خانه / اوونيز راپور / د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۰ – ۱۶ جنوري ۲۰۲۰م)

د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۰ – ۱۶ جنوري ۲۰۲۰م)

ګڼه: ۳۶مه

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ

سریزه

دغه راپور د ۲۰۲۰م کال د جنوري له ۱۰مې تر ۱۶مې (د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومي له ۲۰مې تر ۲۶مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. په دې اوونۍ کې د ټول هېواد په کچه ۱۵۱ تنه وژل شوي او ۸۱ نور هم ټپیان شوي دي.

د راپور د شمېرو له مخې، دا اوونۍ یو ځل بیا په هېواد کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله کمه شوې ده. تېره اوونۍ په ټول هېواد کې ۲۵۹ تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو؛ خو دا اوونۍ ټول ۲۳۲ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د حکومتي ځواکونو په اړخ کې د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله راټیټه شوې ده، چې یو عمده لامل یې هم د هېواد په سړو سیمو کې د طالبانو د بریدونو کموالی دی. د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښه هم په کندز ولایت کې وشوه، چېرته چې د طالبانو په یوه برید کې لږ تر لږه ۱۱ پولیس ووژل شول او ۲ نور ټپیان شول.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم دا اوونۍ د کموالي ښودنه کوي او ډېره مرګ‌ژوبله هم د ماینونو په چاودنو، د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو او شپنیو عملیاتو کې وراوښتې ده. تر ټولو خونړۍ پېښې په بلخ او زابل ولایتونو کې وشوې او لږ تر لږه ۷ تنه ملکي وګړي پکې وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شول.

همدا راز د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د لږ کموالي ښودنه کوي؛ خو ډېره مرګ‌ژوبله بیا هم په هوایي بریدونو کې وراوښتې، چې تر ټولو خونړۍ پېښې یې په تخار، ننګرهار، غزني او کندز ولایتونو کې وشوې.

همدار راز په دې اوونۍ د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د سړک ترغاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې دوه امریکایي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

په دغه راپور کې د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو، ملکي خلکو او بهرنیو ځواکونو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات لولئ. همدا راز د راپور په وروستۍ برخه کې د هېواد د ټولیز امنیتي وضعیت او مهمو امنیتي پېښو په اړه تحلیل لولئ.

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جنوري ۱۰مه:

د بادغېس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، یو پولیس وژل شوی دی.

د جنوري ۱۱مه:

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې پر یوه امنیتي پوسته چاودنه وشوه، چې له کبله یې ۳ پولیس وژل شوي دي.

د جنوري ۱۲مه:

د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د پولیسو په لیکو کې د وسله‌والو طالبانو یوه نفوذي کس ۳ پولیس ووژل.

د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې دوه پولیس د خپلو ملګرو له‌خوا په مخامخ ډزو ووژل شول.

د جنوري ۱۶مه:

د کندهار ولایت په عینو مېنه کې د ملي اردو د تخنیکي منسوبینو پر موټر د ماین چاودنه شوه، چې له کبله یې ۲ تنه ټپیان شول.

د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او پولیسو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۱۱ پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

جدول-۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ـ ۲

۲

پولیس

۲۰ ۲ ۲۲
مجموعه ۲۰ ۴

۲۴

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د جنوري ۱۰مه:

د بلخ ولایت د شولگره ولسوالۍ په تاجک ایلتن کلي کې د دوو نامسؤولو وسله‌والو ترمنځ وسله‌واله نښته رامنځته شوه، چې له کبله یې له دواړو لورو ۴ تنه ووژل شول.

د جنوري ۱۱مه:

د بلخ ولایت د کشنده ولسوالۍ په آچه میلي او خطایي سیمو کې او د سمنګان ولایت د دره صوف پایان ولسوالۍ په خشکک دره کې، په هوايي بریدونو کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې ۱۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د جنوري ۱۲مه:

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د یوه هوايي برید له کبله د وسله‌والو طالبانو مالي مسؤول وژل شوی دی.

د کندز ولایت په اقتاش ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د غزني ولایت په ګیرو او ګیلان ولسوالیو کې په هوايي بریدونو کې ۱۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په بازار کې د افغان ځواکونو په برید کې څلور وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د جنوري ۱۳مه:

د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د جنوري ۱۴مه:

د بلخ ولایت په زاري ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت په مومندره او هسکه مېنه ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

د جنوري ۱۵مه:

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په ناني سیمه کې په یوه وسله‌واله نښته کې ۷ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او  ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د جنوري ۱۶مه:

د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۰ تنه وسله‌وال جنګیالي وژل شوي دي.

د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په شمسي سیمه کې د سیمه‌ییزو پولیسو په برید کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوی او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان ولایت په فیض آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د شبرغان – مزارشریف په لویه لاره د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

جدول-۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۱۰۹ ۵۷

۱۶۶

مجموعه

۱۰۹ ۵۷

۱۶۶

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جنوري ۱۰مه:

د بادغېس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو ماشوم  ټپي شوی دی.

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله یو ملکي وکړی ټپي شوی دی.

د جنوري ۱۲مه:

د فراه ولایت په پشت‌کوه ولسوالۍ کې يه یوه هوايي برید کې یو ملکي وګړی وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د کابل – کندهار پر لویه لاره د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په اړونده سیمه کې وسله‌والو طالبانو دوه ملکي وګړي له موټر څخه ښکته کړي او وروسته یې وژلي دي.

د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ په نورخېلو سیمه کې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا پر یوه ملکي کور د هاوان مرمۍ د لګېدنې له کبله یوه ماشومه وژل شوې او د دوو ښځو په ګډون ۳ تنه ټپیان شوي دي.

د جنوري ۱۳مه:

د فراه ولایت په پشت کوه ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې یو یوولس کلن ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په لغړې کلي کې په شپنیو عملیاتو کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د بلخ ولایت په زاري ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له‌خوا پر ملکي کور د راکټ مرمۍ د لګېدنې له کبله ۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د جنوري ۱۴مه:

د فراه ولایت د شپږمې ناحیې اړوند سیمه کې د ښاروالۍ ریاست د تنظیف ادارې مدیر د وسله‌والو طالبانو په برید کې ووژل شو.

د مزارشریف ښار نهمې ناحیې ته څېرمه د دوو پرلپسې چاودنو له کبله، دوه ماشومان وژل شوي او  ۹ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د جنوري ۱۵مه:

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د ګوډه د درې په کلالانو کلي کې، افغان ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې یو ملکي وګړی، چې د کلي ملا امام و، وژل شوی دی.

د جنوري ۱۶مه:

په فاریاب ولایت کې د  استیناف د محکمې دیوان د جزاء رئیس د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ووژل شو.

د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په زیارت سیمه کې د برښنا شرکت د کارکوونکو پر موټر د ماین چاودنه وشوه، چې له کبله یې ۵ تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

په غور ولایت کې یوه ښځه د ناپېژاندو وسله‌والو له‌خوا په ډزو ووژل شوه.

جدول-۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۲۰ ۱۸

۳۸

مجموعه

۲۰ ۱۸

۳۸

 

 بهرنیو ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې ماین چاودنه کې، دوه امریکايي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د راپور د شمېرو له مخې، د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د مرغومي له ۲۰مې تر ۲۶مې (د ۲۰۲۰م د جنوري له ۱۰مې تر ۱۶مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۲۳۲ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، چې ۱۵۱ پکې وژل شوي او ۸۱ نور هم ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې یو ځل بیا د جګړې د مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه د تېرې اوونۍ په پرتله پام وړ کمه شوې ده. د افغان حکومت په اړخ کې، تېره اوونۍ ۲۶ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې ټول ۲۰ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم په دې اوونۍ کې د لږ کموالي ښودنه کوي. تېره اوونۍ ۱۱۴ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې ۱۰۹ تنه طالب وسله‌وال وژل شوي دي. د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله نژدې نیمايي ته راټیټه شوې ده. تېره اوونۍ د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۳۸ تنه و، خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره ۲۰ تنو ته راټیټه شوې ده.

په دې اوونۍ کې که څه هم د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله راکمه شوې ده؛ خو په شپنیو عملیاتو کې د ملکیانو مرګ‌ژوبله له پراخو غبرګونونو او نیوکو سره سره لا هم روانه ده. دا اوونۍ یو ځل بیا د افغان ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ملکي خلک وژل شوي، چې د افغان امنیتي ارګانونو له لوري دا وژل شوي کسان وسله‌وال طالبان ښودل شوي؛ خو د پېښو له سیمو ترلاسه شوي معلومات ښيي، چې د دغو پېښو قربانیان بیا هم ملکیان دي. تېره اوونۍ د شپنیو عملیاتو یوه پېښه په کابل ښار کې هم وشوه، چې ۵ تنه ملکيان پکې ووژل شول او ولسمشر غني د دغې پېښې د څېړنې امر وکړ؛ خو لا هم په دې اړه د څېړنې پایلې معلومې نه دي. په شپنیو عملیاتو کې د خلکو د نیولو او بندي کولو پر ځای، معمولا بې‌وسلې خلک په خپلو کورونو کې وژل کېږي او دا هغه څه دي، چې تل یې د خلکو غبرګون پارولی دی؛ خو حکومت تراوسه نه دی توانېدلی د دا ډول پېښو مخه ونیسي.

له دې اخوا، په دې اوونۍ کې هم د تېرې اوونۍ په څېر د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه په مجموعي ډول راټيټه شوې، چې یو عمده لامل یې هم د هېواد په سړو سیمو کې د واورو ورښت او د یخنۍ سړه څپه ده، چې له کبله یې د امنیتي پېښو په کچه کې کموالی راغلی. د دې ترڅنګ، په دې اوونۍ کې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ته د افغان جګړې په ډګر کې د تاوتریخوالي د کمښت آفر تسلیم کړی او داسې برېښي چې د یخنۍ ترڅنګ د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت په تړاو توافق ته نژدې کېدل هم د مرګ‌ژوبلې د کموالي لامل شوي دي.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د څارونکي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای یوازې او یوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او سولې له لارې شونی دی. له همدې کبله پر افغان حکومت او ښکېلو نړیوالو لورو غږ کوو، چې د جګړې پر ډګر د تمرکز پر ځای د سولې هڅو ته پام واړوي.

 جدول-۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۲۰ افغان ځواکونه

۴

د دولت وسله‌وال مخالفین

۱۰۹ د دولت وسله‌وال مخالفین ۵۷

ملکي وګړي

۲۰ ملکي وګړي

۱۸

بهرني ځواکونه ۲ بهرني ځواکونه ۲
مجموعه ۱۵۱ مجموعه ۸۱

ټول وژل شوي او ټپیان               ۲۳۲

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *