خانه / اوونيز راپور / د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۳–۹ اپرېل ۲۰۲۰م)

د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۳–۹ اپرېل ۲۰۲۰م)

ګڼه: ۴۸

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ

سریزه

دغه راپور د ۲۰۲۰م کال د اپرېل له ۳مې تر ۹مې (د ۱۳۹۹ لمریز کال د وري له ۱۵مې تر ۲۱مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. دا اوونۍ د هېواد په کچه ټول ۲۵۸ تنه وژل شوي او ۱۵۹ نور هم ټپیان شوي دي.

د راپور د شمېرو له مخې، دا اوونۍ په هېواد کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله لږ لوړه شوې ده. تېره اوونۍ په ټول هېواد کې ۴۰۵ تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو، خو په دې اوونۍ کې ټول ۴۱۷ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله ټيټه شوې وه. د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په بدخشان، سنمګان، لوګر او بادغېس ولایتونو کې وشوې، چېرته چې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹ امنیتي سرتېري ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د زیاتوالي ښودنه کوي. د ملکي مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په بلخ، بغلان، اروزګان او میدان وردګو ولایتونو کې وشوې، چې یوازې په همدغو پېښو کې لږ تر لږه ۲۴ تنه ملکي وګړي پکې ووژل شول او ۲۳ نور ټپیان شول.

په بل اړخ کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د زیاتوالي ښودنه کوي. طالب جنګیالیو ته هم ډېره مرګ‌ژوبله په غزني، هلمند، سمنګان او غور ولایتونو کې اوښتې ده.

په دغه راپور کې د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو او د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات لولئ. همدا راز د راپور په وروستۍ برخه کې د هېواد د ټولیز امنیتي وضعیت او مهمو امنیتي پېښو په اړه تحلیل لولئ.

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د اپرېل ۳مه:

د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د ولسمشر پر دوو ځانګړو ساتونکو د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري برید وشو، چې یو تن پکې وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د میدان وردګو لایت په نرخ ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې، ۳ پولیس وژل شوي دي.

د تخار ولایت د تالقانو ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې، د سیمه‌ييزو پولیسو قوماندان او یو دولت پلوی ملیشه د وسله‌‌والو طالبانو په برید کې ووژل شول.

د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د اپرېل ۴مه:

د بادغېس ولایت په مقر ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۶ د ملي امنیت سرتېري وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو په نښته کې، ۳ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي دي.

د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار په شیروازي سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۵ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي دي.

په فاریاب ولایت کې په دوو بېلابېلو امنیتي پېښو کې ۴ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د اپرېل ۵مه:

د فاریاب ولایت د قرمقول ولسوالۍ په آلتي بلاق سیمه کې د سړک تر غاړې ماین چاودنه کې ۳ تنه د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله یو پولیس وژل شوی او ۳ نور ټپيان شوي دي.

د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو پولیس وژل شوی دی.

د بادغېس ولایت په قادس ولسوالۍ کې یو پولیس، چې غوښتل یې له وسله‌والو طالبانو سره یو ځای شي، د افغان ځواکونو په ډزو کې ووژل شو.

د اپرېل ۶مه:

وسله‌والو طالبانو د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړ، چې له کبله یې ۴ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ په پاس‌قول سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او سیمه‌ییزو پولیسو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۳ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۵ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د اپرېل ۷مه:

په لوګر ولایت کې د پل علم ښار د لومړۍ حوزې جنايي آمر او ۲ ساتونکي یې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ووژل شول.

د بادغېس ولایت په قادس ولسوالۍ کې یو د سیمه‌ییزې اردو سرتېری لومړی د وسله‌والو طالبانو له لوري وښتول شو او وروسته ووژل شو.

د اپرېل ۸مه:

د بدخشان ولایت د نوسي ولسوالۍ په درواز سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او امنیتي سرتېرو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۲ امنیتي سرتېری وژل شوی او ۳ نور ټپيان شوي دي.

د فاریاب ولایت د میمنې ښار په دمقول سیمه کې، د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې د ملي امنیت د نشراتو آمر او یو پولیس وژل شوی دی.

د اپرېل ۹مه:

د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په برید کې، د سیمه‌ییزو پولیسو قوماندان او ۲ نور پولیس وژل شوي دي.

جدول-۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۱۱ ۱۲

۲۳

پولیس

۴۱ ۱۹ ۶۰
مجموعه ۵۲ ۳۱

۸۳

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د اپرېل ۳مه:

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په ملانوح بابا، عاشقوالو او اوبو کلا سیمو کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۷ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د اپرېل ۴مه:

په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ۱۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو په وسله‌واله نښته کې، ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

په سنمګان ولایت کې د افغان ځواکونو په برید کې ۸ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په برید کې، ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د کندز ولایت په قلعۀ ذال ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په برید کې ۲ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د اپرېل ۵مه:

د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې، ۳ تنه طالب وسله‌وال وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

په فاریاب ولایت کې په دوو بېلابېلو امنیتي پېښو کې ۲ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

په زابل ولایت کې د افغان ځواکونو په برید کې ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د اپرېل ۶مه:

د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په سیدان سیمه کې د افغان ځواکونو په برید کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په ینګي قلعه، فولادي او خلیجي سیمو کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۲۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د اپرېل ۷مه:

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنيو بریدونو کې، ۵ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت د شاه‌ولیکوټ ولسوالۍ په سره سخر سیمه کې د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې کې ۶ طالب وسله‌وال وژل شوي دي.

د اپرېل ۸مه:

د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ په پاس قول او چارماګزاک سیمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو په وسله‌والو نښتو کې، ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان ولایت د نوسي ولسوالۍ په درواز سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او امنیتي سرتېرو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۴ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د زابل ولایت په شاه‌جوی ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار ولایت په میانشین او معروف ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په ځمکنيو او هوايي بریدونو کې ۵ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولایت ولسوالۍ په پټان خېلو کلي کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ۵ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د اپرېل ۹مه:

د فراه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د غور ولایت د حصارک ولسوالۍ په دهنه غوري سیمه کې د افغان ځواکونو په برید کې، ۱۸ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

جدول-۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۱۵۸ ۹۵

۲۵۳

داعش

ـ ـ ـ
مجموعه ۱۵۸ ۹۵

۲۵۳

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د اپرېل ۳مه:

د تخار ولایت د تالقانو  ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په چکاب سیمه کې، یو ملکي وګړی وسله‌والو کسانو له لوري ووژل شو.

د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ په چشمه سنګي سیمه کې، د وسله‌والو طالبانو له لوري پر یوه ملکي کور د راکټ مرمۍ د لګېدنې له کبله ۲ ماشومان وژل شوي دي.

د اپرېل ۴مه:

 په سمنګان ولایت کې یو ملکي وګړی د وسله‌والو طالبانو په ډزو کې وژل شوی دی.

د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۸ ملکي وګړي چې د یوې کورنۍ غړي وو، وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په هاشم خېلو کلي کې، د ملي اردو لخوا د توغول شوې هاوان مرمۍ له کبله یو ملکي وګړی وژل شوی او د یوې ښځې او دوو کوچنیو نجونو په ګډون ۳ نور ټپیان شوي دي.

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په پنه کلي کې پر یوه ملکي کور د افغان ځواکونو له لوري توغول شوې د هاوان مرمۍ د لګېدنې له کبله یوه ښځه وژل شوې او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په آب راغک او رفچان سیمو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د اپرېل ۵مه:

د بغلان ولایت په چشمه شیر سیمه کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۲ غړي وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان ولایت د شهداء ولسوالۍ په فیجوج سیمه کې د سیمه‌ییزو پولیسو له لوري یو ملکي وګړی ووژل شو.

د اپرېل ۶مه:

د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په تیموري سیمه کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د بغلان ولایت په ډنډغوري سیمه کې د افغان ځواکونو له لوري د توغول شوې هاوان مرمۍ په برید کې یو ملکي وګړی وژل شوی او د یوې ښځې په ګډون دوه نور ټپیان شوي دي.

د اپرېل ۷مه:

د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله‌والو یو ماشوم لومړی تښتولی او وروسته یې وژلی دی.

د فاریاب ولایت د میمنې ښار اړوند څلورمې ناحیې د ساحوي روغتون یو کار کوونکی د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې وژل شوی دی.

د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ په خوشاب سیمه کې پر یوه ملکي کور د هاوان مرمۍ د لګېدنې له کبله، ۳ ماشومان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په تیتمور سیمه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او یوه ښځه ټپي شوې ده.

د اپرېل ۸مه:

د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ په پاس قول او چارماګزاک سیمو کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په برید کې، ۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت د شولګره ولسوالۍ په جرهای نهرسرخ سیمه کې وسله‌والو کسانو اته تنه ملکي وګړي وتښتول او ورسته یې ۷ تنه په ډزو ووژل او یو بل یې ټپي کړ.

د اپرېل ۹مه:

د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په احمد آباد سیمه کې، ۵ تنه د افغانستان بانک کارکوونکي چې له نوموړې ولسوالۍ څخه د هرات په لور روان وو، د وسله‌والو کسانو له لوري وژل شوي دي.

جدول-۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۴۸ ۳۳

۸۱

مجموعه

۴۸ ۳۳ ۸۱

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د راپور د شمېرو له مخې، د روان لمريز ۱۳۹۹ کال د وري له ۱۵مې تر ۲۱مې (د ۲۰۲۰م د اپرېل له ۳مې تر ۹مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۴۱۷ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې ۲۵۸ پکې وژل شوي او ۱۵۹ نور هم ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه بیا هم د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه شوې ده. د افغان ځواکونو مرګ‌ژوبله دا اوونۍ د تېرې اوونۍ په پرتله د کموالي ښودنه کوي. په تېره اوونۍ کې ۸۱ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې ټول ۵۲ افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه ده. په تېره اوونۍ کې ۱۴۷ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې ۱۵۸ تنه وسله‌وال وژل شوي دي. د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د زیاتوالي ښودنه کوي. په تېره اوونۍ کې د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۳۲ تنه و، خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره ۴۸ تنو ته لوړه شوې ده (جدول-۴).

دا اوونۍ یو ځل بیا د ملکیانو لپاره د تېرو څو اوونیو په پرتله خونړۍ وه. په دې اوونۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې ګڼ شمېر ملکیان ووژل شول. د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د ډرون په یوه هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۸ غړي ووژل شول. که څه هم سیمه‌ییزو حکومتي چارواکو دا برید د وسله‌والو طالبانو کار وباله؛ خو وسله‌والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغلته د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې دا مرګ ژوبله اوښتې ده. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم د یوې ویناپاڼې به خپرولو سره په میدان وردګو ولایت کې د افغان ځواکونو په څو بریدونو کې ملکیانو ته پر اوښتې مرګ ژوبله خواشیني ښودلې ده.

له دغه وضعیت سره هم‌مهاله، د سولې پروسه هم له بن‌بست سره مخ ده. د طالبانو پلاوی چې د بندیانو د تبادلې په اړه د خبرو اترو لپاره کابل ته راغلی و، په اعتراضي ډول بېرته قطر ته ستون شو. که څه هم افغان حکومت د طالب پلاوي له تګ وروسته یو شمېر طالب بندیان خوشي کړل؛ خو په ټوله کې دا پروسه له ستونزو او خنډونو سره مخ ښکاري. داسې ښکاري، چې افغان حکومت په هېواد کې شته سیاسي جنجال له کبله هم د سولې پروسه کې قاطع ګام نه شي اوچتولی او ترڅو چې له ولسمشریزو ټاکنو راټوکېدلی جنجال هوار شوی نه وي، ښایي د سولې پروسه کې هم کوم پام وړ ګام پورته نه شي.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د څارونکي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای یوازې او یوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او بین الافغاني تفاهم له لارې شونی دی. له همدې کبله پر افغان حکومت او نورو ښکېلو لورو غږ کوو، چې د سولې هڅو ته جدي پام واړوي او له دغې ملي مسئلې سره مسؤولانه چلند وکړي.

 جدول-۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۵۲ افغان ځواکونه

۳۱

د دولت وسله‌وال مخالفین

۱۵۸ د دولت وسله‌وال مخالفین ۹۵
ملکي وګړي ۴۸ ملکي وګړي

۳۳

بهرني ځواکونه

ـ بهرني ځواکونه ـ
مجموعه ۲۵۸ مجموعه

۱۵۹

ټول وژل شوي او ټپیان         ۴۱۷             

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *