خانه / اوونيز راپور / د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۰–۲۶ مارچ ۲۰۲۰م)

د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۰–۲۶ مارچ ۲۰۲۰م)

ګڼه: ۴۶

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ

سریزه

دغه راپور د ۲۰۲۰م کال د مارچ له ۲۰مې تر ۲۶مې (د ۱۳۹۹ لمریز کال د وري له لومړۍ تر ۷مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. دا اوونۍ د هېواد په کچه ټول ۳۱۴ تنه وژل شوي او ۱۵۷ نور هم ټپیان شوي دي.

د راپور د شمېرو له مخې، دا اوونۍ په هېواد کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه شوې ده. تېره اوونۍ په ټول هېواد کې ۳۲۴ تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو، خو په دې اوونۍ کې ټول ۴۷۱ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه شوې وه. د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په زابل، کندز، کندهار او کاپیسا ولایتونو کې وشوې، چېرته چې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۲ امنیتي سرتېري ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د زیاتوالي ښودنه کوي. د ملکي مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په کندز، او هلمند ولایتونو کې وشوې چې لږ تر لږه ۲۳ تنه ملکي وګړي پکې ووژل شول. همدا راز د کابل ښار په شور بازار سیمه کې د سېکانو پر عبادت ځای وسله‌‌وال برید وشو، چې لږ تر لږه ۲۵ سېکان پکې وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

په بل اړخ کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د زیاتوالي ښودنه کوي. طالب جنګیالیو ته هم ډېره مرګ‌ژوبله په کندهار، هلمند، کندز او بدخشان ولایتونو کې اوښتې ده.

په دغه راپور کې د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو او د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات لولئ. همدا راز د راپور په وروستۍ برخه کې د هېواد د ټولیز امنیتي وضعیت او مهمو امنیتي پېښو په اړه تحلیل لولئ.

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د مارچ ۲۰مه:

د زابل ولایت د مرکز قلات ښار ته څېرمه د افغان ځواکونو په لیکو کې د وسله‌والو طالبانو د نفوذي کسانو په مرسته وسله‌وال برید کې ۱۴ د ملي اردو سرتېري او ۱۰ پولیس وژل شوي دي.

د مارچ ۲۱مه:

د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په افغانیه دره کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۷ پولیس وژل شوي دي.

د بغلان ولایت په بغلان مرکزي ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۲ پولیس وژل شوي دي.

د مارچ ۲۲مه:

د کندز ولایت په امام صاحب او خان‌آباد ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په نښته کې، ۴ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د سرپل ولایت د ګوسفنده ولسوالۍ په محمودآباد سیمه کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر امنیتي پوسته برید کړی، چې له کبله یې ۲ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې وسله‌‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۵ تنه امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

د بادغېس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر ټانګ د ماین چاودنې له کبله ۴ کومانډو سرتېري وژل شوي او ۱۳ نور سرتېري ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای ماین د چاودنې له کبله یو سیمه‌ییز پولیس وژل شوی او ۲ د ملي اردو سرتېري ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ پر مرکز وسله‌وال برید وکړ، چې له کبله یې یو کومانډو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د بادغېس ولایت په مقر ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې یو سیمه‌ییز پولیس وژل شوی او ۲ نور ټپيان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د بغلان ولایت د شهر کهنه او بغلان مرکزي ولسوالیو ترمنځ پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې یو سیمه‌ییز پولیس وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی.

د مارچ ۲۳مه:

د غزني ولایت د ده‌یک ولسوالۍ په تاسنګ سیمه کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۵ پولیس وژل شوي دي.

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې پکتیا پوهنتون ته څېرمه چاودنه وشوه، چې له کبله یې يو د پوهنتون ساتونکی وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت د مرکز په لښکرګاه ښار کې د ماین د چاودنې له کبله یو ملي پولیس وژل شوی دی.

په لوګر ولایت کې د لوګر د والي د ساتونکو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې یو ساتونکی وژل شوی دی.

د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په تیمورک سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په کمین کې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی دی.

د کندز ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند ۲ پولیس چې په رېکشا کې سپاره وو، د وسله‌والو طالبانو په برید کې ووژل شول.

وسله‌والو طالبانو د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ چې له کبله یې یو د سیمه‌ییزې اردو سرتېری وژل شوی دی.

د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په تلوکان سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د مارچ ۲۴مه:

د کندز ولایت د خان آباد بندر ته څېرمه په سرک نو سمیه کې، د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو ملي  پولیس او یو سیمه‌ییز پولیس وژل شوي دي.

د کندهار ښار په خواجک سیمه کې یوه ښځينه پولیسه د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري په ډوز ووژل شوه.

د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ د سلاح خانې کلي په کمنج سیمه کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۲ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۳ د ملي اردو سرتېري او ۲ پولیس ټپیان شوي دي.

د کندز ولایت په ګل تېپه ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو ملي پولیس وژل شوی دی.

وسله‌والو طالبانو د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په فېروزه سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې یو سیمه‌ییز پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د مارچ ۲۵مه:

د کندهار ښار د دویمې امنيتي حوزې اړوند په غازي پارک سیمه کې د ماین د چاودنې له کبله ۲ پولیس وژل شوي دي.

د کاپیسا ولایت په آله سای ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو پولیس وژل شوی دی.

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په شاه‌کوټ سیمه کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې یو پولیس وژل شوی دی.

د مارچ ۲۶مه:

د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په نو آباد سیمه کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۵ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي. همدا راز په دې سیمه کې پر یوه بله پوسته د طالبانو په راکټي برید کې ۲ پولیس وژل شوي او یو بل ټپی شوی دی.

د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی دی.

د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو د ملي امنیت سرتېری وژل شوی او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د اروزګان ولایت په مرکز ټرینکوټ ښار کې وسله‌والو طالبانو د سیمه‌ییزو پولیسو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۴ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

په بدخشان ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

جدول-۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۲۷ ۲۵

۵۲

پولیس

۶۴ ۳۲ ۹۶
مجموعه ۹۱ ۵۷

۱۴۸

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د مارچ ۲۰مه:

د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۱۲ وسله‌وال طالبانو وژل شوي دي.

د مارچ ۲۱مه:

د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په افغانیه دره کې د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې ۳ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د بغلان ولایت په مرکز او بغلان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د کندز ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د مارچ ۲۲مه:

د کندز ولایت په امام صاحب او خان‌آباد ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۱۲ وسله‌والو طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار او نهرسراج ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۱۰ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د بدخشان ولایت په نوسی ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په نښته کې ۷ وسله‌وال وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د پکتیکا ولایت د وازې‌خوا ولسوالۍ په سپین مکتب سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په نښته کې ۵ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د زابل ولایت د مرکز په باریها سیمه کې د افغان کومانډو ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په نښته کې ۵ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د مارچ ۲۳مه:

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د مارچ ۲۴مه:

د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په بیدک کلي کې د افغان ځواکونو په برید کې ۳ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د افغات ځواکونو او وسله‌الو طالبانو په وسله‌واله نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د اروزګان ولایت په مرکز ترينکوټ ښار کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ وسله‌والو طالبان وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د مارچ ۲۵مه:

د زابل ولایت په مېزانې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۸ وسله‌والو طالبان وژل شوي دي.

په کندز ولایت کې د افغان ځواکونو په برید کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د مارچ ۲۶مه:

د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

په بدخشان ولایت د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

جدول-۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۱۵۹ ۸۴

۲۴۳

داعش

ـ ـ ـ
مجموعه ۱۵۹ ۸۴

۲۴۳

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د مارچ ۲۰مه:

د بادغېس ولایت په قادس ولسوالۍ کې یو ملکي وګړی د وسله‌والو طالبانو په ډزو کې ووژل شو.

وسله‌والو طالبانو د سیمه‌ییزو ارګانونو د رئیس عبدالمتین بیک خوريي وواژه.

د مارچ ۲۱مه:

د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالي کې په یوه هوايي برید کې ۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په فولادګې سیمه کې وسله‌والو طالبانو پر یوه ملکي وګړي ډزې وکړې چې له کبله یې یو تن ټپي شوی دی.

وسله‌والو طالبانو په کاپیسا ولایت کې یو ملکي وګړی لومړی وتښتاوه او وروسته يې په ډزو وواژه.

د مارچ ۲۲مه:

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کندز ولایت په امام صاحب او خان‌آباد ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲ ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ چې د دواړو لورو په ډزو کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د سرپل ولایت په ګوسنفده ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر امنیتي پوسته برید وکړ، چې ۲ ملکي وګړي هم پکې ووژل شول.

د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزي اړوند سیمه کې یو دیني عالم د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ووژل شو.

د مارچ ۲۳مه:

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې د ولسي جرګې د منشي ۲ ورېرونه وژل شوي دي.

د غزني ولایت په ده‌یک ولسوالۍ کې د سړک ترغاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله یو ملکي وګړی هم وژل شوی دی.

د کندز ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند دوه پولیس چې په رېکشا کې له یوه ځای څخه بل ځای ته تلل د وسله‌والو طالبانو له لوري پرې دزې وشوې چې پکې د رېکشا چلوونکی هم ووژل شو.

د مارچ ۲۴مه:

د کندز ولایت د خان آباد بندر ته څېرمه په سرک نو سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو ملکي وګړی وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د پکتیا پوهنتون ته څېرمه چاودنه وشوه، چې له کبله یې یو ملکي وګړی ټپي شوی دی.

د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په فېروزه سیمه کې پر ملکي کور د وسله‌والو طالبانو له لوري د  راکټ مرمۍ د لګېدنې له کبله یوه ښځه وژل شوې ده.

د مارچ ۲۵مه:

د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ په روشن ټاور سیمه کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کابل ښار په شور بازار سیمه کې د سېکانو پر عبادت ځای وسله‌وال برید وشو، چې له کبله یې ۲۵ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د کاپیسا ولایت په آله سای ولسوالۍ کې پر یوه ملکي موټر د هاوان د مرمۍ د لګېدنې له کبله د دوو ښځينه‌وو او یوه نارینه په ګډون ۳ تنه وژل شوي او ۲ ماشومان ټپیان شوي دي.

د مارچ ۲۶مه:

د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې د افغانستان بانک مدیر د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ټپي شوی دی.

جدول-۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۶۴ ۱۶

۸۰

مجموعه

۶۴ ۱۶

۸۰

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د راپور د شمېرو له مخې، د روان لمريز ۱۳۹۹ کال د وري له لومړۍ تر ۷مې (د ۲۰۲۰م د مارچ له ۲۰مې تر ۲۶مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۴۷۱ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې ۳۱۴ پکې وژل شوي او ۱۵۷ نور هم ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه لوړه شوې ده. د افغان ځواکونو مرګ‌ژوبله دا اوونۍ د تېرې اوونۍ په پرتله د زیاتوالي ښودنه کوي. په تېره اوونۍ کې ۷۴ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې دا کچه لوړه شوې او ټول ۹۱ افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه ده. په تېره اوونۍ کې ۸۲ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې دا شمېره دوه چنده شوې او ټول ۱۵۹ تنه وسله‌وال وژل شوي دي. د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د زیاتوالي ښودنه کوي. په تېره اوونۍ کې د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۱۱ تنه و، خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره ۶۴ تنو ته لوړه شوې ده (جدول-۴).

دا اوونۍ د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي وګړو لپاره یو ځل بیا یوه خونړۍ اوونۍ وه. د ۱۳۹۹ لمریز کال په لومړۍ ورځ په زابل ولایت کې وسله‌والو طالبانو د نفوذي کسانو په مرسته د افغان ځواکونو پر امنیتي پوسته برید وکړ، چې لږ تر لږه ۲۴ افغان سرتېري پکې ووژل شول. د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو په درشل کې دغه خونړی برید په ملي او بین المللي کچه وغندل شو. په بل اړخ کې، له دغه برید دوه ورځې وروسته د کندز ولایت په دشت ارچي او امام صاحب ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۵ تنه ملکي وګړي ووژل شول، چې د یوې کورنۍ پکې ټول غړي وژل شوي او یوازې دوه کوچني ماشومان ترې پاتې دي. همدا راز په کابل کې د سېکانو پر عبادت ځای برید، چې ۲۵ تنه پکې ووژل شول، په پراخه کچه وغندل شو. طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړل او له همدې کبله دغه برید یو مرموز برید و، چې په اوسنۍ حساسه مرحله کې وشو. دغه خونړی وضعیت داسې مهال دی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د مارچ میاشتې په لومړیو ۲۵ ورځو کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه ملکي وګړي په تاوتریخوالیو کې وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

بل پلو، د سولې او بین الافغاني خبرو اترو د پیل په پروسه کې هم تر څه بریده پرمختګ ولیدل شو. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو او د افغان حکومت د استازو ترمنځ دوه وېډیو کنفرانسونه وشول، چې پکې د بندیانو پر تبادله خبرې وشوې. په دغو وېډیو کنفرانسونو کې د امریکا او قطر دولت استازو هم حضور درلود او پرېکړه وشوه چې د مارچ میاشتې تر پایه به ۱۰۰ تنه طالب بندیان خوشي شي. په ورته وخت کې افغان حکومت هم له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره خپل پلاوی اعلان کړ، چې جوړښت یې د ګڼ شمېر افغان سیاسي لورو له‌خوا تر نیوکو لاندې دی او د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د دغه پلاوي په اړه خبریالانو ته وویل، چې د پلاوي غړي باید داسې کسان نه وي چې په راتلونکي کې یې پرېکړې د کوم لوري له خوا ونه منل شي.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د څارونکي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای یوازې او یوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او بین الافغاني تفاهم له لارې شونی دی. له همدې کبله پر افغان حکومت او نورو ښکېلو لورو غږ کوو، چې د سولې هڅو ته جدي پام واړوي او له دغې ملي مسئلې سره مسؤولانه چلند وکړي.

 جدول-۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۹۱ افغان ځواکونه

۵۷

د دولت وسله‌وال مخالفین

۱۵۹ د دولت وسله‌وال مخالفین ۸۴
ملکي وګړي ۶۴ ملکي وګړي

۱۶

بهرني ځواکونه

ـ بهرني ځواکونه ـ
مجموعه ۳۱۴ مجموعه

۱۵۷

ټول وژل شوي او ټپیان         ۴۷۱             

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *