خانه / اوونيز راپور / د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۸ – ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۰م)

د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۸ – ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۰م)

 

ګڼه: ۶۷

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ

سریزه

دغه راپور د ۲۰۲۰م کال د سپټمبر له ۱۸مې تر ۲۴مې (د ۱۳۹۹ لمریز کال د سنبلې له ۲۸مې د میزان تر ۳مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. دا اوونۍ د هېواد په کچه ټول ۴۳۳ تنه وژل شوي او ۲۲۳ نور هم ټپیان شوي.

د راپور د شمېرو له مخې، دا اوونۍ په هېواد کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه یو ځل بیا لوړه وه، چې د جګړې دواړو لورو او ملکي وګړو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د جګړې په ډګر کې دا تاوتریخوالی داسې مهال دی، چې په قطر کې بین الافغاني خبرې اترې هم پیل شوې دي.

په دې اوونۍ کې افغان ځواکونو ته د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مرګ ژوبله اوښتې، چې پکې مجموعا ۱۸۰ تنه وژل شوي او ۸۴ نور ټپیان شوي دي. د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په اروزګان، هلمند، هرات، تخار، کاپیسا او بلخ ولایتونو کې شوې دي.

په بل اړخ کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم لوړه وه. طالب جنګیالیو ته هم ډېره مرګ‌ژوبله په پکتیا، کندز او اروزګان ولایتونو کې اوښتې ده.

د ملکي وګړو لپاره هم دا اوونۍ خونړۍ وه. د ملکي مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښه بیا په کندز کې وشوه، چېرته چې د افغان ځواکونو په یوه هوایي برید کې لسګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

په دغه راپور کې د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو او د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات لولئ. همدا راز د راپور په وروستۍ برخه کې د هېواد د ټولیز امنیتي وضعیت او مهمو امنیتي پېښو په اړه تحلیل لولئ.

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د سپټمبر ۱۸مه:

د سرپل ولایت په کنجک سیمه کې د سړک تر غاړې ماین چاودنه کې یو پولیس ووژل شو.

د بلخ ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ په شاروالۍ سیمه کې د افغان ځواکونو پر یوه پوسته د وسله والو طالبانو په برید کې یو افغان سرتېری ووژل شو.

د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ د یوې وسله والې نښتې پر مهال د سیمه‌ییزې اردو یو سرتېری ووژل شو.

د کندهار ولایت په میانشین ولسوالۍ کې د ملي اردو یو سرتېری د یوه ملکي ټپي د لېږدولو پر مهال د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د نښتې په پایله کې ۳ پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

په همدې ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په یوه کمین کې دوه پولیس ووژل شول.

د کندز ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو د وسله‌والو بریدونو په پایله کې یو د ملېشه ځواکونو سرتېری ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.

د هرات ولایت د چشت شریف ولسوالۍ په کورکي سیمه کې د افغان ځواکونو په لیکو کې د طالبانو د یوه نفوذي کس د برید په پایله کې ۵ تنه پوځیان ووژل شول او یو بل ټپي شو.

په فاریاب ولایت کې د طالبانو په یوه برید کې د ملي اردو ۳ سرتېري وژل شوي او د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قوماندان یاور په ټپي حالت له طالبانو سره اسیر شوی دی.

د سپټمبر ۱۹مه:

د تخار ولایت په نمک آب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوه پوسته د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۳ پولیس ووژل شول.

د پکتیکا ولایت د یحیاخېلو او اومنې ولسوالۍ ترمنځ سیمه کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د پولیسو یو قوماندان ووژل شو او ۳ نور پولیس ټپیان شول.

د بادغېس ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې پر یوه پوسته د وسله‌وال برید په پایله کې درې دولت پلوي ملېشه سرتېري ووژل شول.

د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزو پولیسو پر یوه کاروان د موټربم چاودنې په پایله کې یو سیمه‌ییز پولیس ووژل شو او ۹ نور ټپیان شول.

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په کوهي کلي کې پر امنیتي پوستو د وسله‌والو طالبانو په بریدونو کې یو امنیتي سرتېری ووژل شو او ۳ نور ټپیان شول.

د همدغه ولایت د قیصار پر ولسوال د غلچکي برید په پایله کې یو پوځي ووژل شو او یو ملېشه سرتېری ټپي شو.

د دایکنډي ولایت په کجران ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو په نښته کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د سپټمبر ۲۰مه:

د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ په شیشوا سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته د وسله‌وال برید په پایله کې ۴ پولیس ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

د میدان وردګو ولایت د میدان ښار په ده افغانان سیمه کې، د دغه ولایت نرخ ولسوالۍ ته پر روان پوځي کاروان د وسله‌والو طالبانو د برید په پایله کې ۳۱ تنه امنیتي سرتېري ووژل شول.

د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ پر مرکز د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو دولت پلوی ملېشه سرتېری ووژل شو او ۴ نور ټپیان شول.

د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په نوآباد سیمه کې پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۷ تنه د ملي اردو سرتېري، یو پولیس او یو ملېشه سرتېری ووژل شول او دوه ملېشه سرتېري ټپیان شول.

د سپټمبر ۲۱مه:

د کندهار ولایت په تخته پول ولسوالۍ کې د وسله والو کسانو په برید کې ۴ پولیس ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.

د کندز ښار په دریمه امنیتي حوزه کې پر یوه پوځي بېس د وسله والو کسانو په برید کې دوه د ملي اردو سرتېري ووژل شول او یو بل ټپي شو.

د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې د یوې امنیتي حوزې قوماندان او ۵ پولیس ووژل شول.

د بامیانو ولایت په شیبر ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته د وسله والو طالبانو په برید کې ۲ پولیس سرتېري ووژل شول او یو بل ټپي شو.

د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په پلاس پوش سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې ۵ تنه د ملي امنیت سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان ولایت د نوسی ولسوالۍ پر مرکز له څو لورو د وسله والو طالبانو په برید کې دوه افغان پوځیان ووژل شول.

د بغلان ولایت د بغلان مرکزي ولسوالۍ په شهر کهنه ولسوالۍ کې د څو ساعته وسله والې نښتې په پایله کې یو دولت پلوی سیمه ییز سرتېری ووژل شو او ۶ نور ټپيان شول.

د بادغېس ولایت په قادس ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته د وسله والو طالبانو په برید کې دوه افغان پوځیان ووژل شول او یو بل ټپي شو.

د اروزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د دریو ورځو په جریان کې د وسله والو طالبانو په همغږو بریدونو کې ۲۴ تنه افغان پوځیان ووژل شول.

د بادغېس ولایت په مقر ولسوالۍ کې یوې امنیتي پوستې ته نږدې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

د سپټمبر ۲۲مه:

د اروزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په پراخو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۲ پولیس سرتېري ووژل شول.

د هرات ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د یوه وسله وال برید پر مهال دوه افغان پوځیان ووژل شول.

د کندز ښار په دویمه امنیتي حوزه کې د طالبانو په یوه کمین کې دوه د ملي اردو سرتېري ووژل شول او یو بل ټپي شو.

د غزني ولایت د مرکز اړوند په روضه کوتل کې د پولیسو پر یوه موټر د ماین په چاودنه کې ۷ تنه پولیس سرتېري ووژل شول.

د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو یوه نفوذي کس د پولیسو د یوه قوماندان په ګډون ۵ پولیس په ډزو ووژل.

د سپټمبر ۲۳مه:

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته د وسله وال برید په پایله کې ۶ د ملي اردو سرتېري او یو پولیس ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.

د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې وسله والو موټرسایکل سپرو پر یوه پولیس افسر ډزې وکړې  او ځای پر ځای یې وواژه.

د بغلان ولایت په بورکه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ۴ دولت پلوي ملېشه ځواکونه ووژل شول او ۲ نور ټپيان شول.

د کونړ ولایت د غازي آباد ولسوالۍ په جلالای سیمه کې د ملي اردو پر پوسته د وسله والو طالبانو په برید کې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی دی.

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ملي اردو د یوې چورلکې د سقوط په پېښه کې ۳ تنه ټپیان شوي دي.

د سپټمبر ۲۴مه:

د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته د وسله وال برید په پایله کې یو دولت پلوی ملېشه سرتېری ووژل شو.

په همدې ولسوالۍ کې پر یوه بله پوسته د وسله وال برید په پایله کې هم ۲ پولیس افسران ووژل شول.

د اروزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې پر یوه پوسته د وسله والو طالبانو په برید کې ۲ پولیس ووژل شول او ۲ نور ټپيان شول.

د پکتیکا ولایت په وازې خوا ولسوالۍ کې د طالبانو په پراخو بریدونو کې ۳ پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.

د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې یو افغان پوځي وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي.

جدول-۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۶۰ ۱۹

۷۹

پولیس

۱۱۵ ۶۳ ۱۷۸
ملي امنیت ۵ ۲

۷

مجموعه

۱۸۰ ۸۴

۲۶۴

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د سپټمبر ۱۸مه:

د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو یو قوماندان وژل شوی او ۱۰ نور طالب جنګیالي ټپیان شوي دي.

د سمنګان ولایت په دره صوف پایان ولسوالۍ کې ۱۳ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول.

د سپټمبر ۱۹مه:

د دایکنډي ولایت په کجران ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۸ تنه طالب وسله وال ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.

په فاریاب ولایت کې د وسله والو نښتو پر مهال ۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې، د پراخو ملکي تلفاتو ترڅنګ ۱۰ تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

د سپټمبر ۲۰مه:

د بدخشان ولایت په شهداء، خاش او بهارک ولسوالیو کې د وسله والو نښتو پر مهال ۴ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول.

د سرپل ولایت د مرکز اړوند قوش تپه او خمرآباد سیمه کې د وسله والې نښتې پر مهال یو طالب قوماندان وژل شوی او ۴ جنګیالي ټپیان شوي دي.

د میدان وردګو ولایت د سیمه ییزو چارواکو د ادعا له مخې، په دغه ولایت کې د وسله والې نښتې پر مهال ۱۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د سپټمبر ۲۱مه:

د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار په ده افغانان سیمه کې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۲۶ تنه وسله وال وژل شوي دي.

د سپټمبر ۲۲مه:

د غزني ولایت په مرکز کې د یوه هوایي برید په پایله کې ۱۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

د بدخشان ولایت په راغستان او نوسی ولسوالیو کې د وسله والې نښتې پر مهال د یوه سیمه ییز طالب قوماندان په ګډون ۷ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

د کندهار ولایت په تخته پول ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو په نښته کې ۸ تنه وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د سپټمبر ۲۳مه:

د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار په اړونده سیمه کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ډلې د هدفي وژنو مسؤول او ۳ نور جنګیالي وژل شوي دي.

د سپټمبر ۲۴مه:

د پکتیکا ولایت په وازې خوا ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو په نښتو کې ۶۵ طالب جنګیالي وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو په نښته کې ۱۰ تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د اروزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو په نښته کې ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

جدول-۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۲۰۱ ۸۶

۲۸۷

داعش

۴ ۴
مجموعه ۲۰۵ ۸۶

۲۹۱

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د سپټمبر ۱۸مه:

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې وسله والو کسانو یو ملکي موټر ودراوه او پکې سپاره دوه تنه ملکیان یې په ډزو ووژل.

د کندهار ولایت په میانشین ولسوالۍ کې د یوه خښ شوي ماین په چاودنه کې یو دهقان ووژل شول او زوی یې ټپي شو.

د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې یو قومي مشر د وسله والو کسانو په کمین کې ووژل شو.

د سپټمبر ۱۹مه:

د پکتیا ولایت د ولایتي شورا مرستیال د ګردېز ښار په بلندمنزل سیمه کې د یوه غلچکي برید په پایله کې ووژل شو.

د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې د افغان ځواکونو پر کاروان د چسپکي ماین د چاودنې په پایله کې یوه مېرمن ووژل شوه او ۴ نور ملکیان ټپیان شول.

د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په بمبارۍ کې ۲۴ تنه ملکي وګړي ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول. سیمه ییزو چارواکو که څه هم په لومړیو کې ویلي وو، چې په برید کې ټول طالبان وژل شوي، خو وروسته یې ځینو رسنیو ته منلې وه، چې په قربانیانو کې ملکیان هم شامل وو.

په فاریاب ولایت کې د وسله والو نښتو پر مهال ۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پکتیا ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په سواکي سیمه کې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې یو ملکي وګړی ووژل شو او ۲ نور ټپیان شول.

د سپټمبر ۲۰مه:

د سرپل ولایت د سنچارک ولسوالۍ په تنګي خواجه سیمه کې د وسله والو بریدګرو په ډزو کې یوه ځوانه ښځه ووژل شوه.

د پکتیکا ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د کوچیانو د واده پر موټر د خښ شوي ماین په چاودنه کې ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ په قاري آباد سیمه کې د افغان ځواکونو په ډزو کې ۲ ښځې ووژل شوې او ۲ نورې ټپیانې شوې.

د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ په کندریم سیمه کې د سیمې د خلکو پر کورونو د افغان ځواکونو د توغندیو لګېدو له کبله یو ملکي وګړی ووژل شو او یو بل ټپي شو.

د سپټمبر ۲۱مه:

د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند کارته نو سیمه کې د ماین په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی دی.

د میدان وردګو ولایت د مرکز اړوند ده افغانان سیمه کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله یوه ماشومه وژل شوې او ۴ نور ملکیان ټپیان شوي دي.

د سپټمبر ۲۳مه:

د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په هزارقشلاق سیمه کې د هوایي بریدونو پر مهال یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.

د کونړ ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې پر یوه ملکي کور د هاوان د مرمۍ لګېدو له کبله ۱۱ تنه ملکیان ټپیان شول.

د سپټمبر ۲۴مه:

د بدخشان ولایت په درایم ولسوالۍ کې پر یوه ملکي موټر د وسله والو کسانو په برید کې د یوې کورنۍ ۵ غړي ووژل شول او یو بل ټپي شو.

د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله یو ماشوم ووژل شو او ۶ نور ټپیان شول.

جدول-۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۴۸ ۵۳

۱۰۱

مجموعه

۴۸ ۵۳

۱۰۱

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د راپور د شمېرو له مخې، د روان لمريز ۱۳۹۹ کال د سنبلې له ۲۸مې د میزان تر ۳مې (د ۲۰۲۰م د سپټمبر له ۱۸مې تر ۲۴مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۶۵۶ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې ۴۳۳ پکې وژل شوي او ۲۲۳ نور هم ټپيان شوي دي.

دا اوونۍ د جګړې د دواړو غاړو لپاره خونړۍ وه، چې د تاوتریخوالي د لوړېدو له کبله پکې د ملکي مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوه. که څه هم په دې اوونۍ کې د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري په لویو ښارونو کې بیا هم بریدونه نه دي شوي؛ خو په څو سیمو کې ډله ییز بریدونه وشول، چې له کبله یې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله پام وړ لوړه شوه. د اروزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د څو ورځنۍ جګړې او پراخو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۲۴ تنه افغان پوځیان ووژل شول. همدا راز په میدان وردګو ولایت کې د افغان ځواکونو پر یوه کاروان د وسله والو طالبانو پراخ برید کې ۳۱ تنه افغان امنیتي ځواکونه ووژل شول. په بل اړخ کې بیا طالبانو ته هم په هوایي بریدونو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. خو د ملکي مرګ ژوبلې کچه په کندز کې د افغان ځواکونو د هوایي برید له کبله لوړه شوه. افغان ځواکونو د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې بمباري وکړه، چې د وسله والو طالبانو ترڅنګ پکې لږ تر لږه ۲۴ تنه ملکي وګړي هم ووژل شول.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د بین الافغاني خبرو اترو له پیلېدو سره د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې. ښاغلي خلیلزاد هیله‌مني ښودلې چې د خبرو اترو له پیل سره باید د تاوتریخوالي کچه کمه شوې وای. داسې انګېرل کېږي، چې د جګړې په ډګر کې د تاوتریخوالي زیاتېدل د خبرو اترو پر مېز د امتیاز ترلاسه کېدو لپاره کېږي؛ خو عام افغانان بیا تمه لري چې د بین الافغاني خبرو د پیل څرکونه باید عام افغانان د تاوتریخوالي پر کمېدو سره عملا وویني.

د جګړې په ډګر کې د تاوتریخوالي دا زیاتوالی داسې مهال دی، چې د سپټمبر (۲۰۲۰م) میاشتې په ۱۲مه نېټه په قطر کې د افغان حکومت په استازیتوب د تللي پلاوي او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات پیل شول او په پرانیست غونډه کې یې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر داکتر عبدالله، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د بېلابېلو هېوادونو استازو ګډون او ویناوې وکړې. که څه هم د دوو اوونیو په تېرېدو سره د دواړو لورو مذاکراتي ټیمونه د مذاکراتو پر طرزالعمل د اختلاف له کبله تراوسه غوڅې پایلې ته نه دي رسېدلي او پر اساسي موضوعاتو بحثونه نه دي پیل شوي؛ خو په ټوله کې د دغو خبرو اترو پیل له افغانانو سره پراخې هیلې راوټوکولې. د بین الافغاني مذاکراتو په پیل کې پر ځینو غیراساسي موضوعاتو دغه اختلاف داسې اندېښنې هم رامنځته کړې دي چې دا پروسه به خورا اوږده وي او که ورسره هم مهاله د تاوتریخوالي کچه هم لوړه وي، دا به د افغانانو شته هیلې مړاوې کړي.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د څارونکي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای یوازې او یوازې د بین الافغاني تفاهم او سولې لپاره د دواړو لورو په ریښتینې سیاسي ارادې پورې تړلی دی. له همدې کبله پر افغان حکومت او نورو ښکېلو لورو غږ کوو، چې د سولې هڅو ته جدي پام واړوي او له دغې ملي قضیې سره مسؤولانه چلند وکړي.

 جدول-۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۱۸۰ افغان ځواکونه

۸۴

د دولت وسله‌وال مخالفین

۲۰۵ د دولت وسله‌وال مخالفین ۸۶
ملکي وګړي ۴۸ ملکي وګړي

۵۳

بهرني ځواکونه

ـ بهرني ځواکونه ـ
مجموعه ۴۳۳ مجموعه

۲۲۳

ټول وژل شوي او ټپیان         ۶۵۶             

پای

همچنین ببینید

د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۵ –۱۱ جون ۲۰۲۰م)

ګڼه: ۵۷ یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته  کلېک وکړئ سریزه …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *