خانه / اوونيز راپور / د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۴ –۱۱ جولای ۲۰۱۹م)

د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۴ –۱۱ جولای ۲۰۱۹م)

ګڼه: ۹مه

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.

سریزه

دغه راپور د ۲۰۱۹م کال د جولای له ۴مې تر ۱۱مې (د ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ له ۱۳مې تر ۲۰مې)  نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي.

د تېرې اوونۍ راپور ښيي، چې دغه اوونۍ هم خورا خونړۍ وه او په ځانګړې توګه د ملکي خلکو مرګ ژوبله پکې د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه وه. د افغان ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه په کندز کې وشوه، چې لږ تر لږه ۲۰ تنه افغان سرتېري پکې ووژل شول. همدا راز د دې اوونۍ بله خونړۍ پېښه په غزني کې وشوه، چې د افغان ځواکونو ترڅنګ پکې ملکي خلکو ته هم درنه مرګ ژوبله واوښته.

دلته په ترتیب سره افغان ځواکونو، د دولت وسله‌والو مخالفینو، ملکي خلکو، او حکومتي کارکوونکو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات په جلا جلا عنوانونو کې لولئ.

 

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جولای ۴مه:

د بلخ ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله ۱ د ملي اردو سرتېری وژل شوی او ۳ پولیس ټپيان شوي دي.

د جولای ۵مه:

د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په میوند بازار کې وسله‌والو طالبانو پر یوه امنیتي پوسته برید کړی، چې له امله یې ۶ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو په یوه پوځي مرکز برید کړی، چې له امله یې ۹ سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي.

د وسله‌والو طالبانو په برید کې د فراه ښار د یوې امنیتي پوستې ۴ پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د بادغېس ولایت په جوند ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۶ سرتېري وژل شوي او ۴ پولیس ټپي شوی دی.

د پکتیا ولایت په وازه‌خوا ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو په یوه سرحدي پوسته برید کړي چې له امله یې ۱۲ سرتېري وژل شوي چې یو پکې ملي پولیس او نور سرحدي پولیس دي.

د جلال آباد ښار په بهسودو ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې امله د اتمې امنیتي حوزې ۲ د ملي امنیت منسوبین وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۶ د عامه محافطت پولیس وژل شوي دي.

د بغلان ولایت مرکز پلخمري کې وسله‌والو طالبانو په یوه امنیتي پوسته برید کړی، چې له مله یې ۴ پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د فراه ولایت په مرکز کې د طالبانو د برید له کبله ۴ پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د جولای ۶مه:

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په آب کلان سیمه کې د وسله‌والو طالبانو د برید له امله ۱ محلي پولیس وژل شوی او ۱ ټپي شوی دی.

د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې ۹ تنه سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت د خاک‌ریز ولسوالۍ په شېرغه سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې له امله ۲ پولیس وژل شوي او ۲ ټپیان شوي دي.

همدا راز د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې ۱۰ پولیس وژل شوي او تر ۲۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د افغان کمانډو ځواکونو په موټر د راکټ برید کړی، چې له امله یې ۲ د افغان کمانډو ځواکونو غړي وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د کابل ولایت د پولیسو پنځمې حوزې اړوند سیمه کې د کورنیو چارو وزارت دوه کارکوونکي چې د څارنوالۍ برخه کې يې دندې لرلې، د نامعلومو وسله‌والو له لوري ۱ وژل شوی او ۱ بل یې ټپي شوی دی.

د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې ۲ دولت پلوي سرتېري وژل شوي دي.

د جولای ۷مه:

د غزني ولایت په شامیر صاحب سیمه کې د ملي امنیت په شپږمه حوزه د موټر بم د چاودنې له امله د ملي امنیت ۸ غړي وژل شوي دي.

د بغلان ولایت په بغلان مرکزي ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې ۱ پولیس وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت په چارکینټ ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې ۱ سیمه‌ییز پولیس وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د بادغېس ولایت په مرکز کې د طالبانو د بريد له کبله د کورنیو چارو وزارت د عامه محافظت ځواکونو ۱ غړی وژل شوی دی.

د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې طالبانو د پولیسو د یوه قوماندان په ګډون ۳ پولیس وژلي دي.

د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې ۱ پولیس وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د جولای ۸مه:

د دایکندي ولایت په کجران ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د نښتې له امله ۲ ملي پولیس وژل شوي او ۵ محلي پولیس ټپیان شوي دي.

د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې ۲ پولیس د ګزمې پر مهال وژل شوي دي.

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو یوه نفوذي کس ۱ پولیس وژلی او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.

د بغلان ولایت د پلخمري ښار په دویمه امنیتي حوزه کې د طالبانو د برید پر مهال ۳ پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د پولیس پر یوه پویسته د طالبانو په برید کې ۲ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي دي.

د جولای ۹مه:

د افغان ځواکونو د چاڼېزو عملیاتو پرمهال د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ په پل پده سیمه کې ۳ امنیتي منسوبین وژل شوي دي.

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په بریدونو کې ۲۰ تنه سرحدي او ملي پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو په یوه پوځي مرکز برید کړی، چې له امله ۴ سرتېري وژل شوي او ۲ پولیس ټپیان شوي دي.

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي، چې له امله ۱۳ پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې په یوه بمي برید کې ۱ پولیس وژل شوی دی.

د بلخ ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د طالبانو د برید له کبله ۱ پولیس وژل شوی او ۱ بل ټپي شوی دی.

د جوزجان ولایت په فیض آباد ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې ۲ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي.

د جولای۱۰مه:

د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په کمین کې ۱ سیمه‌ییز پولیس وژل شوی دی.

د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو په یوه پوسته برید کړی، چې له امله یې ۲ پولیس وژل شوي او ۳ ټپیان شوي دي.

د جولای ۱۱مه:

د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله ۶ سرحدي پولیس وژل شوي دي.

د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ د سړک پرغاړه د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله په موټر سایکل دوه سپاره پولیس ۱ یې وژل شوی او ۱ بل ټپي شوی دی.

جدول ۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۳ ۳ ۶
پولیس ۱۵۷ ۱۱۶ ۲۷۳
مجموعه ۱۶۰ ۱۱۹ ۲۷۹

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د جولای ۴مه:

د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په موشکي سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د نښتې پرمهال ۱۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د جولای ۵مه:

په فراه ولایت کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې له امله ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په میوند بازار کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې له امله ۱۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت ګذرګاه‌نور ولسوالۍ د نیولو لپاره د وسله‌والو طالبانو د برید پر مهال ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او تر ۱۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

د جولای ۶مه:

د کندهار ولایت د خاک‌ریز ولسوالۍ په شېرغه سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې له امله  ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي

د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د وسله‌والې نښتې پر مهال ۱۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټيان شوي دي.

د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د غزني ولایت په جغتو، خواجه عمري او واغظ ولسواليو کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د یوې وسله‌والې نښتې پر مهال ۵ تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د جولای ۸مه:

د دایکندي ولایت په کجران ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د نښتې له امله ۲۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د لوګر ولایت مرکز پل علم، برکي برک او خوشي سیمه کې د افغان ځواګونو او وسله‌والو طالبانو د نښتې له امله ۴۸ وسله‌وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د چاڼېزو عملیاتو پرمهال ۱۰ وسله‌وال وژل شوي او ۱ ټپی شوی دی.

د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د نښتې پر مهال ۴ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د جولای ۹مه:

د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې له امله ۱۸ وسله‌وال وژل شوي دي.

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې له امله ۱۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د افغان ځواکونو د چاڼېزو عملیاتو له امله د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ په پل پده سیمه کې ۱۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي  او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو په یوه پوځي مرکز برید کړی، چې له امله یې ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د جولای۱۰مه:

د افغان ځواکونو د چانېزو عملیاتو له امله د بغلان ولایت په تاله‌وبرفک ولسوالۍ کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۹ نور یې ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت په پلچراغ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د چاڼېزو عملیاتو له امله ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۹ ټپیان شوي دي.

د جولای ۱۱مه:

د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د هوایي او ځمکنیو عملیاتو پرمهال ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. په همدې ورځ د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د هوايي برید له امله ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

جدول : د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۲۲۳ ۹۶ ۳۱۹
مجموعه ۲۲۳ ۹۶ ۳۱۹

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جولای ۴مه:

د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو په برید کې ۱ ملکي وګړی وژل شوی او ۱ ټپي شوی دی.

د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې د هوايي برید له امله ۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۳ ټپیان شوي دي چې وژل شوي قربانیان ښځې، او ټپیان بیا ماشومان دي.

د جولای ۵مه:

د فاریاب ولایت د خواجه سبز‌پوش ولسوالۍ په بازار کې د طالبانو له لوري فیر شوې هاوان مرمۍ د لکېدو له کبله ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي او د ماشومانو په ګډون ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د غزني ښار د خاک غریبان سیمې په محمدیه جومات کې د بم د چاودنې له امله ۲ ملکي وګړي وژل شوي دي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د جلال آباد ښار په بهسودو ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې امله ۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کندز ولایت په مرکز کې یو شیعه عالم په یوه وسله‌وال برید کې وژل شوی دی.

د جولای ۶مه:

د غور ولایت په مرکز فېروزکوه کې یو ډاکتر د نامعلومو وسله‌والو په برید کې وژل شوی دی.

د جولای ۷مه:

د غزني ولایت په شامیر صاحب سیمه کې د ملي امنیت په شپږمه حوزه د موټر بم د چاودنې له امله د یوه ماشوم په ګډون ۶ ملکي وګړي وژل شوي او د ۶۰ ماشومانو په ګډون ۱۸۰ نور ټپیان شوي دي.

د جولای ۸مه:

‌‌په جلال آباد ښار کې د یوه بم د چاودنې له امله ۴ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د جولای ۹مه:

د میدان وردګو ولایت په دایمیردادو ولسوالۍ کې د افعان ځواکونو د هوايي برید له کبله د یوه روغتیايي کلنیک ۴ کارکوونکي وژل شوي دي.

د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه کې په یوه روغتیايي مرکز کې د چاودنې له امله ۱ ډاکتر او ۲ نور ملکیان وژل شوي دي.

د بغلان ولایت مرکز پلخمري په کتب خېلو سیمه کې د هوايي برید له امله د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي دي.

د جولای ۱۰مه:

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د نامعلومو وسله‌والو په برید کې د ولایتي محکمې ۲ قاضیان وژل شوي دي.

د غور ولایت په مرکز فېروزکوه کې د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله ۳ ملکي وګړي، چې یوه ښځه او دوه سړي وو، وژل شوي دي.

د جولای ۱۱مه:

د سرپل ولایت په کورک مغل سیمه کې د وسله‌والو طالبانو د راکټي برید له امله ۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

جدول ۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۵۷ ۲۳۴ ۲۹۱
مجموعه ۵۷ ۲۳۴ ۲۹۱

 

پایله

د تېرې اوونۍ راپور ښيي، چې د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د چنګاښ  له ۱۳مې تر ۲۰مې (د جولای له ۵مې تر ۱۱مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۸۸۹ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د یادولو وړ ده، چې دا اوونۍ هم د تېرې اوونۍ په څېر د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو لپاره خونړۍ اوونۍ وه (جدول-۴).

په دې اوونۍ کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله کمه شوې؛ خو د دولت د وسله‌والو مخالفینو او ملکي خلکو مرګ ژوبله بیا زیاته شوې ده. په تېره اوونې کې ۲۹۳ افغان سرتېري وژل شوي وو، چې په دې اوونې کې د پام وړ کموالي ښودنه کوي. د وسله‌والو طالبانو د وژل شوو شمېره بیا تېره اوونۍ ۱۹۵ تنه وه، چې په دې اوونۍ کې د لږ زیاتوالي ښودنه کوي. خو په تېره اوونۍ کې بیا د ملکي وګړو د وژل شوو کچه ۳۲ تنه وه، چې په دې اوونۍ کې نژدې دوه چنده شوې او ۵۷ تنه وژل شوي دي.

ملکي خلکو ته یو ځل بیا هم د افغان او بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو او شپنیو عملیاتو له کبله مرګ ژوبله اوښتې وه، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په بار بار دا ډول پېښو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي؛ خو افغان حکومت یې په اړه کوم پام وړ ګام نه دی پورته کړی. همدا راز د وسله‌والو طالبانو له لوري په شوو چاودنو کې هم زیات شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې ډېر یې هم ټپیان وو.

جدول ۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله

نوم

 

وژل شـــــوي نوم

 

ټپیـــــــــــان
افغان ځواکونه ۱۶۰ افغان ځواکونه ۱۱۹
د دولت وسله‌وال مخالفین ۲۲۳ د دولت وسله‌وال مخالفین ۹۶
ملکي وګړي ۵۷ ملکي وګړي ۲۳۴
مجموعه ۴۴۰ مجموعه ۴۴۹
ټول وژل شوي او ټپیان               ۸۸۹

پای

 

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *