خانه / میاشتنی تحلیل / میاشتنی تحلیل – د افغانستان د وضعیت میاشتنی تحلیلي راپور (جون ۲۰۲۰م)

میاشتنی تحلیل – د افغانستان د وضعیت میاشتنی تحلیلي راپور (جون ۲۰۲۰م)

 

 

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.

لیکوال: حکمت الله ځلاند

 

مقدمه

په جون میاشت کې د هېواد سیاسي فضا تر ډېره د سولې اړوند هڅو، پرمختګونو او پر وړاندې یې شته خنډونو نیولې وه. په دې تړاو د جون میاشتې په لومړیو کې د بندیانو د تبادلې چارې ګړندۍ شوې او ورسره په څنګ کې د کوچني اختر له درې ورځني اوربند وروسته هم د تاوتریخوالي کمښت دوام وکړ. دغه وضعیت که څه هم د بین الافغاني خبرو اترو د ژر پیلېدو لپاره هیلې راوټوکولې؛ خو د جون په وروستیو کې دا پروسه او د بندیانو د خلاصون بهیر یو ځل بیا ورو شوه. له دې سره د پروسې د چټکولو لپاره هم هڅې بیا پیل شوې، چې له جملې څخه یې د سیمې هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد د سفرونو تازه لړۍ یادولی شو. دا چې په دې میاشت کې په سیاسي ډګر کې څه تېر شول؟ د سولې په پروسه کې کوم مهم پرمختګونه وو؟ بین الافغاني خبرې اترې به کله پیلېږي؟ دا او دې ته ورته پوښتنې، د هېواد د امنیتي وضعیت د تحلیل ترڅنګ، په دغه تحلیلي راپور کې ځوابوو.

سیاسي وضعیت

په مې میاشت کې د ولسمشر اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي توافق تر لاسلیک وروسته د اوس لپاره سیاسي کشمکش کم شو؛ خو لا هم ډېر داسې څرکونه لیدل کېږي، چې د واک د وېش او ځینو نورو قضایاوو له کبله به داخلي اختلافات ورو ورو راوټوکېږي.

د سیاسي توافق له مخې، ډاکتر عبدالله د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس دی؛ خو تراوسه د دغې شورا جوړښت او رسمي اعلان نه دی شوی، چې یو لامل یې د دغه جوړښت پر جزئیاتو د سیاسونو ترمنځ شته اختلافات دي. دا چاره د بین الافغاني خبرو اترو په لوري هم یو هغه ګام دی چې که ځنډېږي، دا خبرې به هم ورسره ځنډېږي؛ ځکه د شوي توافق له مخې به د ډاکتر عبدالله په مشرۍ د ملي مصالحې عالي شورا د سولې ټولې چارې رهبري کوي.

له بله پلوه، له سیاسي جوړجاړي نږدې یوه‌نیمه میاشت وروسته هم، تر دې دمه د کابینې له څو غړو پرته نوره کابینه نه ده ټاکل شوې او له کبله یې د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ هم یو ډول بې باوري رامنځته شوې ده. داسې برېښي چې دا ځنډ به نور هم اوږد شي او لامل یې هم د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ د وزیرانو ۵۰ – ۵۰ سلنه وېش دی.

د حکومت تر جوړښت وراخوا، د ډاکتر عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ د اختلافاتو نور څرکونه هم لیدل کېږي. د سولې په پروسه کې د موقت حکومت بحث هغه قضیه ده، چې ولسمشر اشرف غني تل پرې توند غبرګون ښودلی او په کلکه یې رد کړی؛ خو ډاکتر عبدالله د جون په ۲۵مه له یوه امریکایي څېړنیز مرکز سره په خبرو کې وویل، چې د موقت حکومت د جوړېدو بحث کېدای شي په بین الافغاني خبرو اترو کې مطرح شي. تر دې څو ورځې وړاندې د جون په ۱۰مه ولسمشر اشرف غني له اتلانتیک کونسیل سره په مرکه کې وویل، چې د موقت حکومت په اړه خبرې له وخت وړاندې دي او دی به د ډاکتر نجیب الله تېروتنه تکرار نه کړي. له دې کبله داسې ښکاري، چې دا ډول موضوعات به هم د ډاکتر عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ داخلي اختلافاتو ته لاره پرانیزي؛ ځکه د شوي سیاسي توافق له مخې ډاکتر عبدالله د ملي مصالحې د رئیس په توګه د سولې اړوند مسائلو کې د پرېکړو صلاحیت لري.

په جون میاشت کې د ایراني ځواکونو له خوا د افغان کډوالو په نښه کولو له کبله د ایران-افغانستان د اړیکو په تړاو هم پېښې وشوې. په افغانستان کې د ایران ضد لاریونونه وشول او له کبله یې دوه اړخیزې اړیکې ترینګلې شوې. همدا لامل شو، چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر هم ایران ته سفر ورکړ. تر دې هاخوا، افغان حکومت او سیاسیون هم تر ډېره د سولې اړوند مسائلو کې بوخت وو او د سولې په اړه ځینې بدلونونه او پرمختګونه وو، چې لاندې برخه کې پرې بحث شوی.

 

د سولې بهیر

د دوحې تړون د عملي کېدو بهیر

سره له دې چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰م د فبروري د ۲۹مې هوکړه د افغانانو او نړیوالې ټولنې له پراخ هرکلي سره مخ شوه او دا په هېواد کې د سولې د ټینګښت لومړی او تر ټولو مهم ګام وبلل شو؛ خو په ورته وخت کې د دغې هوکړې د ننګولو او تر پوښتنې راوستلو لپاره هم بېلابېلې هڅې پیل شوې او په ځانګړې توګه تراوسه له دغې هوکړې څخه د طالبانو د سرغړونو په تړاو بېلابېل راپورونه خپاره شوي، چې په جون میاشت کې هم دا ډول هڅې روانې وې.

په دې لړ کې د جون میاشتې په لومړیو کې بېلابېلو ملي او نړیوالو رسنیو د طالبانو او القاعده شبکې د اړیکو په اړه د ملګرو ملتونو د راپور پر بېلابېلو برخو راپورونه خپاره کړل. د ملګرو ملتونو راپور کاږي چې طالبانو له القاعده شبکې سره اړیکې نه دي پرې کړې او لا هم د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې فعالیت لري. دغه راپور په افغانستان کې د القاعده اړوند جنګیالي له ۴۰۰ تر ۶۰۰ پورې تخمین کړي دي. په بل اړخ کې د ملګرو ملتونو راپور دا هم ویلي، چې طالبانو له داعش ډلې سره جګړې کړې او په کابل کې پر یوه روغتون د تېرې میاشتې په برید کې داعش ډله ښکېله وه.

دغه راپور داسې کوم شواهد نه دي وړاندې کړي، چې په افغانستان کې د القاعده شبکې فعالیت ثابت کړي. له همدې کبله د چارو څارونکي په اوسنۍ مرحله کې د دغه راپور خپرېدل د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې د سبوتاژ کولو هڅه بولي او طالبانو هم دغه راپور رد کړی او ټینګار یې کړی چې دا راپور د دوحې د هوکړې ناکامولو هڅه ده او دوی د دوحې هوکړې ته بشپړه ژمنتیا لري. د طالبانو په اعلامیه کې راغلي وو: “د دوحې د توافقنامې له مخې اسلامي امارت هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا د امنیت پرخلاف استعمال کړي، یا دلته د چا پر ضرر د روزنې کمپ جوړ کړي، یا زموږ له خاورې څخه په استفاده د چا پر ضد اعانه را ټوله کړي”. طالبانو د ملګرو ملتونو له سرمنشي او د امنیت شورا له غړو هېوادونو هم غوښتي وو، چې هېچا ته اجازه ورنکړي چې د خپلو ګټو لپاره ناسم او بې بنسټه معلومات خپاره کړي.

د یو شمېر داسې راپورونو د خپرېدو ترڅنګ، چې په لویه کچه د امریکا-طالبانو د دوحې هوکړه له پوښتنو او ننګونو سره مخ کوي، بیا هم داسې ښکاري چې تراوسه امریکا او طالبان د دوی ترمنځ شوې هوکړې د عملي کېدو له بهیر څخه خوښ دي. د دغې هوکړې تر ټولو مهم مورد له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل دي. د جون په ۱۹مه امریکایي رسنیو خبر ورکړ، چې له طالبانو سره د شوې هوکړې له مخې تر اوسه ۳۴۰۰ پوځیان له افغانستانه وتلي دي. د جون په ۲۷مه هم سي ان ان امریکایي تلویزیون خبر ورکړ، چې د ۴۰۰۰ نورو سرتېرو د ایستلو پلان هم د پنټاګون له لوري نهایي شوی او په نژدې راتلونکي کې به یې د وتلو لړۍ پیل شي. د دغو سرتېرو له وتلو سره به په افغانستان کې د دغو ځواکونو شمېر شاوخوا ۴۵۰۰ تنو ته راښکته شي.

پر جګړه‌ییز تاوتریخوالي نیوکې

بله قضیه چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې د سبوتاژ کولو هڅه بلل کېږي، د جګړې په ډګر کې د تاوتریخوالي د کچې د زیات لوړوالي په اړه خپرېدونکي راپورونه دي. د افغانستان د ملي امنیت شورا د جون میاشتې په وروستیو کې د یوه راپور په خپرولو سره د جون میاشتې درېیمه اوونۍ په تېرو کابو دوو لسیزو کې خونړۍ اوونۍ وبلله. د دغه راپور له مخې طالبانو د دغې یوې اوونۍ په جریان کې ۸۴۱ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې، چې ۲۹۱ پکې وژل شوي او ۵۵۰ نور هم ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، په دغې اوونۍ کې ۴۲ تنه ملکي وګړي هم وژل شوي او ۱۰۵ نور ټپیان شوي دي. خو طالبان بیا دا ډول راپورونه د جګړې اور ته د لمن وهلو هڅې بولي او وایي چې دوی د نورو کلونو د همدې مودې په پرتله ۴۰ سلنه جګړه‌ییز عملیات کوي. د طالبانو د ویاند له قوله، دوی د دوحې له هوکړې وروسته په لویو ښارونو کې ډله‌ییز بریدونه او لویې چاودنې نه دي کړې او نه یې هم کومه ولسوالي سقوط کړې، بلکې په هغو سیمو کې دفاعي عملیات کوي، چې افغان ځواکونه پرې بریدونه کوي او یا د دوی تر کنټرول لاندې سیمو د نیولو هڅه کوي.

د جون پر ۳۰مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د طالبانو له سیاسي مرستیال او د طالبانو د قطر دفترله  مشر ملا برادر سره په وېډیو کنفرانس کې ومنله چې طالبانو په لویو ښارونو او لویو پوځي مرکزونو د بریدنو په نه کولو سره د جګړې ګراف راټیټ کړی؛ خو غوښتنه یې وکړه چې تاوتریخوالی نور هم کم شي.

‌د سولې لپاره سیمه‌ییزه اجماع

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جون میاشتې په ۷مه پاکستان ته سفر وکړ او هلته یې د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال قمرجاوېد باجوه سره د بین الافغاني خبرو اترو د پیل په تړاو خبرې وکړې. ښاغلي خلیلزاد د جون په ۸مه د قطر پلازمېنې دوحې ته هم سفر وکړ او هلته یې د طالبانو له سیاسي مرستیال او د طالبانو د قطر دفتر له مشر ملا برادر سره د بندیانو پر خلاصون او د بین الافغاني خبرو د پیل په اړه خبرې وکړې. نوموړي درې ورځې وروسته د جون په ۱۰مه په کابل کې له ولسمشر غني او د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره هم وکتل او د بین الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره پر عملي ګامونو او د بندیانو د خوشي کولو په اړه یې له هغوی سره خبرې وکړې.

پاکستان ته د خلیلزاد له سفر وروسته، د جون په ۹مه د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه کابل ته سفر وکړ او له ولسمشر غني سره په لیدنه کې یې د سولې له روانې پروسې د ملاتړ ژمنه وکړه. د جون په ۲۰مه د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم قطر ته سفر وکړ او هلته یې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر سره وکتل او د نورو مسائلو ترڅنګ یې پر افغان سوله هم خبرې وکړې.

زلمي خلیلزاد د جون میاشتې په وروستیو کې یو ځل بیا د سیمې هېوادونو ته سفر پیل کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جون په ۲۸مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغان سولې لپاره د ملاتړ جلبولو په موخه ازبکستان، پاکستان او قطر ته سفرونه پیل کړي او په دغو سفرونو کې به د بندیانو پر خلاصون، د تاوتریخوالي کمښت او بین الافغاني خبرو اترو بحثونه وکړي. اعلامیه کاږي چې په دغه سفر کې له خلیلزاد سره د امریکا د نړیوالې پراختیا د مالي سازمان مشر هم ملګری دی او په دغه سفر کې به د افغانستان پر اقتصادي پرمختګ او سیمه‌ییز پیوستون هم خبرې وشي. د اعلامیې له مخې، خلیلزاد به له افغان چارواکو سره هم د ویډیو کنفرانسونو له لارې ملاقاتونه ولري.

 

د بندیانو تبادله

د افغان حکومت او طالبانو د ۶۰۰۰ بندیانو تبادله د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د باورجوړونې په موخه هغه پیش شرط دی، چې امریکا له طالبانو سره د دوحې په تړون کې منلی؛ خو دا بهیر که څه هم د مې میاشتې په وروستیو او د جون میاشتې په لومړیو کې ګړندی شو؛ د افغان حکومت له خوا د خوشي شوو بندیانو شمېر ۳۰۰۰ ته ورسېد او د طالبانو له خوا د خوشي شوو بندیانو شمېر هم تر ۵۰۰ واوښت؛ خو د جون میاشتې په دویمه نیمایي کې دا بهیر بېرته ورو شو.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د جون په ۱۱مه د یوه ټویټ په کولو سره ټینګار وکړ، چې د دوی د ۵۰۰۰ بندیانو له خوشي کېدو وروسته دوی تیار دي، چې په یوه اوونۍ کې دننه بین الافغاني خبرې اترې پیل کړي. اوس داسې برېښي، چې د افغان حکومت له خوا د پاتې بندیانو خوشي کېدل به تر یوه بریده جنجالي شي. د افغانستان ولسمشر د افغانستان له ملي تلویزیون سره په وروستۍ مرکه کې وویل، چې اړوندو ارګانونو ته یې امر کړی، ترڅو د جولای تر ۵مې نېټې معلومه کړي چې د ورکړل شوي لېست له مخې د طالبانو کوم بندیان دوی خوشي کولی شي او کوم نه شي کولی. ځکه نو داسې ښکاري چې افغان حکومت ښایي د طالبانو د هغو مهمو بندیانو له خوشي کولو بیا هم ډډه وکړي، چې د بندیانو د خلاصون پروسې په پیل کې یې ترې ډډه کړې وه او له کبله یې دا پروسه هم ځنډنۍ شوه. طالبان به بیا هم د خپل ورکړي لېست له مخې د خپلو ۵۰۰۰ بندیانو د خلاصون غوښتنه وکړي، چې له کبله یې ښایي دا پروسه نوره هم ځنډنۍ شي.

بین الافغاني خبرې اترې

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مطلق القحطاني کابل ته د سفر پر مهال له افغان چارواکو سره وکتل او په دغو کتنو کې افغان حکومت هوکړه وکړه چې د بین الافغاني خبرو اترو لومړی پړاو په دوحه کې ترسره شي. د افغانستان ولسمشر هم له ملي تلویزون سره په مرکه کې ومنله چې د بین الافغاني خبرو لومړی پړاو به قطر کې وشي؛ خو نور پړاوونه به په بېلابېلو هېوادونو کې کېږي، ترڅو نور هېوادونه هم دې پروسه کې ښکېل شي.

د ځینو سرچینو له قوله، ښایي د بین الافغاني خبرو اترو لومړی پړاو د جولای په ۱۱مه په قطر کې پیل شي؛ خو عملا داسې ښکاري چې دا خبرې ښایي نورې هم وځنډېږي. له یوې خوا د طالبانو د پاتې بندیانو د خوشي کېدو لړۍ له څو ورځې راهیسې درېدلې، چې طالبان یې د بین الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره پیش شرط بولي. له بلې خوا د افغان حکومت په اړخ کې د بین الافغاني خبرو اترو د څرنګوالي په اړه هم بېلابېل ډوله اختلافات شته دي. د ډاکتر عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې د ملي مصالحې د عالي شورا غړي لا هم نه دي ټاکل شوي، د مذاکراتي ټیم د صلاحیتونو په اړه اختلافات شته دي. په دې تړاو د جون په ۲۹مه د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار څرګندونې د یادولو وړ دي، چې وایي په بین الافغاني خبرو اترو کې د حضور او له دولت سره د همکارۍ لپاره باید د دغه ګوند ټول بندیان خوشي شي او دا ګوند د رسمي اپوزیسیون په حیث ومنل شي.

د دې ترڅنګ، افغان حکومت لا هم د بین الافغاني خبرو اترو په تړاو د طالبانو د دریځ په اړه اندېښمن دی. طالبان لا هم چمتو نه دي د افغانستان له حکومت سره د حکومت په توګه خبرو ته راوړاندې شي؛ خو حکومت بیا د بین الافغاني خبرو اترو اصطلاح نه مني او وایي، چې دا خبرې به د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ وي. افغان حکومت لا پخوا پر دې ټینګار کاوه چې د سولې خبرې به د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ ترسره کېږي. طالبان هم اوس له امریکایانو سره تر هوکړې وروسته همدا د افغانانو د مالکیت او رهبرۍ اصطلاح کاروي؛ خو موخه یې ترې بېله ده. افغان حکومت د افغانانو د مالکیت او رهبرۍ څخه موخه حکومت دی، خو د طالبانو هدف بیا سیاسي احزاب دي.

  

د امنیتي وضعیت تحلیل

که څه هم د تېرې مې میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې د کوچني اختر په مناسبت د ښکېلو لورو له خوا اوربند وشو او ترې وروسته هم د تاوتریخوالي کمښت دوام وکړ؛ خو د جون میاشتې په دویمه نیمایي کې د تاوتریخوالي کچه یو ځل بیا زیاته شوه. په بل اړخ کې که څه هم په دې میاشت کې د تېرې میاشتې په څېر په لویو ښارونو کې سترې امنیتي پېښې ونه شوې، خو یو شمېر داسې مرموز بریدونه وشول، چې د سولې پروسې په اوسنۍ او حساسه مرحله کې یې د عامو افغانانو اندېښنې راوپارولې.

مرموز بریدونه

د جون میاشتې په ۲مه نېټه په کابل کې د وزیر محمد اکبرخان جامع جومات مشهور امام او خطیب دکتور محمد ایاز نیازی په یوه برید کې ووژل شو. په لومړي سر کې ویل کېدل چې برید د یوه ځانمرګي بریدګر له لوري شوی، خو وروسته څرګنده شوه چې دا پېښه د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له کبله رامنځته شوې. دغه برید د هېواد په کچه پراخ غبرګونونه او د عامو افغانانو غوسه له ځان سره لرله او حکومت ته یې د ملامتیا ګوته نیوله. له دغه برید ایله څو ورځې وروسته د جون په ۱۲مه په یوه بل ورته مرموز برید کې د کابل یوه بل مشهور جامع جومات (شېرشاه سوري) امام او خطیب مولوي مفلح هم ووژل شو. طالبانو دغه دواړه بریدونه د تېرو وختونو خلاف په شدیدو ټکو وغندل او دا یې د افغان حکومت کار وباله؛ خو افغان حکومت هم دا بریدونه وغندل. سره له دې چې د دغو بریدونو مسؤولیت کوم چا په غاړه وانه خیست؛ خو عام افغانان دا بریدونه په اوسنۍ حساسه مرحله کې د کورنیو او بهرنیو کړیو له لوري د سولې د پروسې د سبوتاژ کولو هڅې بولي.

د جون میاشتې په ۲۲مه نېټه په کابل کې د یوه مرموز برید په پایله کې د لویې څارنوالۍ ۵ تنه څارنوالان او کارکوونکي چې د طالب بندیانو د خلاصون په چارو کې یې رول درلود، ووژل شول. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي دغه برید وغانده او دا یې د سولې د “کورنیو او بهرنیو” تخریبي کړیو کار وباله. طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره نه یوازې په دغه برید کې لاس لرل رد کړل، بلکې هغه یې وغانده او د سولې د تخریبي کړیو کار یې وباله.

د جون میاشتې په ۲۸مه هم په کابل کې د بشري حقونو دوه فعالان په یوه برید کې ووژل شول، چې طالبانو هم دا برید وغانده او دا یې د سولې ضد کړیو کار وباله. زلمي خلیلزاد هم پر دغه وژنه غبرګون وښود او دا برید یې وغانده.

پر ملکي اهدافو مرموز بریدونه او سترې چاودنې چې مسؤولیت یې معمولا کوم لوری په غاړه نه اخلي او یا هم داسې هوایي بریدونه چې تر ډېره پکې ملکیان په نښه کېږي، په دېرو دوو لسیزو کې زیات تر سترګو شوي. عام برداشت دا دی چې دا ډول بریدونه د پردې تر شا سیاسي معاملو کې د موخو ترلاسه کولو، فشارونو واردولو او استخباراتي اهدافو لپاره کېږي. اوس هم چې د سولې پروسه خورا حساس پړاو ته رسېدلې، دا ګومان قوي دی چې دا ډول بریدونه د هغو لورو له خوا کېږي چې د سولې پروسه کې خپل زیان ويني. داسې ښکاري چې اوسمهال اړوند لوري او عام افغانان دغه وضعیت ته متوجه دي او ځکه نو هیلې دا دي چې ښایي دا ډول بریدونه دا پروسه سبوتاژ نه شي کړای.

تلفات

په مجموعي توګه، جون میاشت د تېرې مې میاشتې په څېر هم د ملکیانو او هم د جګړې د ښکېلو لورو لپاره یوه خونړۍ میاشت وه؛ خو بیا هم د جون میاشتې راپور ښيي، چې د جګړې مرګ ژوبله د مې میاشتې په پرتله په دې میاشت کې کمه وه. د قاصد ستراتېژیکو څېړنو مرکز د جګړې د مرګ ژوبلې اوونیزو راپورونو د شمېرو له مخې، په مې میاشت کې د ښکېلو لورو او ملکیانو ۲۱۴۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې ۱۲۰۳ پکې وژل شوي او ۹۴۵ نور هم ټپیان شوي وو؛ خو د جون میاشتې په څلورو اوونیو کې (د مې له ۲۹مې د جون تر ۲۶مې) د ټول هېواد په کچه د مرګ ژوبلې دا شمېره ۱۵۴۰ تنو ته راښکته شوې، چې ټول پکې ۹۷۳ تنه وژل شوي او ۵۶۷ نور ټپیان شوي دي. د دغو راپورونو شمېرو ته په کتلو، بیا هم ډېره مرګ ژوبله طالبانو او ورپسې په ترتیب سره حکومتي ځواکونو او ملکي وګړو ته اوښتې.

که څه هم په دې میاشت کې د جګړې د تلفاتو مجموعي کچه د تېرې میاشتې په پرتله ټیټه وه؛ خو ملکیانو ته بیا هم مرګ ژوبله اوښتې وه. ملکیانو ته تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوو ماینونو او د جګړې د ښکېلو لورو په تېره بیا افغان ځواکونو له‌خوا د ملکي خلکو پر کورونو د توغندیزو بریدونو له کبله اوښتې ده. یوناما د جون میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو، چې د جون د میاشتې په لومړیو ۴۸ ساعتونو کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوو ماینونو  په چاودنو کې یواځې په سرپل او کندز ولایتونو کې ۱۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او تر ۱۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

ملکي وګړي د روانې جګړې عمده قربانیان دي. د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار ادارې (سیګار) په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې له ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې په افغان جګړه کې څه باندې ۳۵۵۰۰ ملکي وګړي وژل شوي دي. همدا راز دغې ادارې په افغان جګړه کې د امریکايي وژل شوو سرتېرو شمېر هم خپور کړی، چې له ۲۰۰۱ میلادي کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې ټول ۲۴۳۹ امریکايي سرتېري او کارکوونکي وژل شوي او ۲۰۶۶۳ نور ټپیان شوي دي.

جدول: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله (جون ۲۰۲۰م)

نوم

وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۳۵۲ افغان ځواکونه

۲۱۰

د دولت وسله‌وال مخالفین

۴۶۹ د دولت وسله‌وال مخالفین ۲۰۸
ملکي وګړي ۱۵۲ ملکي وګړي

۱۴۹

بهرني ځواکونه

ـ بهرني ځواکونه ـ
مجموعه ۹۷۳ مجموعه

۵۶۷

ټول وژل شوي او ټپیان         ۱۵۴۰

پای

همچنین ببینید

د افغانستان د وضعیت میاشتنی تحلیلي راپور (مارچ ۲۰۲۲م)

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.  مقدمه دا راپور …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *