خانه / میاشتنی تحلیل / د افغانستان د وضعیت میاشتنی تحلیلي راپور (سپټمبر ۲۰۲۱م)

د افغانستان د وضعیت میاشتنی تحلیلي راپور (سپټمبر ۲۰۲۱م)

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.

 

مقدمه

دا راپور د ۲۰۲۱م کال په سپټمبر میاشت کې د هېواد وضعیت ته کتنه کوي. افغانستان په سپټمبر میاشت کې د تېرو شلو کلونو په پرتله د یوه بشپړ متفاوت وضعیت شاهد و. له سیاسي پلوه په دې میاشت کې د هغوی له لوري سرپرست حکومت اعلان شو، چې تېر شل کاله ورسره جګړه روانه وه او په آزاد ډول یې ژوند نه شو کولی. له امنیتي اړخه بیا د پخواني حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې لمن هم د طالبانو له لوري د پنجشېر له نیول کېدو سره په بشپړ ډول ټوله شوه او د دویم مقاومت تر نوم لاندې هلته ځای پر ځای شوي د پخواني حکومت چارواکي او سیاسیون هم له هېواده ووتل. خو له دغو سترو تحولاتو سره په هېواد کې د اقتصادي ننګونو او ستونزو څپه د افغانانو او نړیوالو د اندېښنو اصلي ټکی و. د طالبانو له لوري د نوي حکومت له اعلان د کابو یوې میاشتې په تېرېدو سره په داخلي کچه د ستونزو ترڅنګ، په نړیواله کچه هم د نړیوالو له لوري د افغانستان د نوي نظام په رسمیت نه پېژندل بله هغه اندېښنه ده، چې افغانان یې د راتلونکي په اړه نهیلي کړي دي. وړاندې په راپور کې پر دغو موضوعاتو سربېره د دې میاشتې د مهمو پېښو او موضوعاتو بشپړ تفصیل او تحلیل لولئ.

 

سیاسي وضعیت

سپټمبر د افغانستان لپاره لومړنۍ میاشت شوه، چې د امریکا او ناټو له شل کلنې جګړې وروسته، په دغه هېواد کې بهرنیو پوځیانو حضور نه درلود. له دوې لسیزې جګړې وروسته اوس که څه هم په افغانستان کې نسبي امنیت ټینګ شوی او په ځانګړې توګه د سپټمبر په لومړیو کې د طالبانو له لوري د پنجشېر له  نیول کېدو سره طالبانو په هېواد کې جګړه رسما پای ته رسېدلې اعلان کړه، خو لا هم امنیتي ستونزې په بشپړ ډول له منځه نه دي تللې. ترڅنګ یې افغانستان یو ځل بیا د شل کاله وړاندې په څېر د نړیوالې انزوا له ګواښ سره مخ دی. طالبانو په دې میاشت کې سرپرست حکومت اعلان کړ؛ خو هم د افغانانو او هم د سیمې او نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له نیوکو سره مخ شو او دغه نوی سرپرست حکومت ټول شموله ونه ګڼل شو. همدا لامل و، چې د سپټمبر تر پایه هېڅ کوم هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژانده.

د امریکا شل کلن حضور ته ځغلنده کتنه

په امریکا کې د سپټمبر د یولسمې د پېښو پوره شل کاله پوره شول. دا هغه پېښې وې چې له کبله یې امریکا پر افغانستان برید وکړ او دلته یې د طالبانو رژیم نسکور کړ. شل کاله وروسته امریکایان د سپټمبر د یولسمې پېښې داسې مهال نمانځي چې امریکایي او ناټو ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستان څخه وتلي او په افغانستان کې بېرته طالبان واک ته رسېدلي دي.

د افغانستان جګړه د امریکا تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه بلل کېږي، چې د رسمي شمېرو له مخې پکې لږ تر لږه ۲۴۶۰ امریکایي پوځیان ووژل شول او تر ۲۰ زره ډېر نور ټپیان شول. همدا راز لږ تر لږه ۱۱۴۴ نور د ناټو سرتېري او تر ۴۰۰۰ زیات امریکایي قراردادیان په دې جګړه کې ووژل شول او زرګونه نور ټپیان شول. خو په بل اړخ کې بیا د افغانانو د مرګ ژوبلې دقیقه کچه معلومه نه ده، خو د دغې جګړې اصلي قربانیان افغانان وو او مرګ ژوبله یې هم خورا زیاته وه. د ځینو ثبت شوو شمېرو له مخې، شاوخوا ۷۰ زره افغان ځواکونه، ۵۱ زره وسله وال مخالفین او لږ تر لږه ۴۷ زره ملکي وګړي په دې جګړه کې وژل شوي او سلګونه زره نور ټپیان شوي دي. دا یوازې هغه شمېرې دي، چې ثبت شوې دي. د مثال په توګه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېرې یوناما له ۲۰۰۹ کال راوروسته ثبت کړې دي او تر هغه وړاندې شمېرې د هېڅ کوم ارګان له لوري نه دي ثبت شوې. همدا راز پخواني ولسمشر اشرف غني په ۲۰۱۹م کال کې وویل، چې یوازې د ملي یووالي د حکومت په څلور کلنه دوره کې لږ تر لږه ۴۵ زره افغان پوځیان په جګړه کې وژل شوي دي. له دې کبله داسې انګېرل کېږي، چې د افغانانو حقیقي مرګ ژوبله تر دې ډېره لوړه ده. د ځینو تخمینونو له مخې، لږ تر لږه ۲۴۱ زره افغانان په دې جګړه کې وژل شوي دي.

د انساني تلفاتو ترڅنګ امریکا په افغانستان کې ۲.۲۶ تریلیونه ډالره لګښتونه کړي، چې ډېره برخه یې دلته پر جګړه او د امریکایي پوځیانو او همدا راز د افغان پوځ لګښتونه جوړوي. د براون پوهنتون د شمېرو له مخې، په دغو پیسو کې ۹۳۳ میلیارده ډالره یې یوازې د امریکایي ځواکونو د جګړې لګښتونه دي. د دې ترڅنګ یوه برخه یې په افغانستان کې د بیارغونې پر چارو هم لګول شوې، خو په دغو پیسو کې بیا د پراخ فساد او ضایع کېدو په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي.

له دغو تلفاتو او لګښتونو سره سره افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د ځینو پرمختګونو ترڅنګ له پراخو ستونزو او ننګونو سره هم مخ و. تر ټولو ستره ستونزه امنیتي وضعیت و، چې په تېرو دوو لسیزو کې یې پر افغانانو ژوند تریخ کړی و او دلته د بهرنیانو د حضور له کبله په دوامداره توګه خونړۍ جګړه روانه وه. د دې ترڅنګ د پراخ اداري فساد او د جګړې پر ډګر د پراخو لګښتونو له کبله د افغانستان اقتصاد هم پر پښو ونه درېد، بلکې افغانستان تل پر بهرنیو مرستو متکي و. بلا نورې ستونزې او ننګونې هم موجودې وې، چې د یادولو لپاره یې د دغه تحلیل ځولۍ خورا تنګه ده.

د پنجشیر مقاومت

د افغانستان اسلامي جمهوریت د اګست په ۱۵مه کابل ته د طالبانو له داخېلېدو سره په بشپړ ډول وپاشل شو او د پخواني ولسمشر اشرف غني په ګډون ګڼ شمېر چارواکي له هېواده وتښتېدل. همدا راز د اګست په ۳۱مه ټول امریکایي پوځیان هم له هېواده ووتل او په دې توګه رسما په افغانستان کې د امریکا شل کلنه جګړه پای ته ورسېده. خو په بل اړخ کې بیا د پخواني حکومت ځینې چارواکي او یو شمېر نور سیاسیون په پنجشېر کې دېره شول او له هغه ځایه یې له طالبانو سره د مقاومت بیرغ پورته کړ او ځان ته یې د “دویم مقاومت” نوم ورکړ. د دغه مقاومت مشري د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود او د ولسمشرۍ پخواني مرستیال امرالله صالح کوله.

د اګست میاشتې تر پایه طالبانو پر پنجشېر برید ونه کړ او هڅې روانې وې چې د پنجشېر مسئله به له سوله ییزې لارې هواره شي. داسې انګېرل کېده چې طالبان به پنجشېر ولایت په آسانۍ سره ونه نیسي، ځکه دا هغه ولایت و چې د روسانو په وخت کې هم نه و تسلیم شوی او د طالبانو د تېرې دورې پر مهال هم تر پایه طالبان ونه توانېدل چې دغه ولایت په بشپړ ډول تر خپل کنټرول لاندې راولي. مګر طالبانو د پنجشېر د مسئلې په اړه څو ځله داسې بیانونه ورکړل، چې ګویا په پنجشېر کې د وینې د تویېدو د مخنیوي په موخه د جګړې طرفدار نه دي، خو که د جګړې اړتیا شي، یوازې د څو ورځو په اوږدو کې دغه ولایت هم تر خپل کنټرول لاندې راوستلی شي.

د پنجشېر د مسئلې د هواري لپاره سوله ییزو هڅو بالآخره نتیجه ورنه کړه، ځکه په پنجشېر کې د مېشتو سیاسیونو غوښتنې هغسې وې، لکه په تېر کې چې افغان حکومت له طالبانو کولې. د مثال په توګه د ټاکنو له لارې د واک انتقال، پنجشېر ته د طالبانو نه داخېلېدل او داسې نور؛ خو د طالبانو غوښتنې بیا دا وې چې پنجشېر باید تسلیم شي او هلته انتقال شوې وسلې او نور دولتي توکي دې مرکزي حکومت ته وسپارل شي. د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون مشر او اوسني سرپرست بهرنیو چارو وزیر د وروستي ځل لپاره د یوه غږیز پیغام په خپرولو سره د پنجشېر له مقاومت څخه وغوښتل چې تسلیم شي او هلته د وینې تویېدنې مخنیوی وکړي؛ خو د ولسمشرۍ پخواني مرستیال امرالله صالح چې په پنجشېر کې یې ځان سرپرست ولسمشر اعلان کړی و، د سپټمبر په لومړۍ نېټه وویل: «زموږ مقاومت د افغانستان د ټولو وګړو له حق نه د دفاع په خاطر دی، نه یوازې د پنجشېر لپاره».

په دې توګه طالبانو پر پنجشېر بریدونه پیل کړل او د ځینو راپورونو پر بنسټ د سپټمبر پر ۳مه هلته جګړې زور واخیست. په همدې ورځ داسې راپورونه هم خپاره شول، چې امرالله صالح په جګړه کې ټپي شوی او یا له پنجشېر څخه وتلی دی. خو نوموړي د سپټمبر په ۳مه د یوې وېډیو په خپرولو سره دا آوازې رد کړې او ټینګار یې وکړ چې خپل مقاومت ته به دوام ورکوي. مګر بالآخره د سپټمبر په ۶مه پنجشېر ولایت د طالبانو تر کنټرول لاندې راغی او هلته مېشت سیاسیون او د مقاومت مشران تاجکستان ته وتښتېدل. په همدې ورځ د مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود د یوه غږیز پیغام په خپرولو سره وویل، چې ټول افغانان دې د طالبانو پرضد ملي پاڅون وکړي. همدا لامل و، چې د سپټمبر پر ۷مه، ۸مه او ۹مه د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې د طالبانو پرضد لاریونونه هم وشول، خو دا لاریونونه د طالبانو له لوري د آشوبګرو تر نوم لاندې وځپل شول او د سپټمبر پر ۸مه د یوې اعلامیې د خپرولو له لارې یې لاریونونو ته د سختو شرایطو په وضع کولو سره پر لاریونونو بندیز ولګاوه. له دغو بندیزونو سره سره په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د طالبانو پرضد مظاهرو دوام وکړ؛ خو داسې راپورونه خپاره شول، چې طالب ځواکونو د هغوی د خورولو لپاره هوایي ډزې کړې او ځینې خبریالان یې هم وهلي ډبولي دي. په دغو خبریالانو کې د اطلاعات روز په نوم ورځپاڼې د دوو خبریالانو د شکنجې تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول. له دې سره سره ورو ورو دا لاریونونه پیکه شول او د سپټمبر له لسمې وروسته کوم پام وړ لاریون هم ونه لیدل شو.

د سرپرست حکومت اعلان

طالبانو د پنجشېر ولایت تر بشپړ نیولو سملاسي یوه ورځ وروسته د سپټمبر پر ۷مه خپل سرپرست حکومت اعلان کړ. په لومړي ګام کې د ۱۹ وزارتونو او یو شمېر مهمو ریاستونو او خپلواکو ادارو لکه د ملي امنیت عمومي ریاست او د افغانستان بانک لپاره سرپرستان اعلان کړل. اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل: «هېواد مو له اشغال څخه بشپړه آزادي ترلاسه کړه او د جګړې ټول عوامل له منځه ولاړل او په لومړي ځل د یوه سرتاسري امنیت او مستحکم اسلامي نظام د رامنځته کولو لپاره زمینه مساعده شوه. اوس مو هېواد په بېلابېلو برخو کې فعالیت او خدماتو وړاندې کولو ته اشد ضرورت لري. د دې لپاره چې د ولس قانوني، اقتصادي او اجتماعي حقوقو ته په خپل وخت رسیدګي وشي، اسلامي امارت پرېکړه کړې چې د اړینو حکومتي چارو د پرمخ بېولو لپاره یوه سرپرسته کابینه تعیین او اعلان کړي.» دغه اعلامیه کاږي چې د پاتې وزارتونو او ادارو لپاره به هم په تدریج سره سرپرستان معرفي شي.

د اسلامي امارت په سرپرسته کابینه کې ملا محمد حسن آخند د سرپرست رئیس الوزراء او ملا عبدالغني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي د رئیس الوزراء د مرستیالانو په توګه اعلان شول. همدا راز څو اوونۍ وروسته مولوي عبدالکبیر د رئیس الوزراء د دریم مرستیال په توګه اعلان شو. په کابینه کې تر ډېره د طالبانو د رهبرۍ شورا غړو ته ځای ورکړل شوی. د دفاع وزارت سرپرست د ملا محمد عمر اخند زوی مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزارت سرپرست ملا سراج الدین حقاني او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ټاکل شوی. همداسې د نورو وزارتونو سرپرستان هم یا خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او یا هم د طالبانو د رهبرۍ شورا غړي دي. په سرپرسته کابینه کې د ښځو چارو وزارت له منځه وړل شوی او پر ځای یې د دعوت، ارشاد، امر بالمعروف او نهي عن المنکر په نوم وزارت زیات شوی دی.

د کابینې له اعلان سره هم مهاله د اسلامي امارت د امیر شیخ هبت الله اخندزاده تر نوم لاندې هم یوه اعلامیه خپره شوه. دغه اعلامیه کاږي، چې د حکومتولۍ راتلونکې چارې به د اسلامي شریعت د قوانینو له مخې تنظیمېږي او اسلامي امارت به له ټولو ګاونډیو او نورو هېوادونو سره د دوه اړخیز احترام پر بنسټ تعامل کوي او حکومت به ټولو هغو نړیوالو قوانینو ته متعهد وي، چې له اسلامي شریعت او د هېواد له ملي ارزښتونو سره په تضاد کې نه وي. په دې اعلامیه کې د ټولو وګړو د بشري حقونو د خوندیتوب ډاډ ورکړل شوی دی.

په ټولیز ډول په ملي او نړیواله کچه د دغې سرپرستې کابینې د اعلان هرکلی وشو، ځکه د اګست له ۱۵مې نېټې راوروسته په هېواد کې د واک خلا رامنځته شوې وه؛ خو په ورته وخت کې د دغې کابینې پر جوړښت له دې کبله نیوکې وشوې، چې ګواکې دا کابینه ټول شموله نه ده.

د سیمې په کچه لومړی هغه هېواد چې د نوې کابینې هرکلی یې وکړ، ازبکستان و. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د نوي حکومت د هرکلي ترڅنګ راغلي: “موږ هیله کوو چې دا به د پراخ ملي وحدت لپاره پیلامه شي چې په دې هېواد کې به د تلپاتې سولې او ثبات لامل شي”. همدا راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل: “موږ هیله من یو چې نوی سیاسي جوړښت به په افغانستان کې د سولې، امنیت او ثبات لپاره هلې ځلې همغږې کړي او د افغانانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره به کار وکړي”. د دې ترڅنګ چین او ځینو نورو هېوادونو هم تر یوه بریده د دغې سرپرستې کابینې محتاطانه هرکلی وکړ.

خو یو شمېر هېوادونو بیا د کابینې پر جوړښت نیوکې وکړې. په دغو هېوادونو کې د امریکا، اروپایي ټولنې، ترکیې، ایران، تاجکستان او ځینو نورو هېوادونو یادونه کولی شو. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په یوه مرکه کې وویل، چې د افغانستان حکومت باید د ټولو استازیتوب وکړي او که یوازې طالبان پکې وي، د ده په خبره ستونزې به راپیدا شي. د ایران ملی امنیت شورا عمومي منشي علي شامخاني په یوه ټویټر پیغام کې وویل، افغان چارواکي باید سوله او ثبات تر هر څه زیات لومړیتوب ورکړی. د نوموړي په وینا د افغانانو د دوستانو اندېښنه دا ده چې هلته د یوه ټولشموله حکومت اړتیا له پامه غورځول شوې. همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، چې‌ د طالبانو د کابینې د ځینو غړو په اړه اندېښنې لري. د دې اعلامیې اشاره هغو سرپرستو وزیرانو ته وه، چې لا هم د امریکا او ملګرو ملتونو په تورو لېستونو کې دي. اروپایي ټولنې وویل، چې د طالبانو حکومت نه ټولشموله دی او نه هم د ټولو وګړو استازیتوب کولی شي.

په ملي کچه هم مثبت او منفي غبرګونونه موجود وو. د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار په قاطعیت سره د دغې سرپرستې کابینې ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې دا په تېرو شاوخوا ۵۰ کلونو کې تر ټولو غوره کابینه ده. خو یو شمېر نورو سیاسیونو بیا دا کابینه ټول شموله ونه بلله او د کابینې پر جوړښت یې نیوکې وکړې. همدا لامل و، چې د سپټمبر په ۲۱مه د نویو ګومارنو په اړه خپره شوې اعلامیه کې د ځینو نویو سرپرستو مرستیالانو او یوه سرپرست وزیر د استوګنې اصلي ولایتونه هم یاد شوي وو او ظاهراً هڅه شوې وه چې د سرپرستې کابینې د ترکیب او ټولشمولیت په تړاو نیوکې ځواب شي.‌ د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د پنجشیر ولایت اوسېدونکی او د همدې وزارت د لومړي او دویم مرستیال په توګه د محمد بشیر او محمد عظیم سلطانزاده له نومونو سره په ترتیب د بغلان او سرپل ولایتونو یادونه شوې وه. خو د سپټمبر پر ۲۳مه یو ځل بیا کله چې د کابل پوهنتون لپاره یوه ځوان رئیس د سرپرست په توګه وټاکل شو، په ملي کچه پراخې نیوکې پرې وشوې او دا ګومارنه یې وغندله.

د نوي حکومت په رسمیت پېژندلو قضیه

طالبانو د سرپرست حکومت له اعلان سره سم وویل، چې د افغانستان نظام به اسلامي امارت وي او امیرالمؤمنین به پر خپل ځای وي. نړیوالې ټولنې د تېر یوه کال په اوږدو کې څو ځله په نړیوالو غونډو کې ټینګار کړی و، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو ملاتړ نه کوي او که طالبان د زور له لارې واک ته ورسېږي، نړیوال به یې حکومت په رسمیت ونه پېژني. همدا لامل و، چې د طالبانو له لوري د سرپرست حکومت له اعلانېدو کابو یوه میاشت وروسته هم هېڅ هېواد په افغانستان کې نوی رامنځته شوی نظام په رسمیت نه دی پېژندلی. خو په بل اړخ کې د سیمې او نړۍ په کچه بېلابېلو هېوادونو له نوي حکومت سره تعامل پیل کړی او دریځونه یې نرم ښکاري.

د سرپرست حکومت له اعلان سملاسي وروسته د طالبانو کورنیو مخالفینو پر نړیوالو غږ وکړ، چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني. تر ډېره نیوکې پر دې وې چې کابینه ټوله د طالبانو له مشرانو جوړه ده، ښځو ته پکې ځای نه دی ورکړل شوی، د قومونو ونډه پکې په پام کې نه ده نیول شوې او مسلکي او تحصیلي وړتیا ته پکې نه دي کتل شوي. د جمعیت اسلامي ګوند د دواړو ډلو مشرانو عطامحمد نور او صلاح الدین رباني د طالبانو له لوري اعلان شوي سرپرست حکومت ته توند منفي غبرګون وښود او دا یې د قدرت انحصار وباله. د پنجشېر د مقاومت جبهې هم په یوه اعلامیه کې دا سرپرسته کابینه غندلې وه او پر نړیوالو یې غږ کړی و، چې په رسمیت یې ونه پېژني.

وړاندې د سپټمبر په ۳مه د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومېنک راب چې پاکستان ته په سفر تللی و، یوې خبري غونډې ته وویل، برتانیا په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو په وینا یې له هغوی سره د خبرو لپاره به دروازې نه تړي. همدا راز یوه ورځ وروسته د سپټمبر پر ۴مه د ناټو سرمنشي ينس ستولټبرگ وویل، لا وړاندې له وخته ده چې دا ټلواله د طالبانو په تړاو دريځ خپل کړي او یا افغانستان کې د نوي حکومت په تړاو قضاوت وشي. هغه وویل، نړیوال بايد د طالبانو په اړه د دې ډلې د ويناو پر بنسټ نه بلکې د هغوى کړنو ته په کتلو قضاوت وکړي.

خو په بل اړخ کې بیا ملګرو ملتونو په افغانستان کې خپل ماموریت تمدید کړ او دغې چارې وښوده چې نړیوال به ورو ورو له طالبانو سره تعامل ته ننوځي. د سپټمبر پر ۱۶مه یوناما په یوه اعلامیه کې وویل، چې د دې ادارې مشرې ډبورا لاینز په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او ځینو نورو چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي.

د دې ترڅنګ یو شمېر هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه هم ونه تړل او د دغو سفارتونو د فعالیت دوام هم له طالبانو سره د راتلونکي تعامل په تړاو مثبت پیغام و. د روسیې، چین، ایران او پاکستان سفارتونه په بشپړ ډول د پخوا په څېر فعال پاتې شول او ځینو نورو هېوادونو هم خپل سفارتونه په بشپړ ډول ونه تړل، بلکې دیپلوماتان یې کم کړل او یا یې هم د خپلو سفارتونو فعالیت موقتا ودراوه. په مجموع کې ډېری هېوادونو وویل، چې په افغانستان کې له نوي نظام سره د اړیکو او تعامل په فکر کې دي او وضعیت له نژدې څاري.

په دې توګه یوازې له تاجکستان او امریکا پرته د نړۍ د نورو هېوادونو تعامل د اسلامي امارت په اړه نرم ښکاري خو تاجکستان هغه یوازېنی هېواد دی چې ځینې افغان سیاسيون او د طالبانو مخالفین هلته مېشت دي او د دغه هېواد چارواکو په افغانستان کې د نوي حکومت په اړه یو څه توندې څرګندونې کړې دي. د اسلامي امارت د رئیس الوزراء مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم د سپټمبر په ۲۷مه له الجزیره تلویزیون سره په یوه مرکه کې دغه هېواد د افغانستان په کورنیو چارو کې پر مداخلې تورن کړ. همدا راز ځینو امریکایي چارواکو هم د طالبانو پرضد توندې څرګندونې کړې دي. د امریکایي پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي د سپټمبر پر ۲۹مه د سنا مجلس یوې ځانګړې ناستې ته وویل،‌ طالبان یوه ترهګره ډله وه او ده،‌ او لا هم القاعدې سره اړیکې پالي.

اسلامي امارت څو ځله له نورو هېوادونو وغوښتل چې دوی د نړیوالو قوانینو له مخې د رسمیت پېژندلو ټول شرایط پوره کړي او اوس د ټول هېواد پر خاوره بشپړ واک لري، نو ځکه یې باید نور هېوادونه په رسمیت وپېژني. د سپټمبر پر ۳۰مه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د فعالو سفارتونو سفیرانو او دیپلوماتانو او د نورو سیاسي استازولیو استازو ته د یوې ملمستیا پر مهال له هغوی غوښتنه وکړه، چې نوی حکومت په رسمیت وپېژني. په دې ملمستیا کې چې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مشرې دیبورا لاینز هم ګډون کړی و، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې له فعالو سفارتونو په مننې سره وویل، چې حکومت یې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی.

د طالبانو له غوښتنو سره سره، اکثریت هېوادونو د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې د بیړې نه کولو خبره وکړه او د دې چارې اساسي لامل یې هم په افغانستان کې د ټولشموله حکومت رامنځته کېدل، د ښځو د تعلیم او کار په اړه د نوي حکومت چلند او داسې نور وبلل.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د سپټمبر پر ۱۴مه له پاکستانه وغوښتل، تر هغه وخت دې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني چې طالبانو د نړیوالو غوښتنې نه وي منلي. ښاغلي بلېنکن د خپل هېواد د کانګرس بهرنیو چارو کمېټې ته وویل: ”د پاکستان په ګډون باید ټول هېوادونه پر هغو غوښتنو ټینګار وکړي چې په رسمیت د پېژندلو بدل کې یې له طالبانو څخه کړې دي. له دې کبله، داسې ښکاري چې د پردې تر شا د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ ځینې بحثونه روان دي او ګومان کېږي، چې پر طالبانو د ځینو شرایطو د منلو په موخه د دوی حکومت تراوسه په رسمیت نه دی پېژندل شوی او که طالبان د نړیوالو د ځینو شرایطو په منلو کې نرمښت وښيي، ښایي یو شمېر هېوادونه د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.

اقتصادي وضعیت

پر ټول هېواد د طالبانو له واکمنېدو او د نوي حکومت له اعلان سره که څه هم د هېواد امنیتي وضعیت د تېرو شلو کلونو په پرتله د آرامۍ په لور ولاړ؛ خو په ورته وخت کې د دغه تحول له کبله رامنځته شوی وضعیت د هېواد د اقتصادي وضعیت د خرابېدو او بېلابېلو ننګونو لامل هم شو. که څه هم د هېواد اقتصادي وضعیت او په ځانګړې توګه د عامو افغانانو د ژوند وضعیت د پراخ اداري فساد او جګړې له کبله په تېرو شلو کلونو کې خراب و؛ خو له وروستي تحول سره د تازه ستونزو او ننګونو له کبله دا وضعیت نور هم خراب شو. د اسلامي امارت له راتګ وړاندې هم د هېواد شاوخوا ۹۰ سلنه خلکو د فقر تر کرښه لاندې ژوند کاوه او د بې کارۍ کچه هم ۷۲ سلنه وه. خو د سپټمبر پر ۱۳مه په جېنېوا کې د افغانستان په اړه رابلل شوي نړیوال کنفرانس کې د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، چې اوس کابو ۱۴ ملیونه افغانان له قحطۍ سره مخ دي.

د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ

له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د بشپړ وتلو پر مهال او ترې وروسته هغوی هڅه وکړه چې طالبان له اقتصادي پلوه وځپي او له ننګونو سره یې مخ کړي، کوم څه چې له بده مرغه مستقیما یې د افغانستان د ملت پر اقتصادي وضعیت منفي اغېزې وکړې. د وتلو د پروسې پر مهال امریکایانو هڅه وکړه چې دلته شته خپل ټول تاسیسات وران کړي او افغان لوري ته یې ونه سپاري. امریکایانو له افغانستان څخه د وتلو پر مهال د کابل هوایي ډګر ټول سیستمونه او هلته ځینې الوتکې هم په بشپړ ډول تخریب کړې، چې له کبله یې پروازونه هم تر څو اوونیو پورې ودرېدل، خو د قطر او ترکیې د تخنیکي ټیمونو په مرسته هوایي ډګر بېرته فعال شو او د ځینو هېوادونو بشري مرستې کابل ته ورسېدې. همدا راز د اسلامي امارت له واکمنېدو سره د امریکا حکومت سمدلاسه اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې شته د افغانستان بانک ذخایر یې کنګل کړي، ترڅو دا پیسې د طالبانو لاس ته ورنه شي. د دغو پیسو او شتمنیو کچه کابو ۹.۴ ملیارده ډالرو ته رسېږي. د دغو ذخایرو کنګل کېدو عموما د هېواد پر اقتصادي وضعیت منفي اغېزې وکړې.

د نړیوالو مرستو بندېدل

له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې هم په بشپړ ډول بندې شوې. یوازې د ۲۰۲۰ کال په نومبر کې په جېنېوا کې د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې په کنفرانس کې له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو (۲۰۲۱-۲۰۲۵م) پورې د ۱۲ ملیارده ډالرو په کچه د مرستو ژمنه شوې وه، چې له دې جملې څخه ۱.۲ ملیارده یورو (کابو ۱.۴ ملیارده ډالر) یې یوازې د اروپایي ټولنې له خوا ژمنه شوې مرستې وې. که  څه هم د سپټمبر په ۱۳مه (۲۰۲۱م) د سویس په جېنېوا کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب رابلل شوې غونډه کې نړیوالې ټولنې یو ځل بیا له افغانستان سره د ۱.۲ ملیارده ډالرو په ارزښت بشري مرستو ژمنه وکړه، خو دا چې تراوسه نړیوالې ټولنې له اسلامي امارت سره د تعامل په تړاو کوم پرېکنده تصمیم نه دی نیولی، د دغو مرستو د موثریت په تړاو اندېښنې شته دي. طالبانو هم څو ځله له نړیوالې ټولنې د بلا عوضه بشري مرستو غوښتنه وکړه.

د بانکونو د سیالیت ستونزه

بله مسئله له وروستیو تحولاتو څخه د بانکدارۍ د سیستم اغېزمنېدل وو. د حکومت له ړنګېدو سره ټول دولتي او خصوصي بانکونه او صرافۍ په لومړي سر کې د چور او تالان له وېرې وتړل شول، مګر د وضعیت له نسبي نورمال کېدو سره هم همداسې تړلي پاتې شول، چې اساسي لامل یې له مرکزي بانک سره د نغدو پیسو (ډالرو او افغانیو) نشتون و. که څه هم کابو دوې اوونۍ وروسته بانکونه بېرته پرانیستل شول، خو د مرکزي بانک له خوا وضع شوي محدودیت (په اوونۍ کې ۲۰ زره افغانۍ یا ۲۰۰ ډالرو ورکولو) پر اساس یې خلکو ته له خپلو حسابونو څخه د پیسو ورکول پیل کړل. د بانکونو د تړل کېدو او په بازار کې د پیسو د نشتون له کبله د صرافیو مارکېټونه، په ځانګړې توګه په هېواد کې د پیسو د تبادلې ستر مرکز سرای شهزاده، هم تر دریو اوونیو پورې تړلي وو. د دغه وضعیت له کبله له یوې خوا په بازارونو کې د توکو بیې لوړې شوې او له بلې خوا یې ورځ تر بلې بې باوري او له عامو خلکو سره اندېښنې راولاړې کړې.

د دې ترڅنګ، پر مالي وضعیت د وروستیو تحولاتو تر ټولو ډېر اغېز د افغانۍ د ارزښت ټیټېدل وو، چې عام افغانان یې له مخې د هېواد د اقتصادي وضعیت ارزونه کوي. په مجموعي توګه د پخواني حکومت له پاشل کېدو سره د یوه ډالر په مقابل کې د افغانۍ ارزښت په اوسط ډول له ۸۰ افغانیو څخه ۹۰ افغانیو ته رسېدلی.

د حکومتي کارکوونکو معاشات

د پورتنیو عواملو او په مجموعي توګه د دغه تحول له کبله رامنځته شوي وضعیت د عامو خلکو پر اقتصادي وضعیت ژورې اغېزې کړې دي. د بېلګې په توګه دلته شته بهرني مؤسسات اکثرا وتړل شول او یا یې فعالیتونه کم کړل، چې له کبله یې یو زیات شمېر افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړې. د دې ترڅنګ، د پخواني حکومت له پاشل کېدو سره د سلګونه زره افغانانو معاشونه، چې د حکومت په چوکاټ کې یې کار کاوه، له ځنډ سره مخ شول. د حکومتي مامورینو د ورځني ژوند اړتیاوې تر ډېره د همدغو معاشونو له لارې پوره کېدې. که څه هم اسلامي امارت له ځینو ارزونو او څېړنو وروسته د ټولو دولتي کارمندانو د معاشاتو د ورکړې ژمنه کړې؛ خو تراوسه په دې پروسه کې ډېر پرمختګ نه دی شوی.

په ټوله کې دغه وضعیت په هېواد کې یوه اقتصادي ناورین ته لاره هواره کړه او له همدې کبله د دغه وضعیت د بدلون لپاره بېلابېلو هېوادونو پر طالبانو د بندیزونو لرې کولو غوښتنې هم وکړې. چین د سپټمبر پر ۲۳مه وویل، پر افغانستان دې لګول شوي اقتصادي بندیزونه، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته لګول شوي، ژر تر ژره لرې شي. همدا راز د ناروې د کډوالو شورا د سپټمبر پر ۲۷مه خبرداری ورکړ، چې د نړیوال بانک او د نورو نړیوالو تمویلوونکو د مالي سرچینو بندېدو، په افغانستان کې ملکیان له ناروښانه راتلونکې سره مخ کړي دي. د دغه بنسټ مشر یان اېګلنډ له نړیوالو تمویلوونکو بنسټونو غوښتي چې پر خپلو اقداماتو له سره غور وکړي. که څه هم د امریکا د خزانې وزارت د سپټمبر په ۲۴مه د دوو جوازونو په صادرولو سره امریکا او ځینې نړیوالو سازمانونو ته له طالبانو سره د راکړې ورکړې اجازه ورکړه، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د بشري مرستو د وېش زمینه برابروي. دا ګام د طالبانو له هرکلي سره هم مخ شو، خو لا هم د افغانستان شتمنۍ کنګل دي او تر اوسه ډېر ډاډ نشته چې په افغانستان کې روان اقتصادي بحران به کله او څه ډول کنټرول شي.

امنیتي وضعیت

په سپټمبر میاشت کې که څه هم د پخواني حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه پای ته رسېدلې وه  او دا لومړۍ میاشت وه چې په هېواد کې امریکایي او ناټو ځواکونو حضور نه درلود؛ خو بیا هم هېواد د بېلابېلو امنیتي پېښو او تحولاتو شاهد و.

لکه وړاندې چې د سیاسي وضعیت د تحلیل په برخه کې یادونه وشوه، چې په دې میاشت کې له امنیتي پلوه د پنجشېر مقاومت او هلته د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ جګړه په دې میاشت کې د امنیتي وضعیت او د جګړې د تلفاتو یوازېنی عامل و. د پنجشېر جګړه د سپټمبر میاشتې له پیل سره پیل شوه او که څه هم مخکې ګومان دا و، چې دا جګړه به اوږده شي، خو بالعکس طالبانو په څو محدودو ورځو کې پنجشېر هم تر خپل کنټرول لاندې راوست. د پنجشېر په جګړه کې د درنو تلفاتو وړاندوینه هم کېده؛ خو داسې ښکاري چې په پنجشېر کې هم تلفات هومره زیات نه وو لکه څرنګه یې چې فکر کېده. له دې سره سره، د پنجشېر د جګړې د تلفاتو په اړه رسمي راپورونه خپاره نه شول، ځکه د جګړې ډګر ته رسنیو لاسرسی نه درلود.

د پنجشېر په جګړه کې هلته د مقاومت جبهې ځینې چارواکي هم ووژل شول. د دغې جبهې ویاند فهیم دشتي د سپټمبر پر ۵مه ووژل شو؛ خو طالبانو ادعا وکړه چې نوموړی هلته د مېشتو مخالفو قوماندانانو د خپلمنځي شخړې په پایله کې وژل شوی دی. فهیم دشتي مشهور ژورنالیست او د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله خوریی و. همدا راز د سپټمبر پر ۱۱مه د ولسمشرۍ د پخواني مرستیال امرالله صالح ورور هم ووژل شو. په دې تړاو د امرالله صالح یوه وېډیو هم خپره شوه، چې د ورور جنازه یې په آنلاین بڼه ګوري او د ژړا په حال کې ښکاري.

د پنجشېر د جګړې ترڅنګ بله اندېښنه د اسلامي دولت نومې یا داعش ډلې د فعالیتونو په اړه وه، چې په ځانګړې توګه د هېواد په شرقي سیمو کې یې د دې میاشتې په اوږدو کې فعالیت ولیدل شو. د داعش ډلې د فعالیت اندېښنې له دې کبله هم جدي بلل کېږي، چې ګومان کېږي د دې ډلې تر شا د استخباراتي کړیو لاس شته دی. د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې امریکایي ځواکونو هم ادعا وکړه چې په کابل کې یې د داعش ډلې له جنګیالیو یو ډک موټر په نښه کړی؛ خو د سپټمبر پر ۱۱مه د امریکايي ځواکونو دغه خونړی هوایي برید په امریکایي رسنیو کې وننګول شو. د امریکا نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو وویل، هغه ډرون برید چې امریکایان وايي، د داعش ډلې پر یوه مرکز شوی، اصلاً د یوې خیریه موسسې پر کارکوونکي شوی دی. د ورځپاڼو رپوټونو کې د امریکايي پوځونو هغه رپوټ هم ناسم بلل شوی، چې وايي په نښه شوي موټر د چاودېدونکو توکو له کبله چاودنه رامنځته شوې. د امریکا پوځ بیا د سپټمبر پر ۱۸مه ومنله چې په هغه برید کې یې د ماشومانو په ګډون بې ګناه ملکیان وژلي او څو وروسته یې د دغه برید له کبله بښنه هم وغوښته. دغې پېښې هم داسې اندېښنې رامنځته کړې، چې ګویا د داعش د ځپلو په اړه امریکا هم رښتینی چلند نه کوي.

د سپټمبر پر ۱۸مه او ۱۹مه په جلال آباد ښار کې بریدونه وشول، چې د راپورونو له مخې پکې ۴ طالب پوځیان ووژل شول او یو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله واوښته. د داعش ډلې اړوند اعماق خبري اژانس د سپټمبر پر ۲۰مه وویل، چې د دوی د خراسان څانګې وسله والو دې بمي بریدونو کې ۳۵ طالب وسله والو ته مرګژوبله اړولې ده. له بلې خوا ځینې داسې راپورونه هم شته دي، چې په ځینو سیمو کې د شخصي دښمنیو له کبله ځینې وژنې شوې او په ځینو مواردو کې دا وژنې د داعش د جنګیالیو تر نوم لاندې شوې دي. له دغو ناامنیو او پېښو سره سره په هېواد کې د جګړې تلفات په دې میاشت کې د تېر په پرتله کم وو، خو د دقیقو شمېرو د کچې معلومولو شونتیا یې نه لیدل کېده.

دغه وضعیت ته په کتلو اوس داسې اندېښنې شته دي، چې ښایي ورو ورو د اسلامي امارت پر وړاندې د داعش ډلې بریدونه زیات شي او د تېر په پرتله په ګڼ مېشتو ملکي سیمو کې بریدونه وکړي. په دې تړاو اساسي اندېښنې له دې کبله دي، چې اوس مهال د اسلامي امارت امنیتي او کشفي ارګانونه هومره پیاوړي نه دي، چې دا ډول ګواښونه دفع کړای شي. د دې ترڅنګ داسې اندېښنې هم شته دي، چې ښایي د طالبانو د سیاسي مخالفینو له لوري هم د نوي حکومت پر ضد د مقاومتونو پیلولو لپاره بیا هڅې پیل شي. د بېلګې په توګه د حزب وحدت مشر کریم خلیلي د سپټمبر پر ۲۳مه وویل، چې د ده په ټکو که طالبان له استبداد څخه لاس وانه خلي، هزاره ګان به وسله وال مقاومت پیل کړي.

د جګړې د وضعیت ترڅنګ په تېره دوره کې جنایي جرایم هغه قضیه وه، چې د افغانانو ژوند یې تریخ کړی و. په جنایي پېښو کې د خلکو د وژل کېدو او ځورېدو لوړ آمار ثبتېدل؛ خو د اسلامي امارت له حاکمیت سره د جنایي پېښو او وژنو کچه راټیټه شوه. که څه هم په دې تړاو دقیق آمار نشته، خو د طالبانو له لوري د دا ډول پېښو له عاملینو سره سخت چلند کېږي، چې له کبله یې په ټولیزه توګه وېره خپره شوې او عام نظر دا دی چې د طالبانو د همدغه سخت چلند او خپرې شوې وېرې له کبله د جنایي پېښو کچه هم راټیټه شوې ده. په یوه پېښه کې د سپټمبر پر ۲۴مه طالبانو په هرات کې څلور انسان تښتوونکي ووژل او دا پېښه په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپره شوه.

پای

همچنین ببینید

د افغانستان د وضعیت میاشتنی تحلیلي راپور (مارچ ۲۰۲۲م)

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.  مقدمه دا راپور …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *