خانه / اوونيز راپور / د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۷–۲۳ اپرېل ۲۰۲۰م)

د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۷–۲۳ اپرېل ۲۰۲۰م)

ګڼه: ۵۰

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته  کلېک وکړئ

سریزه

دغه راپور د ۲۰۲۰م کال د اپرېل له ۱۷مې تر ۲۳مې (د ۱۳۹۹ لمریز کال د وري له ۲۹مې د غويي تر ۴مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. دا اوونۍ د هېواد په کچه ټول ۳۹۴ تنه وژل شوي او ۲۵۸ نور هم ټپیان شوي دي.

د راپور د شمېرو له مخې، دا اوونۍ په هېواد کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله نژدې درې چنده لوړه شوې. تېره اوونۍ په ټول هېواد کې ۲۳۵ تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو، خو په دې اوونۍ کې ټول ۶۵۲ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د دې اوونۍ په مرګ‌ژوبله کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله پام وړ لوړه وه. د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په لوګر، بلخ، تخار او سرپل ولایتونو کې وشوې، چېرته چې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۷ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د لوړوالي ښودنه کوي. د ملکي مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په بغلان، بدخشان، هلمند او پکتیا ولایتونو کې وشوې، چې یوازې په همدغو پېښو کې لږ تر لږه ۱۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

په بل اړخ کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د پام وړ لوړوالي ښودنه کوي. طالب جنګیالیو ته هم ډېره مرګ‌ژوبله په پکتیا، کندهار، اروزګان او بادغېس ولایتونو کې اوښتې ده.

په دغه راپور کې د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو او د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات لولئ. همدا راز د راپور په وروستۍ برخه کې د هېواد د ټولیز امنیتي وضعیت او مهمو امنیتي پېښو په اړه تحلیل لولئ.

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د اپرېل ۱۷مه:

د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار اړوند کوټوال او چینو سیمو کې، وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې له کبله یې ۶ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي.

د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ په بازار کې يو پولیس د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري په ډزو ووژل شو.

د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار ۸مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې، د دغې حوزې د پولیسو آمر د یوه ناپېژاند وسله‌وال کس له لوري په ډزو ووژل شو.

د تخار ولایت په رستاق سیمه کې د کابل ښار د پنځمې امنتیي حوزې د بلوک معاون د یوه ناپېژاند وسله‌وال کس له لوري په ډزو ووژل شو.

د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د سړک ترغاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د سرحدي پولیسو د لېوا د قوماندان په ګډون ۴ پولیس وژل شوي.

د اپرېل ۱۸مه:

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۲ امنیتي سرتېري ټپیان شوي.

د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په صغیره سیمه کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې له کبله یې ۵ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او دوه د ملي اردو او دوه پولیس ټپیان شوي.

د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې وسله‌والو کسانو ۳ د ملي اردو سرتېري له موټر څخه ښکته کړي او په ډزو یې وژلي.

د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ اړوند سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو د ولسي جرګې د پخواني غړي محمد حسین فهیمي پر کور برید وکړ، چې له کبله یې یو ساتونکی وژل شوی.

د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ په کمنج سیمه کې د دولت پلوو ملېشو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۲ تنه د دولت پلوې ملېشې غړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي.

د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۲ د ملي اردو سرتېري وژل شوي.

د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په دهندره سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۲ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي.

د اپرېل ۱۹مه:

د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په دالان سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۹ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي.

د بادغېس ولایت په مقر ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۳ پولیس وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي.

د فاریاب ولایت په درېیو بېلابېلو ولسواليو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي.

د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ په قیاق دره کې د ماین په چاودنه کې د رشیدانو ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی.

د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ په کمنج سیمه کې ۲ د ملي اردو سرتېري د وسله‌والو طالبانو په برید کې وژل شوي.

د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار په نچین سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۶ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي.

د جلال آباد ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو د ملي امنیت کارکوونکی په وسله‌وال برید کې وژل شوی.

د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار اړوند سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۵ پولیس وژل شوي.

د اپرېل ۲۰مه:

د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۱۹ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي.

د جوزجان ولایت په آقچه ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې، ۷ د ملي امنیت سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي.

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په بندرشاخ، نودری او صوفي قلعه سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو په وسله‌واله نښته کې ۲ پولیس او یو د ملي امنیت سرتېری وژل شوی او ۶ نور ټپیان شوي.

د کندز ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۲ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي.

د هرات ولایت کشک کهنه ولسوالۍ په بازار کهنه سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۲ ذ ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۳ سیمه‌ییز پولیس ټپیان شوي.

د اپرېل ۲۱مه:

په خوست ولایت کې د خوست والي پر موټریز کاروان د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وشوه، چې له کبله یې د والي ۲ ساتونکي وژل شوي.

د کندز ولایت په پاتوي ولسوالۍ کې د ډایکنډي د امنیه قوماندان پر موټر د ریموټ کنټرول ماین چاودنه وشوه، چې له کبله یې دوه پولیس وژل شوي او د قوماندان په ګډون ۳ پولیس ټپیان شوي.

د بادغېس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې دوه د ملي اردو او یو پولیس سرتېری وژل شوي او ۲ پولیس ټپیان شوي.

د اپرېل ۲۲مه:

د سرپل ولایت پر سانچارک او سوزمه قلعه ولسوالیو د وسله‌والو طالبانو په برید کې، ۱۱ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي.

په لوګر ولایت کې وسله‌والو کسانو د میس عینک پر کان برید وکړ، چې له کبله یې ۸ پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي.

د تخار ولایت په قلبرس سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ وسله‌واله نښته کې ۲ امنیتي سرتېري ټپیان شوي.

وسله‌والو طالبانو د کندهار ولایت په ژیړۍ او سپین بولدک ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې له کبله یې ۴ پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي.

د اپرېل ۲۳مه:

وسله‌والو طالبانو د کندز د قلعه ذال ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ، چې له کبله یې ۵ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي.

وسله‌والو طالبانو د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ، چې له امله یې یو کومانډو سرتېری وژل شوی.

د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار اړوند سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي.

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو افغان امنیتي سرتېری وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي.

جدول-۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۴۷ ۱۴

۶۱

پولیس

۸۴ ۹۲ ۱۷۶
مجموعه ۱۳۱ ۱۰۶

۲۳۷

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د اپرېل ۱۷مه:

د کندهار ولایت په شورابک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې، ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي.

د پکتیا ولایت په لجه منګل او زرمت ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۱۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي.

د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د خپلمنځي نښتې پر مهال ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د جوزجان ولایت په خماب ولسوالۍ په یوه هوايي برید کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي.

د اپرېل ۱۸مه:

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو په وسله‌واله نښته کې، ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي.

د بلخ ولایت په چمتال او دولت آباد ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ۱۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي.

د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ په سپینه شګه سیمه کې، د افغان سرحدي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۲ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۱۱ وسله‌وال وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي.

د اپرېل ۱۹مه:

د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په زرغونه څلور لاره کې ۳ وسله‌وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول.

د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په جلویزیو سیمه کې د افغان ځواکونو په برید کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت په درېیو بېلابېلو ولسواليو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۷ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او   ۴ نور ټپیان شوي.

د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ په کمنج سیمه کې ۲ وسله‌وال طالبان د افغان ځواکونو په برید کې وژل شوي.

د اپرېل ۲۰مه:

د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په دهندره سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۳ طالب جنګیالي وژل شوي او یو بل ټپي شوی.

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په بندرشاخ، نودری او صوفي قلعه سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو په نښته کې ۷ تنه وسله‌وال وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي.

د هرات ولایت د کشک کهنه ولسوالۍ په بازار کهنه سیمه کې په یوه هوايي برید کې ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټبیان شوي.

د اپرېل ۲۱مه:

د تخار ولایت په نمک آب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي.

د زابل ولایت د مرکز قلات ښار اړوند سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۵ طالب جنګیالي وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي.

د بادغېس ولایت په قلعه نو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو په وسله‌واله نښته کې ۲۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د اپرېل ۲۲مه:

د تخار ولایت په قلبرس سیمه کې په هوايي بریدونو کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت په سپین بولدک او ژېړۍ ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۳۱ طالب جنګیالي وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي.

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په علیزي سیمه کې ۴ وسله‌وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د اپرېل ۲۳مه:

د کندهار ولایت په درویشانو سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو په وسله‌واله نښته کې ۱۲ طالب جنګیالي وژل شوي دي او ۱۰ نور ټپیان شوي.

د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار اړوند سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي.

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي.

د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ طالب جنګیالي وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي.

جدول-۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۲۳۳ ۱۳۵

۳۶۸

داعش

ـ ـ ـ
مجموعه ۲۳۳ ۱۳۵

۳۶۸

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د اپرېل ۱۷مه:

د پروان ولایت اړوند بګرام هوايي ډګر اډې پر کارکوونکو برید وشو، چې له کبله یې ۶ کارکوونکي وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي.

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې پر یوه ملکي کور د وسله‌والو طالبانو له لوري د راکټ د مرمۍ د لګېدنې له کبله، ۳ ملکي وګړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی.

د ننګرهار ولایت د تورخم د ګمرک مدیریت په خروجي دروازه کې د یوه ماین د چاودنې له کبله یو ملکي وګړی وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي.

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د سړک ترغاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ۲ ملکي وګړي د یوه ناپېژاند وسله‌وال کس له لوري په ډزو ووژل شول.

د اپرېل ۱۸مه:

د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د وسله‌‌والو طالبانو له لوري پر یوه ملکي کور د هاوان د مرمۍ د لګېدنې له کبله یو ملکي وګړی وژل شوی او ۳ نور ټپيان شوي.

د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ اړوند سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو د ولسي جرګې پخواني غړي محمد حسین فهیمي پر کور برید وکړ چې له کبله یې چې  د نوموړي یو زوی ټپي شوی.

د اپرېل ۱۹مه:

د میدان وردګو ولایت د مرکز په ابراهیم خیلو سیمه کې د افغان ځواکونو په ډزو کې یو ماشوم وژل شوی.

د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو ماشوم هم ټپي شوی.

د اپرېل ۲۰مه:

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په مرغه سیمه کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۶ تنه وژل شوي دي.

د اپرېل ۲۱مه:

په خوست ولایت کې د خوست د والي پر موټریز کاروان د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وکړه چې له کبله یې دوه ماشومان او یو ښځه ټپيان شوي دي.

د اپرېل ۲۲مه:

د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د بدخشان ولایت د مرکز فیض آباد په بند کوچنک سیمه کې په یوه هوايي برید کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي.

د جوزجان ولایت په خماب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې یو ماشوم وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي.

جدول-۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۳۰ ۱۷

۴۷

مجموعه

۳۰ ۱۷

۴۷

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د راپور د شمېرو له مخې، د روان لمريز ۱۳۹۹ کال د وري له ۲۹مې د غويي تر ۴مې (د ۲۰۲۰م د اپرېل له ۱۷مې تر ۲۳مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۶۵۲ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې ۳۹۴ پکې وژل شوي او ۲۵۸ نور هم ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه د تېرې اوونۍ په پرتله پام وړ لوړه شوې ده. د افغان ځواکونو مرګ‌ژوبله دا اوونۍ د تېرې اوونۍ په پرتله د څو چنده زیاتوالي ښودنه کوي. په تېره اوونۍ کې ۴۰ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې ټول ۱۳۱ افغان سرتېري وژل شوي دي. د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله تر دوه چنده زیاته لوړه شوې. په تېره اوونۍ کې ۹۴ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې ۲۳۳ تنه وسله‌وال جنګیالي وژل شوي دي. د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د زیاتوالي ښودنه کوي. په تېره اوونۍ کې د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۲۵ تنه و، خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره ۳۰ تنو ته لوړه شوې (جدول-۴).

دا اوونۍ د جګړې به ډګر کې د تېرې اوونۍ پر خلاف، پام‌وړ تاوتریخوالی ولیدل شو. د تاوتریخوالي زیاتېدل داسې مهال دي، چې په پرله پسې ډول د داخلي او نړیوالو لورو له‌خوا له طالبانو او افغان حکومت څخه د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کېږي. تازه طالبانو د افغان ولسمشر له لوري د اوربند غوښتنه یو ځل بیا رد کړه. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټویټ کې ویلي، چې د شوو توافقاتو خلاف او په زندانونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو له شونتیا سره سره د بندیانو نه خوشي کولو او په دې توګه د سولې پر وړاندې خنډونو جوړولو په صورت کې د اوربند غوښتنه معقوله نه ده. طالبان پرله پسې ټینګار کوي، چې اوربند ته به د شوي توافق د عملي کولو له لارې رسېږي. همدا راز طالبان د افغان حکومت او بهرنیانو پر هوایي بریدونو او ملکي سیمو کې پوځي عملیاتو نیوکې لري او د تاوتریخوالي د زیاتېدو پړه پر حکومتي لوري اچوي.

په بل اړخ کې بیا افغان حکومت د تاوتریخوالي د زیاتېدو پړه پر طالبانو اچوي. د ملي امنیت شورا د طالبانو د بریدونو او روان تاوتریخوالي په اړه په خپل تازه غبرګون کې ویلي چې طالبانو د سولې د توافق له لاسلیک کولو وروسته تر ۲۸۰۰ زیات بریدونه کړي، چې ملکي وګړو ته هم پکې پراخه مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د ملي امنیت شورا د ادعا له مخې، تېره اوونۍ تر ټولو خونړۍ وه او طالبانو په‌کې ۳۴ ملکیان وژلي او ۶۲ نور یې ټپیان کړي دي. که څه هم د ملي امنیت شورا منلې، چې د سولې د موافقتنامې تر لاسلیک وروسته د حکومتي ځواکونو په بریدونو کې هم ۲۷۳۷ تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي. د یادولو وړ ده، چې دا ادعاوې د طالبانو د ویاند له لوري رد شوې دي.

د دواړو لورو له دغو تورونو او روان تاوتریخوالي سره داسې ښکاري، چې لا هم د بین الافغاني خبرو اترو د پیلېدو په برخه کې ستونزې پر خپل ځای دي او ډېر کم پرمختګ شوی. د دغه بهیر د کندوالي یو لامل هم د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ د تفاهم او توافق کند بهیر دی، چې لا هم دواړه لوري پر خبرو بوخت دي او د سولې پر پروسه یې هم پام‌وړ اغېزې ښندلې دي؛ ځکه داسې ویل کېږي چې ډاکتر عبدالله ته د مصالحې د عالي شورا تر نوم لاندې پوست رامنځته کېږي، چې د سولې ټولې چارې به یې تر واک لاندې وي.

له بله پلوه، له تېرو څو اوونیو راهیسې د داعش ډلې د فعالیتونو او یا مرګ ژوبلې په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی. که څه هم تېره اوونۍ په بدخشان ولایت کې د داعش وسله‌والو د فعالیت په اړه ځینې ګنګوسې خپرې شوې؛ خو د طالبانو ویاند د یوه ټویټ په خپرولو سره ویلي، چې د ټول هېواد په کچه د داعش ډلې هېڅ پټنځای نه دی پاتې او دا ډله په بشپړ ډول له ماتې سره مخ شوې ده. د داعش ډلې د فعالیتونو کمرنګه کېدل د افغانستان د سولې پر پروسه مثبتې اغېزې ښندلی شي او له طالبانو سره د سولې او بین الافغاني خبرو له بریالي کېدو وروسته پړاو په اړه هیله‌مني راټوکوي.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د څارونکي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای یوازې او یوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او بین الافغاني تفاهم له لارې شونی دی. له همدې کبله پر افغان حکومت او نورو ښکېلو لورو غږ کوو، چې د سولې هڅو ته جدي پام واړوي او له دغې ملي قضیې سره مسؤولانه چلند وکړي.

 جدول-۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۱۳۱ افغان ځواکونه

۱۰۶

د دولت وسله‌وال مخالفین

۲۳۳ د دولت وسله‌وال مخالفین ۱۳۵
ملکي وګړي ۳۰ ملکي وګړي

۱۷

بهرني ځواکونه

ـ بهرني ځواکونه ـ
مجموعه ۳۹۴ مجموعه

۲۵۸

ټول وژل شوي او ټپیان         ۶۵۲             

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *