خانه / اوونيز راپور / د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۲ –۱۸ جولای ۲۰۱۹م)

د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۲ –۱۸ جولای ۲۰۱۹م)

ګڼه: ۱۰مه

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.

سریزه

دغه راپور د ۲۰۱۹م کال د جولای له ۱۲مې تر ۱۸مې (د ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ له ۲۱مې تر ۲۷مې)  نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي.

د تېرې اوونۍ راپور ښيي، چې دغه اوونۍ هم خورا خونړۍ وه او په ځانګړې توګه د ملکي خلکو مرګ ژوبله پکې د تېرې اوونۍ په پرتله دوه‌چنده لوړه وه. د افغان ځواکونو لپاره بیا تر ټولو خونړۍ پېښه په بادغېس ولایت کې وشوه، چې لږ تر لږه ۳۹ تنه افغان کمانډو سرتېري پکې ووژل شول. همدا راز په دې اوونۍ کې بیا هم د ملکي خلکو ډېره مرګ ژوبله د هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو او همدا راز د سړک غاړې ځای پر ځای شوو ماینونو د چاودنو له کبله وه.

دلته په ترتیب سره افغان ځواکونو، د دولت وسله‌والو مخالفینو، ملکي خلکو او بهرنیو ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات په جلا جلا عنوانونو کې لولئ.

 

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جولای ۱۲مه:

د ننگرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې یوه ځانمرکي بریدګر د واده په مراسمو کې د سیمه‌ییزو پولیسو قوماندان په نښه کړ، چې له امله یې د سیمه‌ییزو پولیسو دغه قوماندان وژل شوی دی.

د خوست ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د پولیسو پر یوه مرکز برید وکړ، چې له امله یې یو پولیس او یو سرتېری وژل شوی دی.

د بادغېس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د پولیسو یو قوماندان له ټپي کېدو وروسته وژل شوی دی.

د فاریاب ولایت د پلڅراغ ولسوالۍ په کولیان سیمه کې د وسله‌والو طالبانو د برید پرمهال ۱۲ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان ولایت په قرنین سیمه کې د وسله‌والو طالبانو د برید  له امله ۳ پولیس افسران وژل شوي دي.

د جولای ۱۳مه:

د بادغېس ولایت په مرکز قلعه نو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د نښتې پر مهال ۴ سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

همدا راز د بادغېس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې یو پولیس د وسله‌والو طالبانو په راکټي برید کې وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله یو پولیس وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په هزاره قلعه سیمه کې د وسله‌والو طالبانو د برید له امله یو محلي پولیس وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د جوزجان ولایت پر قرقین ولسوالۍ برید کړی، چې له امله ۳ پولیس وژل شوي دي.

د سرپل ولایت په ګوسفنده ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو یو محلي پولیس وژلی دی.

د بغلان ولایت په ګذرګاه‌نورخان ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله ۵ پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د غور ولایت په تیوره ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د نښتې له کبله یو پولیس وژل شوی او ۲ نور ټپيان شوي دي.

د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په قرغان تېپه سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د نښتې پرمهال یو محلي پولیس وژل شوی دی.

د کندهار ولایت په میانیشین ولسوالۍ کې د پولیسو د اوبو وړلو پر موټر د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله ۲ پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د جولای ۱۴مه:

د بدخشان ولایت په درایم ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د سیمه‌ییزو پولیسو یو قوماندان وژل شوی او ۳ سیمه‌ییز پولیس ټپیان شوي دي.

د جولای ۱۵مه:

د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په نذیر آباد سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او سیمه‌ییرو پولیسو د نښتې پرمهال ۵ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي دي.

د هرات ولایت په څو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال یو سرتېری وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دی.

د بدخشان ولایت د رګېستان ولسوالۍ په ګردنه سیمه کې وسله‌والو طالبانو د پولیسو پر دوو پوستو برید وکړ، چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او ۴ سیمه‌يیز پولیس ټپیان شوي دي.

د جولای ۱۶مه:

د بادغېس ولایت د آبکمري ولسوالۍ په میده قول کلي کې د افغان کمانډو ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د وسله‌والې نښتې پرمهال ۳۹ کمانډو ځواکونه وژل شوي دي.

د هرات ولایت په رباط سنګي سیمه کې وسله‌والو طالبانو ۲ پولیس افسران په ډزو وژلي دي.

د کابل ښار په قلعه زمان خان سیمه کې یو پولیس د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د جولای ۱۷مه:

د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د ملي اردو د دریمې لېوا قوماندان د یوه نفوذي کس لخوا وژل شوی او ۲ نور پوځیان ټپیان شوي دي.

د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو یو سیمه‌ییز پولیس په ډزو وژلی دی.

د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په چهل کاپه سیمه کې یو پولیس وژل شوی دی.

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو د برید پرمهال یو پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د جولای ۱۸مه:

وسله‌والو طالبانو د کندهار ښار د امنیه قوماندانۍ د ننوتلو دروازې سره د موټر بم برید وکړ، چې له امله  یې ۲ پولیس وژل شوي دي.

جدول ۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان

ملي اردو

۴۵ ۲۴ ۶۹
پولیس ۴۹ ۲۷

۷۶

مجموعه ۹۴ ۵۱

۱۴۵

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د جولای ۱۲مه:

د خوست ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې برمهال ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.

د جولای ۱۳مه:

د بادغېس په مرکز قلعه نو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د نښتې پرمهال ۲ وسله‌وال وژل شوي او ۲ ټپیان شوي دي

د بلخ ولایت په ایلمان سیمه کې د افغان ځواکونو د هوايي بریدونو په پایله کې ۱۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د فراه ولایت په خاک‌سفېد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د هوايي بریدونو له امله ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

او همدا راز د هرات ولایت په فرسي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د هوايي برید له امله ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د غور ولایت په تیوره ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د نښتې پرمهال ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د جولای ۱۴مه:

د تخار ولایت په نمک‌آب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې ۱۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ په بلندخېل، چوپان، او کماخېلو کلیو کې د شپنیو عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو ترڅنګ ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د اروزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي او شپنیو عملیاتو کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو د وسله‌والو طالبانو پر موټر هوايي برید کړی، چې له امله یې ۱۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني ولایت په ده‌یک ولسوالۍ د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د نښتې پرمهال ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د جولای ۱۵مه:

د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په نذیر آباد  سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او سیمه‌ییرو پولیسو د وسله‌والې نښتې پرمهال ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د هرات ولایت په څو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د نښتو پرمهال ۵۰ وسله‌وال طالبان وژل شوی دي.

د فاریاب ولایت د پلڅراغ ولسوالۍ په کولیان سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د عملیاتو پر مهال ۱۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د جولای ۱۶مه:

د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په کمال خېلو او زرغون ښار کليو کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۶ طالب وسله‌وال وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د بادغېس ولایت د آبکمري ولسوالۍ په میده قول کلي کې د افغان کمانډو ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د وسله‌والې نښتې له امله ۳۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

همدا راز د بادغېس ولایت د آب کمري ولسوالۍ په میده قول سیمه کې د افغان ځواکونو د شپنیو عملیاتو پرمهال ۲۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني په مرکز منګور سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌‌‌والو طالبانو د وسله‌والې نښتې پرمهال ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

دجولای ۱۸مه:

وسله‌والو طالبانو د کندهار ښار د امنیه قوماندانۍ د ننوتلو دروازې سره د موټر بم برید وکړ، چې له امله  یې ۲ وسله‌وال بریدګر وژل شوي دي.

جدول : د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان

طالبان

۲۲۸ ۴۱

۲۶۹

مجموعه ۲۲۸ ۴۱

۲۶۹

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جولای ۱۲مه:

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې یو د خصوصي راډيو خبریال د نامعلومو کسانو په برید کې وژل شوی دی.

د ننگرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې د سیمه‌ییزو پولیسو پر یوه قوماندان د ځانمرګي برید له امله یې ۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د سرپل ولایت په کورک سیمه کې ۳ بزګران د وسله‌والو طالبانو له لوري په ډزو وژل شوي دي.

د جولای ۱۳مه:

د بادغېس په مرکز قلعه نو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د نښتې پرمهال ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د جولای ۱۴مه:

د لوګر ولایت د زرغون ښار په کارېز سعید سیمه کې ولسي پاڅون کونکو پر ملکي وګړو برید کړی، چې له امله یې ۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د ارزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي او شپنیو عملیاتو کې ۳۵ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د میدان وردګو د جغتو ولسوالۍ په بلندخېل، چوپان، او کمالخېلو کلیو کې ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د جولای ۱۵مه:

د کندهار ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله ۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.

د کندهار ولایت په خارکرېز ولسوالۍ کې د سړک پرغاړه د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په کمال خېلو او زرغون ښار کليو کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د جولای ۱۶مه:

د بادغېس ولایت په آب کمري ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د نښتې پر مهال ۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

همدا راز د بادغېس ولایت د ولایتي شورا دغړو په وینا، د دغه ولایت په آب کمري ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د شپنیو عملیاتو پر مهال ۲ ولسي وګړي وژل شوي دي.

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې ۴ تنه د وسله‌والو طالبانو په راکټي بریدونو کې وژل شوي دي.

د خوست ولایت په دوه‌منده ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د نښتې پر مهال یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د جولای ۱۷مه:

د سرپل ولایت په امام جعفر سیمه کې ۴ ماشومان د ماین د چاودنې له امله وژل شوي دي.

د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله ۳ ملکي وګړي وژل شوي چې ټول د یوې کورنۍ غړي وو.

د کندز ښار د پولیسو د دریمې حوزې اړوند سیمه کې په یوه بایسکل پورې تړل شوي ماین د چاودنې له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د جولای ۱۸مه:

وسله‌والو طالبانو د کندهار ښار د امنیه قوماندانۍ د ننوتلو دروازې سره د موټر بم برید وکړ، چې له امله  یې ۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان شوي دي.

جدول ۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان

ملکي وګړي

۱۳۳ ۱۰۷

۲۴۰

مجموعه ۱۳۳ ۱۰۷

۲۴۰

 

بهرنیو ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جولای ۱۳مه:

امریکايي جکړن جېمز راین سارتور په فاریاب ولایت کې د وسله‌والو طالبانو له لوري په ډزو وژل شوی دي.

 

پایله

د تېرې اوونۍ راپور ښيي، چې د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د چنګاښ  له ۲۱مې تر ۲۷مې (د جولای له ۱۲مې تر ۱۸مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۶۵۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د یادولو وړ ده، چې دا اوونۍ هم د تېرې اوونۍ په څېر د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو لپاره خونړۍ اوونۍ وه (جدول-۴).

په دې اوونۍ کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله کمه شوې؛ خو د دولت د وسله‌والو مخالفینو او ملکي خلکو مرګ ژوبله بیا زیاته شوې ده. په تېره اوونې کې ۱۶۰ افغان سرتېري وژل شوي وو، چې په دې اوونې کې د پام وړ کموالي ښودنه کوي. د وسله‌والو طالبانو د وژل شوو شمېره بیا تېره اوونۍ ۲۲۳ تنه وه، چې په دې اوونۍ کې د لږ زیاتوالي ښودنه کوي. خو په تېره اوونۍ کې بیا د ملکي وګړو د وژل شوو کچه ۵۷ تنه وه، چې په دې اوونۍ کې نژدې دوه چنده شوې او ۱۳۳ تنه وژل شوي دي.

ملکي خلکو ته یو ځل بیا هم د افغان او بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو او شپنیو عملیاتو له کبله مرګ درنه ژوبله اوښتې وه، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په بار بار دا ډول پېښو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي؛ خو افغان حکومت یې په اړه کوم پام وړ ګام نه دی پورته کړی. همدا راز په دې کې بیا هم د وسله‌والو طالبانو له لوري په شوو چاودنو کې، په تېره بیا د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوو ماینونو په چاودنو کې زیات شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جدول ۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله

نوم

 

وژل شـــــوي نوم

 

ټپیـــــــــان

افغان ځواکونه

۹۴ افغان ځواکونه ۵۱

د دولت وسله‌وال مخالفین

۲۲۸ د دولت وسله‌وال مخالفین ۴۱

ملکي وګړي

۱۳۳ ملکي وګړي

۱۰۷

بهرني‌ ځواکونه ۱ بهرني‌ ځواکونه

۰

مجموعه ۴۵۶ مجموعه

۱۹۹

ټول وژل شوي او ټپیان                               ۶۵۵

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *