یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.
لیکوال: حکمت الله ځلاند
مقدمه
په جولای میاشت کې د هېواد سیاسي فضا بیا هم د سولې اړوند پرمختګونو نیولې وه. په دې میاشت کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون لومړی پړاو (۱۳۵ ورځې) بشپړ شوې. په دې موده کې د دواړو لورو له خوا د سولې تړون تطبیق په برخه کې امریکایي ځواکونه په هېواد کې له پنځو پوځي اډو څخه ووتل، د بندیانو د تبادلې پروسه وروستیو پړاوونو ته ورسېده او د بین الافغاني خبرو اترو لپاره هم فشارونه زیات شول. خو په بل اړخ کې په دې میاشت کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بې باورۍ یو څه زیاتې شوې او له کبله یې د تاوتریخوالي کچه هم د تېرو څو میاشتو په پرتله لوړه شوه. له دې سره سره، د جولای په ورستیو کې د لوی اختر په مناسبت د طالبانو او افغان حکومت له لوري اوربند اعلان شو،چې د سولې پروسې د بریا لپاره یې هیلې راوټوکولې. د سولې اړوند پرمختګونو ترڅنګ، د حکومت په تشکیل کې ځنډ او له ایران او پاکستان سره د افغانستان د اړیکو اړوند پېښې هم موجودې وې. د دې او نورو موضوعاتو تفصیل په لاندې برخو کې لولئ.
سیاسي وضعیت
د حکومت تشکیل
د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ له سیاسي جوړجاړي نږدې دوې نیمې میاشتې وروسته هم، تر دې دمه د کابینې له څو غړو پرته نوره کابینه نه ده ټاکل شوې. د ولسي جرګې غړو د جولای په ۲۰مه یو ځل بیا له حکومت څخه وغوښتل، چې نوماند وزیران له ولسي جرګې څخه د اعتماد رایې اخیستلو لپاره دغې جرګې ته معرفي کړي. د ولسي جرګې غړو ولسمشر غني پر تعهد ماتولو تورن کړ او ویې ویل چې ولسمشر غني د ولسي جرګې د پرانیستلو په ورځ ژمنه کړې وه، چې په دوو اوونیو کې به وزیران د اعتماد رایې اخیستلو لپاره ورمعرفي کړي؛ خو له هغې نېټې څلور نیم میاشتې تېرې شوې دي. د دوی په وینا، ترڅو چې حکومت وزیران معرفي نه کړي، دوی د اوړي رخصتیو ته نه ځي.
ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د ډاکتر عبدالله عبدالله له لوري د معرفي شوو دریو نوماند وزیرانو پر سر اختلاف د کابینې د اعلانولو د ځنډ لامل شوی. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي که څه هم د کوم مشخص کاندید وزیر نوم نه دی اخیستی، خو ویلي یې دي چې ولسمشرۍ ماڼۍ د ډاکتر عبدالله له لوري د اړوندو وزارتونو لپاره د مناسبو کسانو پر معرفي کولو ټینګار کوي.
داسې برېښي چې دا ځنډ به نور هم اوږد شي او لامل یې هم د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ د وزیرانو ۵۰ – ۵۰ سلنه وېش دی. دا مسئله ښایي د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ د ملي یووالي حکومت د دورې په څېر نورو اختلافاتو ته لاره هواره کړي؛ ځکه د ملي یووالي د حکومت په تېره دوره کې د وزیرانو پر سر اختلات د حکومت د داخلي اخلافاتو یوه اساسي مسئله وه، چې د حکومت تر پایه حل نه شوه او ځینې وزارتونه په ټوله دوره کې د سرپرستانو له لوري اداره کېدل.
کابل-تهران اړیکې
له تېرې میاشتې راهیسې د ایران او افغانستان اړیکې د تازه پېښو شاهدې وې. وروسته له هغه چې ایراني ځواکونو یو شمېر افغان کډوال د سیند پر اوبو لاهو کړل او همدا راز د افغان کډوالو پر یوه موټر د ایراني ځواکونو له لوري ډزې وشوې او په دغو پېښو کې لسګونه افغانان ووژل شول، په افغانستان کې د ایران پر ضد لاریونونه وشول او د لاریونوالو له لوري په کابل کې د ایران سفارت لوحه د وینو په رنګ ولړل شوه. د دغو لاریونونو په غبرګون کې ایران د افغانستان سفیر هم احضار کړ او ویې ویل چې سوله ییز لاریون د افغانان حق دی، خو بې نظمي ورته د زغم وړ نه ده.
په لومړۍ پېښه کې د ایران پوله ساتو ځواکونو ۴۶ افغان کډوال له وهلو ډبولو وروسته د هریرود سیند ته اچولي وو، چې ۱۷ تنه یې ژغورل شوي، د ۱۲ تنو جسدونه موندل شوي او د ۱۷ نورو جسدونه لا نه دي موندل شوي. په دویمه پېښه کې هم چې ایراني ځواکونو پر موټر ډزې کړې وې، درې تنه افغان کډوال پکې وژل شوي وو. د دغې پېښې په یوه خپره شوې وېډیو کې یو افغان کډوال د اوبو غوښتنه کوي او فریاد کوي چې “وسوځېدم”. دغې وېډیو پر ټولنیزو رسنیو پراخ غبرګونونه راوپارول.
پورتنی وضعیت د دې لامل شو، چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم ایران ته سفر وکړ او هلته یې له ایراني چارواکو سره یې د دغسې پېښو د نه تکرارېدو په اړه خبرې وکړې. ښاغلي اتمر له ایراني چارواکو سره د افغان سولې بهیر او همدا راز په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې. ایراني لوري په دغو ملاقاتونو کې د بین الافغاني خبرو اترو د کوربه توب لپاره هم چمتووالی وښود.
ایران ته د حنیف اتمر له سفر وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس عراقچي هم د جولای پر ۱۵مه کابل ته سفر وکړ او د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر او نورو چارواکو سره یې وکتل. د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، افغان حکومت باید د هغو کسانو ستاینه وکړي چې د فاطمیون په ډله کې په عراق او سوریه کې د داعش په ضد جنګېدلي دي. فاطمیون هغه ډله ده چې ایران د افغانستان له شعیه وګړو جوړه کړې او په سوریه کې د ایران په لارښوونه او ملاتړ د بشارالاسد د نظام پر ضد جګړه کوي. فاطمیون ډلې په افغانستان کې وخت ناوخت جنجالي بحثونه پارولي دي. نوموړي دغه راز په کابل کې د ایران او افغانستان ترمنځ د همکاریو ستراتېژیک سند په اړه معلومات ورکړل، چې ټاکل شوې په راتلونکو څو میاشتو کې نهایي شي او د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له لوري لاسلیک شي. ویل کېږي د دغه سند له مخې به په ایران کې ټولو افغان کډوالو ته د کډوالۍ کارتونه هم ووېشل شي. د دغه سند په اړه پنځه کاله وړاندې خبرې شوې وې او د نهایي کولو لپاره یې پنځه کمېټې هم ټاکل شوې وې.
په ټوله کې د افغان او ایراني چارواکو له دغو سفرونو سره د دواړو هېوادونو اړیکې بېرته نورمال وضعیت ته وګرځېدې او داسې تمه شته چې ایران له افغانستان سره په راتلونکي کې د خپلو اړیکو د ښه کولو په موخه افغان کډوالو ته د کډوالۍ کارتونو وېشلو په څېر ځینې اقدامات وکړي. همدا راز تمه کېږي، چې ایران د افغان سولې په پروسه کې د اوس په پرتله څه زیات ښکېل شي. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جولای په ۲۴مه د امریکا د سولې انستیتوت کې د خبرو پر مهال وویل، چې دمګړۍ ایران د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري نه کوي، خو که ایران وغواړي امریکا پر دې موضوع خبرې ورسره کوي. د خلیلزاد په خبره په افغانستان کې د سولې تامین د امریکا هدف دی او دغه هدف ته د رسېدو لپاره له ایران سره هم خبرو ته تیار دي.
د افغانستان پر ختیځو سیمو د پاکستان د پوځ بریدونه
د افغانستان پر ختیځو سیمو د پاکستاني ځواکونو توغندیز بریدونه له تېرو څو کلونو راهیسې جریان لري؛ خو د دغو بریدونو په اړه د پاکستان حکومت رسمي غبرګون نه دی ښودلی. دغه بریدونه وخت ناوخت په سیمه کې ملکي خلکو ته مالي او ځاني تلفات اړوي.
په جولای میاشت کې یو ځل بیا دغو بریدونو زور واخیست او په افغانستان کې یې غبرګونونه وپارول. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د دغو بریدونو په غبرګون کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې د جولای پر 15مه نېټه د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ او مرکز اسعدآباد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي. اعلامیه زیاتوي، چې په دغو بریدونو کې وخت ناوخت ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي. دغه کمیسیون په دې اړه خپله اندېښنه ښکاره کړې او له دولت څخه یې غوښتي چې په دې اړه جدي اقدام وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا مشاور حمدالله محب هم له دغې پېښې وروسته د پاکستاني ځواکونو د بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره د کتنې پر مهال وویل، چې د پاکستاني ځواکونو دا بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په کابل کې د پاکستان له سفیر او په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره اړیکه نیولې او د پاکستاني پوځ د بریدونو له کبله یې خپل غږ د اعتراض په بڼه هغوی ته رسولی دی. د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د دغو بریدونو په اړه یې په ملګرو ملتونو کې هم خپل شکایت درج کړی دی.
که څه هم ظاهرا د دغو بریدونو لامل معلوم نه دی؛ خو دا چې پاکستان په تېرو څو کلونو کې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې اغزن تار غځولی او تاسیسات یې جوړ کړي، شنونکي په دې باور دي چې د دغو بریدونو انګیزه له یوې خوا د پردې تر شا سیاسي مسائل دي او له بلې خوا د ډیورنډ مسئله ده. د دوی په اند پاکستان هڅه کوي ډیورنډ کرښې ته په نژدې سیمو کې په دا ډول بریدونو سره افغان حکومت تر فشار لاندې ونیسي.
د سولې بهیر
د امریکا-طالبانو د توافق ۱۳۵ لومړۍ ورځې
د جولای په ۱۴مه د امریکا-طالبانو ترمنځ د دوحې تړون لومړی پړاو یعني ۱۳۵ ورځې پوره شوې. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي او د دغه تړون لاسلیک کوونکي زلمي خلیلزاد په دې تړاو په یوه ټویټ کې وویل، چې د امریکا متحده ایالاتو په دغه لومړي او مهم پړاو کې د تړون د عملي کولو لپاره جدي هڅې کړې دي. د ده په وینا، دوی په دې موده کې له افغانستانه خپل پوځونه ایستلي او پنځه پوځي اډې یې تخلیه کړې، چې په تناسب یې ناټو ځواکونه هم کم شوي دي.
نوموړي د پروسې له پرمختګونو خوښي څرګنده کړې، چې په دې موده کې زیات پرمختګونه شوي. د بندیانو د تبادلې پروسه ډېره مخته تللې، د طالبانو او افغان حکومت مذاکراتي ټیمونو چمتووالی نیولی، هېڅ امریکایي وګړی د طالبانو په بریدونو کې نه دی وژل شوی او سیمه ییزې اړیکې پراخې شوې؛ خو له دې سره سره لا ډېر کار ته اړتیا ده.
د جولای په ۱۴مه د سمنګان ولایت په مرکز کې طالبانو ډله ییز برید هم وکړ او د افغانستان د ملي امنیت لسګونه منسوبینو ته یې پکې مرګ ژوبله واړوله. زلمي خلیلزاد په خپل ټویټ کې دا برید هم غندلی او د تاوتریخوالي پر لوړېدو یې خواشيني ښودلې. د ده په وینا، د سمنګان برید د طالبانو د ژمنو خلاف عمل دی چې په بین الافغاني خبرو اترو کې د اوربند په اړه موافقې د رسېدو تر وخته به تاوتریخوالی کموي. د ده په خبره، دا ډول بریدونه به د هغو کسانو هڅې ځواکمنې کړې، د سولې پرضد کار کوي او ټینګار یې کړی چې ټول لوري باید تاوتریخوالی راکم کړي.
د زلمي خلیلزاد په وینا، د توافق د عملي کولو د راتلونکي پړاو په اړه به د دوی چلند شرایطو ته د کتلو پر اساس وي. نوموړي ویلي: موږ به د بندیانو د تبادلې د پروسې بشپړېدو، د تاوتریخوالي کمښت او د بین الافغاني خبرو اترو پیل ته سترګې په لاره وو.
د طالبانو ویاند هم په همدې مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د توافقنامې پر بنسټ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او د پنځو اډو تخلیه کول یو ښه پرمختګ دی او دا چې د توافقنامې له لاسلیک وروسته پر امریکایي ځواکونو بریدونه نه دي شوي، دغې توافقنامې ته د طالبانو د ژمنتیا ښودنه کوي. خو د بندیانو د خلاصون په پروسه کې پر ځنډ، د تورو لېستونو د موضوع لا ینحله پاتې کېدو، په غیرجنګي سیمو کې بمباریو او بریدونو، د بې پیلوټه الوتکو پر بریدونو او شپنیو عملیاتو یې خواشیني ښودلې ده. د طالب ویاند په وینا، د سمنګان برید هم د دغسې بریدونو په مقابل کې یو عکس العمل دی.
د طالبانو – القاعده اړیکې
د جولای میاشتې په وروستیو کې یو ځل بیا د طالبانو او القاعده شبکې د اړیکو په اړه په رسنیو کې راپورونه خپاره شول. د دغو راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي، چې القاعده د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې فعال خو مخفي حضور لري. په دغه راپور کې راغلي، چې د دغې ډلې مشر ایمن الظواهري هم څو میاشتې وړاندې افغانستان ته راغلی او د حقانې شبکې له یوه جګپوړي غړي سره یې کتلي دي. د راپور پربنسټ، دا ډله اوسمهال په افغانستان کې له ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې جنګیالي لري.
طالبانو د جولای په ۲۶مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه راپور رد کړ او ټینګار یې وکړ، چې طالبان هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي. همدا راز طالبانو ویلي چې په شمالي ولایتونو کې د داعش د ډلې شتون او د مرکزونو جوړولو ادعاوې هم ناسمې دي. دوی وايي چې له داعش ډلې سره یې سختې جګړې کړې او اوسمهال ټولې سیمي د دوی تر ولکې لاندې دي. تېره میاشت هم د ملګرو ملتونو پر بندیزونو د څار ادارې یو ورته راپور خپور کړی و، چې طالبانو له امریکا سره د دوی د تړون د سبوتاژ کولو هڅه بللې وه.
داسې برېښي، چې په نړیواله کچه ځینې کړۍ لا هم هڅه کوي، چې د امریکا-طالبانو ترمنځ شوې هوکړه وننګوي او دا ډله له القاعدې او نورو نړیوالو سخت دریځو ډلو سره پر اړیکو تورنه کړي؛ خو د چارو څارونکي او طالبانو ته نژدې کسان په دې اند دي، چې طالبان د افغانستان له پولو دباندې اجنډا نه لري او له همدې کبله هم نه غواړي له دغسې ډلو سره اړیکې وپالي، کوم څه چې طالبانو هم وخت ناوخت ټینګار پرې کړی او په دې تړاو یې خپله پالیسي روښانه کړې ده. همدا لامل دی، چې د طالبانو مشر د لوی اختر په مناسبت خپاره کړي پیغام کې هم ټینګار کړی، چې دوی په راتلونکي کې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره دوستانه اړیکې غواړي او نه غواړي چې د هېڅ کوم هېواد په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.
له دغو تورونو سره سره، داسې برېښي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د باور فضا شته ده او دواړه لوري د توافق د عملي کولو هڅه کوي. د جولای تر ۱۴مې (۱۳۵ ورځو) وروسته هم د هېواد په ختیځ کې دوې نورې اډې د امریکایانو له خوا تخلیه شوې دي. د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت په اچین او هسکه مېنه ولسوالیو کې له دوو پوځي اډو څخه امریکایي ځواکونه وتلي او دا اډې یې افغان ځواکونو ته سپارلې دي.
زلمي خلیلزاد هم د جولای په ۲۷مه د افغان سولې بهیر د چټکولو او فشارونو جوړولو په موخه څو هېوادونو ته سفر پیل کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جولای په ۲۷مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان ترڅنګ د قطر، پاکستان، ناروې او بلغاریا په سفر وتلی. د اعلامیې په حواله، زلمی خلیلزاد به په دوحه او کابل کې د افغانانو د خپلمنځي مذاکراتو په درشل کې د پاتې ستونزو د حل هڅه کوي. په دغو هڅو کې په ځانګړي ډول د بندیانو د تبادلې قضیه او د تاوتریخوالي کمښت دی.
د بندیانو تبادله او بین الافغاني خبرې اترې
د جولای میاشتې په اوږدو کې د بین الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره فشارونه د تېر په پرتله زیات شول. په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن په یوه ټویټ کې له افغان رهبرانو د نوې کابینې د جوړولو، د ملي مصالحې عالي شورا د تشکیل، د بندیانو د تبادلې د پروسې د تکمیل او د بین الافغاني خبرو اترو په لور د ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړه. د نوموړي په وینا، افغانانو نور د سولې لپاره خپل زغم له لاسه ورکړی او اوس وخت رارسېدلی، چې بین الافغاني خبرې اترې پیل شي او پر دایمي اوربند خبرو کولو ته لاره هواره شي. د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن د جولای په ۲۹مه یو ځل بیا په ټوېټ پیغامونو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند هرکلی وکړ؛ خو ټینګار یې وکړ، چې افغان حکومت او طالبانو دواړو ته په کار ده چې ژر تر ژره د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي او دلته د جګړې د ختمولو لپاره بېړه وکړي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم په یوه ټویټ کې وویل، که د افغان حکومت په زندانونو کې د دوی پاتې بندیان تر لوی اختره خوشې شي نو دا ډله به هم پاتې حکومتي بندیان خوشي کړي او چمتو ده چې له اختر وروسته بین الافغاني مذاکراتو کې ګډون وکړي. که څه هم حکومتي چارواکو د سهیل شاهین د دغه ټویټ په ځواب کې وویل، چې دا ۶۰۰ طالب بندیان جرمي دوسیې لري او د خوشې کولو لپاره به یې د حکومت دریځ بدل نه شي. خو د جولای په وروستیو کې د دغو بندیانو له ډلې ۲۰۰ تنه نور هم خوشي شول او دا شمېر ۴۰۰ ته راښکته شو. ولسمشر اشرف غني د جولای په ۳۱مه د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې وویل، چې دوی به د طالبانو ۵۰۰ داسې بندیان خوشي کړي، چې د طالبانو له خوا په ورکړل شوي لېست کې یې نومونه نشته. د ده په وینا، د طالبانو په لېست کې ۴۰۰ داسې بندیان شته چې دی یې د هېواد د نافذه قوانینو پر اساس د خوشي کولو صلاحیت نه لري او په دې اړه به لویه جرګه پرېکړه کوي.
د ولسمشر له لوري د دغه تصمیم اعلان بېلابېل غبرګونونه هم له ځان سره لرل. عامو افغانانو او ځینو سیاسي شخصیتونو د ولسمشر دا تصمیم وغانده او ویې ویل، چې ډېر داسې بندیان د سیاسي معاملو په پایله کې د ولسمشر په حکم خوشي شوي، چې په لوړه کچه جرمونو باندې تورن وو او د هغوی لپاره د هېواد د قوانینو مانع نه و. له دې کبله دوی وایي چې حکومت په دې توګه د سولې د خبرو اترو په لاره کې خنډونه جوړوي.
په بل اړخ کې بیا طالبانو د جولای میاشتې پر ۳۰مه د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخندزاده په امر د افغان حکومت پاتې ټول بندیان خوشي کړل او په دې توګه له امریکا سره په شوي توافق کې ژمنه شوي ۱۰۰۰ تنه حکومتي بندیان ټول د طالبانو له لوري خوشي شول. طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دا بندیان یې د لوی اختر په مناسبت او د دوحې تړون د ژمنې عملي کولو او له خپله اړخه د پروسې بشپړولو په موخه خوشي کړل. اعلامیه زیاتوي، چې د طالبانو له لوري د حکومتي بندیانو د خوشي کولو لړۍ د حمل میاشتې په 24مه نېټه پیل او د درې میاشتو او 16 ورځو په موده کې بشپړه شوه. د عامو افغانانو ترمنځ د طالبانو د ګام ستایل شوی او هیلې یې ټوکولې دي، چې دا ګام به بین الافغاني خبرو اترو په پیل کې مرستندوی وي.
د جولای په وروستیو کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم د طالبانو د پاتې بندیانو په اړه څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې د بندیانو په تبادله کې رامنځته شوي بن بست د افغانستان د سولې پروسه په ټپه درولې ده. د ده په خبره، ترڅو چې د بندیانو د تبادلې بهیر بشپړ نه شي، د سولې په اړه هره غونډه او طرحه بې معنا ده. د جولای په لومړیو کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په یوه کنفرانس کې ویلي وو، چې متحده ایالات د دغو بندیانو د خلاصون موافق نه دي؛ ځکه نو داسې برېښي چې دې چارې د روسیې اندېښنې هم وپارولې او ویې غوښتل په دې مرحله ځان ښکېل کړي ترڅو د بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه شي.
دغه وضعیت ته په کتلو، لا هم داسې اندېښنې شته چې د طالبانو د پاتې بندیانو له خوشي کولو د افغان حکومت انکار به بې باورۍ زیاتې کړي او د بین الافغاني خبرو اترو پیل به تر یوه بریده وځنډوي؛ خو عموما باور دا دی چې حکومت به بالاخره دا بندیان هم د شته فشارونو له کبله خوشي کړي. عام افغانان هم د حکومت دا کار د سولې پر وړاندې د خنډونو جوړول ګڼي؛ ځکه په بېلابېلو وختونو کې د ولسمشر له لوري د سیاسي معاملو په پایله کې ځینې داسې بندیان خوشي شوي، چې په لوړه کچه په جرمونو کې ښکېل وو.
اوربند
طالبانو له تمې سره سم د جولای په ۲۸مه د لوی اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ او ورپسې حکومت هم د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړ. په دې اعلامیه کې د طالبانو جنګیالیو ته امر شوی، چې د حکومت تر ولکې لاندې سیمو ته تګ راتګ ونه کړي او که د حکومتي ځواکونو له لوري برید پرې کېږي، ځواب دې ورکړي.
د طالبانو له لوري د اوربند اعلان د عامو افغانانو ترڅنګ د بېلابېلو لورو له هرکلي سره مخ شو. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د یوه ټویټ په کولو سره وویل، چې دا ګام به د سولې لپاره د باور فضا په جوړولو کې رغند رول ولري.
د کوچني اختر په ورځو کې د طالبانو له لوري د اوربند له شپو ورځو وروسته هم تر څو ورځو پورې د تاوتریخوالي کمښت دوام وکړ، له دې کبله په لوی اختر کې هم داسې تمه کېږي، چې د اوربند له مودې وروسته به د تاوتریخوالي کمښت دوام وکړي. د دې ترڅنګ، داسې خوشبیني شته ده چې د اختر په ورځو کې پر حکومت د شته فشارونو ترڅنګ د اوربند له کبله رامنځته شوي وضعیت هم ښایي د دې لامل شي چې د طالبانو پاتې بندیان هم خوشي شي او په دې توګه له اختر وروسته د بین الافغاني خبرو اترو پیل ته زمینه برابره شي.
د طالبانو د مشر اختریز پیغام
د طالبانو رهبر مولوي هبت الله اخندزاده د اختر په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې دوی د روانې جګړې د سوله ییز هواري پلویان دي او په دې تړاو یې خپلې ټولې هڅې کړې دي. په پیغام کې راغلي، چې طالبانو د سولې او په ځانګړې توګه بین الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره له خپل اړخه ټول ګامونه اوچت کړي؛ خو د امریکا او افغان حکومت له لوري په دې تړاو خنډونه جوړېږي. نوموړي ويلي، افغان حکومت دې د سولې په لار کې خنډونه نه جوړوي او ژر تر ژره دې د سولې د راتګ لپاره واقعي ګامونه اوچت کړي.
نوموړي خوښي ښودلې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي او تراوسه یې پنځه پوځي اډې په افغانستان کې تخلیه کړې؛ خو ټینګار یې کړی چې طالبان له امریکا سره کړې هوکړې ته ژمن دي او له امریکا او متحدینو یې هم غواړي چې دغه تړون ته ژمن پاتې شي او د جګړې د ختمولو په وړاندې خنډونه ایجاد نه کړي. نوموړي د بېلګې په توګه د بندیانو په خلاصون کې ځنډ، د تورو لېستونو په خپل حال پاتې کېدل، د بې پیلوټه الوتکو بریدونه او بمبارۍ هغه موارد یاد کړي، چې ګویا له تړون څخه د امریکایي لوري سرغړونې بلل کېږي.
نوموړي په دغه پیغام کې همدا راز ټینګار کړی، چې په داخلي سیاست کې طالبان د قدرت انحصار نه غواړي او په خارجي سیاست کې له ګاونډیو او د نړۍ له نورو هېوادونو سره دوستانه اړیکې غواړي. همدا راز د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یې په هېواد کې د بیارغونې او نړیوالو مرستو پر دوام ټینګار کړی.
د طالبانو د مشر په دغه پیغام کې په مجموعي توګه نرم دریځ وړاندې شوی او د قضیې د حل لپاره د جګړې پر ځای پر خبرو اترو او بین الافغاني تفاهم ټینګار شوی؛ خو په ورته وخت کې له پیغام څخه ښکاري چې طالبان پر هوکړه شوو مواردو شاته کېدو ته چمتو نه دي او د بېلګې په توګه که د بندیانو پروسه د دوی له خوښې سره سمه بشپړه نشي، دوی به جګړې ته دوام ورکوي او خبرو اترې به پیل نه کړي.
د امنیتي وضعیت تحلیل
د جګړې په ډګر کې د تاوتریخوالي د کچې د لوړوالي په اړه هم د جولای میاشتې په اوږدو کې بېلابېلې ادعاوې، راپورونه او غبرګونونه موجود وو او په مجموعي توګه په دې میاشت کې د تېرو میاشتو په پرتله د تاوتریخوالي کچه زیاته شوه. د افغانستان د ملي امنیت شورا د طالبانو د بریدونو له کبله یې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه راپورونه خپاره کړل؛ خو په دې میاشت کې د طالبانو ترڅنګ پر افغان حکومت هم د تاوتریخوالي د زیاتوالي له کبله نیوکې وشوې. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د جولای په ۲۲مه په هرات کې د افغان ځواکونو په یوه هوایي برید کې د ملکیانو مرګ ژوبله وغندله او د پېښې په اړه یې د څېړنو ملاتړ اعلان کړ. دغه برید د طالبانو د خوشي شوو بندیانو لپاره پر راټولو شوو خلکو وشو، چې له کبله یې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جولای میاشتې په ۱۳مه د هېواد په ښاري سیمو کې هم له څو میاشتو نسبي آرامۍ وروسته د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې د طالبانو له لوري د افغانستان د ملي امنیت پر سیمه ییز ارګان ډله ییز برید وشو، چې له کبله یې د ملي امنیت ځواکونو ته پراخه مرګ ژوبله واوښته. طالبانو خپل دا برید د افغان حکومت د بریدونو په غبرګون کې د دوی عکس العملي برید وباله او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې وویل، چې په دغه برید کې یې د ملي امنیت ۴۷ تنه افسران او کارمندان وژلي او ۷۲ نور یې ټپیان کړي دي؛ خو د سمنګان والي وویل، چې په دغه برید کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان شوي دي.
د تاوتریخوالي له دغه وضعیت سره سره، زلمي خلیلزاد د امریکا د سولې انستیتوت په یوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې سږ کال تاوتریخوالی کم شوی. د ده په وینا، د افغان ځواکونو په تلفاتو کې ۴۰ سلنه کموالی راغلی، ملکي تلفات هم کم شوي او هېڅ بهرنی سرتېري د دوحې تړو تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې نه دی وژل شوی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر يوناما هم په خپل يوه راپور کې ویلي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال په افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله 13 سلنه کمه شوې؛ خو په خبره یې دغه جګړه د نړۍ په کچه د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړۍ ده، چې د روان ميلادي کال له جنوري مياشتې راهیسې پکې 1282 ملکيان وژل شوي او 2176 نور ټپیان شوي دي. په وژل شوو کسانو کې 340 او په ټپیانو کې 727 یې ماشومان دي. یوناما د دغې مرګ ژوبلې د ډېرې برخې پړه پر طالبانو اچولې؛ خو طالبانو دا راپور رد کړی او د ملکي مرګ ژوبلې اصلي عامل یې د افغان ځواکونو بریدونه او بمبارۍ بللي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد راپور د امنیتي ارګانونو د معلوماتو په اساس ترتیب او خپور شوی چې په واقعي بڼه د ملکي مرګ ژوبلې قضيې نه دي په کې په ګوته شوي.
پای