خانه / اوونيز راپور / د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۷ –۱۳ فبروري ۲۰۲۰م)

د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۷ –۱۳ فبروري ۲۰۲۰م)

ګڼه: ۴۰مه

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ

سریزه

دغه راپور د ۲۰۲۰م کال د فبروري له ۷مې تر ۱۳مې (د ۱۳۹۸ لمریز کال د سلواغې له ۱۸مې تر ۲۴مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. پدې اوونۍ کې د ټول هېواد په کچه ۲۴۲ تنه وژل شوي او ۱۴۵ نور هم ټپیان شوي دي.

د راپور د شمېرو له مخې، دا اوونۍ په هېواد کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه ټیټه شوې ده. تېرو دوو اوونیو کې په ټول هېواد کې ۸۵۳ تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو، خو په پدې اوونۍ کې ټول ۳۸۷ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د حکومتي ځواکونو په اړخ کې د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرو دوو اوونیو په پرتله ټیټه شوې ده. د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په هلمند، بغلان او کابل ولایتونو کې وشوې، چېرته چې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ پولیس ووژل شول او ۴۵ نور ټپیان شول.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرو دوو اوونیو په پرتله د کموالي ښودنه کوي. د ملکي مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په میدان وردګ، کندز، بادغېس، فراه او کابل ولایتونو کې وشوې، چې لږ تر لږه ۲۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرو دوو اوونیو په پرتله د کموالي ښودنه کوي. همدا راز د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په خپلمنځي وسله‌واله نښته کې دوه تنه بهرني سرتېري ووژل شول او ۶ تنه نور ټپیان شول.

په دغه راپور کې د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو، ملکي خلکو او بهرنیو ځواکونو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات لولئ. همدا راز د راپور په وروستۍ برخه کې د هېواد د ټولیز امنیتي وضعیت او مهمو امنیتي پېښو په اړه تحلیل لولئ.

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د فبروري ۷مه:

د هرات ښار په نو آباد سیمه کې د پولیسو د عملیاتي قطعې قوماندان په تېروتنې سره د ملي اردو سرتېرو په ډزو کې ووژل شو.

د کندهار ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند په خواجک بابا سیمه کې، یو پولیس او یو د ملي امنیت سرتېری د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ووژل شول.

د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې، ۲ تنه د ملي اردو سرتېري وژل شوی دي.

وسله‌والو طالبانو د بلخ ولایت په شورتېپه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوه پوسته برید وکړ، چې له کبله یې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی او یو تن بل ټپي شوی دی.

د بغلان ولایت د پلخمري ښار په حسین‌خېل سیمه کې یو سیمه‌ییز پولیس د وسله‌والو طالبانو په کمین کې وژل شوی دی.

د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې یو د ملي اردو سرتېری د وسله‌والو طالبانو له لوري وژل شوی دی.

د فبروري ۸مه:

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې په یوه هاموې موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۴ پولیس وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د افغان او بهرینو ځواکونو ترمنځ په خپلمنځي نښته کې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فبروري ۹مه:

د کندز ولایت د خان آباد او علي آباد ولسوالیو ترمنځ په موسي‌زي سیمه کې، د افغان ځواکونو په هاموې موټر د ماین د چاودنې له کبله ۲ پولیس وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د کندز ولایت د علي آباد ولسوالۍ په مرکز برید وکړ، چې له کبله یې یو پولیس وژل شوی او یو تن بل ټپي شوی دی.

د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په کمین کې د سیمه‌ییزو پولیسو یو قوماندان وژل شوی او یو تن بل ټپي شوی دی.

د فبروري ۱۰مه:

د بغلان ولایت د بغلان مرکزي ولسوالۍ په ځنګل باغ سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په ۱۲ ساعته وسله‌واله نښته کې ۳ تنه پولیس وژل شوي او ۳۳ تنه نور امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

د هرات ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو موټر سایکل سپرو یو پولیس په ډزو وواژه.

د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په مرکز کې یو پولیس د ناپېژاندو وسله‌والو طالبانو په برید کې ووژل شو.

د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند د پولیسو په اتمه حوزه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو پولیس وژل شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فبروري ۱۱مه:

د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په مراسي سیمه کې یوه سیمه‌ییز پولیس خپل دری ملګري په ډزو ووژل.

د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د مارشال فهیم پوهنتون په دروازه کې چاودنه وشوه، چې له کبله یې ۴ تنه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فبروري ۱۲مه:

د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د یوه ماین په چاودنه کې ۵ تنه پولیس وژل شوي دي.

جدول-۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۹ ۱۱

۲۰

پولیس

۲۶ ۴۲ ۶۸
مجموعه ۳۵ ۵۳

۸۸

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د فبروري ۷مه:

د فراه ولایت په کوکشیب سیمه کې د افغان ځواکونو او د دولت د وسله‌والو مخالفینو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲ د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې په یوه هوایی برید کې د وسله‌والو طالبانو د ولسوال په ګډون ۶ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کابل ښار انټرکانټیننټال هوټل ته څېرمه دوه لوړ پوړي پاکستاني طالبان وژل شوي دي.

د بلخ ولایت په شورتېپه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۵ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د فبروري ۸مه:

د فراه ولایت په قلعه‌کاه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۳ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په درۀ بند سیمه کې ۵ تنه وسله‌وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د فبروري ۹مه:

د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ په اروغو سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کنړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په ډیوه ګل دره کې په یوه هوايي برید کې ۷ داعش وسله‌وال وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په نو آباد، سپین کی او خواجه ګلبرداد سیمو کې په هوايي بریدونو کې ۶ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت د شورتېپې ولسوالۍ په شورایق ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو په برید کې ۲ تنه دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فبروري ۱۰مه:

د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ، دهراوود او خاص اورزګان ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په ځکمنيو او هوايي بریدونو کې ۸ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فبروري ۱۱مه:

د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې په هوایي برید کې ۵ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دی.

د فبروري ۱۲مه:

د بغلان ولایت د بغلان مرکزي ولسوالۍ په جرخشک سیمه کې د ګډو افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د ګډو  افغان ځواکونو په برید کې ۶ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په قلعۀ شامیر او بند تیموري سیمو کې په هوایي بریدونو کې ۳ تنه طالب وسله‌وال وژل شوي دي.

د فراه ولایت په پشت‌رود ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۴ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې ۱۱ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د فبروري ۱۳مه:

د کنړ ولایت په مرورې ولسوالۍ کې یو تن وسله‌وال طالب د کنټرولېدونکي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

په هرات ولایت کې دافغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې ۶ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۲ تنه وسله‌وال طالب وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې ۳ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فراه ولایت د کهسان ولسوالۍ په بند سفید سیمه کې په یوه هوايي برید کې ۶ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت په دوربابا او مومندرې ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۴۴ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي

جدول-۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۱۵۶ ۴۹

۲۰۵

داعش

۷ ۱۱ ۱۸
مجموعه ۱۶۳ ۶۰

۲۲۳

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د فبروري ۷مه:

په سرپل ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ وژل شوې ده.

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ په مرکز کې د یوه ماین د چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د میدان وردګو ولایت د دایمیردادو ولسوالۍ په حکیم خېلو کلي د بې پېلوټې الوتکې په برید کې ۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دی.

په تخار ولایت کې یو ملکي وګړی لومړی د وسله‌والو طالبانو له لوري تښتول شوی او وروسته وژل شوی دی.

د فبروري ۸مه:

د بادغېس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په قوروتوی سیمه کې په یوه هوایی برید کې ۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې په یوه هاموې موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دي.

د فبروري ۹مه:

د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په ماش آبه قشلاق سیمه کې په یوه ملکي کور د هاوان د مرمۍ د لګېدنې له کبله یو ماشوم وژل شوی او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

وسله‌‌والو طالبانو د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په یوه پوسته برید وکړ، چې  ۲ ملکي وګړي هم پکې ووژل شول.

همدا راز د وسله‌والو طالبانو په ډزو کې یو بل تن وژل شوی دی.

د فبروري ۱۰مه:

په فراه ولایت کې د یوه هوایی برید له کبله ۵ تنه ملکي وګړي چې تاجران وو وژل شوي دي.

د سرپل ولایت په یکاب دشت سیمه کې د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې یوه مور او لور وژل شوې دي.

د فبروري ۱۱مه:

د کابل ښار د کوټه سنګي اړوند سیمه کې د نښلوونکي ماین د چاودنې له کبله یو تن ټپی شوی دی.

د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د مارشال فهیم پوهنتون په دروازه کې چاودنه وشوه چې له کبله یې ۲ ملکي وګړي وژل شوی او  ۸ تنه نور ټپيان شوی دي.

د بادغېس ولایت د مرکز قلعه نو په لامان سیمه کې د سړک ترغاړې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او یو تن بل ټپي شوی دی.

د فبروري ۱۲مه:

د بغلان ولایت د کابل ـ بغلان په لویه لاره د دوشي ولسوالۍ اړوند سیمه کې یو تن موټر چلوونکی د وسله‌والو طالبانو له لوري ووژل شو.

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۲ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د فبروري ۱۳مه:

د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د یوه ماین د چاودنې له کبله ۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د خوست ولایت د نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ په زیني خېلو سیمه کې د ډرون په برید کې ۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې یوه ښځه د ناپېژاندو وسله‌والو طالبانو په برید کې ووژل شوه.

جدول-۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۴۲ ۲۶

۶۸

مجموعه

۴۲ ۲۶

۶۸

 

بهرنیو ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د فبروري ۸مه:

د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د افغان او بهرینو ځواکونو ترمنځ په خپلمنځي  وسله‌واله نښته کې ۲ تنه امریکايي سرتېري وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

پایله او د اوونۍ تحلیل

د راپور د شمېرو له مخې، د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د سلواغې له ۱۸مې تر ۲۴مې (د ۲۰۲۰م د فبروري له ۷مې تر ۱۳مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۳۸۷ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، چې ۲۴۲ پکې وژل شوي او ۱۴۵ نور هم ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه ټيټه ده. د افغان ځواکونو مرګ‌ژوبله په دې اوونۍ کې د تېرو دوو اوونیو په پرتله د ټيټوالي کموالي کوي. تېرو دوو اوونیو کې ۱۲۷ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي وو؛ خو په پدې اوونۍ کې دا کچه ټيټه شوې ده او ټول ۳۵ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرو دوو اوونیو په پرتله ټيټه شوې. تېرو دوو اوونیو کې ۳۲۸ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي وو؛ خو پدې اوونۍ کې دا شمېره ۱۶۳ تنه ده. د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرو دوو اوونیو په پرتله د کموالي ښودنه کوي. تېرو دوو اوونیو کې د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۵۳ تنه و، خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره ۴۲ تنو ته را ټيټه شوې ده.

دا اوونۍ د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو او ملکي وګړو لپاره يو ځل بیا یوه خونړۍ اوونۍ وه. پدې اوونۍ کې په کندهار ولایت کې د پولیسو په لیکو کې یوه نفوذي کس درې  سیمه‌ییز پولیس  په ډزو ووژل. یوه څېړنه ښيي، چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو  په لیکو کې  تر ۲۰۰ سوو ډېرې نفوذي بریدونه شوي دي. او د ډېرو دغو بریدونو مسئوولیت وسله‌والو طالبانو پر غاړه اخېستی دی. د چارو شننونکو، استخباراتي کمزوري د دغو بریدونو لوی دلیل ګڼلی، خو دفاع وزارت بیا د داسې پېښو د کمېدو ادعا کړې ده. که څه هم پدې اوونۍ کې د تېرو دوو اوونیو په پرتله د مرګ‌‌ژوبلې کچه ټيته وه خو ملکي وګړو ته ډېره مرګ‌ژوبله بیا هم د افغان او بهرنیو ځواکونو په شپنیو او د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې اوښتې ده. پر ملکي وګړو هوايي بریدونه يو ستر بشري جنایت دی، دا اوونۍ په فراه، کندز، بادغېس او میدان وردګو ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ډېره مرګ‌ژوبله اوښتې ده.د میدان وردګو ولایت په دایمیردادو ولسوالۍ کې د بې پیلوټې الوتکې په برید کې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی، د وژل شوي کسانو څخه یو د غزني پوهنتون څخه فارغ او دوه نور محصلین وو.

دغه خونړی وضعیت داسې مهال دی، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو لسم پړاو هم بای ته ورسېد او په یوه بې مخینې پرمختګ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو هوکړه په مشروط ډول تایید کړه. دا پرمختګ وروسته له هغه وشو، چې طالبانو د اوږدې مودې لپاره د تاوتریخوالي له کمښت سره هوکړه وکړه او داسې برېښي چې په راتلونکو ورځو کې به دا هوکړه پلې شي؛ ځکه ولسمشر ټرمپ په یوه مرکه کې ویلي، چې له طالبانو سره هوکړې ته خورا نږدي شوي دي او راتلونکې دوې اوونۍ به هر څه روښانه کړي. د تاوتریخوالي د کمښت له مودې وروسته به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي، چې له مخې به یې امریکایي پوځونه له افغانستانه وځي او د امریکا تر ټولو اوږدې بهرنۍ جګړې د پای ته رسېدو لپاره به زمینه برابره شي. تمه ده چې د امریکا طالبانو د هوکړې تر لاسليک سملاسي وروسته به بین الافغاني خبرو اترو ته هم زمینه برابره شي. دغه پرمختګ په ټولیز ډول د افغانانو ترمنځ هیله مني او خوشبیني راټوکولې ده.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د څارونکي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای یوازې او یوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او سولې له لارې شونی دی. له همدې کبله پر افغان حکومت او ښکېلو نړیوالو لورو غږ کوو، چې د جګړې پر ډګر د تمرکز پر ځای د سولې هڅو ته پام واړوي.

 جدول-۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۳۵ افغان ځواکونه

۵۳

د دولت وسله‌وال مخالفین

۱۶۳ د دولت وسله‌وال مخالفین ۶۰
ملکي وګړي ۴۲ ملکي وګړي

۲۶

بهرني ځواکونه

۲ بهرني ځواکونه ۶
مجموعه ۲۴۲ مجموعه

۱۴۵

ټول وژل شوي او ټپیان      ۳۸۷

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *