خانه / اوونيز راپور / د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۱ فبروري – ۵ مارچ ۲۰۲۰م)

د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۱ فبروري – ۵ مارچ ۲۰۲۰م)

ګڼه: ۴۲ـ۴۳

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ

سریزه

دغه راپور د ۲۰۲۰م کال د فبروري له ۲۱مې د مارچ تر ۵مې (د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب له ۲مې تر ۱۵مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. په تېرو دوو اوونیو کې د هېواد په کچه ټول ۲۹۹ تنه وژل شوي او ۱۷۳ نور هم ټپیان شوي دي.

د راپور د شمېرو له مخې، په تېرو دوو اوونیو کې په هېواد کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه د وړمې اوونۍ په پرتله لوړه شوې ده. وړمه اوونۍ په ټول هېواد کې ۳۰۴ تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو، خو په تېرو دوو اوونیو کې ټول ۴۷۲ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د حکومتي ځواکونو په اړخ کې د مرګ‌ژوبلې کچه د وړمې اوونۍ په پرتله لوړه شوې ده. د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په کندز، لوګر، زابل او اروزګان ولایتونو کې وشوې، چېرته چې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۴ امنیتي سرتېري ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا د وړمې اوونۍ په پرتله د لږ کموالي ښودنه کوي. د ملکي مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په خوست، کابل، بادغېس او زابل ولایتونو کې وشوې چې لږ تر لږه ۱۶ تنه ملکي وګړي پکې ووژل شول ۳۰ نور ټپیان شول.

په بل اړخ کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د وړمې اوونۍ په پرتله د زیاتوالي ښودنه کوي.

په دغه راپور کې د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو او د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات لولئ. همدا راز د راپور په وروستۍ برخه کې د هېواد د ټولیز امنیتي وضعیت او مهمو امنیتي پېښو په اړه تحلیل لولئ.

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د فبروري ۲۱مه:

په پکتیا ولایت کې د ولسي جرګې د درېیو استازو پر کاروان وسله‌وال برید وشو، چې له کبله یې یو پولیس ټپي شوی دی.

وسله‌والو طالبانو د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ، چې له کبله یې ۲ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ، چې له کبله یې یو پولیس وژل شوی او یو تن بل ټپي شوی دی.

د فبروري ۲۲مه:

د بلخ ولایت په زارع ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۲ پولیس او ۲ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۸ تنه نور امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

د اروزګان ولایت د اروزګان ـ کندهار په لویه لاره وسله‌والو طالبانو په یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی دی.

د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار کې د سړک تر غاړې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ۲ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د اروزګان ولایت په چینارتو ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۲ پولیس وژل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو ۲ پولیس چې د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ څخه د قره باغ ولسوالۍ نوروزخېل سیمې ته روان وو لومړی وتښتول شول او وروسته ووژل شول.

د فبروري ۲۳مه:

د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په ینګي قلعه سیمه کې یو پولیس د وسله‌والو طالبانو له لوري ووژل شو.

د بلخ ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۷ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د فبروري ۲۴مه:

د فراه ولایت په جوند ولسوالۍ کې د سړک ترغاړې د ځای پر ځای ماین په چاودنه کې ۲ سرحدي پولیس وژل شوي دي.

د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې ۲ پولیس چې د کابل ولایت څخه د غزني ولایت په لور روان وو د وسله‌والو طالبانو له لوري ووژل شول.

د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ پر مرکز وسله‌والو طالبانو برید وکړ، چې له کبله یې یو پولیس ووژل شو.

د فبروري ۲۵مه:

د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ د سړک تر غاړې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په باران قلعه سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په کمین کې ۲ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د فبروري ۲۶مه:

د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په آسیاب خان سیمه کې د سړک تر غاړې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی دی.

د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی دی.

د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په موشکي سیمه کې یو سیمه‌ييز پولیس د وسله‌والو طالبانو له لوري وژل شوی دی.

د فبروری ۲۷مه:

د هرات ولایت په شینډند ولسوالۍ کې په دوو امنیتي پېښو کې ۲ تنه امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

د فبروری ۲۸مه:

د زابل ولایت د شاه‌جوی ولسوالۍ په بازار کې یو پولیس د یوه ناپېژاند وسله‌وال کس له لوري ووژل شو.

د فبروري ۲۹مه:

د کندهار ولایت په میانیشین ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ۳ پولیس وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دی.

د مارچ لومړۍ:

د هرات ښار یولسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یوه ښځينه پولیسه د خپل ځوان زوی له لوري چې د وسله‌والو طالبانو غړی ووژل شوه.

د مارچ ۲مه:

د بادغېس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو افغان کومانډو سرتېری وژل شوی یو بل تن ټپي شوی دی.

د فاریاب ولایت به شیرین تګاب ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو د ملي اردو سرتېری ووژل شو.

وسله‌والو طالبانو د کندهار ولایت په شاه‌ولیکوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې یو پولیس ووژل شو.

د وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د پولیسو پر موټر ډزې وکړې چې له کبله یې یو پولیس وژل شوی او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت په ګرشک، نادعلي، ناوه او سنګین ولسوالیو کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۲ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په ابراهیم‌خېل سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو پولیس وژل شوی او بل تن ټپي شوی دی.

د مارچ ۳مه:

د سرپل ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ په مرکز کې په دوو بېلابېلو امنیتي پېښو کې ۳ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۲ سیمه‌ییز يولیس، ۳ د ملي امنیت سرتېري ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت په واشیر ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۲ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او یو تن بل ټپی شوی دی.

د بلخ ولایت د اوومې امنيتي حوزې معاون، د جوزجان ولایت د پولیسو د استخباراتو مدیر له لوري په ډزو ووژل شو.

د شبرغان ـ مزار او شبرغان ـ سرپل په لویه لاره په دوو امنیتې پېښو کې ۳ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت په دهنه‌غوري ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې يو سیمه‌ییز پولیس وژل شوی او یو تن بل ټپي شوی دی.

د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په باتو‌خېل او حسن‌خېلو سیمو کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۵ د عامه نظم پولیس وژل شوي دي.

د کندز ولایت د کندز ـ تخار په لویه لاره یو د ملي اردو سرتېری د وسله‌والو طالبانو له لوري ووژل شو.

د فاریاب ولایت د مرکز په میمنه ښار کې یو د ملي اردو سرتېری د وسله‌والو طالبانو په برید کې ووژل شو.

وسله‌والو طالبانو د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ، چې له کبله یې ۲ د دولت پلوي ملیشې غړي ووژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دی.

د هرات ولایت د زاول ولسوالۍ په عزیز ‌آباد کمپ سیمه کې وسله‌والو طالبانو په یوه  امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې یو د ملي اردو سرتېری ووژل شو.

د تخار ولایت په اکبرخان سیمه کې د تخار ـ کندز په لویه لاره د افغان ځواکونو او وسله‌الو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲ پولیس ووژل شول.

د مارچ ۴مه:

د بادغېس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی دی.

د اروزګان ولایت د مرکز په ترینکوټ ښار کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۹ ملي پولیس وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کندز ولایت په باغ شرکت سیمه کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې له کبله یې ۱۵ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۴ سیمه‌ییز پولیس یو د ملي اردو سرتېری او یو پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوۍ دي.

د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار اړوند په نچین سیمه کې د سړک تر غاړې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ۲ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان ولایت په آقچه ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۲ پولیس وژل شوي دي.

په کندهار ولایت کې د وسله‌والو طالبانو په برید یو پولیس وژل شوی او یو تن بل ټپي شوی دی.

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې یو پولیس د وسله‌‌والو طالبانو له لوري په ډزو ووژل شو.

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۳ دولت پلوي ملیشې غړي ووژل شول.

په فراه ولایت کې یو سیمه‌ییز پولیس د وسله‌والو طالبانو په ډزو کې ووژل شو.

د وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې یو پولیس چې د داینکډي ولایت څخه د کابل په لور روان و وسله‌والو طالبانو لومړی له موټر څخه ښکته کړ او ویې وواژه.

د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ په آق مسجد سیمه کې ۲ دولت پلوي ملیشې غړي په خپلمنځي نښته کې ووژل شول.

د کندز ولایت به امام صاحب ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته بریدونه وکړل چې له کبله یې ۳ سرحدي پولیس وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو په کندز ښار کې په یوه امنیتي پوسته برید وکړ چې له کبله یې ۳ پولیس ووژل شول.

د مارچ ۵مه:

د هرات و لایت د ګلران ولسوالۍ په چهل دختران سیمه کې وسله‌والو طالبانو په سرحدي پولیسو برید وکړ چې له کبله یې یو پولیس ووژل شو.

د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ چې له کبله یې ۲ پولیس وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دی.

د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ په لویه لاره د افغان ځواکونو او وسله‌‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۶ پولیس وژل شوي او یو تن بل ټپي شوي دی.

د کندهار ولایت درېیمې امنیتي حوزې ته څېرمه یوه ناپېژاند وسله‌وال یو پولیس په ډزو وواژه

جدول-۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۳۴ ۱۸

۵۲

پولیس

۹۱ ۵۴ ۱۴۵
مجموعه ۱۲۵ ۷۲

۱۹۷

 

 د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د فبروري ۲۱مه:

د سرپل ولایت په مرکز کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي  او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په صوفي کلا او نور علي سیمو کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فبروري ۲۲مه:

د بادغېس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د فبروري ۲۳مه:

د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د ملي امنیت په عملیاتو کې ۱۲ داعش وسله‌وال وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

همدا راز د افغان ځواکونو په برید کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د فبروري ۲۵مه:

په کونړ ولایت کې د داعش وسله‌والو د والي معاون او نظامي مسئوول یې په یوه هوايي برید کې وژل شوي دي.

د فبروري ۲۶مه:

د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په یول‌بلدی سیمه کې پر وسله‌والو طالبانو د خپل ماین چاودنه وکړه چې له کبله یې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۲ تنه طالب وسله‌وال وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دی.

د فبروري ۲۷مه:

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په ډېوه ګل دره کې په یوه هوايي برید کې د درېیو قوماندانو په ګډون ۵ تنه داعش وسله‌وال وژل شوي دي.

د مارچ ۳مه:

د اروزګان ولایت د مرکز په ترینکوټ ښار کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت په غورک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت په میوند او خاکریز ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت په خوګياڼیو، هسکه‌مېنې او کوټ ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌‌‌واله نښته کې ۱۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د مارچ ۴مه:

د بغلان ولایت په دهنه‌غوري ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د بلخ ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲ وسله‌وال وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د پکتیا ولایت د زرمت ګردېز په لاره د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ طالب وسله‌وال وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د اروزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۶ تنه طالب وسله‌وال وژل شوي دي.

د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په لړم سیمه کې ۳ تنه وسله‌وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول.

د فاریاب ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپبان شوي دي.

د مارچ ۵مه:

د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې ۳ تنه داعش وسله‌وال چې غوښتل یې د سړک تر غاړې ماین ځای پر ځای کړي ماین پرې چاودنه وکړه او ووژل شول.

د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په مزاري دره کې په یوه هوايي برید کې ۷ تنه داعش وسله‌وال وژل شوي دي.

د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې د یوه قوماندان په ګډون ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د بادغېس ولایت د بالا مرغاب ولسوالۍ په بوکن سیمه کې په هوايي برید کې ۷ تنه طالب وسله‌وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ په لویه لاره د افغان ځواکونو او وسله‌‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۱ وسله‌والو طالبان وژل شوي دي.

جدول-۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۱۱۵ ۷۲

۱۸۷

داعش

۲۷ ۳ ۳۰
مجموعه ۱۴۲ ۷۵

۲۱۷

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د فبروري ۲۱مه:

د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په سرخاب سیمه کې د ملي اردو ځواکونو په ډزو کې د یوې دوه کلنې نجلۍ په ګډون ۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د بادغېس ولایت د قادس ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ، چې وروسته نښته رامنځته شوه او له کبله یې ۵ ماشومان ووژل شول.

د فبروري ۲۲مه:

وسله‌والو طالبانو د بلخ ولایت په زارع ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ چې له کبله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

په سمنګان ولایت د حزب اسلامي قوماندان د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې وژل شوی او یو ساتونکی یې ټپي شوی دی.

د فبروري ۲۳مه:

وسله‌والو طالبانو د سرپل ولایت په مرکز کې د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۲ ملکي وګړي وژل شوی او یو تن بل ټپي شوی دی.

د بلخ ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۲ ملکي وګړي وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دی.

د فبروري ۲۶مه:

د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو ماشوم وژل شوی دی.

د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې ته څېرمه د یوه ماین په چاودنه کې ۹ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې ماین په یوه موټر سایکل چاودنه وکړه چې له کبله یې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د فبروري ۲۷مه:

د کابل ښار د سرکاريز سیمې اړوند شپږمې امنیتي حوزې ته څېرمه په یوه بایسکل کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله کې یو ملکي وګړی وژل شوی  او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

 د مارچ ۲مه:

د خوست ولایت په نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ کې د فوټبال میدان ته څېرمه چاودنه وشوه چې له کبله یې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ په تخته‌پل سیمه کې یو پخوانی د ملي اردو سرتېری د وسله‌والو  مخالفینو په برید کې ووژل شو.

د پکتیکا ولایت په یحیاخېل ولسوالۍ کې یو قومي مشر چې د ماښام لمانځه لپاره جومات ته روان و د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري په ډزو ووژل شو.

د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ په مسافران سیمه کې یو ملکي وګړی د وسله‌والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د کندهار ښار په خواجک بابا سیمه کې د هلمند ولایت يو قومي مشر د یوه ناپېژاند وسله‌وال کس په برید کې ووژل شو.

د مارچ ۳مه:

د فاریاب ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو یو چوپان وواژه.

د مارچ ۴مه:

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې ۲ ملکي وګړي د وسله‌والو طالبانو له لوري په ډزو ووژل شول.

د غور ولایت د دولت یار په سرسنګ سیمه کې د سړک تر غاړې د یوه ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د مارچ ۵مه:

د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې یو قومي مشر د وسله‌والو طالبانو په برید کې ووژل شو.

جدول-۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۳۲ ۳۶

۶۸

مجموعه

۳۲ ۳۶ ۶۸

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د راپور د شمېرو له مخې، د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د کب له ۲مې تر ۱۵مې (د ۲۰۲۰م د فبروري له ۲۱مې د مارچ تر ۵مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۴۷۲ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، چې ۲۹۹ پکې وژل شوي او ۱۷۳ نور هم ټپيان شوي دي.

په تېرو دوو اوونیو کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه لوړه شوې ده؛ د افغان ځواکونو مرګ‌ژوبله په تېرو دوو اوونیو د وړمې اوونۍ په پرتله د لوړوالي ښودنه کوي. وړمه اوونۍ ۴۴ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي وو؛ خو په تېرو دوو اوونیو کې دا کچه لوړه شوې ده او ټول ۱۲۵ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د وړمې اوونۍ په پرتله لوړه شوې ده. وړمه اوونۍ۱۳۰ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي وو؛ خو په تېرو دوو اوونیو کې دا شمېره ۱۴۲ تنه ده. د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا د وړمې اوونۍ په پرتله د لږ کموالي ښودنه کوي. وړمه اوونۍ د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۳۷ تنه و، خو په تېرو دوو اوونیو کې بیا دا شمېره ۳۲ تنو ته را ټيټه شوې ده.

د دغه راپور په موده کې بیا هم د تېر په څېر ملکي وګړي د جګړې قرباني وو. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې تېر کال په افغانستان کې تر ۱۰ زرو زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې ۳۴۰۳ ملکي وګړي پکې وژل شوي او ۶۰۸۹ نور ټپیان شوي دي. اعلامیه زیاتوي چې په تېر کال کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په کچه کې د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۵ سلنه کموالی راغلی.

په ټوله کې په تېروو دوو اوونیو کې د ښکېلو لورو او ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه په نسبي ډول ټيټه وه، چې یو لامل یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې تر لاسلیک وړاندې د تاوتریخوالي د کموالي اوونۍ وه. د کب له درېيمې نېټې څخه تر۱۰مې نېټې پورې په ټول هېواد کې د ښکېلو لورو له خوا د تاوتریخوالي د کمښت اعلان وشو او تر ډېره دا هوکړه عملي هم شوه او یوازې په څو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله‌‌والو طالبانو ترمنځ نښتې وشوې چې د مرګ‌ژوبلې کچه یې ټیټه وه؛ خو له بده مرغه د دغې یوې اوونۍ مودې له پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا د جګړې په ډګر کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوه او تېره یوه اوونۍ بیا هم خونړۍ وه.

په تېره اوونۍ کې د فبروري په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ له کابو یو نیم کال خبرو اترو وروسته د قطر په پلازمېنه کې د سولې هوکړه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې په ۱۴ میاشتو کې امریکایي ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستانه وځي او همدا راز له دغې هوکړې وروسته به بین الافغاني تفاهم ته لاره برابرېږي. په دې هوکړه کې د افغان حکومت او طالبانو د بندیانو د تبادلې په تړاو هم مواد شته دي، چې د بین الافغاني خبرو اترو له پیل وړاندې به سره تبادله کېږي؛ خو اوس داسې ښکاري چې په دې تړاو ستونزې راټوکېدلې دي او افغان حکومت تیار نه دی چې د طالبانو بندیان آزاد کړي. له دې کبله داسې اندېښنې هم راټوکېدلې دي، چې د بین الافغاني خبرو اترو پړاو له خنډونو سره مخ کېږي.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د څارونکي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای یوازې او یوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او سولې له لارې شونی دی. له همدې کبله پر افغان حکومت او ښکېلو نړیوالو لورو غږ کوو، چې د جګړې پر ډګر د تمرکز پر ځای د سولې هڅو ته پام واړوي.

 جدول-۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۱۲۵ افغان ځواکونه

۳۶

د دولت وسله‌وال مخالفین

۱۴۲ د دولت وسله‌وال مخالفین ۷۵
ملکي وګړي ۳۲ ملکي وګړي

۷۲

بهرني ځواکونه

ـ بهرني ځواکونه ـ
مجموعه ۲۹۹ مجموعه

۱۷۳

ټول وژل شوي او ټپیان  ۴۷۲

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *