خانه / افغانستان‏ / په افغانستان کې برېښنایي حکومتولي

په افغانستان کې برېښنایي حکومتولي

ضیاءالاسلام شېراني

د کابل پوهنتون استاد او د قاصد ستراتېژیکو څېړنو مرکز علمي غړی

لنډیز:

په یوه هېواد کې د ښې حکومتولۍ په برخه کې دولت اړ دی، چې خپل مسؤوليتونه له هر ډول فساد او ځنډ څخه پاک د قانون په رڼا کې په ښه توګه ترسره کړي. په دې برخه کې برېښنایي حکومتولي د یوه دولت لپاره د ښې حکومتولۍ په برخه کې د اوسني عصر له مهمو فکټورونو څخه ګڼل کېږي. برېښنایي حکومتولي د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې د حکومتونو او خلکو ترمنځ واټن خورا لنډ کړی او د خلکو لپاره یې په بېلابېلو برخو کې خدمتونو ته لاسرسی آسانه کړی دی. خو په افغانستان کې بیا په تېرو ۱۸ کلونو کې د مېلیاردونو ډالرو له لګېدو سره سره، لا هم خلک د اداري فساد او ظرفیت د نه شتون له کبله په بېلابېلو برخو کې له دولتي ادارو سره د تعامل په برخه کې زیاتې ستونزې لري.

ښه حکومتولي کومه او عناصر یې څه دي؟ برېښنايي حکومتولي او ګټې یې څه دي؟ په افغانستان کې تراوسه د برېښنايي حکومتولۍ په اړه څه شوي دي؟ او په دې برخه کې څه ستونزې او خنډونه شته دي؟ دا هغه پوښتنې دي، چې په دې څېړنیزه مقاله کې یې د ځوابولو هڅه شوې ده.

په مقاله کې مو په افغانستان کې د برېښنایي حکومتولۍ د وضعیت څېړلو لپاره له شته باوري موادو او همدا راز د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له چارواکو سره له مرکو ګټه اخیستې ده.

کیلي: ښه حکومتولي، برېښنایي حکومتولي، په افغانستان کې د برېښنایي حکومتولۍ تجربه، لاسته راوړنې او ستونزې.

یادونه: په PDF بڼه د مقالې د بشپړ متن ترلاسه کولو لپاره دلته کلېک وکړئ.

 

همچنین ببینید

د ملي پخلاینې لپاره د اسلامي امارت کمیسیون؛ خنډونه او فرصتونه

لیکنه: قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت کابینې په یوه …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *