خانه / اوونيز راپور / د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۷ – ۲۳ جنوري ۲۰۲۰م)

د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۷ – ۲۳ جنوري ۲۰۲۰م)

ګڼه: ۳۷مه

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ

سریزه

دغه راپور د ۲۰۲۰م کال د جنوري له ۱۷مې تر ۲۳مې (د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومي له ۲۷مې د سلواغې تر ۳مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. په دې اوونۍ کې د ټول هېواد په کچه ۱۵۸ تنه وژل شوي او ۶۲ نور هم ټپیان شوي دي.

د راپور د شمېرو له مخې، دا اوونۍ بیا هم په هېواد کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه په مجموعي ډول کمه ده. تېره اوونۍ په ټول هېواد کې ۲۳۲ تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو او دا اوونۍ هم ټول ۲۲۰ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د حکومتي ځواکونو په اړخ کې د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله لږ لوړه شوې ده. د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په اروزګان او بغلان ولایتونو کې وشوې، چېرته چې د طالبانو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ پولیس ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا دا اوونۍ د لږ کموالي ښودنه کوي. د ملکي مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په فاریاب او خوست ولایتونو کې وشوې، چې لږ تر لږه ۱۱ تنه ملکي وګړي پکې وژل شوي او ۹ نور ټپیان شول.

د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د لږ زیاتوالي ښودنه کوي؛ خو بیا هم په مجموعي ډول د تېرو اوونیو په پرتله د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم کمه ده، چې یو لامل یې هم په هېواد کې د یخنۍ سړه څپه ده.

په دغه راپور کې د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو او ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات لولئ. همدا راز د راپور په وروستۍ برخه کې د هېواد د ټولیز امنیتي وضعیت او مهمو امنیتي پېښو په اړه تحلیل لولئ.

 

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جنوري ۱۸مه:

د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې ۳ پولیس وژل شوي او ۱۶ نور طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو او مومندره ولسوالیو کې د سیمه‌ییزو پولیسو او طالب وسله‌والو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۳ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي دي.

د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په رحمت آباد او نوراید کلیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو د ملي اردو سرتېري ټپي شوی دی.

د جنوري ۱۹مه:

د اروزګان ولایت د ترینکوټ ښار په میرویس نیکه سړک سیمه کې، دوو ناپیژاندو وسله‌والو موټرسایکل سپرو دوه پولیس په ډزو ووژل.

د کندز ولایت په ګل تپه ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۳ تنه پولیس وژل شوي دي.

د جنوري ۲۰مه:

د کونړ ولایت په سروکاڼو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۳ امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

د جنوري ۲۱مه:

د کندهار ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په هرات بازار سیمه کې، د دولت د وسله‌والو مخالفینو او پولیسو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د جنوري ۲۲مه:

د اروزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د پولیسو پر پوسته بریدونه وکړل، چې په لومړي برید کې یې ۴ پولیس ووژل، وروسته په دوهم برید کې یې بیا یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې په یوه وسله‌وال برید کې د ملي امنیت مطبوعاتي مسئوول وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی دی.

د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د سړک ترغاړې ماین چاودنه کې د ملي اردو د دوهم کنډک د رئیس ارکان په ګډون ۳ تنه وژل شوي او دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

په کاپیسا ولایت کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د جنوري ۲۳مه:

د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ په چایله سیمه کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ چې له کبله یې دوه تنه ملي پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

وسله‌والو طالبانو د کندز ـ بغلان پر لویه لاره د فابریکې ۹ سړک سیمه کې د پولیسو پر پوسته برید وکړ چې له کبله یې ۵ پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

جدول-۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۳ ۳

۶

پولیس

۲۷ ۱۶ ۴۳
مجموعه ۳۰ ۱۹

۴۹

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د جنوري ۱۷مه:

د کندز ولایت په خان‌ آباد ولسوالۍ د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې دوه طالب وسله‌وال وژل شوي دي.

د فراه ولایت په کاریز شهر سیمه کې څلور وسله‌وال طالبان د افغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د جوزجان ولایت په فیض آباد او خانقاه ولسوالیو کې د ګډو امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د جنوري ۱۸مه:

د ننګرهار ولایت په مومندره او خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په نښته کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند ولایت په نهرسراج او ګرمسېر ولسوالیو کې د افغان کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د افغان ملي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د داینکډي ولایت په کجران ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او پولیسو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت په کوه زور او چشت شریف ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۲۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په رحمت آباد او نوراید کلیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو په وسله‌والو نښتو کې دوه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د جنوري ۱۹مه:

په فاریاب ولایت کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو وسله‌وال طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د فراه ولایت د مرکز اړوند سیمه کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې څلور وسله‌وال طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې څلور وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د پکتیا ولایت د آریوب ځاځي ولسوالۍ په کته سنګ سیمه کې د افغان ځواکونو په برید کې د وسله‌والو طالبانو د یوه قوماندان په ګډون ۷ تنه وژل شوي دي.

د جنوري ۲۰مه:

 د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ په پل سنګاني سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د جنوري ۲۱مه:

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۱۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په هرات بازار سیمه کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو او پولیسو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې دوه وسله‌وال وژل شوي دي.

د جنوري ۲۲مه:

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو په برید کې ۱۴ د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د جنوري ۲۳مه:

د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې وروسته د ملي پولیسو په ځوابي ډزو کې څلور تنه وسله‌وال طالبان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

جدول-۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۱۱۱ ۳۱

۱۴۲

مجموعه

۱۱۱ ۳۱

۱۴۲

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جنوري ۱۷مه:

د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې د وسله‌والو کسانو په برید کې یو ملکي وګړی وژل شوی او یو ۱۲ کلن ماشوم ټپي شوی دی.

د جنوري ۱۸مه:

د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ په خانقاه سیمه کې وسله‌والو کسانو د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۶ غړي ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل. افغان حکومت د دغې پېښې پړه پر طالبانو اچولې؛ خو طالبانو لاس لرل پکې رد کړي دي.

د جنوري ۲۰مه:

د خوست ولایت د جرګو تالار ته څېرمه سیمه کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د جنوري ۲۱مه:

د پکتیا ولایت په آریوب ځاځي ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د پولیو د واکسینو یو کارکوونکی وواژه.

د جنوري ۲۲مه:

د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې په یوه درملتون کې د لاسي بم د چاودنې له کبله یو قومي مشر وژل شوی او ۶ تنه نور ټبیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو اکمالاتي بېس ته څېرمه ناپېژاندو وسله‌والو یو قاضي په ډزو وواژه.

په کاپیسا ولایت کې په یوه امنیتي پېښه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د جنوري ۲۳مه:

وسله‌والو طالبانو د کندز ـ بغلان په لویه لاره د فابریکې ۹ سړک سیمه کې د پولیسو پر پوسته برید وکړ چې له کبله یې د پولیسو ترڅنګ ۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

جدول-۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۱۷ ۱۲

۲۹

مجموعه

۱۷ ۱۲

۲۹

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د راپور د شمېرو له مخې، د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د مرغومي له ۲۷مې د سلواغې تر ۳مې (د ۲۰۲۰م د جنوري له ۱۷ تر ۲۳) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۲۲۰ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، چې ۱۵۸ پکې وژل شوي او ۶۲ نور هم ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې بیا هم د جګړې د مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه کمه ده؛ خو د افغان ځواکونو مرګ‌ژوبله د تېرې اوونۍ په پرتله د لږ لوړوالي ښودنه کوي. تېره اوونۍ ۲۰ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې دا کچه لوړه شوې ده او ټول ۳۰ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا تقریبا د تېرې اوونۍ هومره ده. تېره اوونۍ ۱۰۹ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې دا شمېره ۱۱۱ تنه ده. د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د لږ کموالي ښودنه کوي. تېره اوونۍ د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۲۰ تنه و، خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره ۱۷ تنو ته راټیټه شوې ده.

که څه هم په دې اوونۍ کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه ټيته ده؛ خو بیا هم د ماینونو په چاودنو کې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د یوناما او چټهام هاوس په نوم څېړنیز مرکز د تازه شمېرو له مخې، په روانه جګړه کې د سړک ترغاړې ځای پر ځای شوو ماینونو په چاودنو کې ډېره مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د یوناما د شمېرو له مخې، په تېر مېلادي کال کې ۵۸ سلنه ملکي مرګ‌ژوبله د ماینونو په چاودنو کې اوښتې ده.

له بلې خوا ملکي وګړي لا هم په پراخه کچه د هوایي بریدونو قربانیان دي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په روانه اوونۍ کې تایید کړه، چې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د تېرې اوونۍ په هوایي بمباریو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په ټولیز ډول، په دې اوونۍ کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه د وړاندې اوونیو په پرتله کمه ده، چې بیا یې هم یو عمده لامل یې هم د هېواد په سړو سیمو کې د امنیتي پېښو کموالی او د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي پر کمښت توافق ته نږدې کېدل دي.

داسې برېښي، چې امریکا او طالبان د سولې هوکړې ته نږدې شوي او په نژدې راتلونکي کې به دا هوکړه لاسلیک شي. په دې اوونۍ کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سویس په داووس ښار کې د امریکا له ولسمشر ډونالد ترمپ سره هم وکتل او د سولې د روان بهیر په اړه یې هم خبرې وکړې. د امریکا ولسمشر ټینګار کړی، چې په افغانستان کې باید د تاوتریخوالي په کچه کې په ښکاره او د ډاډ وړ کموالی راشي. داسې برېښي چې د تاوتریخوالي د کمولو په تړاو امریکایي لوري ته د طالبانو له خوا پر وړاندې شوي آفر ښایي توافق وشي او د سولې هوکړه لاسلیک شي.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د څارونکي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای یوازې او یوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او سولې له لارې شونی دی. له همدې کبله پر افغان حکومت او ښکېلو نړیوالو لورو غږ کوو، چې د جګړې پر ډګر د تمرکز پر ځای د سولې هڅو ته پام واړوي.

 جدول-۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۳۰ افغان ځواکونه

۱۹

د دولت وسله‌وال مخالفین

۱۱۱ د دولت وسله‌وال مخالفین ۳۱
ملکي وګړي ۱۷ ملکي وګړي

۱۲

مجموعه

۱۵۸ مجموعه ۶۲

ټول وژل شوي او ټپیان               ۲۲۰

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *