خانه / اوونيز راپور / د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۰–۱۶ اپرېل ۲۰۲۰م)

د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۰–۱۶ اپرېل ۲۰۲۰م)

ګڼه: ۴۹

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ

سریزه

دغه راپور د ۲۰۲۰م کال د اپرېل له ۱۰مې تر ۱۶مې (د ۱۳۹۹ لمریز کال د وري له ۲۲مې تر ۲۸مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. دا اوونۍ د هېواد په کچه ټول ۱۵۹ تنه وژل شوي او ۷۶ نور هم ټپیان شوي دي.

د راپور د شمېرو له مخې، دا اوونۍ په هېواد کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله پام‌وړ راټيټه شوې ده. تېره اوونۍ په ټول هېواد کې ۴۱۷ تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو، خو په دې اوونۍ کې ټول ۲۳۵ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله ټيټه شوې وه. د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په کندز او لوګر ولایتونو کې وشوې، چېرته چې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹ امنیتي سرتېري  ووژل شول.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د کموالي ښودنه کوي. د ملکي مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په بغلان، بدخشان او پکتیا ولایتونو کې وشوې، چې یوازې په همدغو پېښو کې لږ تر لږه ۱۲ تنه ملکي وګړي ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.

په بل اړخ کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د کموالي ښودنه کوي. طالب جنګیالیو ته هم ډېره مرګ‌ژوبله په بدخشان، جوزجان او بادغېس ولایتونو کې اوښتې ده.

په دغه راپور کې د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو او د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات لولئ. همدا راز د راپور په وروستۍ برخه کې د هېواد د ټولیز امنیتي وضعیت او مهمو امنیتي پېښو په اړه تحلیل لولئ.

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د اپرېل ۱۰مه:

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په ناوه سیمه کې د ریموټ کنټرول ماین د چاودنې له کبله، ۲ پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د اپرېل ۱۱مه:

د پکتیا ولایت په مرکزي زندان کې د زندانیانو او پولیسو ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې له کبله یې ۲ پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د کابل ښار په تایمني سیمه کې د افغان ولسمشر پر ځانکړو ساتونکو د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري برید وشو، چې له کبله یې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزو پولیسو یو قوماندان، د خپلو درېیو ملګرو له لوري وژل شوی دی.

وسله‌والو طالبانو د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د اپرېل ۱۲مه:

د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې، د ملي امنیت مدیر او موټر چلونکی یې د وسله‌والو طالبانو په کمین کې ووژل شول.

د اپرېل ۱۳مه:

د کندز ولایت په شېرخان بندر سیمه کې ۵ تنه پولیس په مرموز ډول د وسله‌والو طالبانو له لوري وژل شوي دي.

د اپرېل ۱۴مه:

د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌‌واله نښته کې، یو پولیس وژل شوی او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د زابل ولایت په نورک سیمه کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې، ۲ پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د ماین د چاودنې له کبله یو سیمه‌ییز پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د اپرېل ۱۵مه:

په کندز ښار کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو سیمه‌ییز پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د اپرېل ۱۶مه:

د بادغېس ولایت د مرکز قلعه نو ښار په تګاب اسماعیل سیمه کې د امنیه قوماندانۍ د مخابرې کارکوونکی د وسله‌والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په پل مالان سیمه کې یو پولیس د وسله‌والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د فراه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په قلعه دشت سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۱۴ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

جدول-۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۱۴ ـ

۱۴

پولیس

۲۶ ۱۲ ۳۸
مجموعه ۴۰ ۱۲

۵۲

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د اپرېل ۱۰مه:

د فراه ولایت په لاش‌جوین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۳ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د بدخشان ولایت په نوسي او وردوج ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې ۱۱ تنه په وردوج او ۱۶ نور په نوسي ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې د وسله‌والو طالبانو د یوه قوماندان په ګډون ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د اپرېل ۱۱مه:

د زابل ولایت په میزانې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې، ۳ طالب وسله‌وال وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان ولایت په خماب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۵ طالب وسله‌وال وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.

د ننگرهار ولایت د خوګیاڼيو ولسوالۍ په وازه انګور سیمه کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په تیمورک سیمه او د دولت آباد ولسوالۍ په ریګ آغا سیمه کې د افغان ځواکونو په برید کې، ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار په بره‌خانه سیمه کې د سیمه‌ییزو پولیسو په برید کې ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د اپرېل ۱۲مه:

د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د سیدان نوروزي او دشت ډاګیان سیمو کې د افغان ځواکونو پر پوستو د وسله‌والو طالبانو د بریدونو له کبله رامنځته شوې نښته کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي.

د اپرېل ۱۳مه:

د بادغېس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.

په همدې سیمه کې پر وسله‌والو طالبانو د خپل ماین د چاودنې له کبله ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.

د اپرېل ۱۴مه:

د کندهار ولایت په شورابک او میانشین ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې، ۴ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۵ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د اپرېل ۱۵مه:

د کندهار ولایت په میانشین ولسوالۍ کې ۲ تنه وسله‌وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول.

د اپرېل ۱۶مه:

د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د فراه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني ولایت په آب بند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې د وسله‌والو طالبانو یو قوماندان وژل شوی دی.

جدول-۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۹۴ ۴۹

۱۴۳

داعش

ـ ـ ـ
مجموعه ۹۴ ۴۹

۱۴۳

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د اپرېل ۱۰مه:

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په ناوه سیمه کې د ریموټ کنټرول ماین د چاودنې له کبله، ۳ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوه ماین د چاودنې له کبله ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د افغان ځواکونو له لوري توغول شوې د هاوان مرمۍ د ملکي وګړو پر یوه کور لګېدلې، چې له کبله یې یوه ښځه وژل شوې ده.

د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ په ترګران سیمه کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې یو څلور کلن ماشوم وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د اپرېل ۱۱مه:.

د غور ولایت د چهارسدې ولسوالۍ په منګ سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو په وسله‌واله نښته کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د کندهار ولایت د شاه‌ولیکوټ ولسوالۍ په زنګتان سیمه کې په یوه هوايي برید یو تن وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د اپرېل ۱۲مه:

د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې، د وسله‌والو طالبانو په کمین کې د ښاروالۍ مدیر وژل شوی دی.

د اپرېل ۱۳مه:

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼيو ولسوالۍ د وزیرو په بايي خېلو سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو د ننګرهار پر والي برید وکړ، چې په‌کې یو ملکي وګړی ټپي شوی دی.

د اپرېل ۱۴مه:

د ننګرهار ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې د یوه ماین د چاودنې له کبله یو تن وژل شوی او ۲ نور ټپيان شوي دي.

د اپرېل ۱۵مه:

د بادغېس ولایت د مرکز قلعه نو ښار په لامان سیمه کې یو ملکي وګړی د وسله‌والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د اپرېل ۱۶مه:

د پکتیا ولایت د مرګز ګردېز ښار په ابراهیم خېلو سیمه کې پر یوه ملکي کور د هاوان د مرمۍ د لګېدو له کبله، ۲ ښځې او یو ماشوم وژل شوي او ۲ ماشومان او یوه ښځه ټپیان شوي دي.

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ په خارجوی سیمه کې یو ملکي وګړی د وسله‌والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

په کندز ښار کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د بغلان ولایت په ده صلاح ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي دي.

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په سه پدر سیمه کې د افغان ځواکونو په ډزو کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

جدول-۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۲۵ ۱۵

۴۰

مجموعه

۲۵ ۱۵

۴۰

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د راپور د شمېرو له مخې، د روان لمريز ۱۳۹۹ کال د وري له ۲۲مې تر ۲۸مې (د ۲۰۲۰م د اپرېل له ۱۰مې تر ۱۶مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۲۳۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې ۱۵۹ پکې وژل شوي او ۷۶ نور هم ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه د تېرې اوونۍ په پرتله ټيټه شوې ده. د افغان ځواکونو مرګ‌ژوبله دا اوونۍ د تېرې اوونۍ په پرتله د کموالي ښودنه کوي. په تېره اوونۍ کې ۵۲ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې ټول ۴۰ افغان سرتېري وژل شوي دي. د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله ټيټه ده. په تېره اوونۍ کې ۱۵۸ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې ۹۴ تنه وسله‌وال وژل شوي دي. د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د کموالي ښودنه کوي. په تېره اوونۍ کې د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۴۸ تنه و، خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره ۲۵ تنو ته راټيټه شوې ده (جدول-۴).

د دې اوونۍ راپور ښيي، چې د ټول هېواد په کچه د جګړې په ډګر کې تاوتریخوالی پام‌وړ کم شوی او ښکېلو لورو او ملکي وګړو ته د تېرې اوونۍ په پرتله کمه مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د مرګ‌ژوبلې د کموالي یو لامل هم په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په ځینو لویو ښارونو کې ګرځبندیز او په مجموع کې د ویروس د خپرېدو له کبله رامنځته شوی وضعیت دی. له بلې خوا، د امریکا-طالبانو ترمنځ له شوي توافق څخه د سرغړوونو له کبله د دواړو لورو نیوکې هم بل هغه لامل دی، چې ښایي د تاوتریخوالي پر کمښت یې اغېزې کړې وي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي، چې د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې تړون تر لاسلیک وروسته ۲۰۲ ملکي وګړو او دولتي مامورینو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په وینا، د یادې هوکړې تر لاسلیک وروسته د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر ملکي کړي، دولتي مامورین، قومي مشران او دیني عالمان په نښه شوي یا برمته شوي دي. د دغه کمیسیون د شمېرو له مخې، په دې مرګ‌ژوبله کې ۸۳ تنه وژل شوي او ۱۱۹ نور ټپیان شوي دي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ۵۰ سلنه دغو پېښو مسؤولیت طالبانو ته راجع کړی او له ښکېلو غاړو یې غوښتي چې د مخنیوي لپاره یې جدي اقدمات وکړي.

د جګړې په ډګر کې د تاوتریخوالي کمښت داسې مهال دی، چې په دې وروستیو کې بېلابېلو نړیوالو لورو پر طالبانو د تاوتریخوالي د نه کمولو پړه اچولې او له هغوی یې د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې. په تازه پرمختګ کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان په قطر کې د طالبانو له استازو سره کتلي او د تړون پر پلي کېدو یې خبرې کړې دي. خو له دې سره سره د سولې پروسه او د بین الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره هڅو کې کوم پام‌وړ پرمختګ نه دی شوی. په دې تړاو تراوسه ایله د افغان حکومت ۴۰ تنه بندیان د طالبانو له لوري خوشي شوي او د طالبانو ۳۶۰ تنه بندیان هم د حکومت له لوري خوشي شوي دي. له بله پلوه، دا پروسه تر ډېره د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ د جوړجاړي هڅو هم تر سیوري لاندې راوستلې؛ خو داسې تمه شته، چې دواړه لوري به په نژدې راتلونکي کې یوې هوکړې ته ورسېږي.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د څارونکي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای یوازې او یوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او بین الافغاني تفاهم له لارې شونی دی. له همدې کبله پر افغان حکومت او نورو ښکېلو لورو غږ کوو، چې د سولې هڅو ته جدي پام واړوي او له دغې ملي قضیې سره مسؤولانه چلند وکړي.

 جدول-۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۴۰ افغان ځواکونه

۱۲

د دولت وسله‌وال مخالفین

۹۴ د دولت وسله‌وال مخالفین ۴۹
ملکي وګړي ۲۵ ملکي وګړي

۱۵

بهرني ځواکونه

ـ بهرني ځواکونه

ـ

مجموعه

۱۵۹ مجموعه ۷۶

ټول وژل شوي او ټپیان         ۲۳۵             

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *