یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.
مقدمه
دا راپور د ۲۰۲۱م کال په نومبر میاشت کې د افغانستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت ته ځغلنده کتنه کوي. په نومبر میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ ۱۰۰ ورځې پوره شوې، چې افغانان پکې له ګڼو ننګونو سره مخ وو. په دې موده کې طالبان ونه توانېدل چې له نړیوالې ټولنې څخه مشروعیت ترلاسه کړي. همدا لامل وو چې په امریکا کې د افغانستان شتمنۍ لا هم کنګل وې او له کبله یې په هېواد کې دننه اقتصادي بحران د پراخېدو په حال کې دی او ګڼ افغانان لا هم له هېواده د وتلو په هڅه کې دي. له امنیتي پلوه، بیا هم په دې میاشت کې د داعش ډلې بېلابېل بریدونه ولیدل شول، چې د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې له ځان سره لري. وړاندې په راپور کې پر دغو موضوعاتو سربېره د دې میاشتې د مهمو پېښو او موضوعاتو تفصیل او تحلیل لولئ.
سیاسي وضعیت
له سیاسي پلوه په نومبر میاشت کې بیا هم کوم داسې روښانه پرمختګ ونه لیدل شو، چې له مخې یې د هېواد د سیاسي وضعیت د ښه کېدو تمه پیدا شي. د نومبر میاشتې پر ۲۲مه د طالبانو د حکومت ۱۰۰ ورځې هم پوره شوې چې معمولا د حکومتونو د ژمنو پلي کولو او اقداماتو د ارزولو یوه مهمه موده بلل کېږي. که په دغو سلو ورځو کې د هېواد وضعیت ته وګورو، نو ځینې لاسته راوړنې او ننګونې دواړې پکې لیدل کېږي. تر ټولو ستره لاسته راوړنه دا وه چې د داعش ډلې له ځینو بریدونو پرته په دې موده کې هره ورځ سلګونه افغانان نه دي وژل شوي او د جګړې له کبله د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ژوند ورځنۍ چارې له ځنډ او خنډ سره مخ نه وې. خو په بل اړخ کې بیا د طالبانو حکومت لا هم نه دی توانېدلی، داخلي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي چې له کبله یې د افغانستان شتمنۍ لا هم کنګل دي او په هېواد کې اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي. په تېرو سلو ورځو کې نه یوازې دا چې د ښځینه کارکوونکو لویه برخه په کورونو ناسته ده، بلکې له منځني ښوونځي پورته د نجونو زدکړې هم درېدلې دي، کوم څه چې د نړیوالې ټولنې د تمرکز نقطه هم ده. همدا راز د دغو سلو ورځو په موده کې د طالبانو سرپرست حکومت ونه توانېده چې دولتي پوهنتونونه پیل کړي.
له سیاسي پلوه لا هم د طالبانو د حکومت تر ټولو ستره ستونزه د نړیوالو له لوري د نوي سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژندل دي. که څه هم د طالبانو چارواکو له نړیوالو سره د اړیکو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړی. د نومبر پر ۱۳مه د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یوه پلاوي پاکستان ته سفر وکړ او د نورو چارواکو ترڅنګ یې له لومړي وزیر عمران خان سره هم وکتل. همدا راز نوموړي د یوه پلاوي په مشرۍ د نومبر په وروستیو کې دوحې ته سفر وکړ او هلته یې له امریکایي استازو سره د نومبر تر ۳۰مې دوه ورځني مذاکرات وکړل. په دې غونډه کې چې د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ او ورسره مل پلاوي ګډون کړی و او تر ډېره دواړو لورو خپلې غوښتنې پکې مطرح کړې چې د طالبانو له لوري اساسي غوښتنه د افغانستان د کنګل شتمنیو آزادول وو.
طالبانو همدا راز د خپلو هڅو په دوام، د نومبر پر ۱۷مه طالبانو د امریکا کانګرېس ته هم یو پرانیستی لیک واستاوه، چې پکې د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي له قوله د امریکا د کانګرېس له غړو غوښتنه شوې وه چې د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو په آزادولو کې دې مرسته وکړي. نوموړي د افغانستان اوسنی اقتصادي ناورین په یو ډول د امریکا د پالیسیو په ځانګړې توګه افغان شتمنیو د کنګل کولو زېږنده بللی و. خو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د طالبانو د لیک په غبرګون کې وویل، چې طالبانو په دغه لیک کې د افغانستان د اقتصادي او بشري ناورین په اړه حقایق ناسم انځور کړي او په وینا یې افغانستان د تېرې اګست میاشتې له پېښو وړاندې هم له سخت بشري ناورین سره مخ و. د ټام وېسټ په وینا، امریکا طالبانو ته واضح کړې وه چې که د روغې جوړې پر ځای د جګړې له لارې واک ونیسي نو له افغانستان سره به د نړیوالې ټولنې بشري مرستې بندې شي، او همداسې وشول.
داسې ښکاري چې له سیاسي اړخه طالبان لا هم چمتو نه دي له خپلو سیاسي مخالفینو سره د روغې جوړې له لارې واک له نورو سره شریک کړي او دا یو هغه اساسي لامل دی چې د نړیوالو له لوري یې د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو ته زمینه برابره کړې ده. همدا لامل دی چې د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کومېټې هم پرېکړه وکړه چې په عمومي اسمبلۍ کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره د طالبانو د حکومت استازي ته نه ورکول کېږي. په دې ځانګړې کومېټه کې د امریکا، روسیې، چین، سویډڼ، بهاماس، بوټان، چیلي، نمیبا او سیري لیون هېوادونو استازي شامل وو او د پرېکړې معنا یې دا ده چې د افغانستان د پرځول شوي حکومت استازی غلام محمد اسحاقزی به د اوس لپاره په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ساتي.
اقتصادي وضعیت
د افغانستان د اقتصادي وضعیت خرابېدل، په هېواد کې د طالبانو د واکمنېدو تر ټولو ستره او جوته اغېزه وه. په تېرو دریو میاشتو کې افغانستان ورځ تر بلې په اقتصادي برخه کې له زیاتېدونکو ستونزو سره مخ و، چې اغېزې یې هم پر دولتي کچه او هم د عامو خلکو د ورځنیو ستونزو پر کچه محسوسې دي. په نومبر میاشت کې هم له اقتصادي پلوه هېڅ ډول ښه والی ونه لیدل شو، بلکې د دې میاشتې په جریان کې هم اقتصادي وضعیت د خرابېدو په لور روان و.
پر اسلامي امارت د نړیوالو بندیزونو په ځانګړې توګه د امریکا د بندیزونو له کبله د نومبر میاشتې په اوږدو کې هم د افغانستان شتمنۍ کنګل وې، چې له کبله یې ورځ تر بلې د افغانۍ ارزښت په ټیټېدو و او ترڅنګ یې په بازارونو کې د توکو بیې هم په لوړېدو وې. د نومبر میاشتې په وروستیو کې یو ډالر د ۹۶ افغانیو په بدل کې تبادله کېده، چې په تېرو شلو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی. له دې سره داسې اندېښې زیاتې شوې دي، چې که افغانۍ په همدې توګه خپل ارزښت له لاسه ورکوي، د توکو بیې به نورې هم لوړې شي او عام افغانان به له لا ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ شي. طالبانو د افغانۍ د ارزښت ټیټېدو د مخنیوي لپاره څو اوونۍ مخکې د بهرنیو اسعارو پر راکړه ورکړه هم بندیز ولګاوه، خو دې چارې هم کومه جوته اغېزه ونه لرله. د طالبانو له واک ته رسېدو وړاندې د افغانستان مرکزي بانک په منظم ډول هڅه کوله چې بازار ته د ډالرو په وړاندې کولو سره د افغانۍ د ارزښت کمېدو مخه ونيسي، خو اوسمهال مرکزي بانک د ډالرو له قلت سره مخ دی او دا کار نه شي کولی.
اوسمهال د افغانۍ د ارزښت ساتلو او اقتصادي وضعیت نسبي ښه والي لپاره یوازېنۍ لاره نړیوالې مالي مرستې او د نړیوال بانک او امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو خوشي کول دي، ځکه د اقتصادي شنونکو په اند، بله لاره چې د افغانۍ ارزښت ورسره ښه کېدای شي د صادراتو ډېرېدل دي، چې په اوسني وخت کې ناشوني بریښي.
له بله پلوه د طالبانو له واک ته رسېدو راوروسته په هېواد کې د بېکارۍ کچه هم په بې مخینې توګه زياته شوې ده او ورسره زرګونه کسان اړ شوي چې د ژوند د ښو شرایطو په لټه کې ګاونډیو او نورو هېوادونو ته ولاړ شي. د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام وړاندوينه کړې چې د اوسني اقتصادي بحران په دوام د دې احتمال شته چې د افغانستان شاوخوا ۹۷ سلنه وګړي له بېوزلۍ سره مخ شي.
له دې سره سره پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په پرله پسې توګه هڅې کېږي چې افغانستان ته بشري مرستې ورسول شي. د نومبر میاشتې په لومړیو کې هم د ملګرو ملتونو چارواکو وویل، چې له افغانستان سره د شوې مرستې شاوخوا دریمه برخه یې مرسته رسوونکو بنسټونو ته په واک کې ورکړې ده. اوسمهال په ځینو ولایتونو کې د دغو مرستو د وېش لړۍ روانه ده چې هم د مرستندویه توکو او هم نغدو پیسو په بڼه وېشل کېږي.
پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو له کبله ده، چې اوسمهال حکومت د دولتي کارکوونکو د معاشاتو په ورکړه کې هم له ستونزو سره مخ دی. په ورته وخت کې داسې هڅې هم روانې دي، چې لږ تر لږه د تعلیمي برخې د مامورینو معاشات د ځینو هېوادونو یا نړیوالو ادارو له لوري په مستقیم ډول ورکړل شي. د نومبر پر ۳مه د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسیف) اعلان وکړ، چې پر داسې یوه سیستم کار کوي، چې له مخې به یې د افغان ښوونکو میاشتني معاشونه په مستقیم ډول ورکړل شي. د ښوونکو د معاشاتو په ورکړه کې ستونزې هم یو له هغو لاملونو بلل کېږي، چې له کبله یې لا هم د نجونو ښوونځي نه دي پیل شوي، ځکه طالبان په پرله پسې ډول ټینګار کوي چې د نجونو د تعلیم مخالف نه دي، خو د ځینو تخنیکي ستونزو په له منځه وړلو بوخت دي.
امنیتي وضعیت
په نومبر میاشت کې بیا هم له امنیتي پلوه تر ټولو جدي اندېښنه د ټول هېواد په کچه د داعش ډلې بریدونه وو. د نومبر میاشتې پیل هم په کابل کې د دغې ډلې پر یوه خونړي برید وشو. د نومبر پر ۲مه د سردار محمد داوود خان پر پوځي روغتون د وسله والو بریدګرو له لوري ډله ییز برید وشو، چې مسؤولیت یې داعش ډلې ومانه او لږ تر لږه ۲۳ کسان پکې ووژل شول او تر ۵۰ ډېر نور پکې ټپیان شول. په وژل شوو کې د مولوي حمدالله نورزي په نوم یو جګپوړی طالب چارواکی چې د کابل د قول اردو قوماندان و، هم شامل و. نورزی هغه کس و، چې د اګست پر ۱۵مه کابل ته له ننوتلو وروسته تر ټولو مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوت او د ولسمشر د مېز تر شا کېناست. د طالب چارواکو په وینا، په دې پېښه کې څلور بریدګر هم ووژل شول او یو پکې ژوندی ونیول شو.
اوسمهال د داعش ډلې د بریدونو ډېر تمرکز پر شیعه مېشته سیمو او وګړو دی. د نومبر میاشتې په ۱۳مه نېټه هم د کابل په شیعه مېشته سیمه دشت برچي کې پر یوه ملکي موټر چاودنه کې مرګ ژوبله واوښته. څلور ورځې وروسته د نومبر پر ۱۷مه بیا هم په همدې سیمه کې د یوې چاودنې له کبله دوه کسان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول. تر دې مخکې تېره میاشت هم په کندهار او کندز ولایتونو کې د اهل تشیع پر جوماتونو د جمعې ورځې د لمانځه پر مهال خونړي بریدونه شوي وو.
اوسمهال باور دا دی، چې د داعش ډلې د بریدونو مخنیوی به د طالبانو د حکومت لپاره خورا ستونزمن وي، ځکه دا ډله کټ مټ هغه تکتیکونه کاروي چې تر دې مخکې د پخواني حکومت پر وړاندې طالبانو کارول. په دې تړاو تر ټولو ډېره اندېښه د بمي چاودنو او پر ملکي سیمو د ډله ییزو بریدونو پېښې دي. خو د دې ترڅنګ ویل کېږي، چې په ځانګړې توګه د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د وژنو پېښې زیاتې دي او راپورنه یې نه خپرېږي. رویټریز خبري آژانس د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې د یوه راپور په خپرولو سره په ختیځ کې د دغسې پېښو انځور وړاندې کړی، چې پکې طالب چارواکي او نور ملکي خلک په مرموز ډول وژل کېږي. په دې توګه داسې راپورونه خپرېږي، چې په ټول هېواد کې د امنیت د ټینګېدو په اړه د طالبانو ادعا له عیني واقعیتونو سره سمون نه خوري.
ملګرو ملتونو هم د نومبر پر ۱۸مه وویل، چې د اسلامي دولت په نامه وسله والې ډلې په افغانستان کې خپل فعالیت پراخ کړی او په وینا یې داسې ښکاري چې اوس د دغه هېواد په ټولو ولایتونو کې د دې ډلې وسله وال شته. خو طالبان لا هم د داعش ډلې هغسې پراخ فعالیت ردوي. د ملګرو ملتونو د همدغې ادعا په اړه د طالبانو ویاند وویل چې کابل او ننګرهار کې لږ ستونزه شته خو طالبان یې د له منځه وړلو لپاره عملیات کوي او “هره ورځ له منځه وړل کیږي”. خو هغه بي بي سي ته وویل دا ډله “دومره پراخ تشکیل او حضور نه لري او نه کولی شي”.
پای