خانه / اوونيز راپور / د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۰ – ۲۶ ډسمبر ۲۰۱۹م)

د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۰ – ۲۶ ډسمبر ۲۰۱۹م)

ګڼه: ۳۳مه

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ

سریزه

دغه راپور د ۲۰۱۹م کال ډسمبر له ۲۰مې تر ۲۶مې (د ۱۳۹۸ لمریز کال د قوس له ۲۹مې د مرغومې تر ۵مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. په دې اوونۍ کې د ټول هېواد په کچه ۲۲۹ تنه وژل شوي او ۱۰۱ نور هم ټپیان شوي دي.

د راپور د شمېرو له مخې، دا اوونۍ په هېواد کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه شوې ده. تېره اوونۍ په ټول هېواد کې ۳۲۲ تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو؛ خو دا اوونۍ ټول ۳۳۰ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله د ټیټوالي ښودنه کوي؛ خو په دې اوونۍ کې تر ټولو خونړۍ پېښې په بلخ ولایت کې وشوې. په دغه ولایت کې یوازې په دوو پېښو کې لږ تر لږه ۲۵ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه شوې؛ خو ملکیانو ته بیا هم د دولت د وسله‌والو مخالفینو له لوري په ځای پر ځای شوو ماینونو، هوایي بریدونو او شپنیو عملیاتو کې ډېره مرګ‌ژوبله واوښته. د شپنیو عملیاتو او چاودنو تر ټولو خونړۍ پېښې په ننګرهار، لغمان او کاپيسا ولایتونو کې وشوې او یوازې په دغو درېیو ولایتونو کې ۱۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

همدا راز د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم په مجموعي ډول د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه شوې او ډېره مرګ‌ژوبله په هوایي بریدونو کې وراوښتې ده.

په دې اوونۍ کې یو امریکایي سرتېری هم د کندز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.

په دغه راپور کې د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو، ملکي خلکو او بهرنیو ځواکونو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات لولئ. همدا راز د راپور په وروستۍ برخه کې د هېواد د ټولیز امنیتي وضعیت او مهمو امنیتي پېښو په اړه تحلیل لولئ.

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د ډسمبر ۲۰مه:

د پروان ولایت د بگرام ولسوالۍ په قلعه نصرو سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو د افغان ځواکونو د ګزمې پر کاروان برید وکړ، چې له کبله یې یو د ملي امنیت سرتېری وژل شوی دی.

د غزني ولایت د ده‌یک ولسوالۍ په رامک سیمه کې د نوموړې ولسوالۍ ولسوال د وسله‌والو طالبانو په برید کې ټپي شوی دی.

د ډسمبر ۲۱مه:

په فراه ولایت کې د وسله‌والو طالبانو په کمین کې د سیمه‌ییزو پولیسو یو قوماندان وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

په فاریاب ولایت کې د دوو بېلابېلو امنیتي پېښو په پایله کې ۳ پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

د ډسمبر ۲۲مه:

وسله‌والو طالبانو د بادغېس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې له کبله یې یو سیمه‌ییز پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د ډسمبر ۲۳مه:

د کاپیسا ولایت په آله‌سای ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزو پولیسو یو قوماندان او یو ساتونکی یې د وسله‌والو طالبانو په کمین کې وژل شوي دي.

په بغلان ولایت د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو د ملي اردو سرتېري ټپی شوی دی.

د ډسمبر ۲۴مه:

د جوزجان ولایت د فیض‌آباد ولسوالۍ کې په کوکلداش سیمه کې وسله‌والو طالبانو د سیمه‌ییزو پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ، چې په پایله کې یې دوه سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت په دولت‌آباد ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۱۵ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ په نوزې خولې سیمه کې د افغان ځواکونو پر ګزمې چاودنه وشوه، چې له کبله یې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی او یو سرحدي پولیس ټپي شوی.

 د پکتیا ولایت په آریوب ځاځي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د ګزمې پر موټر چاودنه وشوه، چې له کبله یې یو پولیس ټپي شوی دی.

د ډسمبر ۲۵مه:

په کندز ښار کې امنیه قوماندانۍ او ولایت مقام ته څېرمه یو پولیس د وسله‌والو طالبانو په برید کې وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ډسمبر ۲۶مه:

د بلخ ولایت په خاص بلخ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه پوځي مرکز د وسله‌والو طالبانو د موټربم برید او وسله‌والې نښتې په پایله کې ۱۰ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

یوه ښځینه پولیسه په سرپل ولایت د خپل خاوند له‌خوا ووژل شوه.

د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ په لیونۍ بازار سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۵ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

جدول-۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۲۳ ۱۳

۳۶

پولیس

۲۰ ۱۶ ۳۶
مجموعه ۴۳ ۲۹

۷۲

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د ډسمبر ۲۰مه:

د پروان ولایت د بگرام ولسوالۍ په قلعه نصرو سیمه کې د ناپېژاندو وسله‌والو او افغان ځواکونو په وسله‌واله نښته کې یو وسله‌وال ووژل شو.

د غزني ولایت د ده‌یک ولسوالۍ په رامک سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د جوزجان ولایت په خانقا ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت د ډنډ غوري ولسوالۍ په قاضي خېل سیمه کې ۶ وسله‌وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ډسمبر ۲۱مه:

د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د هرات ولایت د شینډند ولسوالۍ په کاروانګاه سیمه کې د پشت‌کوه ولسوالۍ لپاره د وسله‌والو طالبانو د ولسوال په ګډون ۲ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

د بغلان ولایت په ډنډ غوري سیمه کې په موټرسایکل کې د یوه ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې یو طالب وسله‌وال وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو د یوه مهم غړي په ګډون دوه وسله‌وال له افغان ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.

د ډسمبر ۲۲مه:

د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ د افغان کومانډو ځواکونو په برید کې ۳۰ وسله‌وال وژل شوي دي.

د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د ډسمبر ۲۳مه:

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ په احمد خېلو سیمه کې د افغان ځواکونو په برید کې یو وسله‌وال طالب وژل شوی دی.

د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې په یوه بل هوایي برید کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت په شیرین تګاب او دولت آباد ولسوالیو کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د ډسمبر ۲۴مه:

د جوزجان ولایت د فیض‌آباد ولسوالۍ په کوکلداش سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او سیمه‌ییزو پولیسو په نښته کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په سیدآباد سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې د شینډند ولسوالۍ لپاره د وسله‌والو طالبانو ولسوال او دوه نور وسله‌وال وژل شوي دي.

د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په بچه‌غان دره کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ یو وسله‌وال طالب د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌‌واله نښته کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټبیان شوي دي.

د اروزګان ولایت په دهراوود او خاص اروزګان ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۶ د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د ډسمبر ۲۵مه:

د کندز ولایت اړوند د کندز _ خان آباد پر لویه لاره د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۱۳ وسله‌والو طالبان وژل شوي  او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د ډسمبر ۲۶مه:

د بلخ ولایت په کشنده ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې د وسله‌والو طالبانو د دوو مهمو غړو په ګډون ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

جدول-۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۱۵۳ ۴۲

۱۹۵

مجموعه

۱۵۳ ۴۲

۱۹۵

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د ډسمبر ۲۰مه:

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ د تور غر سیمې په بېټنیو کلي کې د افغان ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ډسمبر ۲۱مه:

د فاریاب ولایت په شیرین‌تګاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو ملکي وګړی ټپي شوی دی.

په فاریاب ولایت کې په دوو بېلابېلو امنیتي پېښو کې ۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د ډسمبر ۲۳مه:

د لغمان ولایت په دولت‌شاه ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو د چاودنې له کبله ۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په افغاني دره سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې د یوه ماشوم او دوو ښځو په ګډون ۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ په احمد خېلو سیمه کې د ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کي یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د ډسمبر ۲۴مه:

د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ په اقاسي سیمه کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله دوې ښځې وژل شوي دي.

د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په قدوس سیمه ۳ ملکي وګړي د وسله‌‌والو طالبانو په ډزو کې وژل شوي دي.

د کندهار ولایت د عینو مېنې په ۲۲مه جاده کې چاودنه وشوه، چې له کبله یې ۵ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د ډسمبر ۲۵مه:

د اروزګان ولایت په ترینکوټ ښار کې د یوې چاودنې له کبله ۳ ملکي وګړي وژل شوي او د دغه ولایت د عامې روغتیا د رئیس په ګډون درې تنه ټپیان شوي دي.

د جوزجان ولایت د درقد ولسوالۍ په طاهریانو سیمه کې د تاجکستان سرحدي ځواکونو په ډزو کې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

په کندز ښار کې امنیه قوماندانۍ او ولایت مقام ته څېرمه د یوه پولیس ترڅنګ دوه ملکي وګړي د وسله‌والو طالبانو په برید کې ټپیان دي.

د ډسمبر ۲۶مه:

په خوست ښار کې د یوې چاودنې له کبله ۵ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په لمن سیمه کې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د یوه ۱۲ کلن ماشوم په ګډون دوه ملکیان وژل شوي دي.

جدول ۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۳۲ ۲۹

۶۱

مجموعه

۳۲ ۲۹

۶۱

 

بهرنیو ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د ډسمبر ۲۳مه:

د کندز ولایت په چهار دره ولسوالۍ کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو یو سرتېری د وسله‌والو طالبانو له لوري د ماین په چاودنه کې وژل شوی او یو بل سرتېری ټپي شوی دی.

پایله او د اوونۍ تحلیل

د راپور د شمېرو له مخې، د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د قوس له ۲۹مې د مرغومي تر ۵مې (د ۲۰۱۹م د ډسمبر له ۲۰مې تر ۲۶مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۳۳۰ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، چې ۲۲۹ پکې وژل شوي او ۱۰۱ نور هم ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه شوې ده. د افغان حکومت په اړخ کې، تېره اوونۍ ۵۸ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې دا کچه راټیټه شوې او ټول ۴۳ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا په دې اوونۍ کې لوړه شوې ده. تېره اوونۍ ۱۲۲ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ټول ۱۵۳ تنه طالب وسله‌وال وژل شوي دي. همدا راز د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د لوړوالي ښودنه کوي. تېره اوونۍ د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۲۷ تنه و، خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره ۳۲ تنو ته لوړه شوې ده.

په دې اوونۍ کې یو ځل بیا ملکي وګړو ته د جګړې د دواړو لورو په بریدونو کې مرګ‌ژوبله واوښته او په ځانګړې توګه د افغان او بهرنیو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ګڼ شمېر ملکي وګړي ووژل شول. په روانه جګړه کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله خورا لوړه ده او دواړه لوري د ملکیانو ژوند ته لازمه پاملرنه نه کوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په تېره لسیزه کې تر ۱۰۰ زره زیات ملکي وګړي په جګړه کې وژل شوي او ټپیان شوي دي. د یوناما مشر تاداميچي یامامتو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان د جګړې لپاره هېڅ ډول نظامي حل نشته او افغانان باید د سولې لپاره جدي غږ پورته کړي.

په دې اوونۍ کې همدا راز یو ځل بیا امریکایي ځواکونو ته د وسله‌والو طالبانو  په یوه برید کې مرګ‌ژوبله واوښته. په دغه پېښه کې چې د افغانستان په شمال کې د کندز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې وشوه، د ماین په چاودنه کې یو امریکایي سرتېری ووژل شو او یو بل امریکایي سرتېری ټپي شو، چې د امریکا د دفاع وزارت د یوه سرتېري وژل کېدل منلي دي.

دغه امریکایی داسې مهال وژل کېږي، چې امریکایي پلاوی او طالب استازي په قطر کې د سولې یوې هوکړې ته د رسېدو په هڅه کې دي او ویل کېږي، چې دواړه لوري د اوربند پر مسئله ځینې اختلافات لري او دغې مسئلې د سولې هوکړه ځنډولې ده. د ځینو سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبان ښایي د دغه توافق له مخې یوازې له امریکایانو سره اوربند ومني او امریکایي لوری هم غواړي له طالبانو سره پر همدغه ډول اوربند هوکړه وکړي او ټول-شموله اوربند بین الافغاني خبرو اترو ته پرېږدي؛ ځکه د امریکا حکومت له طالبانو سره د سولې هوکړې او د خپلو څو زره سرتېرو ایستلو ته بیړه لري.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د څارونکي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای یوازې او یوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او سولې له لارې شونی دی. له همدې کبله پر نړیوالو او کورنیو ښکېلو لورو غږ کوو، چې د جګړې پر ډګر د تمرکز پر ځای د سولې هڅو ته پام واړوي.

 جدول ۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۴۳ افغان ځواکونه

۲۹

د دولت وسله‌وال مخالفین

۱۵۳ د دولت وسله‌وال مخالفین ۴۲
ملکي وګړي ۳۲ ملکي وګړي

۲۹

بهرني ځواکونه

۱ بهرني ځواکونه ۱
مجموعه ۲۲۹ مجموعه

۱۰۱

ټول وژل شوي او ټپیان               ۳۳۰

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *