نوم

 

ټپـــــــــيان
افغان ځواکونه ۷۴ افغان ځواکونه ۵۸
د دولت وسله‌وال مخالفین ۱۹۷ د دولت وسله‌وال مخالفین ۴۴
ملکي وګړي ۵۱ ملکي وګړي ۵۶
مجموعه ۳۲۲ مجموعه ۱۵۸

ټول وژل شوي او ټپیان               ۴۸۰

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *