خانه / نړيوال سياستونه / د تېلو پر نړیوال بازار د کرونا رنځ اغېزې او افغانستان

د تېلو پر نړیوال بازار د کرونا رنځ اغېزې او افغانستان

 

رحمت‌الله جمالزی[*]

مقدمه

نړۍ په ناڅاپي او بې‌سارې توګه له داسې وضعیت سره مخ شوه چې هرڅه په ټپه ودرېدل. کرونا ویروس چې د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې د چین په ووهان ښار کې په لومړي ځل خپور شو تر څو میاشتو وروسته اوسمهال د نړۍ په ۲۱۰ هېوادونو او قلمروونو کې خپور شوی. پر دغه ویروس تر دې دمه (۲۲ اپرېل ۲۰۲۰) په ټوله نړۍ کې تر دوه‌نیم میلیونه زیات وګړي اخته شوي او تر ۱۸۰ زره زیات یې وژلي. کرونا له امریکا او بیا اروپا له نورو ډېره قرباني اخیستې او اخلي. دغه وضعیت په نړیواله کچه د انساني بحران تر څنګ د یوه لوی اقتصادي بحران زنګ هم وهلی. د اقتصادي بحران تر ټولو برجسته برخه په نړیواله کچه د خامو تېلو د بازارونو لوېدل دي، چې هم اوس او هم به په راتلونکي کې پر نړیوال اقتصاد پام‌وړ اغېزې وښندي. دا چې تېل ولې دومره مهم دي؟ د تېلو لوی صادروونکي هېوادونه کوم دي؟ د کرونا وریروس له کبله رامنځته شوي اقتصادي بحران دا وضعیت کوم لوري ته وړی؟ پر افغانستان یې څومره اغېزې کړې؟ او د راتلونکي په اړه څه اټکلونه شته دي؟ په دې لیکنه کې پرې رڼا اچوو.

 

په اقتصاد کې د تېلو اهمیت

تېل د نړۍ د اقتصاد ارزښتناکه برخه ده چې د اقتصاد ستنې یې درولې او ځواکمنې کړې دي. په اقتصاد کې هغه څه چې تصور یې ګران دی له تېلو پرته نړۍ ده. تېل د صنعتي هېوادونو د ژوند وینه بلل کېږي. له ۱۹۵۰ کال راهیسې تېل د انرژۍ د تولید تر ټولو ستره سرچینه ده، چې ورځنۍ چارې لکه، برېښنا، تولید، ترانسپورت او ګڼو نورو برخو لپاره کارول کېږي.

په ۲۰۱۹ کال کې په ورځني اوسط ډول هره ورځ شاوخوا ۸۰ میلیونه بېرله تېل تولیدېدل، چې د همدغه کال د معمول نرخ له مخې یو بېرل یې په ۶۴ ډالره وو او دا ارزښت د ورځې څه باندې پنځه میلیارده ډالره کېده.

د تېلو په تولید کې په ترتیب سره امریکا، سعودي عربستان، روسیه، کاناډا، چین، عراق، عربي متحده امارات، برازیل، ایران، کوېټ، نایجیریا، قطر، قزاقستان، مکسیکو، ناروې، الجیریا، انګولا او وېنزېوېولا هېوادونه مخکښ دي. په ۲۰۱۹ کال کې امریکا په اوسط ډول د ورځې ۱۵ میلیونه بېرله، عربستان ۱۲ میلیونه او روسیې ۱۰ میلیونه بېرله تېل تولیدول. اېران هم د پراخ تولید وړتیا لري، چې د بندیزونو له امله یې دغه شمېره تر درېیو – څلورو لکو بېرلو راښکته شوې ده.

 

اوپېک یا د تېلو د صادروونکو هېوادونو سازمان

د تېلو د تولید لوی تنظیموونکی نړیوال سازمان چې د تېلو ډېره برخه پرې تړلې، د اوپېک سازمان دی. د دغه سازمان مرکزي دفتر د اتریش په پلازمېنه ویانا کې دی.

اوپېک یا د تېلو د صادروونکو هېوادونو سازمان د ۱۹۶۰ کال د سپټمبر په ۱۴مه د عراق په بغداد کې لومړی د پنځو هېوادونو عراق، سعودي عربستان، اېران، کوېټ او وېنزېوېلا ترمنځ جوړ شو. وروسته په ۱۹۶۱ کال کې قطر، په ۱۹۶۲ کال کې اندونیزیا، په ۱۹۶۲ کې لیبیا، په ۱۹۶۷ کال کې عربي متحده امارات، په ۱۹۶۹ کې الجیریا، په ۱۹۷۱ کې نایجیریا، په ۱۹۷۳ کې اېکوادور، په ۱۹۷۵ کې ګابون، په ۲۰۰۷ کې انګولا، په ۲۰۱۷ کې ګینه او په ۲۰۱۸ کال کې کانګو هېوادونه وروسره یوځای شول. د دغو هېوادونو له ډلې بیا قطر، اندونیزیا او اېکوادور په بېلابېلو وختونو کې له دغه سازمان څخه ووتل یا یې غړیتوب وځنډول شو. دغه سازمان اوسمهال ۱۳ فعال غړي لري، چې غوښنه برخه یې د سعودي عربستان ده.

د نړۍ ۴۰ سلنه تېل د دغه سازمان غړي هېوادونه تولیدوي او په دغو هېوادونو کې د تېلو اړوندې سوداګریزې او سیاسي چارې هم همدغه سازمان تنظیموي. د بېلابېلو پالیسیو  همغږي کول، د تېلو د نړیوال مارکېټ باثباته ساتل، د نرخونو ټاکل او د نړیوال تولید د کچې تنظیم د دغه سازمان له لویو کارونو دي.

 

نور لوی تولیدوونکي هېوادونه

امریکا چې د نړۍ د اقتصادي ځواکونو په سر کې راځي په یوه ورځ کې د شاوخوا ۱۵ میلیونو بېرلو تېلو په تولید سره تر نورو ټولو مخکښه ده. د امریکايي تېلو کیفیت هم تر نورو لوړ دی او اکثرا په الوتکو کې کارول کېږي. ورپسې په نړیوال مارکېټ کې تر اوپېک غړي هېواد سعودي عربستان وروسته د امریکا ستر سیال روسیه ده، چې د نړۍ د تېلو لویه برخه تېل تولیدوي. له دې کبله  اوپېک سازمان او روسیې ته اوپېک پلس (OPEC+) وایي. همدا راز د چین، کاناډا، برازیل او مکسیکو په څېر هېوادونه هم په ترتیب سره د تېلو د تولید په مارکېټ کې حضور لري.

 

د اوپېک او غیر اوپېک هېوادونو ترمنځ اړیکې

اوپېک سازمان تر ډېره د تېلو پر نړیوال بازار حاکم دی او د بیو په ټاکلو او ادلون بدلون کې هم پراخ لاس لري. دغه سازمان ته اکثرا امریکا د انحصارګر ګوته نیسي او پر پالیسیو یې نیوکې کوي.  د ډونالډ ټرامپ په ګډون د امریکا ګڼو ولسمشرانو اوپېک ته په ښه سترګه نه دي کتلي او په مارکېټ کې يې پر انحصار تورن کړی. د امریکا ولسمشر له خپلو خلکو غوښتي چې پر تېلو خپله تکیه کمه او کارول یې کم کړي او په دې توګه یې لږ تر لږه د انرژۍ په تولید کې بدیلو لارو ته هڅه وکړي. پر اوپېک سازمان تور دی چې په نړیوال بازار کې د عرضې او تقاضا ترمنځ ناسالمه لوبه کوي، د تقاضا زیاتولو لپاره وخت‌ناوخت عرضه کموي.

 

د تېلو پر نړیوال بازار د کرونا وبا اغېزې

کرونا د نړۍ داسې سیمې خالي او آرامې کړې چې چا یې فکر نه شو کولی. د اېټالیا روم، د فرانسې پاریس، د ډنمارک سټاکهلم، د هسپانیې مادرید، د انګلېستان لندن او دغه راز د اروپا ګڼ مشهور او له خلکو ډک ښارونه اوس خالي او د ګوتو شمېر خلک پکې د ډېرو اړینو توکو د ترلاسه کولو لپاره تګ راتګ کوي. له اقیانوس هاخوا د امریکا لوی سوداګریز ښار نیویارک هم له ګڼې ګوڼې تش او هرڅه پکې په ټپه درېدلي دي.

اقتصاد او د هېوادونو بقا پر صنعت ولاړه ده، خو د کرونا ویروس وبا پر صنعت خپل سیوری غوړولی. په ډېری هېوادونو کې ګرځ‌بندیز لګول شوی او له غیر ضروروي چارو پرته ټول خلک په کور کې پاتې دي، هغه څه چې د روغتیا د نړیوال سازمان په ګډون یې دولتونه د خلکو د ژغورلو یوازېنۍ لار بولي. دغې چارې د تېلو بازار هم په تاریخي ډول اغېزمن کړی، تېلو ته په نړیواله کچه اړتیا کمه شوې او بیې یې په بې‌ساري توګه را غورځېدلې دي. تقریبا په ټوله نړۍ کې په لومړي ځل د الوتکو الوتنې، چې د تېلو لوړ لګښت لري، بیخي ټيټې کچې ته رسېدلې دي.

په وروستیو کې اوپېک پلس هېوادونه (اوپېک او روسیه) په یوه ګډه بې‌سارې غونډه کې هوکړې ته ورسېدل، چې هره ورځ لس میلیونه بېرله تولید کم کړي، چې د نړۍ د ټولو تېلو لس سلنه جوړوي. دوی غوښتل په دې سره په نړیوال بازار کې د عرضې په کمولو سره تقاضا لوړه وساتي او نرخونه ثابت پاتې شي، خو دغه چاره هم ناکامه شوه او بازارونه ورځ تر بلې ساړه شول.

امریکا په دغه کړکېچ کې هم له نورو مخکې ده. په لومړي ځل په امریکا کې د تېلو بیې منفي خواته ولاړې، په دې معنا چې امریکا هم تېل ورکوي او هم پیسې. دوی معمولا خام تېل استخراجوي بیا یې د چاڼ کمپنیو ته سپاري، هغوی چاڼ شوي تېل ذخیره کوي چې معمول یې تر یوې میاشتې د تېلو ذخیره ده. کله چې په ټاکلې اندازه تېل ونه‌ایستل شي ذخیرې ډکېږي او دوی اړ دي چې تېل استخراج کړي، نو له همدې امله تېل وباسي. په تېرو څو ورځو کې د امریکا د توکو په مارکېټونو کې په لومړي ځل د یوه بېرل تېلو بیه صفر او ان تر منفي ورسېده. د تېلو اوسنۍ بیې د یو بېرل لپاره په امریکا کې د منفي حالت ترڅنګ په نورو هېوادونو کې تر لسو ډالرو رالوېدلې دي، خو دا بازار ثابت نه دی او هره ورځ د بدلېدو په حال کې دی. یو بېرل ۱۵۹ لېتره یا ۴۲ ګیلنه کېږي او زموږ په حساب اوسمهال د یو بېرل تېلو بیه څلور تر پنځو افغانیو کېږي. د روسیې تېل چې په نړیواله کچه د کیفیت له نظره دویم ځای لري، اوسمهال په نړیوال بازار کې ټيټې کچې ته رسېدلې او دا د روسیې او په ټوله کې د تېلو صادروونکو هېوادونو لپاره ښه خبر نه دی.

 

د تېلو نړیوال بازار او افغانستان

                الف: د افغانستان خپل تېل

افغانستان په نړۍ کې د کم‌ودې هېوادونو په کتار کې دی او د خپلو لومړنیو لګښتونو لپاره په پراخه کچه پر نړیوالو مرستو تکیه دی. د امریکا د TFBSO ادارې د ۲۰۱۰ شمېرو ته په پام، افغانستان د ۹۰۰ ميلیارده ډالرو په ارزښت کانونه لري، چې له دې ډلې شاوخوا ۲۲۰ میلیارده ډالر یې د خامو تېلو او ګازو دي. افغانستان د نارسمي شمېرو له مخې شاوخوا دوه میلیارده بېرله خام تېل لري، چې د آزربایجان او ازبکستان په څېر هېوادونو څخه د اټکلونو له مخې ډېر دي. افغانستان په کال کې د شاوخوا لسو میلیاره ډالرو په ارزښت تېل او ګاز استخراجولی شي، چې له بده مرغه کار نه دی پرې شوی. د افغانستان د تېلو ډېری ذخایر په آمو سیند تېلي حوزه، افغان تاجک تېلي حوزه، هلمند تېلي حوزه، کټواز تېلي حوزه او هرات تېلي حوزه کې اټکل شوي دي. همدا راز د طبیعي ګاز ذخایر تر ډېره د هېواد په شمالي ولایتونو کې اټکل کېږي، چې په دې وروستیو کې يې په جوزجان کې د استخراج لړۍ هم له کلونو وروسته پیل شوې ده.  د افغانستان پر تېلو په بېلابېلو وختونو کې څېړنې شوې، خو لا یې د نورې نړۍ په شان پر استخراج عملي کار نه دی شوی.

 

                ب: د تېلو واردات

افغانستان هر کال د شاوخوا ۴ میلیارده ډالرو تېل واردوي، چې ډېره برخه یې له ترکمنستان، قزاقستان او اېران څخه راځي. د تېلو په وارداتو کې څو بحثونه شته دي. لومړی دا چې افغانستان ته د قانوني وارداتو ترڅنګ په پراخه کچه تېل قاچاقیږي، په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان د سټنډرډ ادارې د معلوماتو له مخې په هرو درېیو لېترو تېلو کې چې افغانستان ته راوړل کېږي یو لېتر یې په قاچاقي توګه راځي. بله خبره یې پر تېلو د نظارت نه‌شتون دی. په افغانستان کې د تېلو  پر سوداګرۍ د څار کوم قانون نشته. افغانستان ته د راتلونکو تېلو کیفیت نه چېک کېږي او ډېری کله بې کیفیته تېل واردېږي، د افغانستان د سټنډرډ ادارې موندنې ښيي چې افغانستان ته راوړل کېدونکي پطرول تېل لازم معیار نه لري. بله نیوکه د تېلو په بازار کې د انحصار بحث دی، له پخوا داسې نیوکه موجوده وه چې د افغانستان د تېلو سوداګري د څو مشخصو شرکتونو له خوا چې سیاسي ملاتړ یې درلود، انحصار شوی و.

                ج: څه کول په‌کار دي؟

د افغانستان اقتصادي سیستم د آزاد بازار دی، دولت نه شي کولی د نرخونو په ټاکلو کې مستقیم رول ولري خو کولی شي خپله هم د یو شرکت په بڼه دغې لویې سوداګرۍ ته ور وړاندې شي او له خصوصي سکتور سره مناسبه سیالي وکړي. په لومړي سر کې دې د افغانستان د تېلو او ګازو تصدي په یو سهامي شرکت واړول شي چې خصوصي پانګوال هم ونډه پکې ولري، ځکه د نړۍ په اقتصاد کې زباد شوې ده چې تر دولتي سوداګرۍ خصوصي اغېزناکه ده. دغه شرکت دې په خصوصي سکتور د انحصار او احتکار نه کولو څارنه هم وکړي، خپله دې هم د انحصار هڅه نه کوي. اوسمهال چې په نړۍ کې په تاریخي ډول د تېلو بيې رالوېدلې دي، خو لا هم په افغانستان کې دا اغېز نه لیدل کېږي. د سوداگرۍ او صنایعو خونې تازه د تېلو لپاره بیې خپرې کړې دي چې پطرول تېل یې لېتر په ۳۵ افغانۍ، ډیزل په ۲۹ افغانۍ او ګاز په ۴۰ افغانۍ ښودلی، چې دا د نورې نړۍ او د تېلو اوسني بازار ته په پام، هغومره ټیټوالی نه‌ښيي. په کار ده چې افغان سوداګر د افغانستان له حکومت سره په همغږۍ د تېلو له اوسني بازار څخه پوره ګټه واخلي او په کافي اندازه تېل وارد کړي. د تېلو او ګازو دولتي تصدي دې د سوداګرو په همغږۍ خپلې ارزونې وکړي او کافي اندازه ستراتیژيک ذخایر دې ډک کړي. له دې چارې وروسته پر خصوصي سکتور کلکه څارنه وکړي، چې هغوی احتکار ونه‌کړي، چې په دې توګه به تر یوې اوږدې مودې افغانستان ارزانه تېلو ته لاسرسی ولري.

 

پایله

تېل د نړۍ په اقتصادي وده کې خورا ارزښت لري او د ملتونو د هوساینې او د صنعتونو د ودې لامل دي. په دغه بازار کې ګڼ سیاسي تضادونه او سیالۍ هم شته چې ښه بېلګه یې د اوپېک شتون، د روسيې او امریکا حضور او د افغانستان په ګاونډ کې په ایران نړیوال بندیزونه او د دغه هېواد له خوا د تېلو د قاچاق هڅې دي. خو د کرونا ویروس له وبا وروسته به دا هرڅه بدل وي، د نړیوالو اقتصادپوهانو څېړنې ښيي چې نړۍ به له کرونا وبا وروسته هېڅکله هسې نه وي لکه له دغې وبا مخکې چې وه. تېل د اقتصاد حیاتي برخه ده چې د لس میلیونه بېرله تولید په کمېدو سره د ورځې شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالره د نړۍ اقتصاد زیانمنوي، خو د تېلو پر مټ د ګڼو صنعتي کاروبارونو په ټپه درېدل د دغه ناورین د لاژورېدو زنګونه غږوي.

دا چې وضعیت به نور کومې خوا ته ولاړ شي، تراوسه یې په اړه دقیقې وړاندوینې نشته؛ ځکه د نړۍ قوي اقتصادي هېوادونه چې اوسمهال یې ټول پام د کرونا ویروس د خپرېدو پر مخنیوي دی، هڅې کوي له بېلابېلو لارو خپل اقتصادونه له پرځېدو وژغوري خو تر دا مهاله د کوم بدلون څرک نشته او د نړۍ اقتصاد ورځ تر بلې په شا روان دی.

پای

 

 

[*] لیکوال د افغان لیکوال کمپنۍ مشر او د سوداګرۍ او ادارې په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده‌کړې لري. نوموړی د هېواد او سیمې پر اقتصادي چارو لیکنې کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *