خانه / افغانستان‏ / داخلي سیاسي اختلافات او د افغانستان پر نړیوال حیثیت یې اغېزې

داخلي سیاسي اختلافات او د افغانستان پر نړیوال حیثیت یې اغېزې

لیکنه: حکمت الله ځلاند

 په تېرو څو کلونو کې د افغان سیاسیونو ترمنځ په بېلابېلو وختونو کې پر بېلابېلو قضیو جدي داخلي اختلافاتو د افغانستان نړیوال حیثیت خورا زیانمن کړی دی. په ۲۰۱۵ کال کې د ولسمشرۍ د پایلو پر سر جنجالونو او له کبله یې د ملي یووالي حکومت رامنځته کېدل، د ملي یووالي حکومت په جریان کې پر بېلابېلو موضوعاتو اختلافاتو او اوس یو ځل بیا د ولسمشرۍ د دوو نوماندانو ترمنځ سیاسي کشمکش او په نړیواله مېډیا کې د افغانستان د دوو ولسمشرانو اعلان دې ته لاره هواره کړې، چې نړیوال د افغانستان په اړه سپکې څرګندونې وکړي او د افغانستان حیثیت په نړیواله کچه تر خپل سیوري لاندې راولي.

دلته د داخلي سیاسي اختلافاتو له کبله د افغانستان د نړیوال حیثیت زیانمنېدو څو مواردو ته اشاره کوو، چې په بېلابېلو وختونو کې یې په داخلي او نړیواله کچه د افغانستان او افغانانو ناسم انځور نړی ته وړاندې کړی.

 

د ملي یووالي حکومت

په ۲۰۱۵ کال کې د ملي یووالي حکومت رامنځته کېدل او د دغه حکومت د مشرانو ترمنځ شته اختلافاتو په نړیواله کچه د افغانستان نوم او حیثیت ته زیان ورساوه. هغه مهال د دوو مخکښو نوماندانو له لوري د ولسمشرۍ د ټاکنو پایلې نه منل د دې لامل شول، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راشي او د دواړو نوماندانو ترمنځ د واک وېش وکړي. دغې چارې او د یوه بل هېواد د بهرنیو چارو وزیر له لوري د افغانستان لپاره د ولسمشر ټاکنه او د اجرائیه رئیس تر نوم لاندې پوست رامنځته کولو په نړیواله کچه د افغانستان حیثیت خورا زیانمن کړ.

د ملي یووالي حکومت تجربه او دا دوره هم ټوله د افغانستان لپاره یوه ناسمه تجربه وه. د ملي یووالي حکومت تر رامنځته کېدو وروسته د حکومت په ټوله دوره کې د دواړو مشرانو ترمنځ اختلافات په داسې کچه کې وو، چې له کبله یې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د افغانستان حیثیت او نوم پوره زیانمنن شو. د ګډ حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو له کبله، په نړیوالو کنفرانسونو او مناسبتونو کې د افغانستان په استازیتوب د ولسمشر او اجرائیه رئیس هم‌مهاله ګډون په ډېرو مواردو کې د نړیوالو پام ځان ته جلب کړ او د حکومت د مشرانو ترمنځ شته اختلافاتو او ځان غوښتنې د هېواد حیثیت زیانمن کړ.

په سیمه‌ییزه کچه هم د ځینو مهمو قضیو په اړه د ولسمشر او اجرائیه رئیس ضد او نقیض دریځونه نه یوازې دا چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان پر اړیکو او په بهرني سیاست کې د تعادل ساتلو قضیه زیانمنه کړه، بلکې په ډېرو مواردو کې یې د افغانستان حیثیت او ځای په نړیوال سیاست کې راټیټ کړ. د بېلګې په توګه، د یمن د جګړې په قضیه کې د ولسمشر او اجرائیه رئیس ضد او نقیض دریځونه د دې لامل شول، چې په سیمه ییزو قضیو کې د افغانستان مسخره دریځ وړاندې کړي.

 

د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزې ټاکنې

په ۱۳۹۸ لمریز کال کې بیا هم په داسې حال کې ولسمشریزې ټاکنې وشوې، چې په هېواد کې شرایط ورته مساعد نه وو او له وړاندې داسې انګېرنې وې چې دغه ټاکنې به هم د تېرو ټاکنو په څېر جنجالي کېږي. له یوې خوا په ټاکنو کې د خلکو کم ګډون د دغو ټاکنو مشروعیت زیانمن کړ او له بلې خوا پکې د شوو درغلیو ادعاوې د دې لامل شوې چې بایلونکی نوماند داکتر عبدالله عبدالله د ټاکنو پایلې او د ټاکنو کمیسیون له لوري د ولسمشر په توګه د اشرف غني اعلانول ونه مني. له همدې کبله د ولسمشر غني ترڅنګ هم‌مهاله پخواني اجرائیه رئیس هم د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل او وروسته يې د څو ولایتونو والیان هم معرفي کړل.

هم‌مهاله د ولسمشر په توګه د اشرف غني او عبدالله د لوړې مراسمو بېلابېل اړخونه لرل. یو شمېر بهرنيو دیپلوماتانو د ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې ګډون کړی و او یو شمېر نورو بیا د داکتر عبدالله له لوري ترسره کېدونکو مراسمو کې ګډون کړی و، چې په پراخه کچه یې د افغانستان بهرنی سیاست او له نورو هېوادونو سره اړیکې مسخره کړې. همدا لامل و، چې د ایران ولسمشر په خپله یوه وینا کې د خپل هېواد د ټاکنیز سیستم د الکترونیکي کولو په اړه د افغانستان الکترونیکي ټاکنې د مثال په توګه په مسخره لهجه کې یادې کړې. دغه راز د ولسمشر په توګه اشرف غني ته د څو محدودو هېوادونو مبارکۍ د معمول خلاف په ډېره پیکه بڼه او ډېرې په ځنډ سره راغلې او نړیوالو لورو په دې اړه تصمیم نه شو نیولی، چې د ولسمشر په توګه چا ته د مبارکۍ پیغام ولېږي.

د ټاکنو د پایلو نه منلو له کبله رامنځته شوی جنجال لا هم هوار شوی نه دی. دغه داخلي اختلافات او د ولسمشرۍ پر سر کشمکش داسې مهال دی، چې په قطر کې د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه او امریکا هڅه کوي چې دا هوکړه عملي شي، خو د افغان مشرانو ترمنځ سیاسي اختلاف د دغې هوکړې د عملي کېدو پر وړاندې یو مهم خنډ بلل کېږي. له همدې کبله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د سفرونو له محدودیتونو سره سره کابل ته سفر وکړ او نوموړي هم د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري په څېر هڅه وکړه چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د ګډ حکومت رامنځته کولو لپاره د دوی ترمنځ جوړه وکړي؛ خو د نوموړي دا هڅه ناکامه وه.

د پمپیو سفر او د هڅو ناکامي د دې لامل شوه، چې امریکا له افغانستان سره خپله یو ملیارد مرسته کمه کړي او د افغان مشرانو ترمنځ شته اختلافاتو په اړه له شرمه ډکه اعلامیه خپره کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې اعلامیې په نړیواله مېډیا کې د افغانستان حیثیت پوره زیانمن کړ. په دې اعلامیه کې د اشرف غني او داکتر عبدالله ترمنځ د جوړجاړي ناکامېدل په افغانستان کې د افغان، امریکايي او ناټو ځواکونو د تلفاتو بې احترامي بلل شوې او د افغان مشرانو چلند “غیرمسؤولانه” بلل شوی دی.

 

پایله

د افغان مشرانو ترمنځ سیاسي اختلافات او د دغو اختلافاتو د هواري لپاره د بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا مداخلې په تېرو څو کلونو کې د افغانستان یو بد انځور نړۍ ته وړاندې کړ. دغه وضعیت له یوې خوا په افغانستان کې د ولسواکۍ تجربه له شرم سره مخ کړه او له بله پلوه یې په نړیواله کچه د افغانستان حیثیت او نوم بد کړ.

په ملي او نړیواله کچه په رسنیو کې د افغانستان لپاره هم‌مهاله دوو ولسمشرانو په اړه خپرېدونکي خبرونه د هېواد لپاره له شرمه ډکې ډرامې ته ورته وه. دا وضعیت په تېرو دوو لسیزو کې د واک د قومي او مافیایي وېش پایله ده، چې ټاکنې او د خلکو اراده پکې مسخره شوې او له کبله یې افغانانو هم پر ټاکنو باور بایللی. په داسې حال کې چې افغانستان اوسمهال له سخت وضعیت سره مخ دی. له یوې خوا هره ورځ سلګونه افغانان د جګړې قرباني کېږي او له بلې خوا نورو ګڼو ستونزو افغانان د راتلونکي په اړه نهیلي کړي؛ خو سیاسي مشران د واک د وېش پر سر کشمکش کې بوخت دي.

همچنین ببینید

د ملي پخلاینې لپاره د اسلامي امارت کمیسیون؛ خنډونه او فرصتونه

لیکنه: قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت کابینې په یوه …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *