خانه / اوونيز راپور / د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱–۷ مې ۲۰۲۰م)

د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱–۷ مې ۲۰۲۰م)

ګڼه: ۵۲

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته  کلېک وکړئ

سریزه

دغه راپور د ۲۰۲۰م کال د مې له لومړۍ تر ۷مې (د ۱۳۹۹ لمریز کال د غويي له ۱۲مې تر ۱۸مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. دا اوونۍ د هېواد په کچه ټول ۲۲۵ تنه وژل شوي او ۲۰۷ نور هم ټپیان شوي.

د راپور د شمېرو له مخې، دا اوونۍ په هېواد کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله ټيټه شوې. تېره اوونۍ په ټول هېواد کې ۵۳۰ تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو، خو په دې اوونۍ کې ټول ۴۳۲ تنه وژل شوي او ټپيان شوي.

د دې اوونۍ په مرګ‌ژوبله کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله ټيټه وه. د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په هلمند او بلخ ولایتونو کې وشوې، چېرته چې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۴ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله پام‌وړ ټيټه شوې ده. د ملکي مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښه په لغمان ولایت کې وشوه، چېرته چې د یوه ماین په چاودنه کې ۳ ملکي وګړي ووژل شوي ۴ نور ټپیان شوي دي.

په بل اړخ کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د کموالي ښودنه کوي. طالب جنګیالیو ته هم ډېره مرګ‌ژوبله په غور، فاریاب، بلخ، فراه او بدخشان ولایتونو کې اوښتې ده. همدا راز دا اوونۍ د داعش ډلې وسله‌والو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په دغه راپور کې د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو او د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات لولئ. همدا راز د راپور په وروستۍ برخه کې د هېواد د ټولیز امنیتي وضعیت او مهمو امنیتي پېښو په اړه تحلیل لولئ.

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د مې لومړۍ:

د بلخ ولایت په زاري ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۱۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي.

د اروزګان ولایت د مرکز په نچین سیمه کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۳ امنیتي سرتیري وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي.

د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۴ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي  او ۵ نور ټپیان شوي.

د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالب وسله‌والو په نښته کې یو د سیمه‌ییزې اردو سرتېری وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي.

د دایکنډي ولایت په ناوه‌میش ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې یو امنیتي سرتېری وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي.

د مې ۲مه:

د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۲ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

د کندهار ښار ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې په یوه دوکان کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله، یو پولیس وژل شوی او  یو بل ټپي شوی.

د هرات ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو کې یو پولیس وژل شوی  او یو بل ټپي شوی.

د مې ۳مه:

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په انځرګي کنډو سیمه کې د سیمه‌ییزو پاڅون کوونکو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په نښته کې، ۲ پاڅون کوونکي وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي.

د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۳ پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

په فاریاب ولایت کې یو سیمه‌ییز پولیس لومړی خپل قوماندان او دوه نور همکاران په ډزو ووژل او وروسته نوموړی هم ووژل شو او ۹ تنه نور ټپیان شول.

د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په مرکز کې يوه ناپېژاند وسله‌وال کس، ۲ د ملي امنیت کارکوونکي په ډزو ووژل.

د مې ۴مه:

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه نظامي کمپ ته څېرمه د موټر بم چاودنه وشوه، چې له کبله یې ۱۱ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي.

د کندهار ښار د شهیدانو څلور لارې سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو یوه ښځینه پولیسه په ډزو ووژله.

د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ په دوو بېلابېلو سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۱۳ افغان سرتېري وژل شوي دي.

د مې ۵مه:

په پروان ولایت کې د برېښنا شرکت پر کار کوونکو یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وکړه، چې له کبله یې ۲ پولیس هم ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې ۲ پولیس د سړک ترغاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې او یو بل د وسله‌والو طالبانو په ډزو کې ووژل شو.

د مې ۶مه:

د پکتیا ولایت په سلام خېل سیمه کې د احمد آباد ولسوالۍ پر ولسوال وسله‌وال برید وشو، چې له کبله یې د نوموړي یو ساتونکی وژل شوی او یو بل ټپي شوی.

د هملند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو کسانو د ملي امنیت یو کارکوونکی په ډزو وواژه.

د وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر موټریز کاروان د ماین چاودنې له کبله ۳ افغان سرتېري وژل شوي.

د مې ۷مه:

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د خوست ولایت امنیه قوماندان او ۲ نور پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي.

د کابل ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند احمد شاه بابا سیمه کې، د یوه ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ۳ پولیس ټپیان شوي.

د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې له کبله یې یو يولیس وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي.

جدول-۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۱۴ ۱۶

۳۰

پولیس

۶۰ ۵۵ ۱۱۵
مجموعه ۷۴ ۷۱

۱۴۵

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د مې لومړۍ:

د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ په صدو خان قلعه سیمه کې، په یوه هوايي برید کې، ۳ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۱۵ تنه طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي.

د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ښار په صنما سیمه کې یو وسله‌وال طالب د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي.

د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په کړندي سیمه کې د افغان ځواکونو په وسله‌وال برید کې، ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي.

د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي.

د مې ۲مه:

د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د زابل ولایت د مرکز قلات اړوند سیمه کې په یوه هوايي برید کې ۱۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د مې ۳مه:

د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۱۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي.

د بدخشان ولایت په کران او منجان ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په برید کې ۶ تنه طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي.

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په ینګي سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي.

د پکتیا  ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په انځرګي کنډو سیمه کې د افغان پاڅون کوونکو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي.

د مې ۴مه:

په پکتیکیا ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۱۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي.

د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌‌واله نښته کې ۴ تنه طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي.

د مې ۵مه:

د بدخشان ولایت د مرکز فیض آباد اړوند په یفتل بالا سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په نښته کې، ۹ تنه طالب جنګیالي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي.

د بلخ ولایت په کشنده ولسوالۍ کې د یوه هوايي برید پرمهال یو وسله‌وال طالب وژل شوی دی.

د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې ۱۰ وسله‌وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي.

د کابل ولایت د شکر درې ولسوالۍ په کوچکن سیمه کې د ملي امنیت د ځانکړو ځواکونو په عملیاتو کې ۵ تنه داعش وسله‌وال وژل شوي دي.

د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په لوی مانده سیمه کې ۱۰ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي.

د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې پر یوه جومات د هوایي برید په پایله کې یو وسله‌وال طالب وژل شوی دی.

د مې ۶مه:

د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی.

جدول-۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۱۳۸ ۹۵

۲۳۳

داعش

۵ ـ ۵
مجموعه ۱۴۳ ۹۵

۲۳۸

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د مې ۲مه:

د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د محبس لومړي قروال ته څېرمه د یوې چاودنې له کبله ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي.

د مې ۳مه:

د افغانستان د سترې محکمې اداري رئیس د ناپېژاندو وسله‌والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.

د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ په محمد حسن سیمه کې په یوه جومات کې د لاسي بم د چاودنې له کبله ۲۰ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د مې ۴مه:

د کابل ښار د اوولسمې ناحیې اړوند په چمتله سیمه کې د برېښنا شرکت پر کارکوونکو دوې چاودنې وشوې، چې له کبله یې ۴ تنه کارکوونکي ټپيان شول.

د غزني ولایت د مرکز اړوند زیوچ سیمه کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې یوه ښځه ووژل شوه او یوه ښځه او ۲ ماشومان ټپیان شول.

د مې ۵مه:

په پروان ولایت کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله د برېښنا شرکت معاون وژل شوی او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

د مې ۶مه:

د پکتیا ولایت په سلام خېل سیمه کې د احمد آباد ولسوالۍ پر ولسوال وسله‌وال برید وشو، چې له کبله یې نوموړی ولسوال ټپي شوی دی.

د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ اندړو سیمه کې د کمان په نوم پوستې پر ملکي خلکو ډزې وکړې، چې له کبله یې یو کس وژل شوی.

د مې ۷مه:

د لغمان ولایت په مهترلام کې ناپېژاندو وسله‌والو پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې، چې پکې یو ملکي وګړی وژل شوی او یو بل ټپي شوی.

د بدخشان ولایت د مرکز فیض آباد ښار په دشت شهدا سیمه کې د ملي اردو ځواکونو په ډزو کې ۶ ملکي وګړي ټپیان شوي.

جدول-۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۸ ۴۱

۴۹

مجموعه

۸ ۴۱

۴۹

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د راپور د شمېرو له مخې، د روان لمريز ۱۳۹۹ کال د غويي له ۱۲مې تر ۱۸مې (د ۲۰۲۰م د مې له لومړۍ تر ۷مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۴۳۲ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې ۲۲۵ پکې وژل شوي او ۲۰۷ نور هم ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه د تېرې اوونۍ په پرتله ټيټه شوې. د افغان ځواکونو مرګ‌ژوبله دا اوونۍ د تېرې اوونۍ په پرتله د کموالي ښودنه کوي. په تېره اوونۍ کې ۹۷ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې ټول ۷۴ افغان سرتېري وژل شوي دي. د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله ټيټه شوې. په تېره اوونۍ کې ۱۶۵ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې ۱۴۳ تنه وسله‌وال جنګیالي وژل شوي دي. د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د څو چنده ټيټوالي ښودنه کوي. په تېره اوونۍ کې د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۴۱ تنه و، خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره ۸ تنو ته راټيته شوې (جدول-۴).

که څه هم دا اوونۍ د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله څو چنده ټيټه وه، خو په ټوله کې ملکي وګړي په پراخه کچه د روانې جګړې قرباني دي. د امریکا د دفاع وزارت ویلي، چې په ۲۰۱۹م کال کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په بریدونو کې ۱۰۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان شوي دي. دا لومړی ځل دی چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې د دوی په بریدونو کې د وژل شوو ملکي افغانانو په اړه دا ډول رپوټ خپروي. د دغه رپوټ نشر ښيي چې د امریکا حکومت د افغانستان د جګړې پای ته رسولو په اړه د عامو امریکایانو د ذهنیت جوړولو په هڅه کې دی.

له بله پلوه، تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په تېرو درېیو میاشتو کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په بریدونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه ملکي وکړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې په‌کې ۳۸۷ وژل شوي او ۵۹۰ نور ټپیان شوي. طالبانو بیا د کورنیو چارو وزارت دا ادعا رد کړې او په یوه خپاره کړي راپور کې یې ویلي، چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د امریکایي او افغان ځواکونو په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۱۱ تنه ملکیان وژل شوي او ۲۰۵ نور ټپيان شوي دي. په وروستیو څو اوونیو کې د افغان حکومت امنیتي ادارې په منظم ډول د طالبانو له لوري د ملکي خلکو د وژل کېدو په تړاو څرګندونې کوي. د چارو څارونکي په دې اند دي، چې دا هڅې پر طالبانو د نړیوالو فشارونو لپاره دي، ترڅو داسې وښيي چې طالبان په قطر کې له امریکایانو سره کړي توافق ته ژمن نه دي.

له دغه وضعیت سره هم‌مهاله په دې اوونۍ کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر ته سفر وکړ او هلته یې د طالبانو د مشرتابه له سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا برادر سره وکتل او د بندیانو د خلاصون او بین الافغاني خبرو اترو د پیل په اړه یې خبرې وکړې. تر دې دمه د افغان حکومت له لوري ۱۰۰۰ تنه وسله‌وال طالبان خوشې شوي. تېره اوونۍ د طالبانو قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټویټ کې وویل، چې په دریو ورځو کې د دوی ۳۰۰ بندیان خوشي شوي او دوی د دغه بهیر هرکلی کوي.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د څارونکي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای یوازې او یوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او بین الافغاني تفاهم له لارې شونی دی. له همدې کبله پر افغان حکومت او نورو ښکېلو لورو غږ کوو، چې د سولې هڅو ته جدي پام واړوي او له دغې ملي قضیې سره مسؤولانه چلند وکړي.

 جدول-۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۷۴ افغان ځواکونه

۷۱

د دولت وسله‌وال مخالفین

۱۴۳ د دولت وسله‌وال مخالفین ۹۵
ملکي وګړي ۸ ملکي وګړي

۴۱

بهرني ځواکونه

ـ بهرني ځواکونه ـ
مجموعه ۲۲۵ مجموعه

۲۰۷

ټول وژل شوي او ټپیان         ۴۳۲             

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *