خانه / اوونيز راپور /  د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۰ – ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۹م)

 د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۰ – ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۹م)

 

ګڼه: ۲۰مه

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.

سریزه

دغه راپور د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر له ۲۰مې تر ۲۶مې (د ۱۳۹۸ لمریز کال د وږي له ۲۹مې د تلې تر ۴مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. په دې اوونۍ کې د ټول هېواد په کچه ۴۲۹ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې ۲۵۲ پکې وژل شوي او ۱۷۷ نور یې هم ټپیان شوي دي.

په ټوله کې د تېرې اوونۍ راپور ښیي، چې د ټول هېواد په کچه ښکېلو لورو او ملکي وګړو ته د تېرې اوونۍ په پرتله د مرګ‌ژوبلې کچه یو څه راټيټه شوې ده؛ خو دا اوونۍ بیا هم د ملکي وګړو لپاره خونړۍ وه. به دې اوونۍ کې تر ټولو خونړۍ پېښه، د هلمند ولایت په موسی قلعه ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري د واده پر مراسمو هوايي بریدونه وو، چې لږ تر لږه پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۰ کسان وژل شوي دي. د افغان ځواکونو لپاره هم تر ټولو خونړۍ پېښې د فاریاب په پشتونکوټ ولسوالۍ او د کندز ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې وشوې. په دغو دوو پېښو کې لږ تر لږه ۲۳ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي. همدا راز د دولت وسله والو مخالفینو ته بیا هم د تېر په څېر ډېره مرګ‌ژوبله د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې اوښتې ده.

لاندې په راپور کې، په ترتیب سره د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو، ملکي خلکو او بهرنیو ځواکونو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات په جلا جلا عنوانونو کې لولئ.

 

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د سپټمبر ۲۰مه:

د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر پر موټر د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له کبله یې نوموړی آمر او ۳ ساتونکي یې ټپيان شوي دي.

د سپټمبر ۲۱مه:

د بلخ ولایت په زاري ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزو پولیسو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ وسله‌واله نښته کې ۵ سیمه‌ييز پولیس وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د کابل ښار یوولسمې ناحیې اړوند، د سلام مخابراتي شرکت پر څانګه دوه چاودنې شوې چې له کبله یې یو پولیس ټپي شوی دی.

د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په کمپنۍ سیمه کې وسله‌واله نښته رامنځته شوه، چې په پایله کې یې یو پولیس ټپي شوی دی.

د سپټمبر ۲۲مه:

د پکیتا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې ځای ځای شوی ماین پر یوه سراچه ډوله موټر چاودنه کړې، چې له کبله یې ۳ سرحدي پولیس وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې په پایله کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله یو پولیس وژل شوی او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د سپټمبر ۲۳مه:

د بغلان ولایت د نهرین او دوشي ولسوالیو ترمنځ، وسله‌والو طالبانو د ملي امنیت درې کارکوونکي تښتولي وو، چې وروسته یې یو وژلی او دوه نور یې بېرته خوشې کړي دي.

د بدخشان ولایت د شهر بزرګ ولسوالۍ په انګاریان سیمه کې د سیمه‌ییزو پولیسو قوماندان د طالبانو په کمین کې وژل شوی دی.

د پکتیا ولایت د مټاخان ولسوالۍ په کرموي سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د وسله‌والې نښتې په پایله کې یو پولیس وژل شوی او یو ټپي شوی دی.

د سپټمبر ۲۴مه:

د کندز ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند، یو د ملي امنیت کارکوونکی د وسله‌والو طالبانو له لوري ووژل شو.

په کندهار ښار کې یو پولیس د دوو نامعلومو موټر سایکل سپرو وسله‌والو له لوري ووژل شو.

وسله‌والو طالبانو د کندز ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ، چې په پایله کې ۱۰ پولیس ووژل شول.

د سپټمبر ۲۵مه:

د فاریاب ولایت په قرمقول ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو وسله‌واله نښته رامنځته شوه، چې په پایله کې یې ۳ پولیس وژل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د فاریاب ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې په یوه پوسته برید وکړ چې له کبله یې ۱۳ د عامه ساتنې پولیس وژل شوي او ۶ نور تپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ په مرکز برید وکړ، چې په پایله کې یې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د سپټمبر ۲۶مه:

وسله‌والو طالبانو د سمنګان ولایت په درۀ صوف پایان ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوسته برید وکړ چې په پایله کې یې ۵ پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د پولیسو پر پوسته برید کړی چې له کبله یې ۴ پولیس وژل شوي ۵ نور ټپیان شوي دي.

جدول ۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۱ ۳ ۴
پولیس ۵۰ ۳۹ ۸۹
مجموعه ۵۱ ۴۲ ۹۳

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د سپټمبر ۲۰مه:

د لوګر ولایت په کمال خېلو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ۵ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د سپټمبر ۲۱مه:

د بلخ ولایت په زاري ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکني بریدونو کې، د نوموړې ولسوالۍ د وسله‌الو طالبانو ولسوال او ۸ نور وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې ۱۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په کمپنۍ سیمه کې وسله‌واله نښته رامنځته شوه، چې په پایله کې یې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د سپټمبر ۲۲مه:

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په ساق سیمه کې وسله‌والو طالبانو غوښتل د ټاکنو د کمیسیون پر دفتر برید وکړي، چې له افغان ځواکونو سره په نښته کې ۲ وسله‌وال طالبان ووژل شول.

د غزني ولایت په خواجه عمري، ده‌یک او اندړو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ۱۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د پروان ولایت په مرکز چاریکارو کې د افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د سپټمبر ۲۳مه:

د هلمند ولایت په موسی قلعه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۶ وسله‌وال جنګیالي وژل شوي دي.

د خوست ولایت د ټنیو ولسوالۍ په لغوړي پیران سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د وسله‌والې نښتې له کبله ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د پکتیا ولایت د مټاخان ولسوالۍ په کرموي سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د وسله‌والې نښتې په پایله کې ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

په ننګرهار ولایت کې د وسله‌والو طالبانو او داعش ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې په پایله کې یې ۹ تنه داعش جنګیالي او ۲ طالب وسله‌وال وژل شوي او ۲ نور طالب وسله‌وال ټپیان شوی دي.

د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ په سیوري سیمه کې، د هوايي برید له کبله ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د سپټمبر ۲۴مه:

د تخار ولایت په دشت قعله ولسوالۍ کې، د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د وسله‌والي نښتې له کبله یو وسله‌وال طالب وژل شوی  او یو بل ټپي شوی دی.

د زابل ولایت په اټغر او د اروزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په یخچال سیمه کې د افغان ځواکونو په چاڼيزو عملیاتو کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د سپټمبر ۲۵مه:

د فاریاب ولایت په قرمقول ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو وسله‌واله نښته رامنځته شوه، چې په پایله کې یې ۲۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.

جدول : د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۱۱۸ ۷۵ ۱۹۳
داعش ۹ ـ ۹
مجموعه ۱۲۷ ۷۵ ۲۰۲

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د سپټمبر ۲۰مه:

د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له کبله ۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د لوګر ولایت په پل علم کې پر ملکي وګړو، چې د جمعې له لمانځه څخه د کورونو په لور روان وو، د ماین چاودنه وشوه چې له کبله یې ۲ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د تخار ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ په شهر کهنه سیمه کې د سړک تر غاړې د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له کبله د یوه شپږ کلن ماشوم او یوې ښځې په ګډون ۳ تنه وژل شوي دي.

د سپټمبر ۲۱مه:

د پروان ولایت مرکز د چارېکارو ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند په شاه مست قلندر سیمه کې د هاوان یه پخوانۍ مرمۍ چاودلې او له کبله یې یوه ښځه وژل شوې او د شپږو ماشومانو په ګډون ۸ تنه ټپیان شوي دي.

د سپټمبر ۲۲مه:

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په حسن خېلو سیمه کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوی ماین پر یوه سراچه ډوله موټر چاودنه وکړه، چې له کبله یې ۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پروان ولایت د سیدخېل ولسوالۍ په سه دکان انچو سیمه کې نامعلومو وسله‌والو یو ملکي وګړی په ډزو وژلی او دوه ماشومان پکې ټپیان شول.

د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې په یوه شخصي موټر پورې د نښلول شوي ماین د چاودنې له کبله یو ملکي وګړی وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې  یو معلم، چې د وسله‌والو طالبانو له لوري په مرګ ګواښل شوی و، وژل شوی دی.

د سپټمبر ۲۳مه:

د هلمند ولایت په موسی قلعه ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې لږ تر لږه ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي  او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د فراه ولایت په پشت کوه ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله د دوو سوداګرو په شمول ۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په جوی چهار سیمه کې د افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲ میرمنې ټپي شوې دي.

د غور ولایت په پساوند ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو ۳ وروڼه په یوه کمین کې وژلي دي.

د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په صیادي سیمه کې د ماشومانو یوه ډله چې په لوبو بوخت وو، ماین پرې چاودنه وکړه، یوه یې مور او یو اته کلن ماشوم وژل شوی او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د سپټمبر ۲۴مه:

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز اړوند جهاد مېنه کې یو قومي مشر د نامعلومو وسله‌والو له لوري وژل شوی دی.

په کندهار ولایت کې د ولسمشر غني پر ټاکنیز دفتر چاودنه شوې، چې په پایله کې یې د یوه ژورناليست په ګډون ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د سپټمبر ۲۵مه:

په هلمند ولایت کې د ولسي جرګې د غړي غلام ولي افغان پر دفتر چاودنه وشوه، چې له کبله یې ۳ تنه ټپیان شوي دي.

د جلال آباد ښار درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې په یوه موټر پورې د نښلول شوي ماین د چاودنې له کبله یو تن ټپی شوی دی.

وسله‌والو طالبانو د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ، چې په پایله کې یې یوه ښځه وژل شوې ده.

د غور ولایت په فېروزکوه ښار کې د سړک تر غاړې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله یو ملکي وګړی وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د سپټمبر ۲۶مه:

د کوڼر ولایت په شلتن ولسوالۍ کې د پاکساني پوځ له لوري ۳ ماشومان په توغول شویو راکټي مرمیو کې وژل شوي دي.

جدول ۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۷۴ ۵۷ ۱۳۱
مجموعه ۷۴ ۵۷ ۱۳۱

 

بهرنیو ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د سپټمبر ۲۳مه:

د و سله‌والو طالبانو یوه نفوذي کس د کندهار په هوايي ډګر کې پر بهرنيو پوځیانو برید وکړ، چې په پایله کې یې ۳ امریکایي پوځیان ټپيان شوي دي. خو د طالبانو د ادعا له مخې، په دې پېښه کې ۱۲ تنه امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

پایله او د اوونۍ تحلیل

د دې اوونۍ راپور ښیي، چې د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د وږي له ۲۹مې د تلې تر ۴مې (د ۲۰۱۹م د سپټمبر له ۲۰مې تر ۲۶مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۴۲۹ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، چې ۲۵۲ پکې وژل شوي او ۱۷۷ نور هم ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې په کچه کې یو څه زیاتوالی راغلی دی. په تېره اوونۍ کې ۴۱ افغان سرتېري وژل شوي وو، خو په دې اوونۍ کې دا مرګ‌ژوبله د تېرې اوونۍ په پرتله یو څه زیاته شوې او ټول ۵۱ تنه افغان سرتېري وژل شوي دي. دغه راز په تېره اوونۍ کې ۱۶۱ تنه وسله‌وال جنګیالي وژل شوي وو، خو په دې اوونۍ کې بیا دا کچه هم د لږ کموالی ښودنه کوي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ټول ۱۲۷ تنه طالب وسله‌وال او د داعش ډلې اړوند جنګیالي وژل شوي دي. په بل اړخ کې بیا که څه هم دا اوونۍ یو ځل بیا د ملکي وګړو لپاره خونړۍ وه، خو د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې کچه پکې د تېرې اوونۍ په پرتله یو څه راکمه شوې ده. تېره اوونۍ د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۱۱۵ تنه و، خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره ۷۴ ته راټیټه شوې ده.

د دې اوونۍ راپور ښيي، چې ملکي خلکو ته په هلمند ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. که څه هم د افغان حکومت امنیتي ارګانونو د هلمند په موسی قلعه ولسوالۍ کې د شوې دغې پېښې په اړه ضد او نقیض معلومات خپاره کړل؛ خو په ټوله کې افغان حکومت ادعا وکړه چې دغلته یې د پاکستاني او بنګلدېشي جنګیاليو په ګډون لسګونه د دولت وسله‌وال مخالفین وژلي دي. مګر د سیمې خلکو د دغې پېښې مړي او ټپیان د هلمند ولایت مرکز ته راوړل، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ټول ملکي وګړي وژل شوي دي. هلمندیانو په یوه لاریون کې دا پېښه سخته وغندله او له افغان حکومت څخه یې د دغې پېښې د عاملینو محاکمه کولو او سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

د ملکي وګړو دا مرګ ژوبله داسې مهال ده، چې څه موده وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني د شپنیو چاپو او پر ملکي هدفونو د بریدونو بندولو خبر ورکړ. د تېرو څو میاشتو په موده کې د شپنیو عملیاتو او هوایي بریدونو په لسګونه پېښو کې په بشپړ ډول ملکي خلک په نښه شوي او له کبله یې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې کچه خورا لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو استازي هم د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه په یوه خپره شوي اعلامیه کې ویلي، چې ښکېل لوري دې د ملکي خلکو مرګ‌ژوبلې ته جدي پاملرنه وکړي او دوی اندېښمن دي چې په تېرو څو میاشتو کې د ښکېلو لورو په جګړه کې تر ډېره ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. تېره اوونۍ د بیړنیو حالاتو ادارې او روغتیا وزارت په یوه راپور کې هم راغلي وو، چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې څه باندې ۳۳۰۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴۶۰۰ نور ټپیان شوي دي.

په هېواد کې دا خونړی وضعیت او په ځانګړې توګه د ملکي خلکو پراخه مرګ ژوبله داسې مهال ده، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې له یو کال مذاکراتو وروسته په وروستي پړاو کې د امریکا د ولسمشر له لوري وځنډول شوې او په ورته وخت کې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې هغه څه دي، چې په هېواد کې یې د سولې ټینګښت او د جګړې پای ته رسېدو راتلونکی تت کړی دی.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړي خونړي وضعیت او په تېره د ملکي خلکو پراخې مرګ‌ژوبلې ته په کتلو ټینګار کوي، چې اوسمهال سوله او د روانې خونړۍ جګړې بندېدل د هېواد ستر لومړیتوب دی او د هېواد په اوسني وضعیت کې ولسمشریزو ټاکنې بې‌معنا او د سولې پر وړاندې د لا زیاتو خنډونو جوړوونکې دي. له همدې کبله پر نړیواله ټولنه او د افغان جګړې پر ښکېلو لورو غږ کوو، چې د خپل بشري مسؤولیت له مخې د سولې لپاره جدي هڅې وکړي.

جدول ۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله

نوم

 

وژل شـــــوي نوم

 

ټپيــــــــــان
افغان ځواکونه ۵۱ افغان ځواکونه ۴۲
د دولت وسله‌وال مخالفین ۱۲۷ د دولت وسله‌وال مخالفین ۷۵
ملکي وګړي ۷۴ ملکي وګړي ۵۷
بهرني‌ ځواکونه ـ بهرني‌ ځواکونه ۳
مجموعه ۲۵۲ مجموعه ۱۷۷
ټول وژل شوي او ټپیان               ۴۲۹                      

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *