خانه / اوونيز راپور / د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۲ –۱۸ جون ۲۰۲۰م)

د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۲ –۱۸ جون ۲۰۲۰م)

ګڼه: ۵۸

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته  کلېک وکړئ

سریزه

دغه راپور د ۲۰۲۰م کال د جون له ۱۲مې د تر ۱۸مې (د ۱۳۹۹ لمریز کال د غبرګولي له ۲۳مې تر ۲۹مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. دا اوونۍ د هېواد په کچه ټول ۳۷۱ تنه وژل شوي او ۲۴۵ نور هم ټپیان شوي.

د راپور د شمېرو له مخې، دا اوونۍ په هېواد کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله پام وړ لوړه شوې ده. تېره اوونۍ په ټول هېواد کې ۲۲۵ تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو، خو په دې اوونۍ کې ټول ۶۱۸ تنه وژل شوي او ټپيان شوي.

د دې اوونۍ په مرګ‌ژوبله کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه وه. د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په غور، هرات، خوست، غزني، بغلان، نیمروز او جوزجان ولایتونو کې وشوې، چېرته چې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه شوې. د ملکي مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په کابل، خوست، تخار او کاپیسا ولایتونو کې وشوې، چې ۳۲ تنه ملکي وګړي پکې وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي.

په بل اړخ کې بیا د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د لوړوالي ښودنه کوي. طالب جنګیالیو ته هم ډېره مرګ‌ژوبله په تخار، کندهار او پکتیکا ولایتونو کې اوښتې، چې شاوخوا ۷۵ وسله‌وال طالبان پکې وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.

په دغه راپور کې د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو او د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات لولئ. همدا راز د راپور په وروستۍ برخه کې د هېواد د ټولیز امنیتي وضعیت او مهمو امنیتي پېښو په اړه تحلیل لولئ.

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جون ۱۲مه:

د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ په ابک سیمه کې د وسله‌‌والو طالبانو په وسله‌وال برید کې ۷ پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی.

د بادغېس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په یوه وسله‌وال برید کې ۲ پولیس وژل شوي دي.

د خوست ولایت د علیشرو ولسوالۍ اړوند تریزیو روغتیايي کلنیک ته څېرمه سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو کسانو د حزب اسلامي د یوه غړي په موټر برید وکړ، چې له کبله یې د نوموړي ۷ ساتونکي وژل شوي دي.

د هرات ولایت په کهسان ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۵ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.

د جون ۱۳مه:

د کندهار ولایت د ډڼډ ولسوالۍ په عمارت سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۲ پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی.

د جون ۱۴مه:

د پکتیکا ولایت په زیړوک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲ امنیتي سرتېري هم ټپیان شوي دي.

د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲ پولیس وژل شوي دي.

د  هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې د پولیسو په لیکو کې د طالبانو  دوو نفوذي کسانو ۴ پولیس په ډزو ووژل.

د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو ۲ امنیتي سرتېري د موټر څخه ښکته کړل او په ډزو یې ووژل.

د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په یکه‌توت سیمه کې وسله‌والو طالبانو په یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې یو د ملي امنیت سرتېری او ۲ پولیس وژل شوي دي.

 د بغلان ولایت د ده‌صلاح ولسوالۍ په کوتل مرغ سیمه کې د سړک ترغاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی دی.

د کندز ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په یوه کمین کې د پولیسو یو قوماندان وژل شوی او ۴ نور ټپيان شوي دي.

د کندهار ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د یوه ناپېژاند وسله‌وال بریدګر په برید کې یو پولیس وژل شوی دی.

د جون ۱۵مه:

د پروان ولایت د سیدخېل ولسوالۍ په سه دکان سیمه کې د میدان وردک ولایت د ملي امنیت یو کارکوونکی د یوه ناپېژاند وسله‌وال کس په برید کې ووژل شو.

د لوګر ولایت د مرکز اړوند په کنجک سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۲ پولیس وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په وسله‌وال برید کې ۳ پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دي.

د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په وسله‌وال برید کې ۴ پولیس وژل شوي دي.

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په غازي خان خېلو سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په یوه کمین کې ۷ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

همدا راز د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په آخندزه، نورخېل، پاینده خېلو سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ پولیس وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.

د غزني ولایت په ده‌یک ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په وسله‌‌وال برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي او ۹ نور ټپيان شوي دي.

د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ په مرکز کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۳ پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د بادغېس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۲ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.

د جون ۱۶مه:

د پکتیکا ولایت په اته خونې سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې   ۳  پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبان ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۵ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د جون ۱۷مه:

د کندهار ولایت په تخته پل او ژړۍ ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبان ترمنځ په وسله‌واله نښتو کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د جوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ په مرکز کې وسله‌والو طالبانو د بالاحصار په پوځي مرکز برید وکړ، چې له کبله یې ۱۲ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.

د کندز ښار په تلوکه سیمه کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو په امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۶ د ملي اردو او یو پولیس وژل شوي او ۳ د ملي اردو سرتېري ټپیان شوي دي.

د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزي ته څېرمه سیمه کې یو پولیس د یوه ناپېژاند وسله‌وال کس په برید کې ووژل شو.

د جون ۱۸مه:

د کندهار ولایت په میانشین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۳ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د ملي اردو په پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۴ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

د نیمروز ولایت د زرنج او دلارام په لویه لاره وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو په پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۷ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت د مرکز په پلخمري ښار کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۷ پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.

جدول-۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي امنیت ۲ ـ

۲

پولیس

۸۴ ۵۴ ۱۳۸
ملي اردو ۴۴ ۳۶

۸۰

مجموعه

۱۳۰ ۹۰

۲۲۰

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د جون ۱۲مه:

د هرات ولایت په کشک رباط‌ سنګي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌‌واله نښته کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ په مشتاق کلي کې د پولیسو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د جون ۱۳مه:

د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په عمارت سیمه کې د افغان ځواکونو په برید کې ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ په توره ژوره او سره غونډۍ سیمو د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي.

د جون ۱۴مه:

د پکتیکا ولایت په زیړوک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۸ د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د تخار ولایت د تخار کندز په لویه لاره وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو په پوسته برید وکړ، چې وروسته نښته رامنځته شوه او له کبله یې ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شو ي دي.

د پکتیکا ولایت په اومنه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌‌واله نښته کې ۲۰ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د جون ۱۵مه:

د پکتیا ولایت په احمد آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌ولو طالبانو ترمنځ په وسله‌و‌اله نښته کې ۱۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

 د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په غازي خانخېلو سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ په مرکز کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د جون ۱۶مه:

د پکتیکا ولایت په اته خونه سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

د جون ۱۷مه

د کندهار ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو په امنیتي پوسته برید وکړ، چې وروسته نښته رامنځته شوه او له کبله یې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

همدا راز د کندهار ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان ولایت په آقچه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۷ طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت د ښورابک ولسوالۍ په څارګو سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او  ۹ نور ټپيان شوي دي.

د جون ۱۸مه:

د کندهار ولایت په میانشین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

جدول-۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۱۸۱ ۹۸

۲۷۹

مجموعه

۱۸۱ ۹۸

۲۷۹

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جون ۱۲مه:

د کابل ښار په څلورمه کارته کې د شیرشاه سوري په جامع جومات کې چاودنه وشوه، چې له کبله یې د د ملا امام په ګډون ۴ لمونځ کوونکي وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د خوست ولایت د علیشرو ولسوالۍ اړوند تریزیو روغتیايي کلنیک سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو کسانو د حزب اسلامي د یوه غړي په موټر برید وکړ، چې له کبله یي نوموړی وژل شوي دی.

د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو د راکټ مرمۍ د لګېدنې له کبله ۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د یوه ناپېژاند وسله‌وال بریدګر په برید کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ په ششپر سیمه کې یو ملکي وګړی د یوه ناپېژاند وسله‌وال کس په برید کې وژل شوی دی.

د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ پخوانی ولسوال په یوه وسله‌وال برید کې وژل شوی دی.

د تخار ولایت په چاه‌آب ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله‌والو کسانو په ډزو کې ۱۲ ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د جون ۱۳مه:

د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار اړوند په التمور سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو کسانو د یوه کورنۍ ۴ ښځینه غړي په ډزو ووژلې او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د تخار ولایت په چاه‌آب ولسوالۍ کې د یوه جامع جومات ملام امام د ناپېژاندو وسله‌والو بریدګر په برید کې ووژل شوی او ۲ نور هم ټپيان شوي دي.

د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې یو ملکي وګړی د یوه ناپېژاند وسله‌وال بریدګر په برید کې ووژل شو.

د جون ۱۴مه:

د خوست ولایت د اسماعیل خيلو او مندوزیو ولسوالیو د چراګاه او دیګانو سیمو ته نږدې ناپېژاندو وسله‌والو بریدګرو په یوه کور برید وکړ، چې له کبله یې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د لوګر ولایت د پل علم ښار په خضر بازار سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۲ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ښار ګمرک ریاست ته مخامخ په یوه چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو ملکي وګړی هم وژل شوی دی.

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کندهار ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ناپېژاند وسله‌وال بریدګر په برید کې یو ډاکټر وژل شوی دی.

د جون ۱۵مه:

د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

د جون ۱۶مه:

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په مشنواڼۍ سیمه کې د واده پر مراسمو د هاوان مرمۍ د لګېدنې له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د جون ۱۷مه:

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په سورکۍ سیمه کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی

د غزني ولایت په ده‌یک ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ پر ماشومانو چاودنه وکړه چې ۴ ماشومان وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي.

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ماین په چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزي ته څېرمه سیمه کې یو ملکي وګړی د یوه ناپېژاند وسله‌وال کس په برید کې ووژل شو.

د غور ولایت د مرکز په فېروزکوه ښار کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ۳ ماشومان وژل شوي دي.

د جون ۱۸مه:

د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې په یوه مدرسه کې د یوه راکټ مرمۍ په چاودنه وکړه چې ۹ زده کوونکي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي

جدول-۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۶۰ ۵۹

۱۱۹

مجموعه

۶۰ ۵۹

۱۱۹

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د راپور د شمېرو له مخې، د روان لمريز ۱۳۹۹ کال د غبرګولي له ۲۳مې تر ۲۹مې (د ۲۰۲۰م د جون له ۱۲مې تر ۱۸مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۶۱۸ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې ۳۷۱ تنه پکې وژل شوي او ۲۴۷ نور هم ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه د تېرې اوونۍ په پرتله پام وړ لوړه شوې. په تېره اوونۍ کې ۶۰ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې ټول ۱۳۰ افغان سرتېري وژل شوي دي. د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه شوې. تېره اوونۍ ۷۵ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې ۱۸۱ تنه وسله‌وال جنګیالي وژل شوي دي. د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم  دتېرې اوونۍ په پرتله د لوړوالي ښودنه کوي. په تېره اوونۍ کې د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۲۳ تنه و، خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره ۶۰ تنو ته لوړه شوې (جدول-۴).

دا اوونۍ د مرګ ژوبلې مجموعي کچه د تېرې اوونۍ په پرتله پام وړ لوړه شوې؛ په ځانګړې توګه د ملکیانو مرګ ژوبله تېره اوونۍ کمه وه خو دا اوونۍ د تېرې اوونۍ خلاف زیاته ده. ملکي وګړو ته بیا هم د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوو ماینونو په چاودنو او د جګړې د ښکېلو لورو له‌خوا پر ملکي کورونو راکټي بریدونو ډېره مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د ملکیانو دغه مرګ ژوبله داسې مهال ده، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه تازه راپور کې یو ځل بیا ادعا کړې، چې طالبانو په تېره اوونۍ کې ۱۴۷ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده، چې ۴۲ پکې وژل شوي او ۱۰۵ نور ټپيان شوي دي. که څه هم طالبانو دا ادعاوې رد کړې دي او د ملکي ملکي مرګ ژوبلې اصلي عاملین یې افغان او بهرني ځواکونه بللي دي.

له بله پلوه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) په تازه راپور کې راغلي، چې د روان میلادي کال په لومړۍ ربعه کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله لوړه شوې. یوناما په خپل راپور کې کاږي، چې د کرونا وبا د خپرېدو پر مهال هم طالبانو او افغان حکومت د جګړې په ډګر کې د تاوتریخوالي کچه لوړه ساتلې وه او په دې توګه د ملکي وګړو پراخې مرګ ژوبلې دوام موندلی.

د ملکي مرګ ژوبلې او روان تاوتریخوالي ترڅنګ، د سولې په خبرو اترو کې هم د پرمختګ څرکونه لیدل کېږي. تېره اوونۍ په قطر کې د سیاسي دفتر اروپايي برخې مسئوولینو د افغانستان لپاره د ناروې هېواد ځانګړي استازي پرالبرټ الساس سره د ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد په روان وضعیت او د دوحې د تړون د تطبیق په اړه خبرې اترې وکړې، چې د ناروې هېواد د سولې د پروسې څخه ملاتړ او په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ. همدا راز په قطر کې د سیاسي دفتر مشر ملا برادر افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازي محمد صادق سره په دوحه کې ولیدل چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ یې د افغان سولې په اړه هم خبرې اترې وکړې. له بلې خوا، په دې اوونۍ کې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ۷۱ تنه افغان ځواکونه د وسله‌والو طالبانو له زندانونو خوشې شوي دي. د افغان حکومت له لوري هم تراوسه ۳۰۰۰ بندیان خوشې شوي؛ خو ځینو سرچینو قاصد ته وویل، چې ښایي په نژدې ورځو کې د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو خوشي کېدو لړۍ بشپړه شي او بین الافغاني خبرې اترې پیل شي.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د څارونکي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای یوازې او یوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او بین الافغاني تفاهم له لارې شونی دی. له همدې کبله پر افغان حکومت او نورو ښکېلو لورو غږ کوو، چې د سولې هڅو ته جدي پام واړوي او له دغې ملي قضیې سره مسؤولانه چلند وکړي.

 جدول-۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۱۳۰ افغان ځواکونه

۹۰

د دولت وسله‌وال مخالفین

۱۸۱ د دولت وسله‌وال مخالفین ۹۸
ملکي وګړي ۶۰ ملکي وګړي

۵۹

بهرني ځواکونه

ـ بهرني ځواکونه ـ

مجموعه

۳۷۱ مجموعه ۲۴۷

ټول وژل شوي او ټپیان         ۶۱۸             

پای

همچنین ببینید

د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۵ –۱۱ جون ۲۰۲۰م)

ګڼه: ۵۷ یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته  کلېک وکړئ سریزه …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *