خانه / افغانستان‏ / د افغان سولې بهیر؛ تازه پرمختګونه او خنډونه

د افغان سولې بهیر؛ تازه پرمختګونه او خنډونه

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته داسې برېښي چې د دواړو لورو ترمنځ باور مخ په زیاتېدو دی او تر منځ یې شوی توافق د بریالي کېدو په لور روان دی. د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي هوکړه‌لیک له مخې، ټاکل شوې وه چې په لومړي ګام کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو تبادله وشي او ورپسې بین الافغاني خبرې اترې پیل شي؛ خو تراوسه د بین الافغاني خبرو اترو د پیل په تړاو بېلابېل خنډونه او اندېښنې شته دي.

دلته د امریکا-طالبانو د هوکړې د پلي کېدو او پکې شته تازه پرمختګونو او همدا راز د بین الافغاني خبرو اترو د پیل په تړاو د شته ستونزو او خنډونو په اړه لولئ.

امریکا-طالبانو توافق

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک تر لاسلیک کېدو وروسته د دواړو لورو له خوا ځینې داسې غبرګونونه هم ولیدل شول، چې د بې باوریو ښکارندویي یې کوله. په دې تړاو د امریکایي چارواکو هغه څرګندونې د یادولو وړ دي، چې که طالبان د تاوتریخوالي کچه راټیټه نه کړي، شوی توافق له ګواښ سره مخ کولی شي. خو په یوه تازه پرمختګ کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ کې د داعش پرضد د طالبانو د مبارزې او ژمنتیا ستاینه کړې او د طالبانو دا ګام یې لاسلیک شوي هوکړه لیک ته د طالبانو ژمنتیا بللې ده.

نوموړي په دغه ټویټ کې ویلي: ((زه د طالبانو د اعلامیې چې د داعش غندنه کوي او په افغانستان کې د داعش «د استخدام، تمویل، یا روزنې» د هڅو د مخنیوي ژمنه کوي، هرکلی كوم. دا د القاعدې او نورو ټولو هغو ډلو چې متحده ایالتونه یا متحدین یې ګواښي، په ضد د طالبانو عمومي ژمنې (زموږ په موافقتنامه کې) ښيي.)) نوموړی وړاندې په دغه ټویټ کې وايي: ))موږ تمه لرو چې طالبان به خپلې ژمنې تر سره کړي. زموږ لخوا په موافقتنامه کې د شویو ژمنو پوره کول به د طالبانو له لوري په ژمنو عمل کولو پورې تړلي وي. د طالبانو د داعش په اړه اعلامیه او په کنړ کې د ترهګرو پر وړاندې د هغوی وروستي عملیات، مثبت ګامونه دي.((

د زلمي خلیلزاد له دغه ټویټ څخه ښکاري چې د طالبانو او امریکا ترمنځ باور مخ په زیاتېدو دی او دواړه لوري هڅه کوي، چې په شوي توافق کې د کړو ژمنو په تړاو پورته کېدونکي ګامونه برجسته کړي.

بین الافغاني خبرې اترې

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته تمه وه چې له دغه توافق ۱۰ ورځې وروسته یعنې د مارچ په ۱۰مه به بین الافغاني خبرې اترې پیلېږي؛ خو د افغان ولسمشر له لوري د طالب بندیانو د خوشي کولو په تړاو څرګندونې او منفي دریځ دا پروسه له ځنډ سره مخ کړه او که څه هم نوموړي په مشروط ډول د طالب بندیانو د آزادولو فرمان صادر کړ، خو لا هم په دې اړه پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

د راپورونو له مخې، وړمه ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت له لوري د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د مذاکراتي ټیم نوملړ هم له ځینو افغان سیاسیونو سره په شخصي ډول شریک کړی، چې په تړاو یې د ځینو سیاسي لورو بېلابېل غبرګونونه هم ولیدل شول. په دغه نوملړ کې د باتور دوستم، امین کریم، ضراراحمد مقبل، محمد ناطقي، رسول طالب، حبیبې سرابي، کلیم‌الله نقیبي، جنرال ایوب انصاري، اورزلا نعمت، نادر نادري، متین بیگ، زینب موحد، عنایت‌الله بلیغ، شریفې زرمتۍ او عبدالهادي ارغندیوال نومونه لیدل کېږي.

افغان حکومت تراوسه رسما د مذاکراتي ټیم نوملړ نه دی اعلان کړی؛ خو ځینو سیاسي لورو د نوملړ له جزئیاتو په ډاکه کولو پرته د حکومت د مذاکراتي ټیم مخالفت کړی او هغه یې رد کړی دی.

په دې تړاو د ګلبدین حکمتیار په مشر حزب اسلامي په اعلاميه کې راغلي:

((سوله ملي پروسه ده، بايد د هېڅ لوري په انحصار کې پاتې نه شي. زموږ هميشنی او اصولي دريځ دادی، چې د دې ملي پروسې لپاره تر ټولو وړاندې د تصميم يوه داسې معتبره او مقتدره مرجع رامنځ ته شي، چې د سولې ټول بهير په ښه توګه مديريت او رهبري کړي. همدا مرجع بايد د تلپاتې سولې لپاره طرحه، کړنلاره او سرې کرښې ترسيم کړي او د هيئت د ترکيب او نورو اړوند مسائلو په ارتباط نهايي تصميم ونيسي. اوسنی ارګ په هېڅ صورت د دې سترې ملي پروسې لپاره د تصميم مرجع نه شي کيدلی. دا هم بايد په ډاګه کړو، چې تر دې دمه د حزب اسلامي سره د هيئت د ترکيب او د لېست د نهايې کولو په اړوند هېڅ مشوره نده شوې، نو بناءً حزب اسلامي د ارګ له لورې د هيئت نوملړ ردوي او په توظيف شوي پلاوي کې يې ګډون نه کوي)).

له بل لوري افغان سیاسیون په ژوره توګه لا هم په انتخاباتي کړکېچ کې بوخت دي او د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ولسمشر غني ټاکنیز سیال ډاکتر عبدالله، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د حزب وحدت مشر محمد محقق او نور مطرح سیاسیون له څو ورځو راهیسې پرله پسې غونډې کوي او تر ډېره یې د بحث موضوع هم ټاکنیز جنجالونه دي، کوم څه چې د سولې پروسه یې په جدي ډول تر خپل سیوري لاندې راوستلې ده.

همدا راز طالبان د خپلو بندیانو خوشي کولو په تړاو پر خپل دریځ کلک ولاړ دي. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېره ورځ رسنیو ته وویل چې په شوي توافق کې په وضاحت سره له بین الافغاني خبرو اترو وړاندې د دوی د ۵۰۰۰ بندیانو پر خوشي کولو توافق شوی او که په دې تړاو څه خنډونه جوړېږي، دا به په لوی لاس د بین الافغاني خبرو اترو ځنډولو ته لاره هوارول وي. خو په بل اړخ کې بیا افغان حکومت له یوې خوا تر خبرو اترو مخکې د دغه شمېر بندیانو خوشي کول نه مني او له بلې خوا له طالبانو د داسې تضمین غوښتنه کوي، چې خوشي کېدونکي بندیان به بیا د جګړې ډګر ته نه ستنېږي.

د هېواد د کړکېچن سیاسي وضعیت او ټاکنیزو جنجالونو ترڅنګ، په هېواد کې د کرونا ویروس له کبله رامنځته شوی وضعیت او پراخه وېره هم د دې لامل شوې، چې د سولې پر پروسه او په ځانګړې توګه د بین الافغاني خبرو اترو پر پیل سیوري وغوړوي.

 

پایله

که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک کېدو په پراخه کچه هيلې راوټوکولې؛ خو د ولسمشرۍ پر سر د ولسمشر غني او د نوموړي د ټاکنیز سیال ډاکتر عبدالله ترمنځ شته کړکېچ د سولې پروسه ټکنۍ کړې او له کبله یې د افغان سیاسیونو ترمنځ تفاهم نه لیدل کېږي. د دې ترڅنګ د بندیانو د تبادلې پر سر شته اختلافات، د افغان سیاسیونو ترمنځ د تفاهم د نشتوالي له کبله پر مذاکراتي ټیم اختلافات او نور خنډونه د دې لامل شوي، چې بین الافغاني خبرې اترې لا هم نه دي پیل شوي او دغه وضعیت عام افغانان اندېښمن کړي دي. له دې کبله، اوسمهال اړتیا ده چې د سولې لپاره له رامنځته شوي زرین فرصت سره مسؤولانه چلند وشي او ټول لوري خپل مسؤولیت درک او اداء کړي، ترڅو د افغانانو روانه وینه تویېدنه هر څومره ژر چې کېږي، بنده شي.

پای

همچنین ببینید

د ملي پخلاینې لپاره د اسلامي امارت کمیسیون؛ خنډونه او فرصتونه

لیکنه: قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت کابینې په یوه …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *