خانه / اوونيز راپور / د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۸–۱۴ مې ۲۰۲۰م)

د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۸–۱۴ مې ۲۰۲۰م)

ګڼه: ۵۳

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته  کلېک وکړئ

سریزه

دغه راپور د ۲۰۲۰م کال د مې له ۸مې تر ۱۴مې (د ۱۳۹۹ لمریز کال د غويي له ۱۹مې تر ۲۵مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. دا اوونۍ د هېواد په کچه ټول ۳۵۰ تنه وژل شوي او ۳۵۴ نور هم ټپیان شوي.

د راپور د شمېرو له مخې، دا اوونۍ په هېواد کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله پام‌وړ لوړه شوې. تېره اوونۍ په ټول هېواد کې ۴۳۲ تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو، خو په دې اوونۍ کې ټول ۷۰۴ تنه وژل شوي او ټپيان شوي.

د دې اوونۍ په مرګ‌ژوبله کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه وه. د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په لغمان بلخ او غور ولایتونو کې وشوې، چېرته چې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله پام‌وړ لوړه شوې. د ملکي مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په ننګرهار، کابل او پکتیا ولایتونو کې وشوې، چېرته چې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په بریدونو کې ۶۸ ملکي وګړي ووژل شوي ۱۷۹ نور ټپیان شوي.

په بل اړخ کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا د تېرې اوونۍ په پرتله د کموالي ښودنه کوي. طالب جنګیالیو ته هم ډېره مرګ‌ژوبله په لغمان او لوګر ولایتونو کې اوښتې، چېرته چې ۵۱ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول.

په دغه راپور کې د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو او د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات لولئ. همدا راز د راپور په وروستۍ برخه کې د هېواد د ټولیز امنیتي وضعیت او مهمو امنیتي پېښو په اړه تحلیل لولئ.

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د مې ۸مه:

‌‌په غور ولایت کې د پولیسو او غیر مسئوولو وسله‌والو ترمنځ وسله‌واله نښته کې ۲ پولیس وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي.

د کندهار ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو يولیس وژل شوی دی.

د مې ۹مه:

د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په بابه یوسف سیمه کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۴ سیمه‌ییز پولیس او ۳ ملي پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی.

د کندهار ښارر دویمې امنیتي حوزې ته څېرمه سیمه کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې، یو پولیس وژل شوی دی.

د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په کمین کې، یو پولیس وژل شوی دی.

د مې ۱۰مه:

د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۴ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د غور ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې ۲ د ملي امنیت سرتېري د دولت د وسله‌والو مخالفینو په برید کې ووژل شول.

همدا راز په غور ولایت کې په یوه رنجر ډوله موټر پسې د نښلول شوي ماین په چاودنه کې ۲ پولیس وژل شوي دي.

د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ په قیاق دره کې د وسله‌والو طالبانو په کمین کې، ۵ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

د کندهار ښار د درېیمي امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یوه ناپېژاند وسله‌وال کس يو پولیس په ډزو وواژه.

د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ په کریم خان سیمه کې یو پولیس د یوه ناپېژاند وسله‌وال کس په برید کې ووژل شو.

د کندهار ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې یوه ناپېژاند وسله‌وال کس یو پولیس په ډزو وواژه.

د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار لومړۍ امنیتي حوزې ته څېرمه سیمه کې د یوه ناپېژاند وسله‌‌وال کس په برید کې، یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی.

د بادغېس ولایت په آبکمري ولسوالۍ کې یو د ملي اردو سرتېری د وسله‌والو طالبانو په برید کې ووژل شو.

د مې ۱۱مه:

د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲۷ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي.

د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په سیاه‌سنګ دره کې، د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۲ پولیس وژل شوی دي.

په بلخ ولایت کې ۳ سیمه‌ییز پولیس د وسله‌والو طالبانو په برید کې ټپیان شوي دي.

د کندهار ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یوه ناپېژاند وسله‌وال کس یو پولیس په ډزو وواژه.

د بادغېس ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی.

د مې ۱۲مه:

د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې وسله‌والو بریدګرو پر یوه روغتون برید وکړ، چې د ملکي وګړو ترڅنګ پکې یو پولیس هم وژل شوی دی.

د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې د پولیسو د لومړۍ حوزې آمر او یو د کورنۍ غړی یې ټپیان شوي دي.

په غزني ولایت کې د رشیدانو ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ سرپرست د سړک تر غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی او ۳ پولیس ټپيان شوي دي.

د غور ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۴ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي.

د کندهار ولایت په شاه‌ولیکوټ ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ۲ پولیس وژل شوی دي.

د مې ۱۳مه:

د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې ښار اړوند په سبزیو مارکېټ سیمه کې، د یوه ناپېژاند وسله‌وال کس په برید کې یو پولیس وژل شوی دی.

د پکتیا ولایت د ګردېز او زرمت ولسوالۍ پر لویه لاره کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په برید کې یو پولیس او ۲ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

د کندز ولایت د مرکز په ناصري سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو په نښته کې ۲ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي.

د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په نوآباد سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د لغمان ولایت د مهترلام په حکیم آباد سیمه کې د ماین د چاودنې له کبله ۲ پولیس وژل شوي دي.

د جوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ په آقچه نما سیمه د وسله‌والو طالبانو په برید کې، ۲ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي دي.

د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په مرکز کې د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې یو پولیس وژل شوی دی.

د کاپیسا ولایت په پل صیاد سیمه کې یو پولیس د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ووژل شو.

د مې ۱۴مه:

په پکتیا ولایت کې د ملي اردو پوځې تاسیساتو ته څېرمه موټربم چاودنه وشوه چې له کبله یې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی او ۵ نور ټپیان شوي دي.

په کندهار ښار کې د ماین د چاودنې له کبله د ملکي وګړو ترڅنګ ۲ پولیس ټپیان شوي دي.

د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، یو سیمه‌ییز پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۳ پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي.

د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې وسله‌والو بریدګرو پر یوه رنجر ډوله موټر برید وکړ، چې له کبله یې ۲ پولیس ټپیان شوي دي.

د کندهار ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند په ډبرو پله سیمه کې په یوه غلچکي برید کې يو پولیس وژل شوی دی.

وسله‌والو طالبانو د جوزجان ولایت په آقچه ولسوالۍ کې پر یوه امنتیي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۲ امنیتي سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په میدان هوايي سیمه کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۲ پولیس او ۳ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د غزني ولایت د ده‌یک ولسوالۍ په سیاه‌سنګ سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۲ پولیس وژل شوي دي.

د بلخ ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۵ کومانډو سرتېري وژل شوي دي.

د بلخ ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۴ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي.

جدول-۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۵۴ ۳۱

۸۵

ملي امنیت

۲ ۲
پولیس ۵۳ ۳۸

۹۱

مجموعه

۱۰۹ ۶۹

۱۷۸

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د مې ۸مه:

‌د پکتیا ولایت د احمد آباد ولسوالۍ په بورګي سیمه کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنيو بریدونو کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د مې ۹مه:

د کندهار ښار لسمي امنیتي حوزې ته څېرمه سیمه کې دوه تنه غلچکي بریدګر د پولیسو له لوري وژل شوي دي.

د مې ۱۰مه:

د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۱۵ وسله‌وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي.

د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په کولي سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۱۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي.

د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په کمین کې یو وسله‌وال طالب وژل شوی دی.

د مې ۱۱مه:

د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په وسله‌وال برید کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي.

د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌‌واله کې ۲۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په بندر شاخ سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي.

د مې ۱۲مه:

د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې وسله‌والو بریدګرو پر یوه روغتون برید وکړ، چې ټول ۳ بریدګر هم پکې ووژل شول.

د مې ۱۳مه:

د کندز ولایت د مرکز په ناصري سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو په وسله‌واله نښته کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي.

د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په نوآباد سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۳ د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په چنچار پل سیمه کې د سیمه‌ییزو پولیسو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو وسله‌وال طالب وژل شوی دی.

د جوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ په آقچه نما سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د مې ۱۴مه:

د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۱۳ د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۵ وسله‌وال طالبانو وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۲ وسله‌وال وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان ولایت په آقچه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

جدول-۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
د دولت وسله‌وال مخالفین ۱۳۱ ۴۴

۱۷۵

مجموعه

۱۳۱ ۴۴

۱۷۵

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د مې ۸مه:

‌‌په غور ولایت کې د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ وسله‌واله نښته رامنځته شوه چې له کبله یې د یوه خبریال په ګډون ۴ تنه لاریون کوونکي وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د مې ۹مه:

د بغلان ولایت په مرکز پخلمري ښار کې یوه ناپېژاند وسله‌وال د حزب اسلامي پخوانی قوماندان په ډزو وواژه.

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په سلیم خېلو سیمه کې، پر یوه ملکي کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله یو ماشوم وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي.

د لوګر ولایت مرکز پل علم کې په یوه دوکان کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله یو ملکي وګړی ټپي شوی دی.

د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د یوه جومات ملا امام د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ووژل شو.

په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو له لوري د یوه توغول شوي توغوندي له کبله دوې نجونې وژل شوي دي.

د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په کمین کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د لوګر ولایت د مرکز اړوند شهرک سیمه کې د افغان ځواکونو په ډزو کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د مې ۱۰مه:

د پکتیا ولایت په ډڼډ پټان ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله‌والو پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې، چې له کبله یې ۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

په بلخ ولایت کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ په قیاق دره کې د وسله‌والو طالبانو په یوه کمین د ملي اردو د سرتېرو ترڅنګ یو ملکي وګړی هم وژل شوی دی.

د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار په مدرسه سیمه کې یو ملکي وګړی د وسله‌والو طالبانو له لوري وژل شوی دی.

د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په هفت آسیاب سیمه کې د افغان ځواکونو له لوري توغول شوې هاوان مرمۍ له کبله، یو تن وژل شوی او دوې ښځې ټپیانې شوې دي.

د بلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالۍ په هېوادو سیمه کې په یوه هوايي برید کې، ۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د مې ۱۱مه:

د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ په محمد حسن کلي کې د وسله‌والو کسانو په برید کې د ماشومانو په ګډون، ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

همدا راز د دې ولایت په وازې خوا ولسوالۍ کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د کابل ښار اوولسمې ناحیې ته څېرمه په تهیه مسکن سیمه کې د څلورو پرلپسې ماین چاودنو له کبله د یوه ماشوم په ګډون ۴ ملګي وګړي ټپیان شوي دي.

د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ په اډه سیمه کې یو دیني عالم د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ووژل شو.

د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په شیوان سیمه کې په یوه ملکي کور د هاوان مرمۍ د لګېدنې له کبله ۳ ماشومان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د مې ۱۲مه:

د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په غونډان سیمه کې په یوه هوايي برید کې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت په ښېوه ولسوالۍ کې د جنازې د مراسمو پر مهال چاودنه وشوه، چې له کبله یې ۳۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳۳ نور ټپیان شوي دي.

د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې وسله‌والو بریدګرو پر یوه روغتون برید وکړ، چې د ښځو او دوو ماشومانو په ګډون ۲۳ ملکي وګړي پکې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په خلبیسات ښارګوټي کې د ماین د چاودنې له کبله یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې د پولیسو د لومړۍ حوزې د آمر ترڅنګ د هغه د کورنۍ یو غړی هم ټپي شوی.

د کندهار ښار په پنجوايي ولسوالۍ کې یو ملکي وګړی چې په یوه امنیتي پوسته کې آشپز و، د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ووژل شو.

د بلخ ولایت په زارې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لوري توغول شوې د هاوان مرمۍ پر یوه ملکي کور لګېدلې، چې له کبله یې یوه ښځه وژل شوې او د دوو ښځو او درېیو ماشومانو په ګډون ۷ تنه ټپیان شوي.

د مې ۱۳مه:

د خوست ولایت د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ په تورو ډنډو سیمه کې په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو وسله‌وال برید وشو، چې له کبله یې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی.

د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې ښار اړوند په سبزیو مارکېټ سیمه کې د یوه ناپېژاند وسله‌وال کس په برید کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د پکتیا ولایت د ګردېز او زرمت ولسوالۍ پر لویه لاره د وسله‌والو کسانو په برید کې ۲ ملکي وکړي وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې په یوه قومي جرګه کې د لاسي بم چاودنه وشوه، چې له کبله یې ۱۰ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د جوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ په آقچه نما سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲ ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

د مې ۱۴مه:

په فاریاب ولایت کې ۲ ملکي وګړي د ناپېژاندو وسله‌والو کسانو په برید کې ووژل شول.

 په پکتیا ولایت کې د ملي اردو پوځي تاسیساتو ته څېرمه د موټر بم چاودنه وشوه چې له کبله یې ۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

په کندهار ښار کې د ماین د چاودنې له کبله یو ملکي وګړی وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې وسله‌والو کسانو پر یوه رنجر ډوله موټر پرید وکړ، چې له کبله یې یوه ښځه هم وژل شوې او ۲ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په میدان هوايي سیمه کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په ډزو کې یو ملکي وګړی وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په ینګې کلا سیمه کې پر یوه ملکي کور د افغان ځواکونو له لوري د هاوان مرمۍ توغول شوې، چې له کبله یې یو ماشوم وژل شوی او یوه ماشومه ټپي شوې ده.

جدول-۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۱۱۰ ۲۴۱

۳۵۱

مجموعه

۱۱۰ ۲۴۱

۳۵۱

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د راپور د شمېرو له مخې، د روان لمريز ۱۳۹۹ کال د غويي له ۱۹مې تر ۲۵مې (د ۲۰۲۰م د مې له ۸مې تر ۱۴) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۷۰۴ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې ۳۵۰ پکې وژل شوي او ۳۵۴ نور هم ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه شوې. په تېره اوونۍ کې ۷۴ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې ټول ۱۰۹ افغان سرتېري وژل شوي دي. د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا د تېرې اوونۍ په پرتله ټيټه شوې. په تېره اوونۍ کې ۱۴۳ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې ۱۳۱ تنه وسله‌وال جنګیالي وژل شوي دي. د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا په دې اوونۍ کې د تېرې اوونۍ په پرتله تر لس چنده زیات لوړوالي ښودنه کوي. په تېره اوونۍ کې د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۸ تنه و، خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره ۱۱۰ تنو ته لوړه شوې (جدول-۴).

دا اوونۍ له څو میاشتو وروسته یو ځل بیا د ملکي وګړو لپاره خورا زیاته خونړۍ اوونۍ وه. په دې اوونۍ کې یوازې په کابل او ننګرهار کې په دوو بریدونو کې تر ۵۵ زیات بې‌ګناه ملکي وګړي ووژل شول او تر ۱۵۰ ډېر نور ټپیان شول. دغه دوه بریدونه په کابل کې د بې‌پولې ډاکټرانو پر یوه سل بستریز روغتون او د ننګرهار ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د جنازې د مراسمو پر مهال خونړۍ چاودنه وه. د دغو دواړو بریدونو پړه کوم چا په غاړه وانه خیسته. که څه هم د ولسمشرۍ ماڼۍ په ګډون د افغان حکومت بېلابېلو ارګانونو له دغو بریدونو وروسته په پرله‌پسې ډول د دغو پېښو پړه پر وسله‌والو طالبانو واچوله؛ خو د طالبانو ویاند د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره نه یوازې دغه بریدونه رد کړل او ویې غندل، بلکې ادعا یې وکړه چې دغه بریدونه له حکومت سره د تړلو کړیو له لوري شوي او حکومت په همدې پلمه د تهاجمي عملیاتو اعلان ته زمینه برابره کړه. ولسمشر غني له دغو بریدونو وروسته په یوه بیان کې افغان ځواکونو ته د تهاجمي عملیاتو امر وکړ.

دغه بریدونه په هېواد کې دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شول. په دې تړاو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ کې ویلي چې د متحده ایالاتو د حکومت موندنې او ارزونې ښيي چې دغه بریدونه داعش ډلې کړي او دا ډله لا هم د افغانستان او نړۍ لپاره د یو جدي ګواښ په توګه مطرح ده. نوموړي ویلي، چې داعش هڅه کوي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د توافق مخه ونیسي او افغانان باید د سولې پر وړاندې د خنډونو جوړولو پر ځای د سولې له شته تاریخي فرصت څخه سمه ګټه واخلي.

له بله پلوه د دغو مرموزو بریدونو ترڅنګ، د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په غونډان سیمه کې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې هم ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله واوښته. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په یوه خپره کړې اعلامیه کې په بلخ ولایت کې پر اوښتې ملکي مرګ ژوبله خواشني ښودلې او له افغان حکومت څخه یې غوښتنه کړې، چې د هوایي بریدونو او درنو وسلو د بریدونو پر مهال د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د څارونکي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای یوازې او یوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او بین الافغاني تفاهم له لارې شونی دی. له همدې کبله پر افغان حکومت او نورو ښکېلو لورو غږ کوو، چې د سولې هڅو ته جدي پام واړوي او له دغې ملي قضیې سره مسؤولانه چلند وکړي.

 جدول-۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۱۰۹ افغان ځواکونه

۶۹

د دولت وسله‌وال مخالفین

۱۳۱ د دولت وسله‌وال مخالفین ۴۴
ملکي وګړي ۱۱۰ ملکي وګړي

۲۴۱

بهرني ځواکونه

ـ بهرني ځواکونه ـ
مجموعه ۳۵۰ مجموعه

۳۵۴

ټول وژل شوي او ټپیان         ۷۰۴             

پای

درباره ی qased_admin

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *