خانه / اوونيز راپور / د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۷ مارچ –۲ اپرېل ۲۰۲۰م)

د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۷ مارچ –۲ اپرېل ۲۰۲۰م)

ګڼه: ۴۷

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ

 

سریزه

دغه راپور د ۲۰۲۰م کال د مارچ له ۲۷مې د اپرېل تر ۲مې (د ۱۳۹۹ لمریز کال د وري له ۸مې تر ۱۴مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. دا اوونۍ د هېواد په کچه ټول ۲۶۰ تنه وژل شوي او ۱۴۵ نور هم ټپیان شوي دي.

د راپور د شمېرو له مخې، دا اوونۍ په هېواد کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله ټيته شوې ده. تېره اوونۍ په ټول هېواد کې ۴۷۱ تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو، خو په دې اوونۍ کې ټول ۴۰۵ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله ټيټه شوې وه. د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په بدخشان، بغلان، جوزجان، تخار او دایکنډي ولایتونو کې وشوې، چېرته چې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۴ امنیتي سرتېري ووژل شول او ۲۴ نور ټپیان شول.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د کموالي ښودنه کوي. د ملکي مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښه په هلمند ولایت کې وشوه، چې لږ تر لږه ۸ تنه ملکي وګړي پکې ووژل شول.

په بل اړخ کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د کموالي ښودنه کوي. طالب جنګیالیو ته هم ډېره مرګ‌ژوبله په فاریاب، غور، او جوزجان ولایتونو کې اوښتې ده.

په دغه راپور کې د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو او د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات لولئ. همدا راز د راپور په وروستۍ برخه کې د هېواد د ټولیز امنیتي وضعیت او مهمو امنیتي پېښو په اړه تحلیل لولئ.

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د مارچ ۲۷مه:

د جوزجان ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۳ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت په شینډند ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې، یو پولیس افسر وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د مارچ ۲۸مه:

د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر څلورو امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې له کبله یې ۱۰ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

په سرپل ولایت کې په یوه امنیتي پېښه کې یو د عامه نظم پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د بادغېس ولایت په آبکمري ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۳ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د کندز ولایت د علي‌آباد ولسوالۍ په ارباب رمضاني سیمه کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۲ پولیس وژل شوي دي.

د کندز ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د وسله‌والو طالبانو  په کمین کې، یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی دی.

د مارچ ۲۹مه:

د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د امنیه قوماندان پر کور برید وکړ، چې له کبله یې ۱۲ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت په سرخ کوتل سیمه کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۵ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

په ډایکندي ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۴ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو په کندز ښار کې پر مرکز کې پر افغان امنیتي ځواکونو برید وکړ، چې له کبله یې یو د ملي امنیت سرتېری وژل شوی دی.

د سرپل ولایت په مرکز کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی.

د مارچ ۳۰مه:

د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۶ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په صوفي قلعه ولسوالۍ کې ۲ امنیتي سرتېري په بېلابېلو امنیتي پېښو کې وژل شوي دي.

د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ اړوند سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې، ۲ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د بادغېس ولایت د مقر ولسوالۍ اړوند سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو پولیس افسر وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان ولایت په مردیان او قرقین ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت په بغلان مرکزي ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۴ سیمه‌ییز پوليس وژل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د بلخ ولایت په زاري ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې یو دولت پلوی سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د کابل ښار په قاضي پلازا سیمه کې د ملي امنیت د یوې ښځینه لوړپوړې چارواکې په موټر پورې د نښلول شوي ماین د چاودنې له کبله، نوموړې وژل شوې او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د مارچ ۳۱مه:

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په قولق سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌‌واله نښته کې، یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د اپرېل لومړۍ:

د میدان وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ په هفت آسیاب سیمه کې وسله‌والو طالبانو د ملي اردو سرتېرو پر یوه موټر برید وکړ، چې له کبله یې ۳ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

د بادغېس ولایت د مقر ولسوالۍ په قرقچ سیمه کې په یوه امنیتي پېښه کې، دوه پولیس وژل شوي دي.

د اپرېل ۲مه:

د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۲ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د بادغېس ولایت د مقر ولسوالۍ په خارستان سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۲ د ملي امنیت سرتېري او ۴ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د بدخشان ولایت په یمګان ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزې اردو پر سرتېرو برید وکړ، چې وروسته نښته رامنځته شوه او له کبله یې دوه سرتېري ووژل شول.

د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سيمه‌ییزو پولیسو قوماندان د یوه ناپېژاند وسله‌وال په برید کې ووژل شو.

جدول-۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۲۴ ۷

۳۱

پولیس

۵۷ ۵۲ ۱۰۹

مجموعه

۸۱ ۵۹

۱۴۰

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د مارچ ۲۷مه:

د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې، ۱۳ وسله‌وال وژل شوي دي.

د جوزجان ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۷ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د هرات ولایت په شینډند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۹ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د مارچ ۲۸مه:

د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي  او ۳ نور ټبیان شوي دي.

د پکتیا ولایت په روحاني بابا سیمه کې ۴ تنه وسله‌وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د جوزجان ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې، د وسله‌والو طالبانو د قوماندان په ګډون ۷ تنه وژل شوي دي.

د زابل ولایت په بریامانده سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۳ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت په بغلان مرکزي ولسوالۍ کې یو ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د کندز ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنخ په وسله‌واله نښته کې، ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د مارچ ۲۹مه:

په بغلان ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

په کندر ولایت د دریمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د افغان ځواکونو په برید کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په شیخا او باغ پهلوان سیمو کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې وروسته نښته رامنځته شوه او له کبله یې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د مارچ ۳۰مه:

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په قولق سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌‌واله نښته کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د فراه ولایت اړوند برنګتوت سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۴ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په صوفي قلعه ولسوالۍ کې ۲ تنه وسله‌وال طالبان په امنیتي پېښو کې وژل شوي دي.

د جوزجان ولایت په مردیان او قرقین ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۰ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي.

د مارچ ۳۱مه:

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د اپرېل لومړۍ:

د سمنګان ولایت د ایبک ښار په منقوتن سیمه کې، د افغان ځواکونو په برید کې ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت په المار او قرمقول ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په دوو بېلابېلو بریدونو کې، ۹ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په یوه کمین کې، ۱۳ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په مانو سیمه کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ۱۱ تنه وسله‌وال وژل شوي  او ۳ نور ټپيان شوي دي.

د اپرېل ۲مه:

د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۳ تنه وسله‌وال وژل شوي دي.

د جوزجان ولایت په منګجیګ ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۶ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

جدول-۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۱۴۷ ۷۶

۲۲۳

داعش

ـ ـ ـ
مجموعه ۱۴۷ ۷۶

۲۲۳

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د مارچ ۲۷مه:

د کاپیسا ولایت په شاه‌کو سیمه کې د ملکي وګړو پر یوه موټر، چې د نجراب ولسوالۍ په لور روان و، وسله‌والو طالبانو ډزې وکړې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او یوه ښځه او یو ماشوم ټپيان شوي دي.

د مارچ ۲۸مه:

د پکتیا ولایت د ګردېز ښار په ابراهیم خېلو کلي کې یو ماشوم د ماین چاودنې له کبله وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي.

همدا راز د پکتیا ولایت په احمد آباد ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو یو ملکي وګړی چې د کرکټ په لوبه بوخت و، په ډزو وواژه.

د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالۍ په سربند سیمه کې د یوه دیني عالم په موټر پورې د نښلول شوي ماین په چاودنه کې نوموړی عالم او زوی یې وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په بولان سیمه کې، په یوه کور کې د ننه چاودنه شوې چې له کبله یې ۴ ماشومان وژل شوي دي.

د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې په وسله‌واله نښته کې ۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د بغلان ولایت په بغلان مرکزي ولسوالۍ کې پر یوه ځانمرګي بریدګر د خپل ماین په چاودنه کې یو ماشوم ټپي شو.

د کندز ولایت د علي‌آباد ولسوالۍ په ارباب رمضاني سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو ملکي وګړی ټپي شوی دی.

د مارچ ۲۹مه:

د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبان د امنیه قوماندان پر کور برید وکړ، چې له کبله یې د پولیسو ترڅنګ یو ملکي وګړی هم وژل شوی دی.

په ډایکندي ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو ملکي وګړی هم وژل شوی دی.

د مارچ ۳۰مه:

د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په صوفي قلعه ولسوالۍ کې په بېلابېلو امنیتي پېښو کې، ۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د مارچ ۳۱مه:

د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ په خان دستمال سیمه کې د دوو غیر مسئووله وسله‌والو کسانو په برید کې ۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

په فاریاب ولایت د دوو زندانیانو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوې، چې له کبله یې یو تن وژل شوی دی.

د اپرېل لومړۍ:

د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې د ځای ير ځای شوي ماین په چاودنه کې ۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د اپرېل ۲مه:

پروان ولایت کې ناپېژاندو وسله‌والو یو د ټکسي موټر چلوونکی په دې پلمه چې ناروغ تر روغتون پورې ورسوي، په ډزو وواژه.

جدول-۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۳۲ ۱۰

۴۲

مجموعه

۳۲ ۱۰

۴۲

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د راپور د شمېرو له مخې، د روان لمريز ۱۳۹۹ کال د وري له ۸مې تر ۱۴مې (د ۲۰۲۰م د مارچ له ۲۷مې اپرېل تر ۲مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۴۰۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې ۲۶۰ پکې وژل شوي او ۱۴۵ نور هم ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه ټيټه شوې ده. د افغان ځواکونو مرګ‌ژوبله دا اوونۍ د تېرې اوونۍ په پرتله د کموالي ښودنه کوي. په تېره اوونۍ کې ۹۱ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې ټول ۸۱ افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله ټيټه ده. په تېره اوونۍ کې ۱۵۹ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې ۱۴۷ تنه وسله‌وال وژل شوي دي. د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د کموالي ښودنه کوي. په تېره اوونۍ کې د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۶۴ تنه و، خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره ۳۲ تنو ته راټيټه شوې ده (جدول-۴).

دا اوونۍ د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي وګړو لپاره یو ځل بیا یوه خونړۍ اوونۍ وه. په دې اوونۍ کې ملکي وګړو ته ‌‌ډېره مرګ‌ژوبله د دولت د وسله والو مخالفینو په بریدونو او د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماینونو په چاودنو کې اوښتې. په یوه پېښه کې د هملند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د سړک ترغاړې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په پایله کې ۸ تنه وژل شوي دي، چې یاد کسان په ټونس ډوله موټر کې د هلمند ولایت له نهر سراج ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز ته روان وو، په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

له بله پلوه افغان حکومت تېره اوونۍ له وسله‌والو طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د معصوم ستانکزي په مشرۍ خپل پلاوی اعلان کړ، چې په پکې فاطمه ګیلاني، نادر نادري، عبدالمتین بیک، فوزیه کوفي، ضرار احمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، حبیبه سرابي، محمد رسول طالب، ډاکټر غیرت بهیر، محمد حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، مولوي عنایت الله بلیغ، باتور دوستم، کلیم الله نقیبي، محمد ناطقي، جنرال ایوب انصاري، شهلا فرید، شریفه زرمتۍ، خالد نور او ډاکټر امین احمدي ټاکل شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او نورو ګڼ شمېر لورو له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره د افغان حکومت د پلاوي د معرفي کولو هرکلی کړی او هغه ټول شموله بولي، خو یو شمېر افغان سیاسیون بیا له طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان حکومت پلاوی ټول شموله نه بولي. همدا راز طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغان حکومت له لوري اعلان شوی پلاوی رد کړی. د طالبانو اعلامیه کاږي، چې له یوې خوا دا پلاوی د ټولو افغان سیاسي لورو استازیتوب نه کوي او له بلې خوا له امریکا سره د شوي توافق له مخې، دوی له افغان حکومت سره د یوه سیاسي لوري په توګه خبرې کوي او د حکومت له لوري د پروسې انحصار نه مني. له همدې کبله داسې ښکاري، چې دغه اختلاف به د بین الافغاني خبرو اترو د ځنډ لامل شي.

په بل اړخ کې بیا د بندیانو پر تبادلې د خبرو اترو لپاره د طالبانو پلاوی کابل ته رسېدلی، خو لا هم د بندیانو د تبادلې پر موضوع هم دواړه لوري هوکړې ته نه دي رسېدلي؛ ځکه طالبان له امریکا سره د شوي توافق له مخې د خپلو بندیانو خوشي کول غواړي؛ خو حکومت لا هم د بندیانو هغه ډول خوشي کولو ته تیار نه دی. د بندیانو په تبادله کې اختلافات هم هغه موضوع ده چې بین الافغاني خبرې اترې یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جګړې په ډګر کې تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیاتېږي او له کبله یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د ناټو سرمنشي ینس سټولټبنرګ ویلي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل په درشل کې اړینه ده چې طالبان تاوتریخوالی راکم کړي او په دې توګه د هغې هوکړې درناوی وکړي چې دغې ډلې له امریکا سره لاسلیک کړې ده.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د څارونکي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای یوازې او یوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او بین الافغاني تفاهم له لارې شونی دی. له همدې کبله پر افغان حکومت او نورو ښکېلو لورو غږ کوو، چې د سولې هڅو ته جدي پام واړوي او له دغې ملي مسئلې سره مسؤولانه چلند وکړي.

 جدول-۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۸۱ افغان ځواکونه

۵۹

د دولت وسله‌وال مخالفین

۱۴۷ د دولت وسله‌وال مخالفین ۷۶
ملکي وګړي ۳۲ ملکي وګړي

۱۰

بهرني ځواکونه

ـ بهرني ځواکونه ـ
مجموعه ۲۶۰ مجموعه

۱۴۵

ټول وژل شوي او ټپیان         ۴۰۵             

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *