خانه / اوونيز راپور / د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۴ جنوري – ۶ فبروري ۲۰۲۰م)

د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۴ جنوري – ۶ فبروري ۲۰۲۰م)

ګڼه: ۳۸مه – ۳۹مه

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ

سریزه

دغه راپور د ۲۰۲۰م کال د جنوري له ۲۴مې د فبروري تر ۶مې (د ۱۳۹۸ لمریز کال د سلواغې له ۴مې تر ۱۷مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. په تېرو دوو اوونیو کې د ټول هېواد په کچه ۵۱۰ تنه وژل شوي او ۳۴۳ نور هم ټپیان شوي دي.

د راپور د شمېرو له مخې، تېرې دوې اوونۍ په هېواد کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه په مجموعي ډول لوړه شوې ده. وړمه اوونۍ په ټول هېواد کې ۲۲۰ تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو، خو په تېرو دوو اونیو کې ټول ۸۵۳ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د حکومتي ځواکونو په اړخ کې د مرګ‌ژوبلې کچه په تېرو دوو اوونیو کې د وړمې اوونۍ پرتله څو چنده لوړه شوې ده. د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په کندهار، بغلان، کندز او اروزګان ولایتونو کې وشوې، چېرته چې د طالبانو په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ پولیس ووژل شول او ۴۴ نور ټپیان شول.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم څو چنده د زیاتوالي ښودنه کوي. د ملکي مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په بلخ، کندز، زابل او بادغېس ولایتونو کې وشوې، چې لږ تر لږه ۱۷ تنه ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.

د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې دوو اوونیو په پرتله د زیاتوالي ښودنه کوي. همدا راز د غزني ولایت په ده‌یک ولسوالۍ کې د یوې چورلکې د نسکورېدلو له کبله دوه امریکایان هم وژل شوي دي.

په دغه راپور کې د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو، ملکي خلکو او بهرنیو ځواکونو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات لولئ. همدا راز د راپور په وروستۍ برخه کې د هېواد د ټولیز امنیتي وضعیت او مهمو امنیتي پېښو په اړه تحلیل لولئ.

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جنوري ۲۴مه:

د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ په درزاب سیمه کې د پولیسو په لیکو کې د وسله‌والو طالبانو یوه نفوذي کس، خپل ۴ ملګري په ډزو ووژل او ۲ تنه نور ټپیان شول.

د اروزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ، چې وروسته نښته رامنځته شوه او له کبله یې یو ملي پولیس ووژل شو.

وسله‌والو طالبانو د جوزجان ولایت د منگجیک ولسوالۍ په مرکز خنجر امنیتي پوسته برید کړی، چې له کبله یې ۳ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د جنوري ۲۵مه:

د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د ملي اردو یوه هلیکوپټر رانسکوره کړې او له کبله یې د یوه پيلوټ په ګډون، ۳ د ملي اردو سرتېري ټپیان شوي دي.

د شبرغان ـ سرپل په لویه لاره د جوزجان ولایت په منګوټي سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او سیمه‌ییزو پولیسو ترمنځ وسله‌واله نښته رامنځته شوه، چې له کبله یې ۹ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۸ تنه نور  ټپیان شوي دي.

د جنوري ۲۶مه:

په فاریاب ولایت کې په یوه امنیتي پېښه کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۶ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د جنوري ۲۷مه:

د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ په کوکلداش سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو پولیس او دوه د ملي امنیت سرتېري وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کندز ولایت د علي آباد ولسوالۍ په موسی‌زي سیمه کې وسله‌والو طالبانو په یوه پوسته برید وکړ، چې له کبله یې دوه پولیس وژل شوي دي.

د بادغېس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو پولیس وژل شوی دی.

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ، چې له کبله یې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت د کابل – بغلان په لویه لاره وسله‌والو طالبانو د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ، چې له کبله یې یو پولیس وژل شوی او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د جنوري ۲۸مه:

د بغلان ولایت د مرکز پلخمري په خواجه الوان سیمه کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۱۸پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو په یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې یو پولیس او یو د ملي امنیت سرتېری وژل شوي او ۳ تنه نور د ملي امنیت سرتېري ټپیان شوي دي.

د کابل ښار د دوولسمې ناحیې اړوند په ارزان قیمت سیمه کې د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ د سیمه‌ییزو پولیسو قوماندان په یوه غلچکي برید کې ووژل شو.

د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ په ګوجر آباد سیمه کې یو ملي پولیس د وسله‌والو طالبانو په برید کې ووژل شو.

د جنوري ۲۹مه:

د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۴ امنیتي سرتېري وژل شوي، چې په وژل شوو کسانو کې لس د ملي امنیت، دوه د ملي اردو سرتېري او دوه ملي پولیس وژل شوي ۱۲ تنه نور  چې  ۸ د ملي اردو سرتېري او ۴ پولیس ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د سرپل ولایت د مرکز په کورک مغل پوسته برید وکړ، چې له کبله یې یو سیمه‌ییز پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۸ پولیس وژل شوي او ۴ نور تنه نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په شش پل سیمه کې یو سیمه‌ېېر پولیس وسله‌والو طالبانو په خپل کور کې وواژه.

د هرات ولایت د کشک کهنه ولسوالۍ په کاریزک سیمه کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۵ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي دي. همدا راز د سړک تر غاړې ماین چاودنه کې ۳ سیمه‌ییز پولیس ټپیان شوي دي.

د کندز ښار د دریېمې امنیتي حوزې اړوند سیمه وسله‌والو طالبانو یو پولیس په ډوز وواژه.

وسله‌والو طالبانو د کندز ولایت د کندز تخار په لویه لاره پر ګزمه کوونکو پولیسو برید وکړ، چې له کبله یې یو پولیس وژل شوی او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د بادغېس ولایت په قادس ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د پولیسو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۲ پولیس وژل شوي او ۲ نور یې ټپیان شوي دي

د جنوري ۳۰مه:

د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کاپیسا ولایت د آله سای ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر د ناپېژاندو وسله‌والو مخالفینو په برید کې ووژل شو.

د بادغېس ولایت د قادس ولسوالۍ په قرقچي سیمه کې د پولیسو په اکمالاتي کاروان د سړک ترغاړې ماین چاودنه وکړه چې له کبله یې دوه پولیس وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د جنوري ۳۱مه:

د فاریاب ولایت د قرمقول ولسوالۍ په سربند سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی دی.

د فبروري لومړۍ:

د کابل پخوانی امنیه قوماندان د کابل ښار په شاه شهید سیمه کې د ناپېژاندو وسله‌والو مخالفینو په برید کې ټپي شوی دی.

د پروان ولایت د مرکز په قلعۀ نو ده ملا صاحب سیمه کي د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو پولیس ټپی شوی دی.

د بدخشان ولایت د شهر بزرګ ولسوالۍ آمو سیند ته څېرمه د وسله‌والو طالبانو په برید کې دوه سیمه‌ییز پولیس وژل شوي دي.

د هرات ولایت د کهشک رباط سنګي ولسوالۍ په کارېز خاني سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو سیمه‌ییز پولیس او دوه د دولت پلوي ملېشې ټپیان شوي دي.

د فبروري ۲مه:

وسله‌والو طالبانو د کندز ولایت د بغلان ـ کندز په لویه لاره په کیسه توپک سیمه کې د پولیسو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۵ تنه پولیس وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت په قیصار او بندر شاخ ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو سیمه‌ییز پولیس وژل شوی او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

په هرات ولایت کې د يولیسو او د دولت وسله‌والو مخالفینو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو پولیس وژل شوی دی.

د بغلان ولایت په بورکه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲ د ملي اردو سرتېري وژل شوی او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فبروري ۳مه:

د فراه ولایت په کرجي سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو پولیس وژل شوی او یو تن ټپي شو دی.

د فبروري ۴مه:

د سرپل ولایت په تخته سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې د سیمه‌ییزو پولیسو د قوماندان په ګدون ۶ پولیس وژل شوي او د آمو سیند د عامه نظم محافظت قوماندان په ګډون ۳ تنه ټپیان شوي دي.

د خوست ولایت په خوني خوړ سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی دی.

په کندهار ولایت کې یوه ښځینه پولیسه د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ووژل شوه.

د بادغېس ولایت د مقر ولسوالۍ په فېروزکوه سیمه کې یو پولیس د وسله‌والو طالبانو په برید کې ووژل شو

د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو سپېشل فورس سرتېری وژل شوی دی.

د فبروري ۵مه:

د هلمند ولایت په ګرشګ ولسوالۍ کې د سړک ترغاړې ماین چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په تلوکان سیمه کې د پولیسو په لیکو کې د طالبانو یوه نفوذي کس خپل ۵ ملګري په ډزو وژلي دي.

په فاریاب ولایت کې د وسله‌والو طالبانو په کمین کې د سیمه‌ییزو پولیسو د قوماندان په ګډون ۳ پولیس وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

جدول-۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۱۶ ۳۳

۴۹

پولیس

۱۱۱ ۹۴ ۲۰۵
مجموعه ۱۲۷ ۱۲۷

۲۵۴

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د جنوري ۲۴مه:

د اروزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د پولیسو پر پوسته برید وکړ، چې وروسته نښته رامنځته شوه او له کبله یې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان ولایت په منګجیک ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته  رامنځته شوه چې له کبله یې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵  تنه نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په چهارشنبې سیمه کې ۳ ماین خښوونکي وسله‌وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول.

همدا راز د قیصار ولسوالۍ په بندرشاخ سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د کندز ولایت د اقتاش ولسوالۍ په ملاخېل سیمه کې په یوه هوايي برید کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ۱۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د جنوري ۲۵مه:

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د جوزجان ولایت په منګجیک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت په نهرسراج او واشیر ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په برید کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۴ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت په زارع ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۵ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سمنګان ولایت د روی دوآب ولسوالۍ اړوند سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ وسله‌واله نښته رامنځته شوه چې پایله کې یې ۲ وسلهو‌ال طالبان وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د جنوري ۲۶مه:

په کندز ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو په برید کې ۲ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دی.

د جوزجان ولایت په خانقا ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي. همدا راز په فاریاب ولایت کې په یوه هوايي برید کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د افغان ځانکړو امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د جوزجان ولایت د دشت لیلی اړوند سیمې مجید قدوق کلي کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنخ په وسله‌واله نښته کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د جنوري ۲۷مه:

د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په مکاوه سیمه کې د یوه هوايی برید کله کبله ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د جورجان ولایت په فیض آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د جنوري ۲۸مه:

د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې یو وسله‌وال طالب وژل شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت د مرکز پلخمري په الوان سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ۱۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د جنوري ۲۹مه:

د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د افغان ځانکړو ځواکونو په برید کې ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

په بادغېس ولایت کې افغان کومانډو ځواکونو یو زندان مات کړ چې له کبله یې ۴ وسله‌وال طالبان ووژل شول.

د جنوري ۳۰مه:

 د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ په دګزک سیمه کې په یوه هوايي برید کې د وسله‌والو طالبانو نظامي مسئوول ووژل شو.

د جنوري ۳۱مه:

د هلمند ولایت په نهرسراج، واشېر، او نادعلي ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د فبروري لومړۍ:

د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په کته قشلاق سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فبروري ۲مه:

د جوزجان ولایت په خانقا ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په کمین کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په بادغیسي سیمه کې د افغان ځواکونو په برید کې ۷ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په خیر آباد سیمه کې د ګډو افغان ځواکونو په برید کې د وسله‌والو طالبانو قوماندان او  ۴ تنه نور وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايی برید کې ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کندز ولایت په باغ شرکت سیمه کې د افغان ځواکونو په هوايی او ځمکني عملیاتو کې ۴ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي.

د کندز ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ چې له کبله یې ۳ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲ تنه نور ټبیان شوي دي.

په هرات ولایت کې د يولیسو او د دولت وسله‌والو مخالفینو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲ د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

د بغلان ولایت په بورکه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فبروري ۳مه:

په بغلان ولایت کې یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل د شیریني خورۍ پر مراسمو کې خپلو چاودېدنکو توکو ته چاودنه ورکړي خو موخې ته د رسېدلو ترمخه چاودیدونکو توکو چاودنه وکړه او ځانمرګی بریدګر ووژل شو.

د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې افغان ځواکونو پر وسله‌والو طالبانو برید وکړ چې له کبله یې ۳ وسله‌‌وال طالبان ووژل شول.

دفاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايی برید کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کنړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ اړوند په مناګي برښنا سیمه کې د افغان ځواکونو په عملیاتو ۳ وسله‌وال داعش جنګیالي وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام بابا سیمه کې ۴ تنه ماین خښوونکي د خپل ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ووژل شول.

د فراه ولایت په کرجي سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۶ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي

د فبروري ۴مه:

د ننکرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د ملي اردو په ځانکړو عملیاتو کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د جوزجان ـ سرپل په لویه لاره د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌‌واله نښته کې د افغان ځواکونو په برید کې د دوو قوماندانو په ګډون ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په چاڼيزو عملیاتو کې  ۷ طالبان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فبروري ۵مه:

د کندهار ولایت په غورک ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۷ تنه وسله‌والو طالبان وژل شوي دي.

همدا راز په یوه بله پېښه کې د یوې چاودنې له کبله ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دی.

د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې د وسله‌والو طالبانو د نظامي کمیسیون یو غړی وژل شوی دی.

د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او یو تن بل ټپی شوی دی.

د فاریاب ولایت په شیرین تګاب او قیصار ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د فبروري ۶مه:

د هلمند ولایت په نهر سراج او سنګین ولسوالیو کې په یوه هوايي برید کې ۵ تنه وسله‌وال وژل شوي دي.

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۱۰ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار ولایت په ښورابک ولسوالۍ د ناټو په یوه هوايی برید کې ۱۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۸ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

جدول-۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۳۲۵ ۱۶۹

۴۹۴

داعش

۳ ۱ ۴
مجموعه ۳۲۸ ۱۷۰

۴۹۸

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جنوري ۲۴مه:

د کندهار ولایت په شاه‌ولیکوټ ولسوالۍ کې یوه ۱۲ کلنه نجلۍ د افغان ځواکونو په ډزو کې ووژل شوه او کاکا یې هم ټپي شو.

د جنوري ۲۵مه:

د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند کوټه سنګي سیمه کې د پولیسو په یوه رنجر موټر ماین چاودنه وکړه چې له کبله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د شبرغان ـ سرپل په لویه لاره د جوزجان ولایت په منګوټي سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او سیمه‌ییزو پولیسو ترمنځ وسله‌واله نښته رامنځته شوه چې د سیمه‌ییزو پولیسو  ترڅنګ دوه ملکي وګړي هم ټپیان شول.

د خوست ولایت د علیشر ولسوالۍ په وراث سیمه کې د واده پر مراسمو د یوه هوایی برید له کبله ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

د جنوري ۲۶مه:

د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په بوکې کلي کې په یوه هوايي برید کې د درېیو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون د یوې کورنۍ ۷ غړې وژل شوي دي.

د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې د حج اوقافو یو مدیر د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې وژل شوي دی.

د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په پړاوي سیمه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د هرات ښار اتمې امنیتي حوزې ته څېرمه یوه ناپېژاند وسله‌وال یو دیني عالم په ډزو وواژه.

د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په شیداني سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو یو تن د انکشافي شوراګانو ریئس په ډزو وواژه.

همدا راز د انجیل ولسوالۍ اړوند سیمه کې په یوه بله پېښه کې پلار او زوی ټپیان شول.

د جنوري ۲۷مه:

د سرپل ولایت د سرپل- جوزجان په لویه لاره وسله‌والو طالبانو پر ملکي کور برید وکړ چې له کبله یې ۲ ښځې وژل شوي او یو ماشوم او یوه بله ښځه ټپیان شوي دي.

د جنوري ۲۸مه:

د فاریاب ولایت په ارزلیک ولسوالۍ کې د یوې هاوان مرمۍ د لګېدنې له کبله یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د جنوري ۲۹مه:

د غور ولایت د بالا مرغاب ولسوالۍ په سرجنګل سیمه کې وسله‌والو طالبانو یو ملکي وګړی چې د جومات څخه د کور په لور روان و، په ډزو وواژه.

د جنوري ۳۰مه:

د هلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ په ښورکي سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې یو ملکي وګړي وژل شوی دی.

د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ په ده ګزک سیمه کې په یوه هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي دي.

د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ د ګډو  افغان ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې د یوه کور ۳ غړي وژل شوي چې په وژل شوو کسانو کې یوه خور او ورور شامل دي.

د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۳ تنه ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

د جنوري ۳۱مه:

د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي دي.

د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند فاضل بیک سیمه کې په یوه کراچۍ کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله دوه تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار کې د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايی برید کې یو ماشوم وژل شوی او یوه مور او یو ماشوم ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت د قرمقول ولسوالۍ په سربند سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې په یوه کور د راکټ مرمۍ لګېدنې له کبله ۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د فبروري لومړۍ:

د بادغېس ولایت د مقر ولسوالۍ په انډر سیمه کې په یوه هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي دي.

د پروان ولایت د مرکز په قلعۀ نو ده ملا صاحب سیمه کي د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

د فبروري ۲مه:

د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو یو دیني عالم په ډزو وژلی دی او یو بل تن ټپي شوی دی.

په کندز ولایت کې دوه ملکي وګړي چې د کندز مرکز خان آباد ته روان وو، لومړی د طالبانو له لوري وتښتول شول او وروسته یې ووژل.

د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په قددوس سیمه کې یو ملکي وګړی په جومات کې د لمانځه د ادا کولو په حالت کې د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ووژل شو.

د فبروري ۳مه:

په بغلان ولایت کې د یوې چاودنې له کبله دوه ملکي وګړي ټپیان شول.

د زابل ولایت په قلات ښار کې یوه پولیس خپله مېرمن په تبر وژلې ده.

د لغمان ولایت د  مرکز مهترلام بابا سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو یو قومي مشر په ډزو وواژه.

د فبروري ۴مه:

د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله‌والو یو ملکي وګړی په ډزو وواژه.

د فبروري ۵مه:

د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې ته څېرمه د ګلبدین حکمتیار د ساتونکي په ګډون دوه وروڼه د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې وژل شوي دي.

جدول-۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۵۳ ۴۶

۹۹

مجموعه

۵۳ ۴۶

۹۹

 

بهرنیو ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جنوري ۲۷مه:

د غزني ولایت په ده‌یک ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو یوه چورلکه را غورځولې چې د رسمي بیانونو له مخې، ۲ تنه امریکايي وګړي پکې وژل شوي دي. سره له دې چې د ځینو راپورونو له مخې، په دې پېښه کې ۴ بهرنیان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د راپور د شمېرو له مخې، د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د سلواغې له ۴مې تر ۱۷مې (د ۲۰۲۰م د جنوري له ۲۴مې د فبروري تر ۶مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۸۵۳ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، چې ۵۱۰ پکې وژل شوي او ۳۴۳ نور هم ټپيان شوي دي.

په تېرو دوو اوونیو کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه لوړه ده؛ د افغان ځواکونو مرګ‌ژوبله په تېرو دوو اوونیو کې د وړمې اوونۍ په پرتله د لوړوالي ښودنه کوي. وړمه اوونۍ ۳۰ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي وو؛ خو په تېرو دوو اوونیو کې دا کچه ډېره لوړه شوې ده او ټول ۱۲۷ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه د وړمې اوونۍ په پرتله لوړه شوې، وړمه اوونۍ ۱۱۱ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي وو؛ خو په تېرو دوو اوونیو کې دا شمېره ۳۲۸ تنه ده. د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د وړمې اوونۍ په پرتله د زیاتوالي ښودنه کوي. وړمه اوونۍ د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۱۷ تنه و، خو په تېرو دوو اوونیو کې بیا دا شمېره ۵۳ تنو ته لوړه شوې ده.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هڅو سره هم‌مهاله په یو شمېر ولایتونو کې جګړې شدت پیدا کړی دی. تېرې دوه اوونۍ د افغان ځواکونو او ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړۍ اوونۍ وې، افغان ځواکونو ته په کندز بغلان او فاریاب ولایتونو کې د وسله‌والو طالبانو په بریدونو کې درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده، همدا راز افغان او بهرنیو ځواکونو په بلخ، کندز، زابل، او بادغېس ولایتونو کې د ملکي وګړو پر کورونو شپني عملیات او بریدونه ترسره کړي ډي، په بلخ کې په یوه هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي، په وژل شوو کسانو کې شپږ ښځې او یو ماشوم شامل دی. د وژل شوو کسانو یوه خپلوان لعل محمد وایي الوتکې راغلې، بمبارد یې وکړ او ملکي کسان یې ووژل، خونې یې راغورځولې دي او وژل شوي کسان مو له کڼدوالو راویستل، د دغه خونړۍ پېښې په اړه د پخواني ولسمشر کرزي، یو شمېر افغان سیاستوالو او د ټولنیزو رسنیو چلونکو غبرګونونه را پارولي دي، د سیمې څخه په یو شمېر ترلاسه شوو راپورونو او په رسنیو کې د خپارو شوو انځورونو او ویدیوګانو څخه دا جوتیېږي چې پدې سیمه کې وسله‌وال طالبان هېڅ شتون نلري. د سیمې خلکو د وژل شوو  کسانو جسدونه د مزارشریف ښار ته راوړي وو، له دولت څخه یې د عدالت غوښنه کوله او د ولایتي شورا مخې ته لسګونو اعتراض کوونکو په دولت نیوکه کوله، همدا راز په لغمان، زابل او بادغېس ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ملکې وکړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، د افغان او بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه په داسې مهال کې کیږي چې د امریکا هوايي ځواک لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي په تېر کال کې امریکايي ځواکونو پر افغان خاوره ۷۴۳۲ بمونه غورځولي چې دا شمېره د تېرو کلونو په پرتله څو چنده لوړه ده. همدا راز د بشر حقونو خپلواک کمیسیون د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې په تړاو یو راپور خپور کړ چې ۲۰۱۹ کال د ملکي وګړو لپاره یو خونړی کال وو، چې پدې کال کې ۱۰۷۷۲ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې لدې ډلې ۲۸۱۷ تنه وژل شوي او ۷۹۵۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

له بله پلوه د طالبانو د ادعاوو له مخې په دې دوو اوونیو کې طالبانو  څلور هلیکوپترې رانسکورې کړي دي. دې ډول بریدونو د یو شمېر سیاسي شننونکو اندېښنه راپارولې، چې د نړۍ سیاسي حالت د تغیير په حال کې دی او جګړه اوج ته رسېدلې، ددې امکان هم شته چې طالبانو دې پرمختللو وسلو ته لاسری پیدا کړی وي. که چېري طالبانو پرمختللو وسلو ته لاسرسی پیدا کړی وي نو جګړه به نوره هم خونړۍ شي.

په بل اړخ کې له طالبانو څخه د امریکا نویو غوښتنو د سولې روان مذاکرات ستونزمن کړي دي، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمولو په تړاو تر هوکړې وروسته تازه د امریکا له طالبانو د دایمي اوربند ترڅنک نورې غوښتنې کړې دي چې دسولې خبرې یې له ستونزې سزه مخ کړې دي. داسې بریښي چې امریکا په افغانستان کې د سولې نیت نلري او د نویو شرایطو په وړاندې کولو سره دغه پروسه بې باوره کوي او خپل حضور ته لانور دوام ورکوي.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د څارونکي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای یوازې او یوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او سولې له لارې شونی دی. له همدې کبله پر افغان حکومت او ښکېلو نړیوالو لورو غږ کوو، چې د جګړې پر ډګر د تمرکز پر ځای د سولې هڅو ته پام واړوي.

 جدول-۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۱۲۷ افغان ځواکونه

۱۲۷

د دولت وسله‌وال مخالفین

۳۲۸ د دولت وسله‌وال مخالفین ۱۷۰
ملکي وګړي ۵۳ ملکي وګړي

۴۶

بهرني ځواکونه

۲ بهرني ځواکونه
مجموعه ۵۱۰ مجموعه

۳۴۳

ټول وژل شوي او ټپیان               ۸۵۳

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *