خانه / اوونيز راپور / د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۴–۳۰ اپرېل ۲۰۲۰م)

د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۴–۳۰ اپرېل ۲۰۲۰م)

ګڼه: ۵۱

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته  کلېک وکړئ

سریزه

دغه راپور د ۲۰۲۰م کال د اپرېل له ۲۴مې تر ۳۰مې (د ۱۳۹۹ لمریز کال د غويي له ۵مې تر ۱۱مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. دا اوونۍ د هېواد په کچه ټول ۳۰۳ تنه وژل شوي او ۲۲۷ نور هم ټپیان شوي دي.

د راپور د شمېرو له مخې، دا اوونۍ په هېواد کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله ټيټه شوې. تېره اوونۍ په ټول هېواد کې ۶۵۲ تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو، خو په دې اوونۍ کې ټول ۵۳۰ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د دې اوونۍ په مرګ‌ژوبله کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله ټيټه وه. د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په بادغېس، سمنګان، تخار او لوګر ولایتونو کې وشوې، چېرته چې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا د تېرې اوونۍ په پرتله د لوړوالي ښودنه کوي. د ملکي مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په غزني، فاریاب او کابل ولایتونو کې وشوې، چې یوازې په همدغو پېښو کې لږ تر لږه ۱۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

په بل اړخ کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د کموالي ښودنه کوي. طالب جنګیالیو ته هم ډېره مرګ‌ژوبله په غور، فاریاب، لوګر او بادغېس ولایتونو کې اوښتې ده.

په دغه راپور کې د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو او د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات لولئ. همدا راز د راپور په وروستۍ برخه کې د هېواد د ټولیز امنیتي وضعیت او مهمو امنیتي پېښو په اړه تحلیل لولئ.

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د اپرېل ۲۴مه:

د بادغېس ولایت د مرکز قلعه نو ښار په لامان سیمه کې، د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۱۳ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي دي.

د اپرېل ۲۵مه:

د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزو پولیسو په یوه قرارګاه کې د ماین د چاودنې له کبله، یو سیمه‌ییز پولیس وژل شوی او ۴ نور ټپيان شوي.

د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی.

د جوزجان ولایت د فیض‌ آباد ولسوالۍ په حیدر آباد سیمه کې وسله‌والو طالبانو پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۲ دولت پلوي سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي.

د کندز ولایت د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په عرض‌بیګي سیمه کې د ملي اردو او پولیسو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته نښته رامنځته شوه، چې له کبله یې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي.

د اپرېل ۲۶مه:

د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په سنګ مرمر سیمه کې، د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۵ پولیس وژل شوي دي.

د اروزګان ولايت په مرکز ترینکوټ ښار کې د پولیسو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې له کبله یې ۴ پولیس وژل شوي ۷ نور ټپیان شوي.

د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په نوآباد سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی.

د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې، یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی.

د پروان ولایت په مرکز چارېکارو کې وسله‌والو‌ طالبانو یو پولیس په ډزو وواژه.

د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۲ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی.

د اپرېل ۲۷مه:

د جوزجان ولایت په منګجیک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۳ د ملي اردو سرتېري او یو پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي.

همدا راز د جوزجان ولایت پر لویه لاره د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو امنیتي سرتېری ټپي شوی دی.

د تخار ولایت د بهاوالدین ولسوالۍ په ینګي قلعه بندر کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۴ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي.

د بادغېس ولایت د قادس ولسوالۍ په میرزا علي سیمه کې وسله‌والو کسانو پر سیمه‌ییزو پولیسو برید وکړ، چې له کبله یې ۲ پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی.

د کندز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۲ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي شوی.

وسله‌والو طالبانو د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ په مرکز کې یو د ملي امنیت سرتېری په ډزو وواژه.

د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار په میدانک سیمه کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله یو د سیمه‌ییزې اردو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی.

د اپرېل ۲۸مه:

د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز ښار څلورمې امنیتي حوزې ته څېرمه سیمه کې وسله‌والو طالبانو پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې له امله یې ۴ پولیس وژل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د هرات ولایت په کشک کهنه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی.

د اپرېل ۲۹مه:

د سمنګان ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د ولسي پاڅون کوونکو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۹ پاڅون کوونکي وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي.

د پکتیا ولایت په غوریزي سیمه کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۲ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي.

د فاریاب ولایت په شیرین تگاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، یو امنیتي سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی.

د فاریاب ولایت په شرین تګاب او خان چهار باغ ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌والو نښتو کې، یو د ملي اردو سرتېری او ۲ پولیس وژل شوي او یو تن ټپي شوی.

د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د طالب وسله‌والو او افغان ځواکونو ترمنځ په نښته کې ۲ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي شوی.

د دایکنډي ولایت په کجران ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، یو سیمه‌ییز پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی.

د کندز ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې، ۴ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي شوی.

د بادغېس ولایت د مقر ولسوالۍ په خارستان سیمه کې وسله‌والو طالبانو پر یوه پوسته برید وکړ، چې له کبله یې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی.

وسله‌‌والو طالبانو د هرات ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې ۲ پولیس په ډزو ووژل.

وسله‌والو طالبانو د هرات ولایت په کهسان ولسوالۍ کې ۲ د ملي اردو سرتېري لومړی وتښتول او وروسته یې په غوریان ولسوالۍ کې ووژل.

د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۴ سیمه‌ییز پولیس او ۲ د سیمه‌يیزې اردو سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي.

د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په نوآباد سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي.

د اپرېل ۳۰مه:

د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د ملي  امنیت د استخباراتو رئیس او ساتونکی یې وژل شوي او ۲ نور امنیتي سرتېري ټپیان شوي.

د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ په لاله ګذر سیمه کې وسله‌والو طالبانو د سیمه‌ییزو پولیسو پر پوسته برید وکړ چې له کبله یې ۵ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي.

وسله‌والو طالبانو د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې له کبله یې ۳ پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي.

جدول-۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۲۰ ۲۶

۴۶

پولیس

۷۷ ۵۸ ۱۳۵
مجموعه ۹۷ ۸۴

۱۸۱

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د اپرېل ۲۵مه:

د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په هوايي او ځمکني بریدونو کې، ۱۹ د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي.

د اپرېل ۲۶مه:

د کندز ولایت په چهاردره او امام صاحب ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې، ۱۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي.

د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د اپرېل ۲۷مه:

د فاریاب ولایت په شیرین تګاب، قیصار او خواجه سبز پوش ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌والو نښتو کې، ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار ولایت د ژیړۍ ولسوالۍ په میرازار سیمه کې د وسله‌والې نښتې پر مهال ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په نوآباد سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۳ د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

د تخار ولایت د بهاوالدین ولسوالۍ په ینګي قلعه بندر کې د سیمه‌‌ییزو پولیسو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي.

د بادغېس ولایت په آبکمري ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي.

د اپرېل ۲۸مه:

د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو د استخباراتو مسئوول وژل شوی دی.

د سرپل ولایت په الغن او ګوسفنده ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په برید کې ۷ وسله‌‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي.

د جوزجان ولایت په منګجیک ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي.

د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې ۲ وسله‌وال د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د اپرېل ۲۹مه:

د کندهار ولایت په شاه‌ولیکوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په وسله‌وال برید کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي.

همدا راز د کندهار د خاکریز ولسوالۍ په مندیګګ سیمه کې په یوه هوايي برید کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي.

د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي.

د فاریاب ولایت په خان چهار باغ ولسوالۍ یو وسله‌وال طالب وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي.

د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۶ وسله‌وال وژل شوي دي.

د اپرېل ۳۰مه:

د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي.

د بدخشان ولایت په نوسي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي.

د دایکنډي ولایت په کجران ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي.

د سمنګان ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۱۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي.

د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

جدول-۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۱۶۵ ۸۳

۲۴۸

داعش

ـ ـ ـ
مجموعه ۱۶۵ ۸۳

۲۴۸

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د اپرېل ۲۴مه:

د فاریاب ولایت په المار، صوفي قلعه او قیصار ولسوالیو کې د وسله‌والو طالبانو په بریدونو کې ۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي.

د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې وسله‌والو جنګیالیو د لومړۍ امنیتي حوزې د معاون پر کور برید وکړ، چې له کبله یې د نوموړي ورور وژل شوی دی.

د اپرېل ۲۵مه:

د غزني ولایت د مرکز په شالیز او آرزو سیمو کې پر یوه ملکي کور د هاوان مرمۍ د لګېدنې له کبله یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان شوي.

په ننګرهار ولایت کې د حزب اسلامي یو غړی د ناپېژاندو وسله‌والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.

د بادغېس ولایت په قادس ولسوالۍ کې پر یوه ملکي کور د هاوان مرمۍ د لګېدنې له کبله یوه ښځه وژل شوې او یو ماشوم ټپي شوی.

د اپرېل ۲۶مه:

د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې وسله‌والو کسانو پر یوه ریکشا ډزې وکړې، چې له کبله یې ۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌‌واله نښته کې، یو ملکي وګړی وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي.

د اپرېل ۲۷مه:

د فاریاب ولایت په مرکز میمنه ښار کې وسله‌والو طالبانو ۳ ملکي وګړي په ډزو ووژل.

د جوزجان ولایت په آقچه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لوري توغول شوې هاوان مرمۍ پر یوه ملکي کور لګېدلې چې له کبله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او یو ماشوم ټپي شوی.

د اپرېل ۲۸مه:

د غور ولایت د مرکز په بادروک سیمه کې په هوايي برید کې ۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د اپرېل ۲۹مه:

د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د سړک ترغاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کابل ښار د چهار آسیاب په ریشخور سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي.

د کابل ښار په مکرویانو سیمه کې د چسپکي ماین د چاودنې له کبله ۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ په کاکرها سیمه کې یوه پولیس پر ملکې وګړو ډزې وکړې، چې له کبله یې یو تن وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي.

د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو ملکې وګړی وژل شوی ۱۵ نور ټپیان شوي.

د اپرېل ۳۰مه:

د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند په احمد شاه بابا سیمه کې د ولسي جرګې د یوه غړي زوی د ناپېژاند وسله‌وال کس په برید کې ووژل شو.

د هرات ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو ملکي وګړی د ناپېژاندو وسله‌والو کسانو په برید کې ووژل شو.

د لوګر ولایت د مرکز اړوند چوڼۍ کلي کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له کبله ۴ ماشومان وژل شوي دي.

جدول-۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۴۱ ۶۰

۱۰۱

مجموعه

۴۱ ۶۰

۱۰۱

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د راپور د شمېرو له مخې، د روان لمريز ۱۳۹۹ کال د غويي له ۵مې تر ۱۱مې (د ۲۰۲۰م د اپرېل له ۲۴مې تر ۳۰مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۵۳۰ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې ۳۰۳ پکې وژل شوي او ۲۲۷ نور هم ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه د تېرې اوونۍ په پرتله ټيټه شوې ده. د افغان ځواکونو مرګ‌ژوبله دا اوونۍ د تېرې اوونۍ په پرتله د کموالي ښودنه کوي. په تېره اوونۍ کې ۱۳۱ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې ټول ۹۷ افغان سرتېري وژل شوي دي. د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله ټيټه شوې. په تېره اوونۍ کې ۲۳۳ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې ۱۶۵ تنه وسله‌وال جنګیالي وژل شوي دي. خو د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله د زیاتوالي ښودنه کوي. په تېره اوونۍ کې د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۳۰ تنه و، خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره ۴۱ تنو ته لوړه شوې (جدول-۴).

که څه هم دا اوونۍ د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله ټیټه ده؛ خو په ټوله کې دا اوونۍ هم خونړۍ وه او په ځانګړي ډول د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبله  کچه د تېرې اوونۍ په پرتله پکې لوړه وه. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۵۳۳ تنه ملکي وګړي د جګړې له کبله وژل شوي او ۷۶۰ نور ټپیان شوي، چې په وژل شوو کې یې ۱۵۰ تنه ماشومان هم شامل دي. د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر د ۳۹ سلنه مرګ‌ژوبلې پړه پر وسله‌والو طالبانو اچولې او د ۳۲ سلنه مسؤولیت یې بیا حکومتي لوري ته راجع کړی.

په تېرو دوو اوونیو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې لوړوالي ته په کتلو سره افغان حکومت او نړیوالو پر طالبانو جدي نیوکې کړې، چې ګویا له امریکا سره تر هوکړې وروسته یې د جګړې په ډګر کې بریدونو ته زور ورکړی. دا وضعیت داسې مهال دی، چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د اوربند غوښتنې شوې او په افغانستان کې هم د جګړې له ښکېلو لورو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنې کېږي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د کرونا وبا د خپرېدو له امله تېره میاشت په ټوله نړۍ کې د افغانستان په ګډون د جګړو د ښکېلو ډلو ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې وه، چې په‌کې ۱۶ وسله والو ډلو د ده غوښتنه منلې؛ خو پر طالبانو یې نیوکه کړې، چې جګړه یې لا ډېره ګرمه کړې ده. په وروستي مورد کې طالبانو د افغان حکومت له لوري د اوربند غوښتنه د بندیانو نه خوشي کولو او د سولې د خبرو اترو پر وړاندې خنډونو جوړولو له کبله رد کړه.

له دغه وضعیت سره هم‌مهاله، د افغان حکومت د زندانونو د چارو د تنظیم اداره وايي چې د کابل په څرخي پله زندان کې د کرونا ویروس ۷۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د دغو راپورونو له خپرېدو وروسته طالبانو هم ویلي که د دوی بندیان تلف شي، دوی به یې غچ واخلي او مسؤولیت به یې امریکا او افغان حکومت ته راجع وي. طالبانو په دې اوونۍ کې د افغان حکومت ۵۲ زندانیان په کندز ولایت کې له بنده خوشي کړل. د زندانیانو د تبادلې او بین الافغاني خبرو اترو د پیل پر وړاندې شته خنډونه او د دغه بهیر د ځنډ یو لامل هم د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي اختلافات دي، چې لا هم نه دي حل شوي. تازه د ډاکتر عبدالله ټیم او ولسمشرۍ ماڼۍ د سیاسي جوړجاړي لپاره په خبرو اترو کې د پرمختګ خبر ورکړی او داسې تمه شته، چې په نژدې راتلونکي کې دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېږي او د بین الافغاني مذاکراتو بهیر پیل شي.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د څارونکي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای یوازې او یوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او بین الافغاني تفاهم له لارې شونی دی. له همدې کبله پر افغان حکومت او نورو ښکېلو لورو غږ کوو، چې د سولې هڅو ته جدي پام واړوي او له دغې ملي قضیې سره مسؤولانه چلند وکړي.

 جدول-۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۹۷ افغان ځواکونه

۸۴

د دولت وسله‌وال مخالفین

۱۶۵ د دولت وسله‌وال مخالفین ۸۳
ملکي وګړي ۴۱ ملکي وګړي

۶۰

بهرني ځواکونه

ـ بهرني ځواکونه ـ
مجموعه ۳۰۳ مجموعه

۲۲۷

ټول وژل شوي او ټپیان         ۵۳۰             

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *