خانه / اوونيز راپور / د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور ( ۶– ۱۲ مارچ ۲۰۲۰م)

د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور ( ۶– ۱۲ مارچ ۲۰۲۰م)

ګڼه: ۴۴

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ

سریزه

دغه راپور د ۲۰۲۰م کال د مارچ له ۶مې تر ۱۲مې (د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب له ۱۶مې تر ۲۲مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. دا اوونۍ د هېواد په کچه ټول ۱۳۵ تنه وژل شوي او ۱۲۹ نور هم ټپیان شوي دي.

د راپور د شمېرو له مخې، دا اوونۍ په هېواد کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې دوو اوونیو په پرتله ټيټه شوې ده. په تېرو دوو اوونیو کې په ټول هېواد کې ۴۷۲ تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو، خو په دې اوونۍ کې ټول ۲۶۴ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د حکومتي ځواکونو په اړخ کې د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرو دوو اوونیو په پرتله ټيټه شوې ده. د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په هلمند، بغلان او سرپل ولایتونو کې وشوې، چېرته چې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ امنیتي سرتېري ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا د تېرو دوو اوونیو په پرتله د زیاتوالي ښودنه کوي. د ملکي مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په کابل، هرات او لوګر ولایتونو کې وشوې چې لږ تر لږه ۳۷ تنه ملکي وګړي پکې ووژل شول او ۸۰ نور ټپیان شول.

په بل اړخ کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرو دوو اوونیو په پرتله د کموالي ښودنه کوي.

په دغه راپور کې د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو او د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات لولئ. همدا راز د راپور په وروستۍ برخه کې د هېواد د ټولیز امنیتي وضعیت او مهمو امنیتي پېښو په اړه تحلیل لولئ.

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د مارچ ۶مه:

د کندز ښار پر دوهمه امنیتي حوزه وسله‌والو طالبانو برید وکړ، چې له کبله یې ۲ ملي پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

په فاریاب ولایت کې د امنیتي پېښو پر مهال یو پولیس وژل شوی دی.

د کندز ښار په دشت آبدان سیمه کې د وسله‌‌والو طالبانو په برید کې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی دی.

د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ په شهرک ترکمنیا سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو پولیس وژل شوی او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت د مرکز په پلخمري ښار کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۴ پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د مارچ ۷مه:

د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د دولت وسله‌والو مخالفینو پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې یو پولیس وژل شوی او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت د ګدزه ولسوالۍ په پل مالان سیمه کې د وسله‌‌‌والو طالبانو په برید کې یو پولیس وژل شوی دی.

د کندهار ولایت په درېیمه امنیتي حوزه کې په یوه موټر پورې د نښلول شوي ماین په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی دی.

د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ په تاقچه سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۳ پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د مارچ ۸مه:

د کابل ښار په کارته نو سیمه کې د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري د لوګر ولایت د ولایتي شورا غړی او ۲ ساتونکي یې وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د افغان ځواکونو پر یوه پوسته چاودنه وشوه چې له کبله یې یو د ملي امنیت سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د کابل ښار په سروبي ولسوالۍ کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په برید کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په دوهمه امنیتي حوزه کې د سړک ترغاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو د ملي امنیت سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د مارچ ۹مه:

په نیمروز ولایت کې یو د ملي اردو سرتېری او په پروان ولایت کې یو پولیس د دولت د وسله‌والو مخالفینو په برید کې ووژل شول.

د مارچ ۱۰مه:

د کندهار ولایت په ۱۴مه امنیتي حوزه کې د وسله‌والو کسانو په برید کې یو د صفر څلور قطعې سرتېری ووژل شو.

د بادغېس ولایت د مقر ولسوالۍ په سنجیدک سیمه کې وسله‌والو طالبانو په امنیتي پوسته برید وکړ چې له کبله یې یو دولت پلوی پولیس وژل شوی دی.

د مارچ ۱۱مه:

د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۵ د ملي اردو سرتېري ووژل شول.

د تخار ولایت د تالقانو ښار په چینزیی سیمه او د تخار-کندز په لویه لاره د سړک تر غاړې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د لویې لارې دقطعې یو سرتېری وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ چې له کبله یې یو پولیس وژل شوی دی.

د جوزجان ولایت په آقچه ولسوالۍ کې وسله‌والو موټر سایکل سپرو ۲ پولیس په ډزو ووژل.

د مارچ ۱۲مه:

د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو سیمه‌ییز پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

جدول-۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۱۰ ۶

۱۶

پولیس

۲۴ ۲۰ ۴۴
مجموعه ۳۴ ۲۶

۶۰

 

 د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د مارچ ۶مه:

د کندز ښار په دوهمه امنیتي حوزه کې وسله‌والو طالبانو پر افغان ځواکونو برید وکړ، چې وروسته نښته رامنځته شوه او له کبله یې ۵ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

 په فاریاب ولایت کې په بېلابېلو امنیتې پېښو کې ۵ تنه وسله‌والو طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د مارچ ۷مه:

د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په کرز سیمه او د ارغنداب ولسوالۍ اړوندو سیمو کې ۶ تنه وسله‌وال طالبان د خپل ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ووژل شول.

د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په افغان چهارسای البرز سیمه کې په هوايي برید کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د مارچ ۸مه:

د فراه ولایت په پشت‌رود ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۶ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د مارچ ۹مه:

د هلمند ولایت په مرکز، نهر سراج او سنګین ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په برید کې ۱۳ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د مارچ ۱۰مه:

د پکتیکا ولایت په عمر سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سیمه کې یو ځانمرګی بریدګر د پولیسو له‌خوا وپېژندل شو او په ډزو یې وواژه.

د پکتیکا ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په کمین کې ۲ طالب وسله‌وال وژل شوي دي.

په اروزګان ولایت کې په دوو بېلابېلو امنیتي پېښو کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د مارچ ۱۲مه:

په نورستان ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ وسله‌وال وژل شوي دي.

جدول-۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۵۸ ۱۹

۷۷

داعش

ـ ـ ـ
مجموعه ۵۸ ۱۹

۷۷

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د مارچ ۶مه:

د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو وسله‌وال برید وشو، چې له کبله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په خواجه نور سیمه کې د وسله‌‌والو بریدګرو په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

په فاریاب ولایت کې په بېلابېلو امنیتې پېښو کې یوه ښځه وژل شوې ده.

د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ په دریابان سیمه کې وسله‌والو طالبانو یو ملکي وګړی ووژاه.

د مارچ ۷مه:

د غزني ولایت په کهنه قره‌باغ سیمه کې یوه ناپېژاند وسله‌وال یو مدني فعال په ډزو وواژه.

د مارچ ۸مه:

د کابل ښار په کارته نو سیمه کې د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري د لوګر ولایت د ولایتي شورا غړی او ۲ ساتونکي یې وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبان یو ملکي وګړی چې آشپز و لومړی وتښتاوه او او وروسته یې وواژه.

د مارچ ۹مه:

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې په یوه کور د هاوان د مرمۍ د لګېدنې له کبله یو ملکي وګړی وژل شوی او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د مارچ ۱۰مه:

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په شېخان سیمه کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له کبله ۲ ماشومان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

جدول-۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۴۳ ۸۴

۱۲۷

مجموعه

۴۳ ۸۴

۱۲۷

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د راپور د شمېرو له مخې، د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د کب له ۱۶مې تر ۲۲مې (د ۲۰۲۰م د مارچ له ۶مې د تر ۱۲مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۲۶۴ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، چې ۱۳۵ پکې وژل شوي او ۱۲۹ نور هم ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه ټيته شوې ده. د افغان ځواکونو مرګ‌ژوبله دا اوونۍ د تېرو دوو اوونیو په پرتله د کموالي ښودنه کوي. په تېرو دوو اوونیو کې ۱۲۵ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې دا کچه ټيته شوې ده او ټول ۳۴ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرو دوو اوونیو په پرتله لوړه ټيته ده. په تېرو دوو اوونیو کې ۱۴۲ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې دا شمېره ۵۸ تنه ده. د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا د تېرو دوو اوونیو په پرتله د زیاتوالي ښودنه کوي. په تېرو دوو اوونیو کې د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۳۲ تنه و، خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره ۴۳ تنو ته لوړه شوې ده.

د دغه راپور په موده کې بیا هم د تېر په څېر ملکي وګړي د جګړې قرباني وو. د ملکي مرګ ژوبلې تر ټولو خونړی برید هم په پلازمېنه کابل کې وشو. دا برید د کب په ۱۶مه په کابل ښار کې د عبدالعلي مزاري د تلین پر نمانځغونډه وشو، چې لږ تر لږه ۸۲ ملکي وګړو ته پکې مرګ‌ژوبله و‌اوښته او مسؤولیت یې د داعش وسله‌والې ډلې په غاړه واخيست. دغه برید په حساس وخت کې وشو او له کبله یې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په مهم پړاو کې د دغې ډلې د فعالیت اندېښنې یو ځل بیا تازه کړې.

په بل اړخ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوي توافق د پلي کېدو بهیر هم بریالی روان دی. د دغه توافق تر لاسلیک وروسته او په ځانګړې توګه د طالب بندیانو د خوشي کولو په تړاو د ولسمشر اشرف غني څرګندونو په دې تړاو اندېښنې راوټوکولې؛ خو تېره اوونۍ ولسمشر غني د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان لاسلیک کړ او به دې سره د امریکا-طالبانو تر توافق وروسته د بین الافغاني خبرو اترو د پیل په لور یو ګام واخیستل شو. که څه هم له طالبانو سره د سولې لپاره بین الافغاني خبرې اترې تر ټولو پېچلی او سخت پړاو دی؛ خو اوسني وضعیت ته په کتلو سره داسې هیلې شته دي چې امریکا او نړیواله ټوله به له دغې پروسې پوره ملاتړ وکړي او دا بهیر به له بن بست سره نه مخ کېږي. په دې برخه کې د یوه مهم پرمختګ په توګه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د امریکا او طالبانو هوکړه د رایو په اکثریت سره تایید کړه او په دې توګه یې د دغې هوکړې د پلي کېدو نړیوال ملاتړ پیاوړی کړ.

د دې ترڅنګ په هېواد کې متزلزل سیاسي وضعیت هم د سولې بهیر تر خپل سیوري لاندې راوستلی دی. د ولسمشر په توګه د اشرف غني او د نوموړي د ټاکنیز سیال ډاکتر عبدالله له لوري د لوړې مراسمو وښوده چې د ملي او نړیوالو هڅو له شتون سره سره ټاکنیز کړکېچ لا هم نه دی هوار شوی او دا هغه څه دي چې د سولې او په ځانګړې توګه بین الافغاني خبرو اترو بهیر یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړی دی.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د څارونکي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای یوازې او یوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او بین الافغاني تفاهم له لارې شونی دی. له همدې کبله پر افغان حکومت او ښکېلو نړیوالو لورو غږ کوو، چې د جګړې پر ډګر د تمرکز پر ځای د سولې هڅو ته پام واړوي.

 

 جدول-۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۳۴ افغان ځواکونه

۲۶

د دولت وسله‌وال مخالفین

۵۸ د دولت وسله‌وال مخالفین ۱۹
ملکي وګړي ۴۳ ملکي وګړي

۸۴

بهرني ځواکونه

ـ بهرني ځواکونه ـ
مجموعه ۱۳۵ مجموعه ۱۲۹

ټول وژل شوي او ټپیان  ۲۶۴

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *