خانه / اوونيز راپور / د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۷ ډسمبر – ۲ جنوري ۲۰۲۰م)

د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۷ ډسمبر – ۲ جنوري ۲۰۲۰م)

ګڼه: ۳۴مه

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ

سریزه

دغه راپور د ۲۰۱۹م کال ډسمبر له ۲۷مې د ۲۰۲۰م د جنوري تر ۲مې (د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومي له ۶مې تر ۱۲مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. په دې اوونۍ کې د ټول هېواد په کچه ۴۱۳ تنه وژل شوي او ۱۶۸ نور هم ټپیان شوي دي.

د راپور د شمېرو له مخې، دا اوونۍ په هېواد کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله خورا لوړه شوې ده. تېره اوونۍ په ټول هېواد کې ۳۳۰ تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو؛ خو دا اوونۍ ټول ۵۸۱ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله تر دوه چنده زیاته لوړه شوې. په دې اوونۍ کې وسله‌والو طالبانو پر افغان ځواکونو خونړي بریدونه وکړل. یوازې په هلمند، تخار، جوزجان، کندز او بلخ ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو کې ۸۷ افغان امنیتي سرتېري ووژل شول.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا دا اوونۍ د لږ کموالي ښودنه کوي؛ خو ملکیانو ته بیا هم د افغان ځواکونو د هوایي بریدونو ترڅنګ، ډېره مرګ‌ژوبله د دولت د وسله‌والو مخالفینو له لوري د ځای پر ځای شوو ماینونو په چاودنو کې وراوښتې او یوازې په هلمند او فراه ولایتونو کې ۸ ملکیان په چاودنو کې وژل شوي دي.

همدا راز د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه شوې او ډېره مرګ‌ژوبله بیا هم په هوایي بریدونو کې وراوښتې ده.

په دغه راپور کې د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو او ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات لولئ. همدا راز د راپور په وروستۍ برخه کې د هېواد د ټولیز امنیتي وضعیت او مهمو امنیتي پېښو په اړه تحلیل لولئ.

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د ډسمبر ۲۷مه:

وسله‌والو طالبانو په هملند ولایت کې په یوه پوځي اډه برید وکړ، چې له کبله یې ۱۰ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د پولیسو په یوه موټر پورې د نښلول شوي ماین په چاودنه کې یو پولیس ټپي شو.

د جوزجان ولایت په فیض آباد ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې دوه د ملي اردو سرتېري ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

د بدخشان ولایت په نوسي ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو کومانډو سرتېری ووژل شو او درې نور ټپیان شول.

د سمنګان ولایت په دره صوف پایان ولسوالۍ کې د طالبانو په کمین کې د ملي امنیت یو افسر ووژل شو او درې نور ټپیان شول.

د ډسمبر ۲۸مه:

په جوزجان ولایت کې په پېلابېلو امنیتي پېښو کې ۳ افغان سرتېري وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو تر یوه پوسته لاندې د تونل له لارې د ځای پر ځای کړو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې ۱۶ تنه د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

په هرات ښار کې د یوې خصوصي امنیتي کمپنۍ دوه ساتونکي د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې وژل شوي دي.

په بغلان ولایت کې د بغلان – کندز پر لویه لاره د چارشنبه غونډۍ په سیمه کې د افغان ځواکونو پر یوه پوسته د طالبانو په برید کې ۴ افغان پوځیان ووژل شول.

د سرپل – جوزجان پر لویه لاره د سیمه‌ییزو پولیسو پر یوه پوسته د طالبانو په برید کې یو سیمه‌ییز پولیس ووژل شو.

د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو په برید کې ۲ دولت پلوي ملېشه سرتېري ووژل شول او یو بل ټپي شو.

د ډسمبر ۲۹مه:

د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ په لالاګذر سیمه کې وسله‌والو طالبانو د سیمه‌ییزو پولیسو پر پوسته برید کړی، چې له کبله یې ۱۷ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سرپل ولایت د مرکز سرپل ښار په بلغلي سیمه کې پر یوه پوځي مرکز د طالبانو له برید وروسته د ماین چاودنه کې ۲ افغان پوځیان ووژل شول او ۳ نور ټپيان شول.

د بادغېس ولایت د مقر ولسوالۍ په سنګ آتش سیمه کې د ماین چاودنې له کبله دوه سرحدي پولیس ووژل شول.

د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې د کاپیسا ولایت د امنیه قوماندانۍ یو افسر وژل شوی او دوه ملګري یې ټپیان شوي دي.

د ډسمبر ۳۰مه:

د جوزجان ولایت د فیض‌أباد ولسوالۍ په حیدر  آباد سیمه کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ چې له کبله یې ۱۴ پولیس او د ملي امنیت او ملېشه ځواکونو سرتېري وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په یمچي او بلند غور سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

په فاریاب ولایت کې د بېلابېلو امنیتي پېښو پر مهال ۵ تنه امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

د ډسمبر ۳۱مه:

د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په قلعه رېګ کلي کې پر یوه حکومتي موټر د طالبانو په برید کې یو د ملي امنیت افسر وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزو پولیسو د یوه قوماندان او یوه بل پخواني قوماندان ترمنځ وسله‌واله نښته کې ۲ تنه وسله‌وال وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوه پوسته د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۴ پولیس سرتېري وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ په قره تېپه کلي کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر یوه کاروان برید وکړ، چې له کبله یې ۳ د ملي اردو سرتېري او ۴ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د کندز ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې د نامعلومو وسله‌والو په برید کې یو ترافیک پولیس وژل شوی دی.

د جنوري لومړۍ:

د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د طالبانو په بریدونو کې د دوو ‌سیمه‌ییزو پولیسو، دوو پوځیانو او د ملي امنیت لسو سرتېرو په ګډون ۱۴ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو په برید کې د دوو کومانډو، یوه پولیس او یوه د سیمه‌ییزو اردو پوځي په ګډون ۴ تنه وژل شوي او د دوو کومانډویانو په ګډون ۷ نور ټپیان شوي دي.

په بلخ ولایت کې د بلخ-جوزجان پر لویه لاره د افغان ځواکونو پر یوه پوسته د طالبانو په برید کې ۹ پولیس وژل شوي دي.

د جنوري ۲مه:

د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په ساق دان کلي کې د طالبانو په غلچکي برید کې یو پولیس افسر ووژل شو.

د بغلان ولایت په بغلان مرکزي ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته د طالبانو په برید کې ۵ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

جدول-۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۴۳ ۲۰

۶۳

پولیس

۷۹ ۵۰ ۱۲۹
مجموعه ۱۲۲ ۷۰

۱۹۲

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د ډسمبر ۲۷مه:

د دایکنډي ولایت په کجران ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۷ تنه طالب وسله‌وال وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د لغمان ولایت د مهترلام ښار او الینګار ولسوالۍ ترمنځ په بدیع آب سیمه کې په یوه هوايي برید کې ۲۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د ډسمبر ۲۸مه:

په جوزجان ولایت کې په درېیو پېلابېلو امنیتي پېښو کې ۱۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان ولایت به نوسي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ۸ تنه طالب وسله‌وال وژل شوي دي.

د سمنګان ولایت د دره صوف پایان ولسوالۍ په دره چیچل او کوتل ریګي سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو په نښته کې د دغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي کمیسیون د مشر په ګډون ۲ وسله‌وال وژل شوي دي.

د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ د افغان ځانګړې قطعې ځواکونو په عملیاتو کې ۳ وسله‌وال وژل شوي دي.

د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې ۱۳ وسله وال طالبان ووژل شول.

د ډسمبر ۲۹مه:

د جوزجان ولایت په خانقاه او فیض آباد ولسواليو کې د وسله‌والو نښتو پر مهال ۴ طالب وسله‌وال ووژل شول.

د بلخ ولایت په کشنده ولسوالۍ کې د دغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال په ګډون ۴ طالب وسله‌وال ووژل شول.

د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون ۱۳ وسله‌وال د افغان ځواکونو په بریدونو کې ووژل شول.

د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د یوې وسله‌والې نښتې پر مهال دوه طالب وسله‌وال ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې ۶ تنه طالب وسله‌وال وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۳ تنه طالب وسله‌وال وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د ډسمبر ۳۰مه:

په فاریاب ولایت کې د بېلابېلو امنیتي پېښو پر مهال ۱۴ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.

په غور ولایت کې د غور-هرات د لویې لارې په اوږدو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۶ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۷ تنه طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

د هرات ولایت په پښتون زرغون او ګلران ولسواليو کې د دوو هوایي بریدونو په پایله کې ۴ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د بغلان ولایت په چشمۀ شیر سیمه کي د افغان ځواکونو په دوو بېلابېلو بریدونو کې ۱۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د جوزجان ولایت د قوش تیپې ولسوالۍ په چهل تپه سیمه کې په یوه هوايي برید کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په یمچي او بلند غور سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۶ تنه طالب وسله‌وال وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د تخار ولایت په ورسج ولسوالۍ کې د پولیسو په عملیاتو کې ۳ طالب وسله‌وال وژل شوي دي.

د دایکنډي ولایت په کجران ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دی.

د ډسمبر ۳۱مه:

د فاریاب ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۴ تنه طالب وسله‌وال وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ په قره تېپه کلي کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر یوه کاروان برید وکړ، چې له کبله یې د افغان ځواکونو ترڅنګ ۱۱ تنه طالب وسله‌وال هم وژل شوي دي.

د کندهار ولایت په شورابک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۱۱ تنه طالب وسله‌وال ووژل شول.

د بغلان ولایت په چشمه شېر سیمه کې د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۰ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

د جنوري لومړۍ:

د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو په برید کې د افغان ځواکونو ترڅنګ ۳ تنه طالب وسله‌وال هم وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت په المار او پښتون کوټ ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په هوایي او ځکمنیو بریدونو کې ۱۰ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د یوه هوایي برید په پایله کې دوه تنه وسله وال ووژل شول.

په یوه بل هوایي برید کې د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې هم دوه وسله وال طالبان ووژل شول.

د جنوري ۲مه:

د نورستان په برګ مټال ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو په بریدونو کې ۹ تنه طالب وسله‌وال ووژل شول.

جدول-۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۲۶۷ ۹۳

۳۶۰

مجموعه

۲۶۷ ۹۳

۳۶۰

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د ډسمبر ۲۷مه:

د کابل ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې د کاپیسا ولایت دوه پخواني جهادي مشران د نامعلومو وسله‌والو په برید کې وژل شوي دي.

د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د پولیسو په یوه موټر پورې د نښلول شوي ماین په چاودنه کې یوه ښځه ووژل شوه او یو ماشوم ټپي شو.

د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په مخامخ ډزو کې یو کس ووژل شو.

د افغانستان د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) دوه خدمه کارکوونکي د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ووژل شول.

د ډسمبر ۲۸مه:

د خوست ولایت په ګربز ولسوالۍ کې د وزیرستاني کډوالو یو قومي مخور د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ووژل شو.

د ډسمبر ۳۰مه:

د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ په سرخدوز سیمه کې د سړک تر غاړې ماین چاودنه کې د یوه نارینه یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون ۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

په فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په قېشلاق کلي کې د بمي چاودنې له کبله ۲ ماشومان وژل شوي او یو کس ټپي شوی دی.

د ډسمبر ۳۱مه:

د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې پر یوه ملکي موټر د ماین چاودنه کې یو تن وژل شوی او یو بل ژوبل شوی دی.

د بلخ ولایت د کشنده ولسوالۍ په کونجک کلي کې د یوه ناپېژاند وسله‌وال په برید کې یوه ښځه ووژل شوه.

د فراه ولایت د مرکز فراه ښار په نوي پله سیمه کې د ماین چاودنې له کبله درې تنه ملکي وګړي ووژل شول.

د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې یو سوداګر د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو کې ووژل شو.

د جنوری لومړۍ

د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو په برید کې د افغان ځواکونو او طالب وسله‌والو ترڅنګ ۲ تنه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.

د جنوری ۲مه:

د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په دویمه امنیتي حوزه کې د یوې رادیو تخنیکي کارکوونکی په ډزو ووژل شو.

جدول ۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۲۴ ۵

۲۹

مجموعه

۲۴ ۵

۲۹

پایله او د اوونۍ تحلیل

د راپور د شمېرو له مخې، د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د مرغومي له ۶مې تر ۱۲مې (د ۲۰۱۹م د ډسمبر له ۲۷مې د ۲۰۲۰م د جنوري تر ۲مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۵۸۱ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، چې ۴۱۳ پکې وژل شوي او ۱۶۸ نور هم ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه د تېرې اوونۍ په پرتله یو ځل بیا لوړه شوې ده. د افغان حکومت په اړخ کې، تېره اوونۍ ۴۳ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې دا کچه تر دوه چنده زیاته لوړه شوې او ټول ۱۲۲ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم په دې اوونۍ کې لوړه شوې ده. تېره اوونۍ ۱۵۳ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ټول ۲۶۷ تنه طالب وسله‌وال وژل شوي دي. د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا د تېرې اوونۍ په پرتله د لږ ټیټوالي ښودنه کوي. تېره اوونۍ د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۳۲ تنه و، خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره ۲۴ تنو ته راټیټه شوې ده.

د ۲۰۱۹ کال ورروستۍ اوونۍ د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو لپاره خونړۍ اوونۍ وه. په دې اوونۍ کې وسله‌والو طالبانو پر افغان ځواکونو څو مرګوني بریدونه وکړل او درنه مرګ‌ژوبله یې ورواړوله. د ډسمبر په ۲۷مه په هلمند ولایت کې د طالبانو په برید کې ۱۰ تنه د ملي اردو سرتېري ووژل شول او په ورپسې ورځ هم د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې ۱۶ نور د ملي اردو سرتېري ووژل شول. د ډسمبر په ۲۹مه د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې ۱۷ تنه سیمه‌ییز پولیس ووژل شول او په ورپسې ورځ د جوزجان ولایت په فیض‌أباد ولسوالۍ کې ۱۴ تنه افغان امنیتي سرتېري ووژل شول. د ۲۰۱۹ کال په وروستۍ ورځ هم د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې ۷ تنه د ملي اردو سرتېري او سیمه‌ییز پولیس ووژل شول. د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ وررځ بیا په کندز ولایت کې ۱۴ تنه او په بلخ ولایت کې ۹ تنه افغان امنیتي سرتېري ووژل شول. په دې توګه یوازې په دغو څو پېښو کې لږ تر لږه ۸۷ تنه افغان سرتېري وژل شوي دي.

په ټولیز ډول، د ۲۰۱۹ کال په جریان کې د افغان جګړې په ډګر کې تاوتریخوالی او تلفات خورا لوړ وو؛ خو په ورته وخت کې د سولې لپاره هم هڅې بې‌سارې وې. په دغه کال کې د طالبانو د بریدونو ترڅنګ، افغان او بهرنیو ځواکونو تر پخوا ډېر او شدید ځمکني او هوایي عملیات وکړل، چې له کبله یې د ښکېلو لورو ترڅنګ د ملکي افغانانو د مرګ‌ژوبلې کچه هم لوړه شوه. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، ۲۰۱۹ کال د ملکیانو لپاره خونړی کال و. د دغه کال په لومړیو ۹ میاشتو کې تر ۲۵۰۰ زیات ملکیان وژل شوي او نږدې ۶۰۰۰ نور ژوبل شوي دي. همدا راز تر ۴۰۰ زره زیات نور د جګړو له کبله بې‌ځایه شوي هم دي. د بي بي سي د یوې څېړنې له مخې، د دغه کال په اګست میاشت کې هره ورځ په اوسط ډول ۷۴ افغانان وژل شوي وو.

همدا راز ۲۰۱۹ کال د امریکایي پوځیانو لپاره هم د تېرو ۵ کلونو په پرتله خونړی کال و. په دغه کال کې د رسمي شمېرو له مخې، ۲۶ تنه بهرني سرتېري په افغان جګړه کې ووژل شول، چې ۲۴ پکې امریکایان وو او دا شمېره له ۲۰۱۴ راوروسته په یوه کال کې د ډېرو وژل شوو بهرنیانو ښودنه کوي.

په ورته وخت کې ۲۰۱۹ کال، په تېرو ۱۸ کلونو کې یو له هغو کلونو یادیږي، چې د سولې په برخه کې پکې بې‌ساري فرصتونه رامنځ ته شول. په دوحه کې د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ ۱۰ پړاوه خبرې اترې وشوې؛ خو لا هم کومې پایلې ته نه دي رسېدلې. اوسمهال داسې ښکاري، چې امریکا او طالبان د اوربند پر مسئله د نظر اختلافات لري او دغې مسئلې د سولې هوکړه ځنډولې ده. داسې تمه شته ده، چې طالبان له امریکايي اړخ سره د تاوتریخوالي پر کمولو هوکړه وکړي او د سولې هوکړه‌لیک په نژدې راتلونکي کې لاسلیک شي.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د څارونکي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای یوازې او یوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او سولې له لارې شونی دی. له همدې کبله پر نړیوالو او کورنیو ښکېلو لورو غږ کوو، چې د جګړې پر ډګر د تمرکز پر ځای د سولې هڅو ته پام واړوي.

 جدول ۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۱۲۲ افغان ځواکونه

۷۰

د دولت وسله‌وال مخالفین

۲۶۷ د دولت وسله‌وال مخالفین ۹۳
ملکي وګړي ۲۴ ملکي وګړي

۵

مجموعه

۴۱۳ مجموعه ۱۶۸

ټول وژل شوي او ټپیان               ۵۸۱

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *