خانه / اوونيز راپور /  د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۳ – ۹ جنوري ۲۰۲۰م)

 د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۳ – ۹ جنوري ۲۰۲۰م)

ګڼه: ۳۵مه

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ

سریزه

دغه راپور د ۲۰۲۰م کال د جنوري له ۳مې تر ۹مې (د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومي له ۱۳مې تر ۱۹مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. په دې اوونۍ کې د ټول هېواد په کچه ۱۷۸ تنه وژل شوي او ۸۱ نور هم ټپیان شوي دي.

د راپور د شمېرو له مخې، دا اوونۍ په هېواد کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله پام وړ کمه شوې ده. تېره اوونۍ په ټول هېواد کې ۵۸۱ تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو؛ خو دا اوونۍ ټول ۲۵۹ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله څو چنده کمه شوې ده، چې عمده لامل یې هم د هېواد په سړو سیمو کې د طالبانو د بریدونو کموالی دی. د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښه هم په کندهار ولایت کې وشوه، چېرته چې د طالبانو په یوه برید کې لږ تر لږه ۹ تنه ملي پولیس ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا دا اوونۍ د لوړوالي ښودنه کوي او ډېره مرګ‌ژوبله هم د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو او شپنیو عملیاتو کې وراوښتې ده. د شپنیو عملیاتو په یوه پېښه کې په کابل ښار کې ۵ تنه ملکیان ووژل شول. همدا راز د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې ناټو ځواکونو په بمبارۍ کې د وسله‌والو ترڅنګ ملکي وګړي هم ووژل شول.

همدا راز د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله راټیټه شوې؛ خو ډېره مرګ‌ژوبله بیا هم په هوایي بریدونو کې وراوښتې، چې تر ټولو خونړۍ پېښه یې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې وشوه.

په دغه راپور کې د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو او ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات لولئ. همدا راز د راپور په وروستۍ برخه کې د هېواد د ټولیز امنیتي وضعیت او مهمو امنیتي پېښو په اړه تحلیل لولئ.

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جنوري ۴مه:

د غور ـ هرات ولایت د لویې لارې په اوږدو کې د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ اړوند سیمه کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ۳ د انجینرۍ برخې پولیس وژل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو په کندز ښار کې د افغان ځواکونو پر یوه پوسته برید وکړ، چې له کبله یې په رامنځته شوې نښته کې د و سله‌والو طالبانو ترڅنګ، ۳ پولیس ټپیان شول.

د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په جوی‌ نو سیمه کې د یوې وسله‌والې نښتې پرمهال یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی دی.

د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ په مرکز کې یو پولیس د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ووژل شو.

د جنوري ۵مه:

د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ په مرکز کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو په وسله‌واله نښته کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی او دوه نور ټبیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې یوې امنیتي پوستې ته نږدې لومړی د موټر‌بم چاودنه وکړه او وروسته نښته را منځته شوه، چې له کبله یې ۹ تنه ملي پولیس وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کندز ښار اړوند په انګورباغ سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

وسله‌والو طالبانو د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوه پوسته برید وکړ، چې له کبله یې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی او بل ټپی شوی دی.

د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په بولان سیمه کې د یوه ماین د چاودنې له کبله یو پولبس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د سرپل ولایت د مرکز په کورک مغل سیمه کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې وروسته نښته رامنځته شوه او له کبله یې دوه  سیمه‌ییز پولیس ووژل شول.

د جنوري ۷مه:

د فاریاب ولایت په دولت‌آباد ولسوالۍ کې د یوه وسله‌وال چادري پوښ په مخامخ ډزو کې درې امنیتي سرتېري ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

د جنوري ۸مه:

د ملي اردو یوه چورلکه چې د فراه ولایت له مرکز څخه د پرچمن ولسوالۍ په لور روانه وه، د تخنیکي ستونزو له کبله وغورځېده او له کبله یې دوه پیلوټان وژل شوي دي.

په پکتیا ولایت کې د ملي اردو د یوې چورلکې د نسکورېدو له کبله د پکتیکا د امنیې قوماندان په ګډون ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.

د هرات ښار اتمې امنیتي حوزې ته څېرمه ناپېژاندو موټرسایکل سپرو وسله‌والو یو پوځي افسر په ډزو وواژه

جدول-۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۸ ۱۴

۲۲

پولیس

۱۸ ۱۶ ۳۴
مجموعه ۲۶ ۳۰

۵۶

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د جنوري ۳مه:

د بلخ ولایت په کشنده ولسوالۍ کې د افغان پولیسو په ځانګړو عملیاتو کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د اروزګان ولایت په ترینکوټ ښار کې په یوه هوايي برید کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د جنوري ۴مه:

د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

په کندز ښار کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې په رامنځته شوې نښته کې ۸ تنه وسله‌وال طالبان ووژل شول.

د فراه ولایت په قلعه کاه ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په خپلمنځي نښته کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ په احمد خېلو سیمه کې په یوه هوايي برید کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې څلور تنه ماین خوښوونکي وژل شوي دي.

د جنوري ۵مه:

په فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۸ د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د پکتیا ولایت د آریوب ځاځیو ولسوالۍ په سکندرخېلو سیمه کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د وسله‌والو طالبانو یو قوماندان ووژل شو.

په کندز ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د سرپل ولایت د مرکز په کورک مغل سیمه کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو په پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې په رامنځته شوې نښته کې ۴ وسله‌وال طالبان ووژل شول.

د جنوري ۷مه:

د فراه ولایت په پشت کوه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کندز ولایت د اقتاش ولسوالۍ په باسوان کلي کې په یوه هوايي برید کې د وسله‌والو طالبانو یو ماهر ماین جوړونکی له څلورو نورو وسله‌والو سره وژل شوی دی.

د جنوري ۸مه:

د هرات ولایت د شینډند ولسوالۍ په زېرکوه سیمه کې د ناټو ځواکونو په هوايي بریدونو کې، له طالبانو د جلا شوې ډلې مشهور قوماندان ننګیالی او لږ تر لږه ۱۵ نور وسله‌وال وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په توغلي پایین سیمه کې د افغان ځواکونو په برید کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په سلطان خېل سیمه کې د افغان ځواکونو په برید کې ۵ د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

د هلمند ولایت په خانشین او ګرمسېر ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په برید کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

په یوه بله پېښه کې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې دوه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د جنوري ۹مه:

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په علي‌ همت کلي کې د افغان کومانډو ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې ۸ تنه وسله‌وال طالبان ووژل شول.

جدول-۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۱۱۴ ۳۶

۱۵۰

مجموعه

۱۱۴ ۳۶

۱۵۰

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جنوري ۳مه:

د بادغېس ولایت په قادس ولسوالۍ کې یو ماشوم د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د جنوري ۴مه:

د مزار شریف ښار په لسمه ناحیه کې د یوه ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د جنوري ۵مه:

د افغان ځواکونو د لغمان ولایت په کتب خېلو سیمه کې د شپنیو عملیاتو پرمهال یو سپین ږیری سړی وژلی او څو نور مکلیان یې له ځان سره وړي دي.

د کابل ښار په خیرخانه سیمه کې افغان ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې د جمعیت ګوند یو پخوانی قوماندان آمر ستار او څلور نور ملکي وګړي وژلي دي.

د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د سنمگان ولایت د دره صوف پایان ولسوالۍ په بلوچ کلي کې وسله‌‌والو طالبانو دوه ملکي وګړي په ډزو ووژل.

د جنوري ۷مه:

د جلال آباد ښار د تلاشۍ چوک ته څېرمه یو ملکي وګړی د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ووژل شو.

د جنوري ۸مه:

د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په زېرکوه سیمه کې له طالبانو د جلا شوې ډلې پر مشهور قوماندان ننګیالي د ناټو ځواکونو په هوایي برید کې لږ تر لږه ۸ تنه ملکي وګړي هم ووژل شول او ۹ نور ټپیان شول.

د جنوري ۹مه:

د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې په یوه امنیتي پېښه کې دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د کندز ولایت په مرکز کې پر یوه دیني مدرسه د افغان ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې شپږ ماشومان وژل شوي دي.

د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ۶ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي.

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په بدراب سیمه کې د ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې د دوو ښځو په ګډون ۳ ملکیان وژل شوي دي.

جدول-۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۳۸ ۱۵

۵۳

مجموعه

۳۸ ۱۵

۵۳

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د راپور د شمېرو له مخې، د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د مرغومي له ۱۳مې تر ۱۹مې (د ۲۰۲۰م د جنوري له ۳مې تر ۹مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۲۵۹ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، چې ۱۷۸ پکې وژل شوي او ۸۱ نور هم ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه د تېرې اوونۍ په پرتله پام وړ کمه شوې ده. د افغان حکومت په اړخ کې، تېره اوونۍ ۱۲۲ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې دا شمېره د څو چنده کموالي ښودنه کوي او ټول ۲۶ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم په دې اوونۍ کې راټیټه شوې ده. تېره اوونۍ ۲۶۷ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره د تېرې اوونۍ په پرتله تر نیمایي زیاته راکمه شوې او ټول ۱۱۴ تنه طالب وسله‌وال وژل شوي دي. د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا د تېرې اوونۍ په پرتله د لوړوالي ښودنه کوي. تېره اوونۍ د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۲۴ تنه و، خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره ۳۸ تنو ته لوړه شوې ده.

په دې اوونۍ کې د ښکېلو لورو په ځانګړې توګه د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه په مجموعي ډول راټيټه شوې، چې عمده دلیل یې هم د هېواد په سړو سیمو کې د واورو ورښت او د یخنۍ سړه څپه ده، چې له کبله یې د امنیتي پېښو په کچه کې کموالی راغلی دی.

په بل اړخ کې بیا د ملکیانو مرګ‌ژوبله د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه شوې او ډېره مرګ‌ژوبله هم د افغان ځانګړو ځواکونو په شپنیو عملیاتو او بمباریو کې وراوښتې ده. په شپنیو عملیاتو کې د ملکیانو مرګ‌ژوبله له پراخو غبرګونونو او نیوکو سره سره لا هم روانه ده. په دې اوونۍ کې د دغه ډول پېښو لمن تر کابل ښار پورې راوغځېده. د کابل ښار په خیرخانه سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په شپنيو عملیاتو کې د جمعیت ګوند د یوه پخواني قوماندان آمر ستار په ګډون ۵ تنه وژل شوي دي. ويل کېږي نوموړی قوماندان د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې ملاتړی کس هم و. دغې پېښې د ورته نورو پېښو په پرتله زیات غبرګونونه وپارول او خپله ولسمشر اشرف غني د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره وکتل او د دغې پېښې د څېړلو لپاره یې یو پلاوی هم وګوماره. همدا راز په کندز، کاپیسا او لغمان کې هم ورته پېښې شوې دي، چې د معمول په څېر یې قربانیان طالب وسله‌وال ښودل شوي دي. په کابل کې د شپنیو عملیاتو د وروستۍ پېښې په څېر دغسې پېښو په اړه بېلابېل تحلیلونه شته دي او په ټوله کې داسې انګېرل کېږي، چې افغان حکومت د دغو عملیاتو د بندولو توان نه لري. تر ټولو ډېرې نیوکې له دې کبله دي، چې په شپنیو عملیاتو کې د خلکو د نیولو او بندي کولو پر ځای، بې‌وسلې خلک لاس تړلي په خپلو کورونو کې د صحرایي محکمې په څېر وژل کېږي.

د روانې جګړې د ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه وخت ناوخت ځینې کورني او نړیوال ارګانونه خپل راپورونه خپروي او د ملکیانو د لوړې مرګ‌ژوبلې په اړه اندېښه ښيي. دا اوونۍ هم د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله ۸.۳ سلنه لوړه شوې ده.

په روانه جګړه کې د ملکي مرګ‌ژوبلې لوړه کچه داسې مهال ده، چې په دې وروستیو کې له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې د امریکايي لوري له خوا پر اوربند ټینګار کېږي او له کبله یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه ځنډېدلې ده.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د څارونکي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای یوازې او یوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او سولې له لارې شونی دی. له همدې کبله پر افغان حکومت او ښکېلو نړیوالو لورو غږ کوو، چې د جګړې پر ډګر د تمرکز پر ځای د سولې هڅو ته پام واړوي.

 جدول ۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۲۶ افغان ځواکونه

۳۰

د دولت وسله‌وال مخالفین

۱۱۴ د دولت وسله‌وال مخالفین ۳۶
ملکي وګړي ۳۸ ملکي وګړي

۱۵

مجموعه

۱۷۸ مجموعه ۸۱

ټول وژل شوي او ټپیان               ۲۵۹

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *