خانه / اوونيز راپور / د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۴ –۲۰ فبروري ۲۰۲۰م)

د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۴ –۲۰ فبروري ۲۰۲۰م)

ګڼه: ۴۱مه

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کليک وکړئ

سریزه

دغه راپور د ۲۰۲۰م کال د فبروري له ۱۴مې تر ۲۰مې (د ۱۳۹۸ لمریز کال د سلواغې له ۲۵مې د کب تر لومړۍ) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. په دې اوونۍ کې د هېواد په کچه ټول ۲۱۱ تنه وژل شوي او ۹۳ نور هم ټپیان شوي دي.

د دغه راپور په موده کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه ټیټه شوې ده. تېره اوونۍ په ټول هېواد کې ۳۸۷ تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو، خو په دې اوونۍ کې ټول ۳۰۴ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د حکومتي ځواکونو په اړخ کې د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله لږ لوړه وه. د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په کندز او کاپیسا ولایتونو کې وشوې، چېرته چې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۹ امنیتي سرتېري ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا د تېرې اوونۍ په پرتله د کموالي ښودنه کوي. د ملکي مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په ننګرهار، کندز او هرات ولایتونو کې وشوې، چې لږ تر لږه ۳۰ تنه ملکي وګړي پکې ووژل شول.

په بل اړخ کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د کموالي ښودنه کوي.

په دغه راپور کې د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو او د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات لولئ. همدا راز د راپور په وروستۍ برخه کې د هېواد د ټولیز امنیتي وضعیت او مهمو امنیتي پېښو په اړه تحلیل لولئ.

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د فبروري ۱۴مه:

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو د یوه نفوذي کس په برید کې ۶ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي دي.

د فبروري ۱۵مه:

د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د ملي اردو یوې هلیکوپتر چورلکې بېړنۍ ناسته وکړه، چې له کبله یې یو د ملي اردو سرتېری ټپي شوی دی.

د فبروري ۱۶مه:

په فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د کندز ولایت د شوره‌خاک ولسوالۍ په سه درک سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۱۴ د ملي اردو سرتېري وژل شوي  او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو پولیس وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د یوه ناپېژاند وسله‌وال په برید کې ۲ پولیس ووژل شول.

د فبروري ۱۷مه:

د کندز ولایت په علي خېل او سه درک سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ پولیس ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د فاریاب ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې یو سیمه‌ییز پولیس په ډزو وواژه.

د جوزجان ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو له لوري یو د ملي امنیت سرتېری او یو پولیس لومړی وتښتول شول او وروسته ووژل شول.

وسله‌والو طالبانو د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ، چې له کبله یې یو سیمه‌ییز پولیس وژل شوی او یو بل پوليس ټپي شوی دی.

د فبروري ۱۸مه:

د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په افغانیه دره کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۹ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د سرپل ولایت په اقتاش سیمه کې د پولیسو پر پوسته بریدونه وکړل چې له کبله یې ۳ پولیس وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فبروري ۱۹مه:

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې ناپېژاندو وسله‌والو بریدګرو په برید کې د یوه سناتور ورور او ۲ ساتونکي وژل شوي دي.

 جدول-۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۱۴ ۴

۱۸

پولیس

۳۰ ۱۶ ۴۶
مجموعه ۴۴ ۲۰

۶۴

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د فبروري ۱۴مه:

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

په بلخ ولایت کې په یوه هوايي برید کې د وسله‌والو طالبانو د قوماندان په ګډون ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د فبروري ۱۵مه:

د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ په موسوم سیمه کې په یوه هوايي برید کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د خوست ولایت په صبرۍ او علیشیر ولسوالیو کې د افغان کومانډو ځواکونو په برید کې ۲ د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

د هرات ولایت په ادرسکن او ګلران ولسوالیو کې په امنیتي پېښو کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فبروري ۱۶مه:

د کندهار ولایت په خاکریز او میوند ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۲ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ۵ د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت په بغلان مرکزي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د بلخ ولایت په شورتېپه او دولت آباد ولسوالیو کې د افغان پولیسو په خاصو عملیاتو کې ۳۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

د فبروري ۱۷مه:

د کندز ولایت په علي خېل او سه درک سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

په فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د اروزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ په رزتاله سیمه کې د افغان ځواکونو په برید کې یو وسله‌وال طالب وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د فبروري ۱۸مه:

د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په جرخشک سیمه کې د افغان ځواکونو په برید کې ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت په مومندره ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۱۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د هملند ولایت په نوزاد، واشېر او سنګین ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې د یوه قوماندان په ګډون ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کونړ ولایت په څوکۍ او ترنګ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۶ داعش وسله‌وال وژل شوي دي.

د فبروري ۱۹مه:

د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په څاروان کلا کې د یوه هوايي برید له کبله دوه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند ولایت په نهرسراج او ناوه ولسوالیو د افغان کومانډو په خاصو عملیاتو کې یو طالب وسله‌وال وژل شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فبروري ۲۰مه:

د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالۍ په ماکیانو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په برید کې ۱۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو یو قوماندان د افغان ځواکونو په برید کې ووژل شو.

جدول-۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۱۲۴ ۶۵

۱۸۹

داعش

۶ ـ ۶
مجموعه ۱۳۰ ۶۵

۱۹۵

  

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د فبروري ۱۴مه:

د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې د یوه ماشوم په ګډون ۹ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د فبروري ۱۷مه:

د بادغېس ولایت د مقر ولسوالۍ په قال زردک سیمه کې د سړک تر غاړې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یوه ښځه وژل شوې او ۵ ماشومان ټپیان شوي دي.

د هرات ښار په شیدايي سیمه کې د انجيل ولسوالۍ د محکمې رئیس، د دوو ناپېژاندو موټر سایکل سپرو وسله‌والو په برید کې ووژل شو.

په فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو ملکي وګړی وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

په کندز ښار کې پر یوه کور د هاوان د مرمۍ د لګېدنې له کبله د یوه ماشوم په ګډون ۹ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې وسله‌وال کسان یوه ملکي کور ته ور دننه شول او له هغه ځایه یې پر افغان ځواکونو بریدونه وکړل چې له کبله یې یو لس کلن ماشوم وژل شوی او دوه نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د کابل ښار د دوولسمې ناحیې اړوند په احمد شاه بابا سیمه کې د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې یو صراف ووژل شو.

د فبروري ۱۸مه:

د هرات ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د ډرون په یوه هوايي برید کې ۱۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي وژل شوي دي.

د فبروري ۱۹مه:

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې د دغه ولایت د یوه سناتور ورور او ۲ ساتونکي یې وژل شوي دي.

د فبروري ۲۰مه:

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې یو تقاعد شوی پولیس د خپل کور مخې ته د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د لویې څارنوالۍ یو کارکوونکی د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ووژل شو.

جدول-۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۳۷ ۸

۴۵

مجموعه

۳۷ ۸

۴۵

پایله او د اوونۍ تحلیل

د راپور د شمېرو له مخې، د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د سلواغې له ۲۵مې د کب تر لومړۍ (د ۲۰۲۰م د فبروري له ۱۴مې تر ۲۰مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۳۰۴ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، چې ۲۱۱ پکې وژل شوي او ۹۳ نور هم ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه راټیټه شوې ده؛ خو د افغان ځواکونو مرګ‌ژوبله په دې اوونۍ کې د تېرې اوونۍ په پرتله د لږ لوړوالي ښودنه کوي. تېره اوونۍ ۳۵ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې دا کچه لوړه شوې ده او ټول ۴۴ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا د تېرې اوونۍ په پرتله ټيټه شوې ده. په تېره اوونۍ کې ۱۶۳ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې دا شمېره ۱۳۰ تنه ده. د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د لږ کموالي ښودنه کوي. تېره اوونۍ کې د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۴۲ تنه و، خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره ۳۷ تنو ته را ټيټه شوې ده.

له تېرو څو اوونیو راهیسې په پرله‌پسې ډول ملکي وګړو ته د افغان او بهرنیو ځواکونو په شپنیو عملیاتو او د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ډېره مرګ‌ژوبله اوښتې ده. دا اوونۍ یو ځل بیا په کندز، ننګرهار، او هرات ولایتونو کې د خونړیو هوایي بریدونو پر مهال ملکي وګړي وژل شوي دي. تر ټولو زړه بوږنوونکې پېښه د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د فبروري په ۱۴مه وشوه. په دې پېښه کې د ماشومانو په ګډون ۹ تنه ملکیان چې په یوه ملکي موټر کې سپاره وو د امریکایي ځواکونو له لوري په نښه او ووژل شول.

وړمه اوونۍ هم د وردګو ولایت په دایمیردادو ولسوالۍ کې د امریکايي بې‌پیلوټې الوتکې په برید کې درې ملکي وګړي ووژل شول. د دغې پېښې په غبرګون کې د میدان وردګو ولایت یو شمېر قومي مشرانو او وکیلانو د یوې اعتراضیه رسنیزې غونډې پرمهال له دولت او نړیوالو لورو وغوښتل چې نور پر ملکي وګړو خپلې خونړۍ بمبارۍ او د ملکیانو ظالمانه په نښه کول ودروي. دوی د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره ټینګار وکړ، چې افغان او بهرني ځواکونه وخت ناوخت په شپنیو عملیاتو او هوایي بریدونو کې ملکي خلک په نښه کوي او وروسته د دغو پېښو قربیانیان د وسله والو طالبانو جنګیالي بولي، کوم څه چې نور خلکو ته د منلو وړ نه دي.

په تېرو څو میاشتو کې ولسمشر غني څو ځله د ملکي تلفاتو د مخنيوي ژمنه وکړه؛ خو کله هم دا ژمنه عملي شوې نه ده او د ټول هېواد په کچه دا ډول پېښې روانې دي چې له کبله یې د حکومت او عام ولس ترمنځ واټن خورا زیات شوی دی. په دې تړاو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم په یوه ویناپاڼه کې ویلي، چې یوازې په تېره میاشت کې ۱۳۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي چې له جملې یې ګڼ شمېر د افغان او بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د ملکي وګړو دغه مرګ ژوبله داسې مهال ده، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو له پای ته رسېدو سره هوکړه شوې، چې د یوې اوونۍ لپاره د جګړې په ډګر کې تاوتریخوالی راکم شي. تمه ده چې د تاوتریخوالي د کمښت دا موده په روانه اوونۍ کې پیل او د فبروري د میاشتې تر پایه دوام وکړي. له دغې مودې وروسته به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په قطر هېواد کې د نړیوالو لورو په حضور کې لاسلیک شي او په دې سره به بین الافغاني خبرو اترو ته هم لاره هواره شي.

له بله پلوه، په روانه اوونۍ کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون له څو میاشتني ځنډ وروسته د ټاکنو پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې ولسمشر اشرف غني د دویم ځل لپاره د هېواد ولسمشر وټاکل شو؛ خو د نوموړي بل ټاکنیز سیال ډاکتر عبدالله دا پایلې ونه منلې او د موازي حکومت د جوړولو ګواښ یې وکړ. له دې سره د هېواد سیاسي فضا کړکېچنه ښکاري او داسې اندېښنې هم شته دي، چې له امریکا سره تر هوکړې وروسته پر بین الافغاني خبرو اترو به منفي سیوری وغوړوي.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د څارونکي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای یوازې او یوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او سولې له لارې شونی دی. له همدې کبله پر افغان حکومت او ښکېلو نړیوالو لورو غږ کوو، چې د جګړې پر ډګر د تمرکز پر ځای د سولې هڅو ته پام واړوي.

 جدول-۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۴۴ افغان ځواکونه

۲۰

د دولت وسله‌وال مخالفین

۱۳۰ د دولت وسله‌وال مخالفین ۶۵
ملکي وګړي ۳۷ ملکي وګړي

۸

بهرني ځواکونه

ـ بهرني ځواکونه ـ
مجموعه ۲۱۱ مجموعه

۹۳

ټول وژل شوي او ټپیان  ۳۰۴

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *